30/04/2025
نظم
پرون د کلی د خـــوا غــــرہ لمن کخی
پہ سوڑ سحر او لیونۍ یخنی کیی
مایؤ ماشوم لختہ پہ لاس ولیدو
ڈیر پہ تادی ورلہ نزدی ورغلم
مـــــا ویــــل بچیـــــہ دلتہ سہ کوی تہ
وئیل یــــی کـاکـــــا زمـــــا چیلئ ورکـــــی دی
یخنـــی مـــــی کـیــگی رانــــہ خــپــی ورکـــــی دی
غوگونہ یی ہم یخنی سرہ کــــڑی شـــان وو
بیــــا یـــــی پـــــہ وڑہ نازکـہ خـلــہ غــلـی شــان وئیل
وی کاکـــا یــؤ ســــادرگـے بــــہ نـــہ وی؟
دغـــــــہ خـــــــبـرہ یــــی زمــــــا پــــــہ زڑہ
لکـــــــــہ د تندر غوندی پریوتلہ
سترگی می ہم د اوخکو ڈکی شـولی
زر می د سرہ خپل سادر راکوز کڑو
ہغہ ماشوم می پکخی و نغختو
چی نمر راوختو ماشوم گرم شہ
وئیل یی کاکا زــم چـــی چیلئ وگورم
رانہ راوان شہ پہ تلو تلو کخی یی وئیل
کاکا کہ بیا زمونگ پہ لار تیریدی
مالـہ یـؤ زوڑ پـــــــالتـو ســـــــــادر راوڑہ
دا ماشوم ہم د چـــــا بــچـــــــے وہ کنــــــہ
دا چی سحر کخـی پــــہ چیلو پسی تلــو
نــــــازکو گوتـــــــو لــــــہ یــــــی قلم پکار وہ
دہ لہ د علم سہ غم پکار وہ
دی بہ د غرہ پہ سر کخی سہ زدہ کوی دے
چـــی نــامـی د بوٹـــــو نـــــہ ذدہ کــــــوی
زما د قام دغہ پختون بچـی
چی د تعلــــــم نــــــہ نـــــاخبرہ لوئی شی
دے بہ پہ نہ خبرہ شر ہم کوی
خود بہ سبا لہ ترہگر جوڑیگی
زہ دا منم چی دے بی پلارہ او بی مـورہ نۀ دے
کور ہم لری د غرہ لمنی تہ بی کورہ نہ دے
خو دغہ گل او گلالی ماشوم
چـــــــی سحر روان شی د غرہ سر تہ خیژی
د دۀ د کلی او د کــــــــــل ماشــــــــــومان
بستی پہ غاڑہ کڑی او سکول تہ لاڑ شی
د دۀ زڑہ نشتہ ولی دے بہ سہ ارمان نہ لری؟
دے چی د زمکی پہ سر گرزی نو آسمان نہ لری؟
د گل نہ یؤ پہ دوہ خائستہ دہ
د سپوگمۍ خور دہ خو سپیرہ دہ
پہ دنیاوی دوزخ دیرہ دہ
ژاڑی بہ نہ مور ئی میرہ دہ
جینی یوازی د ٹول کـــــور کــــــوی کارونــــــہ