پټه مينه

پټه مينه هــره قیصه په عقل چیرته کیږی
ژونـد کـله کـله لـیونتوب غــواړي
(1)

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف پر اېکس خپاره کړي يوه پيغام کې ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره یې د اوربن...
10/19/2025

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف پر اېکس خپاره کړي يوه پيغام کې ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره یې د اوربند هوکړه وشوه.

نوموړي ويلي، "دواړه ګاونډي هېوادونه به د يوه او بل د خاورې درناوی کوي." او زياته کړې یې ده چې "په پاکستان کې به د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ سلسله سملاسي بنده شي".

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه د اوربند تازه هوکړې او د خواجه اصف د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خو وړاندې یې په پاکستان کې امنيتي پېښې د دوی کورنۍ مسئله بللې او په وار وار یې ويلي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

ښاغلي اصف زیاته کړې چې دواړه لوري به د اکټوبر پر ۲۵مه د ترکيې په استانبول کې بيا سره کېني.

د دواړو خواو تر منځ وروسته له هغه تاوتریخوالی ډېر شو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وويل، پاکستان د افغانستان "حریم نقض" کړی او په ځواب کې یې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو بريدونه وکړل.

له دې وروسته د دواړو لوريو تر منځ نښتې او بريدونه وشول چې د طالب چارواکو په وینا په وروستي هغه کې د جمعې مازديګر (۱۷ اکټوبر) د "پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې د دريو کرېکټ لوبغاړو په ګډون ۱۷ تنه ولسي وګړي د پاکستان په هوايي بريدونو کې ووژل شول." د پاکستان حکومت د دې ځانګړې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني ځواکونو د بلوچستان په لورلايي، ګردي جنګل، سارانانو، ژوب، قلعه سیف الله، پېښن او مسلم باغ کې له څو لسیزو راهیسې ...
10/04/2025

پاکستاني ځواکونو د بلوچستان په لورلايي، ګردي جنګل، سارانانو، ژوب، قلعه سیف الله، پېښن او مسلم باغ کې له څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو لپاره جوړ شوي پنډغالي تړلي دي.
#افغانستان #پاکستان #کډوال

د  #افغانستان  لپاره د  #پاکستان  ځانګړي استازي محمد صادق د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په دویمه، په خپل ایکس (پخوانی ټویټر...
10/04/2025

د #افغانستان لپاره د #پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر په دویمه، په خپل ایکس (پخوانی ټویټر) پاڼه ولیکل چې د دې لارې بیا پرانیستل به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اقتصادي فعالیت او اړیکې پیاوړې کړي.
د افغان سوداګرو له خوا د پاکستان له خوا افغانستان سره په پولو کې د ستونزو د رامنځته کولو په اړه تر اندیښنو وروسته، د "انګور اډې" لاره له نږدې دوه کلن ځنډ وروسته، بېرته د ټرانزیت او ترانسپورت پرمخ بیا پرانیستل شوه.

د  #پاکستان  تر کنټرول لاندې کشمیر کې د لاریونونو پر وخت درې پولیس وژل شوي او د ولسي مرګ ژوبلې رپوټونه هم ورکړل شوي دي. ...
10/02/2025

د #پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د لاریونونو پر وخت درې پولیس وژل شوي او د ولسي مرګ ژوبلې رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

د پاکستان تر واک لاندې د کشمیر لومړي وزیر چوهدري انوار الحق ویلي"تر دې دمه د معلوماتو له مخې، د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې په روانو لاریونونو کې د چهار شنبې پر ورځ زیات تاوتریخوالی لیدل شوی." هغه وویل "د چمیاټي په سیمه کې د نښتو پر مهال درې پولیس افسران ووژل شول،۱۵۰ پولیس افسران ټپیان شوي، چې له دې شمېرې د اتو تنو حالت نازک دی."

د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر لومړي وزیر، انوار الحق چوهدري او فدرالي وزیر طارق فضل چوهدري د چهار شنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې "د تاوتریخوالي له لارې د هېڅ هدف ترلاسه کول ممکن نه دي. د شخړو حل تل له خبرو اترو راوځي."

کشمیر کې له تېرې څه مودې راهیسې پراخ احتجاجونه روان دي چې خلک یې له حکومته ځيني بدلونونه غواړی:

• د واکمنو طبقو د امتیازاتو پای ته رسول
• په پاکستان کې مېشتو کډوالو لپاره د اسمبلۍ د ۱۲څوکیو ختمول
• وړیا طبي درملنه
• انډولیز او وړیا زدکړې
• نړیوال هوایي ډګر جوړول

پر دې سربېره، په غوښتنو کې د کوټې سیسټم پای ته رسول او په قضایي نظام کې سمونې او اصلاحات هم شامل دي.

د پاکستان حکومت او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر حکومت د خبرو اترو په ترڅ کې ډېرې غوښتنې منلې وې، خو د ځینو غوښتنو د نه پوره کېدو له امله مذاکرات ناکام او د خلکو احتجاجونو دوام وموند.

 #تازه‌خبرد اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي ادم بوایل...
09/29/2025

#تازه‌خبر
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي ادم بوایلر په مشرۍ له امریکایي پلاوي سره کتلي دي.

امیر خان متقي دغه پلاوي ته ویلي، اسلامي امارت افغانستان کې بندي امریکایي وګړی امیر امیري خوشې کړ او د بندي وګړو مسلې ته له سیاسي زاویې نه ګوري.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لمخې، متقي دغه راز څرګنده کړې چې مسایل د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدای شي او په خبره یې، دغه امریکایي وګړی هم په همدې موخه خوشې شو.

نوموړي دغه برخه کې د قطر هڅې ستایلې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کتنه کې ادم بوایلر د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د خبرو پخوانی پړاو رغنده بللی او هیله یې څرګنده کړې چې پر پاتې مسایلو هم خبرې دوام وکړي.
#افغانستان #امريکا

د  #پاکستان  دفاع وزیر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د  #افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه یوه تېروتنه وه.خواجه اصف په یوه...
09/28/2025

د #پاکستان دفاع وزیر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د #افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه یوه تېروتنه وه.

خواجه اصف په یوه پاډاکسټ کې ویلي، اړتیا نه وه چې پاکستان د روسیې پر وړاندې د جګړې پر مهال د افغانانو ملاتړ ته وردانګلي وای او دا زموږ تېروتنه وه.

هغه د وخت د پوځ مشر، جنرال ضیا الحق یو دیکتاتور یاد کړ چې له امریکا سره یې د اړیکو د غځولو لپاره ځينې کارونه وکړل.

یو شمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې د پاکستان له کراچۍ ښاره افغانستان ته راستانه شوي، د بیرته راستنیدو پر مهال لاره ...
09/28/2025

یو شمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې د پاکستان له کراچۍ ښاره افغانستان ته راستانه شوي، د بیرته راستنیدو پر مهال لاره کې د وسله والو غلو سره د مخامخ کیدو خبره کوي.

د دوی په خبره، د کډوالو کاروان د بلوچستان ایالت د «بېلې» او «کلات» ترمنځ واټ باندې څو ځله د وسله والو غلو هدف ګرځیدلی دی.

د کډوالو له ډلې محب الله ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دی او لس کسیزې کورنۍ، چې ښځې هم پکې شاملې وې، د جمعې په ورځ، د سپتمبر په ۲۶مه، له کراچۍ څخه د چمن-سپین بولدک لارې ته روان وو، خو په لاره کې له وسله والو غلو سره مخ شول.

دی چې اوس افغانستان ته رسیدلی او د کندهار په سپین بولدک کې ژوند کوي، د هغې ورې کیسه یې داسې بیان کړه: محب الله وايي"موږ روان شو او د شپې ۱۰ یا ۱۱ بجې وې چې موږ یوې غرنۍ سیمې ته ورسېدو، چې هلته غله راغلل، شپږ یا اووه کسان وو، وسلې یې درلودې، زموږ موټر ته راپورته شول او حتی ښځو ته یې وویل چې موږ ته پیسې راکړئ، زما په جیب کې ۳۰زره وې، هغه یې هم له ما واخیستې او د کور لپاره مې یو څه وریجې اخیستې وې، هغه یې هم رانه یوړوې،ما وویل چې موږ بې وزله خلک یو او هیڅ هم نه لرو، بیا یې زموږ موټر د ۲۰ دقیقې درولی وه او بیا یې موږ ته وویل چې ولاړ شئ، ډیره ویرونکې صحنه وه."

09/27/2025

د کابل - جلال اباد پر لويه لاره د تنګي سيمه کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د يوې ښځې په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن تر دې وراندی هم پر دغه لاره د سروبي بازار ته نږدې د يوې بلې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ شوی او درې ټپيان شوي وو.

 #جرمني  رسنیو راپور ورکړی چې په راتلونکې اکټوبر میاشت کې به د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت چارواکي د مجرمو افغان کډوال...
09/27/2025

#جرمني رسنیو راپور ورکړی چې په راتلونکې اکټوبر میاشت کې به د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت چارواکي د مجرمو افغان کډوالو پر ستنولو د خبرو لپاره کابل ته راشي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکسانډر ډوبرنټ ویلي، په جرمونو محکوم افغانان باید په چارټر نه بلکې، په عادي ورځنیو الوتنو کې کابل ته ستانه کړای شي او له همدې امله له افغان لوري سره خبرو لپاره کابل ته پلاوی استوي.
پټه مينه

 #سوریايي  چارواکو د پخواني ولسمشر بشارالاسد تر تبعید ۹ میاشتې وروسته د هغه د نیولو حکم صادر کړی. د تحقیقاتو یو قاضي ويل...
09/27/2025

#سوریايي چارواکو د پخواني ولسمشر بشارالاسد تر تبعید ۹ میاشتې وروسته د هغه د نیولو حکم صادر کړی. د تحقیقاتو یو قاضي ويلي چې د اسد د نیولو حکم د قتلونو او شکنجو سره تړلو تورونو پر اساس صادر شوی دی.
پټه مينه

Address

Washington D.C., DC

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when پټه مينه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Establishment

Send a message to پټه مينه:

Share