Gilaman Afghan

Gilaman Afghan Member of Pashtun Tahafuz Moment ||
Poetry || Human Right Activist ||
خدائ، ژوند ،امن او مینه ||
1 March 1992 — 11 July 2024
(1)

13/05/2026

تل دی وي پي ټي ایم

د زمونږ‎ د ارمانو یوازنې ھیله

10/05/2026

د پشتونخواہ بلحصوص دي وزیرستان حالاتو پرضد پېښور پوھنتون وزیرستان سټوډنټ سوسائیټي ملګري احتجاجی غنډہ روانه دہ

08/05/2026

زمه په قتل که د نوره نړۍ چوپ د خیر دي
#ګيله‌من_وزير

01/05/2026

ملی شھید 💔🇦🇫 #ګيله‌من_وزير

29/04/2026

ملي شھید ګیلمن وزیر په خپلو دعاګانو کې یاد ساتئ

نن د ملی شاعر او ملي اتل شھید ګيله‌من وزير د زېږون ورځ ده. هغه يو داسې زړور شخصيت و، چې د خپل وطن او خلکو د حقونو لپاره ...
26/04/2026

نن د ملی شاعر او ملي اتل شھید ګيله‌من وزير د زېږون ورځ ده.

هغه يو داسې زړور شخصيت و، چې د خپل وطن او خلکو د حقونو لپاره يې تر وروستۍ سلګۍ مبارزه وکړه. د هغه شعرونه او ويناوې د پښتنو د ازادۍ او عزت لپاره يو ابدي الهام دی.
ګيله‌من وزير د خپل ژوند په هره شېبه کې د حق او د لوئ افغانستان غږ پورته کړ، او په دې لاره کې يې خپل ژوند قربان کړ. نن د هغه د زېږون ورځې په مناسبت، راځئ چې د هغه ارمانونو ته ژمن پاتې شو او د سولې، ازادۍ او برابرۍ لپاره کار ته دوام ورکړو.
د ملي شهيد ګيله‌من وزير روح دې ښاد وي!
� #ګيله‌من_وزير

20/04/2026

حوصله جګه ساته 💔 ملي شہید او زنداني حنیف جان 💔🙏🏻

نن د ایپي فقیر ۶۶ (شپږ شپیتمه) تلین دی. مونږ خپل ستر اتل ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کووحاجي ميرزالي خان وزیر چې نړ‎ې يې ...
16/04/2026

نن د ایپي فقیر ۶۶ (شپږ شپیتمه) تلین دی. مونږ خپل ستر اتل ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کوو

حاجي ميرزالي خان وزیر چې نړ‎ې يې د ايپي فقير په نوم پېژني د پُښتون قام دغه اتل د 1897 ميلادي کال شا و خوا د وزيرستان ټوچي نومې سيمه کې د کهجورۍ سره نژدې په کړته نومې کلي کې د ارسلاخان کره زېږدلی ؤ. د نيکهٔ نوم يې محمد آیاز خان او پهٔ خټه طوری خیل اُتمانزائ وزير و.

حاجی ميرزالي خان وړومبۍ زدکړې د خپل پلارارسلا خان نه کړې وې، بيا يې تر څلورم ټولګي پهٔ يوهٔ سرکاري سکول کې زدکړې وکړې او وروستو بیا بنوں ته د مذهبي زدکړو لپاره لاړو. خو څهٔ موده پس بیا بيرته توچۍ ته راغلو او د داوړو پهٔ سيمه کې يې خپلې زدکړې پيل کړې.

د پلار د مرګه وروسته د دهٔ مشر ورور د کړتی جاييداد خرڅ کړو او پهٔ سپلګه او شام کې زمکه واخيسته. هلته يې جومات،کور او حُجره جوړ کړل. د شام په زمکه يې ودانۍ جوړې کړې.هغه بيا د نورو زدکړو لپاره بنوں ته لاړو.

ژوند يې هم د هسې پهٔ عبادت، رياضت او د خلکو پهٔ خدمت کې روان ؤ چې پهٔ 1936م کې په بنو کې يوه پېښه رامنځته شوه کومې چې د يؤ صوفي فقير ايپي نه يؤ مجاهد ايپي فقير جوړ کړو او يؤ ګوشه نشين عابد او صوفي يې ګوريلا جوړ کړو، د پُښتون قام چی ګويرا يې ترې جوړ کړو.

د بنوں د جنډوخيلو يو ځلمي امير نور علي شاه د يوې هندوې کورنۍ د جينۍ رام کوري سره وادهٔ وکړو، هغه مُسلمانه شوه او نورجهان نوم يې ورله کېښودو. د هغې پلار مړ ؤ خو ترهٔ هرنام داس او مور منسه ديوي يې د نور علی شاه خلاف د بنوں د ډوميل پهٔ تاڼه کې عريضه وکړه.

نور علی شا د بنو نه د ټانک په لاره په ټيکسي کې د تګ پرېکړه وکړه خو له بده مرغه چې د غوريوالی تاڼې ته ورسېدل نو سمدلاسه ونيول شول. تاڼيدار د رام کوري(نور جهان) نه د نوم تپوس وکړو هغې ورته نوم اسلام بي بي یاد کړ او هم د دغه ورځې نه په اسلام بي بي مشهوره شوه.

پهٔ دغه کار د بنوں اولس ډېر بد وګڼل، ځوانانو پهٔ چاوڼۍ ورختې وکړه او څوک د ډپټي کمشنر پهٔ بنګله ورغلل. او دا لړۍ څو ورځې همداسې روانه شوه چې بلها حکومتي ودانيو او املاکو ته پکې بلها زيان واوړېدلو.

په 11 اپريل 1936 کې د بنوں عالمان او مشران وزیرستان ته راغلل او د عيدکو په کلي کې يې د وزیرستان د عُلماؤ او مشرانو سره يوه ستره جرګه وکړه، حاجي ميرزالي خان هم پکې ؤ. جرګې پرېکړه وکړه چې اسلام بی بی مُسلمانانو ته وسپاري ګنې پايله به يې ښه نهٔ وي.

پهٔ 15م اپريل 1936م پهٔ ملک اژدر کې يوه لويه جرګه راجوړه شوه، د بنوں او وزيرستان ګڼ شمېر خلکو په دغه جرګه کې برخه واخيسته. ټولو مشرانو ډېرې د جذباتو ډکې خبرې وکړې او ځوانان د مشرانو د يوې اشارې په هيله ناست وو او غوښتل يې چې همدا اوس په پيرنګي بريد وکړي.

جرګې د پرېکړه يې وکړه چې بايد د ښکاره بريد په ځای ګوريلا بريدونه پيل کړو او په کومه غرئيزه سيمه کې يو خوندي پټنځای جوړ شي چرته چې مجاهدين ځانونه پټوی شي او له هغه ځايه په دښمن ګوزار کولای شي. ټولو دا خبره وومنله او نيتاسي خیسوره ته يې د تګ پرېکړه وکړه.

بله ورځ د وزیرستان د عالمانو د فتوې تر مخه فقير ايپي د پيرنګي خلاف د جهاد اعلان وکړو. پيرنګيان چې خبر شول نو د وزيرستان د پيرنګي ريزيډنټ په خوله يې د ايپي فقير لښکر ته اخطار ورکړو چې زر تر زره دغه لښکر خور کړي ګنې ښه به نه وی، خو هغوی پرې ځان ناجاڼه کړو. بيا يې د الوتکو نه د اخطار پرچيانې په ټوله سيمه کې وشيندلې خو بيا هم چا پرواه ونه کړه.

انګریزانو طوري خيل وزیرو ته دړه که ورکړه چې کهٔ د دريم نومبر 1936م پورې مو د ايپي فقير سره کومه پهٔ زړهٔ پورې پرېکړه و نهٔ کړه نو پهٔ خيسوره به بريد کوو. ملکان فقير ايپي ته جرګه شول خو هغهٔ د ملکانو خبره ونه منله بلکې خيسوره ته يې د پيرنګي راتګ هم چيلنج کړو.

ملکانو پيرنګي ته سپينه خبره وکړه چې نه خو ايپي فقير لهٔ خپلې سيمې شړلای شو او نهٔ يې د جګړې نه قلارولی شو. او کهٔ پهٔ فوځ يا سکاوټس څوک بريد کوي نو مونږ يې نهٔ يو ذمه وار او ښه به دا وي چې تر درې مياشتو فوجي نقل و حرکت بیخي معطل شي.

هغهٔ سمدلاسه په خیسوره د بريد کولو پرېکړه وکړه. او هم لهٔ دغه ځايه پهٔ باقاعده توګه د فقير ایپی حاجی میرزالی خان او پيرنګي تر منځه وسلواله جګړه پيل شوه.

‏25 نومبر 1936 د پيرنګي د جنوبي وزيرستان پوليټيکل ايجنټ مسټر کريکټن او د نايب پوليټيکل محمد نواز په مشرۍ د توپونو، ټانکونو او درنې وسلو سره د پيرنګي يو ستر لښکر د خيسوره په لور روان شو. د لښکر سره الوتکې او تر شا يې د راشن او تودو کاليو بار خچرې هم روانې وې.

کله چې دغه لښکر د کتيری نه پورې وتو نو مجاهدينو پرې د شا و خوا غونډيو نه بريد وکړو او د تلپکان او عالم شيري پورې ښه توده جګړه روانه وه. د ميجر ټينډال او کيپټن بايد ترڅنګ د فوځ 270 کسانو ژوند لهٔ لاسه ورکړو او درې کسان د ايپي فقير لهٔ ملګرو څخه شهيدان شول.

خو بیا هم د شپې پيرنګيان کرکڼې او مرغۍ نومې ځای ته ورسېدل خو د ميرعلي فوځ لا تر دغه دمه غازيانو پهٔ لاره ايسار کړی ؤ.
‏د شپې ناوخته غازيانو پهٔ پيرنګي لښکر يرغل وکړو. په دغه بريد کې هم 735 پيرنګي فوځيانو ژوند لهٔ لاسه ورکړو او 25 غزيان شهیدان شول.

پهٔ سبا ورځ 27م نومبر 1936م شپږ سوه غزيانو يؤ ځل بیا پهٔ پيرنګي بريد وکړو چې پهٔ پايله کې يې 1021 پيرنګيان مړهٔ او ژوبل شول او فوځ يې بيرته ميرعلي ته پهٔ تېښته بريالی شو.

د رزمک او ایشا په سړک په ډمډيل اسد خیل کلی کې هم سخته انښته وشوه چې د ميجر سيکومب ترڅنګ پکې درې سوه نهه(309) پيرنګي فوځيان مړهٔ شول او اووهٔ(7) کسان پکې د ايپي فقير ملګري شهيدان شول.

د دغه درې ورځنۍ جګړې پهٔ اړه ډبليو ايچ کوڼدن پهٔ خپل کتاب دي فرنټيئر فورس رائفلز پهٔ 146م مخ ليکي چې لهٔ هغې ورځې نه ايپي فقير د يوهٔ باغي قبايلي ليډر پهٔ حيث خپل شهرت او استحکام قايم کړو.

بلخوا يې د بنوں نه پهٔ خوراکي توکو او نورو شيانو راوړلو هم بنديز ولګولو، پهٔ سړک يې هم کار ښهٔ تېز کړلو. د خاصه دارو چيک پوسټونه يې هم ځای پهٔ ځای جوړ کړل کوم چې د وزيرستان پهٔ خاوره د تاريخ وړومبني چيک پوسټونه وو.

ايپي فقیر به پرې د خپلو غزيانو سره ګوريلا بريدونه کول چې پيرنګي د ډېره قهره د جلير، شکتويی، زيخی، ډاګۍ، شيح محمد کلی، زيړ پيژی، دينور، بوبلي او شا و خوا ټول کلي ړنګ کړل. د وزيرستان خلکو چې دغه جبر وليدلو نو پيرنګيان يې ورواغيستل او په شا تګ يې مجبور کړل.

دريم ځل يې پهٔ 23م اپريل 1936م سکاوټس راولېږل او پهٔ ايپي کلي کې يې د ايپي فقير او نورو دوه مشرانو کورونه ړنګ کړل. بيا يې د داوړو مشران راوبلل او سخت اخطار يې ورکړو چې زر تر زره خپل خلک د خيسورهٔ نه راستون کړئ ګنې تورسرې به مو بې ستره کړو.

د اوړي پهٔ پيل کې ايپي فقير ګړيوم ته لاړو او د ژمي د پيل کېدو پورې پهٔ ګړيوم، شام او شکتوئی کې دېره ؤ. پهٔ دغه وخت کې يې د وزيرو، مسيدو، داوړو او بيټنو سره جرګې وکړې او خلک يې پهٔ فکري توګه د پيرنګي پر ضد وسلوالې مبارزې ته چمتو کړل.

د ايپي فقير لخوا دغه ګوريلا بريدونه پهٔ بنوں، کوهاټ، وزيرستان او ډېره اسماعيل خان کې ښه په درز کې روان وو. نن به دلته بريد ؤ سبا هلته يانې يوه ورځ به پهٔ وزيرستان کې بريد سبا ورځ به پهٔ ډېره اسماعيل خان کې، بله ورځ کوهاټ او بيا بله ورځ په بنوں کې بريد.

ايپي فقير په اپريل 1938 کې د ډيورڼد کرښې ته نزدې په ګورويک دره کې خپل مرکز جوړ کړو. دغه داسې ځایې وه چې نه پرې بمبارۍ اثر کولای شو او نه ورته پيرنګيان راتللی شول. د دغه درې په غرونو کې ايپي فقير بلها سمڅې وکيندلې. جومات، استوګن ځايونه یې جوړ کړل.

دلته یې د وسلې د جوړلو کارخانه هم جوړه کړه چې غازيانو له به پکې وسله جوړېدله. لهٔ دغه ځايه به غازيانو وخت پهٔ وخت پهٔ پيرنګي ګوريلا بريدونه کول.

چې پکې د پکي کلي جګړه، د سپيري غر جګړه، د اليګزنډر په چوکۍ بريد، د بويي په قلا بريد، د ويدون جګړه، د توت نري بريد، د ممش خيلو جګړه، د خوني زاوهٔ جګړه، د رزمک په سړک بريد،د مکین برید،د ډانډی په سرائی بريد او نور د يادونې وړ دي.

د ګوريلا بريدونو په لړۍ کې د تيارزی پهٔ قلا بريد، د اليګزنډر پيکټ بريد، تجوړۍ پهٔ تاڼه بريد، پهاړپوره بريد،سور کمر بريد، د دوسلې په کيمپ بريد، پهٔ زرمک کیمپ، په ابلنکي بريد،واڼه په کيمپ بريد، د پيزو جګړه، تجوړۍ بريد، د ګړيوم په کيمپ بريد د يادونې وړ دي.

پيرنګی چې کله پوه شو چې پهٔ زور او جبر نشي نو د افغانستان د سردار محمد هاشم خان او ملک موسا خان پهٔ مرسته يې پهٔ شپاړسم اګسټ 1937م پهٔ ماڼه نومې ځای کې شا و خوا د شپږ زره علماؤ، سپين ږيرو، مشرانو، ملکانو، غازيانو او سيدانو يوه لويه غونډه راجوړه کړه.

ايپي فقير دغه څلور شرطونه کېښودل:
‏1. اسلام بي بي به بيرته مُسلمانانو ته سپارل کيږي.
‏2. پهٔ وزيرستان کې به شرعي احکام اجراء کولی شي.
‏3. پيرنګيان به د تل لپاره د وزيرستان نه اوځي.
‏4. د جنګ پهٔ اوږدو کې بندي شوي ټول وزيرستاني به خوشي کولی شي.

افغان پلاوي ايپي فقير ته وويل چې تر څو جرګې د پيرنګي نه سوال جواب نهٔ وي اغيستي تر هغې بايد پهٔ پيرنګي هېڅ بريد ونهٔ کړی شي خو ايپي فقير دغه خبره ونهٔ منله او زياته يې کړه چې تر څو پيرنګي دغه شرطونه نهٔ وي منلي مونږ به د جګړې نه لاس وا نهٔ خلو

تر څو چې انګرېزان له دې وطنه وتلي نه وو، په بېلابېلو سيمو کې سختې جګړې کېدې۔ ان تر 14م اګست 1947م پورې دغه لړۍ همداسې روانه وه. کله چې په 14م اګست 1947م کې د هندوستان ويش وشو نو د کشمير شخړه هم رامنځته شوه، د پاکستان حکومت د وزيرستان د خلکو نه غوښتنه وکړه چې په کشمير کې يې مرسته وکړي، ايپي فقير د دغه خبرې کلک مخالفت وکړو. خو بیا هم د وزیرستان ګنړ شمیر خلک د کشمیر جنګ ته لاړل.

ايپي فقير چې کله وليدل چې د 14م اګست نه وروستو هم تر ډېرې مودې د رزمک پهٔ فوجي هيډکوارټر، ډويژنل کمانډ هيډ کوارټر، د واڼہ په بريګيډ هيډکوارټر، د ميرانشاه د سکاوټس پهٔ قلا او د سکاوټس پهٔ شا و خوا نورو ټولو پوستو د انګلستان بېرغ یانې یونين جيک رپيدلو.
د قبايلو ريزيډنټ ميجر کاکس پيرنګی ؤ،د جنوبي وزيرستان پوليټيکل مسټر ډانکن پيرنګی ؤ،د پاکستان ګڼ شمېر چارواکي يا خو پيرنګيان او يا هندوان و. قانون هم هغه زوړ د پيرنګي قانون ؤ چې د انډيا ايکټ 1935 پهٔ نوم يادې دلو نو ايپي فقير دغه هر څهٔ ډېر بدګومانه کړو.

هغه ويل چې دا خو هم هغه هر څهٔ دي، بايد دلته اسلامي حکومت وای. دا خو هم هغه زوړ د پيرنګي حکومت دی، هم قانون او هم چارواکي زاړهٔ دي. او همدغه لاملونه وو چې ايپي فقير د پاکستان د منلو په ځای د پُښتونستان د جوړولو اعلان وکړو.

د يوې جرګې په ترڅ کې هغه د پُښتونستان اولس مشر جوړشو، په وزيرستان کې خپل قاضي وټاکلو چې د خلکو فيصلې به يې کولې. ايپي فقير خپلو هلو ځلو ته پهٔ پخواني مرکز ګورويک کې دوام ورکړو چې پهٔ نتيجه کې يې د پاکستان د حکومت او ايپي فقير ترمنځه تاؤ تريخوالی جوړ شو.

29م جون 1948د ملخو په داوړو، جولائي 1948 کې د خدر خيلو په وزيرو، په 1/2/1949 د ملک اژدر په زيارت، په 12/6/1949 په مغلګي، په 26/7/1950 د واڼہ په احمدزو وزيرو، په 9/9/1950 په مکين، په 3/10/1950 په واڼہ او شولم د پاکستان حکومت درنه بمباري وکړه.

په ده بمبارې کې د وزيرستان ګڼ شمېر خلک مړهٔ او ژوبل شول.
‏بلخوا د ايپي فقير سره خپلو ځايي او بهرنيو ملګرو هم ټګي وکړه او ډېر ملګري ترې په شا شول او هغه يې يکې يواځې پاتې کړو. خو په خپله خبره د ژوند تر اخيرۍ سلګۍ کلک ولاړ او د خپل دريځ نه يؤ قدم هم په شا نه شو.

په خپلواکۍ، غيرت، خپله خاوره، ننګ، ناموس، پُښتو او دين میئن ملنګ د پنځلسم او شپاړسم اپريل 1960م په منځنۍ شپه کې د ساه لنډي د ناروغۍ له کبله د دې نړۍ نه سترګې پټې کړې او خپل جهادي مرکز ګورويک ته مخامخ د غرهٔ په سر خاورو ته وسپارلی شو.


09/04/2026

د ملی شھید په زړ‎ہ پورې ټپې 💔🇦🇫

ګیلامان وزیر

08/04/2026

خبرتیا !

تاسو ټولو ته معلومه د چې تیرو ۱۴۸ ورځو څخه حنیف پشتین او نور اللہ ترین په ۱۲ نومبر د پي ټي ائی صوبائی اسمبلی جرګه څخه اغواء شوي چې تر اوسه پورې لادرکه دي او ھیس عدالت ته نه دي وړ‎اندې شوي۔
نن د دي جبر پرضد ټرینډ روان دي ټول ملګري برخه پکې واخلئ۔
Admin

Address

Razmak
0928

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Gilaman Afghan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category