20/06/2026
د ادبي چینې اونیزه غونډه د کوټې ښار په غوث آباد سیمه کې نېټه[۱۹.۶.۲۰۲۶]د محمد خالد الهي په ویاندويي او د دوست محمد پرهر په تلاوت سره پیل شوه د غونډې صدر ښاغلی فضل الٰهي پتمل صاحب ټاکل سوی و
له نېکه مرغه په غونډه کې مو ایجنډا هم درلوده چې ښاغلې فدا محمد لېوال صاحب د ادبي فنون ۷مه ښوؤنه وړاندې کړه ښاغلې د مسند پر تعریف او اقسامو رڼا واچوله او وې ویل چې د مسند تعریف د موضوع شکاره خبر ته وايي، او مسند څلور حاله لري چې درې یې د ده او مسند الیه تر منځ شریک دي
اول، د مسند راوړل او حذفول
د مسند راوړلو مقصد د مسند اليه څخه د حکم افاده ده ځکه چې که مسند نه وي معنا نيګړې پاتېږي او کمال ته نه رسېږي
د مسند حذف، مسند هغه وخت نه راوړل کېږي چې یوه ښکاره قرینه نه وي موجوده
دوهم، د مسند تعریف او تنقید
د مسند د معرفي والې څخه مقصد دا دی چې مسند پر یوه ځای یا یوه شي پورې مقید او حسر وي
د مسند تنقید دې ته وایي چې مسند پر یو چا یا یو شي پورې حسر نه وي
درېیم، د مسند وروسته او وړاندې والی
مسند تر مسند الیه وروسته راځي ځکه چې د وړاندې والي او د تقدیم حق د مسند اليه دی ځکه چې جمله په مسند اليه شروع کوو
څلورم، دمسند افراد او اجماع دي
د افرادو څخه مقصد د مسند مفردوالی دئ دا مفردوالی پر دوه قسمه دی یا به مسند مفرد فعل وي او یا به اسم وي مګر د مسند د اجماع څخه مقصد جمله والی دی چې دا یو په هغه ځی کې راځي چې د حکم تخصيص په مسند اليه پورې غرض وي
له ایجنډه وړاندې کولو وروسته ملګرو خپل راوړي شعرونه وړاندې کړل چې وار صدر صاحب ته راغی
ښاغلې صدر اویل چې موږ پښتانه د ۵۰۰۰ کلن تاریخ دعوه کوو په دې ۵۰۰۰ کلن تاریخ کې موږ داسې مشر پیدا نکړ که مو پیدا هم کړ هغه مو هم په یوه او بل نامه تر ترور لاندې کړ دا زموږ لویه بدبختي ده خو ددې بدبختي علت دا دی چې موږ تل دي بل دي خوشحالتیا په خاطر ځان کنډې ته غورځولی ښاغلې له نورو اهمو خبرو سره سره اویل چې موږ ادبي چینه هم ورځ تر بلې دي تاریخ په تشبېه روانه کړې په پیل کې به په تالار کې د ملګرو ځی نه و خو اوس هغه مسؤله کسان په غونډو کې نه ښکاري ښاغلې په پای کې له ملګرو په تکرار سره وغوښت چې غونډو ته راځئ او له ادبي چینې سره یا له پښتو ژبې سره چې مو کوم تعهد کړی هغه خو راځئ چې پر ځای یې کړو.
په پای کې د یادونې وړ ده چې ښاغلې صدر ضیاءالرحمان ضیاء صاحب ته د ادبي چینې کې یې غړیتوب ورکړ او ښاغلي د بریاؤ دعا وکړه ورسره یې د خپلي ژبې د خدمت او په خپل عهد ته مخلص پاته کیدلو هیله وکړه.
د صدر له صدارتي وینا وروسته غونډه پائ ته ورسېده په درنښت
دوست محمد پرهر
محمد عمران ریښتین