09/10/2025
Janaan.❤
درنو دوستانو السلام علیکم!
نن سبا په فیسبوک کي د منظور پښتین په باره کي زیات بحثونه کیږي. که څه هم چي زه له خپلي لومړۍ ځوانۍ څخه په دې پوه سوی یم چي د سیاست لپاره جوړ نه یم، خو د منظور پښتین ملاتړ د ټول پښتون قام له حقوقو څخه دفاع ده او زه باید د یوه پښتانه په حیث لبیک ورته ووایم.
زه ولي د منظور پښتین دفاع کوم؟ هغه منظور چي په ژوند کي مي یو ځل لیدلی نه دی؟ علت یې دادی چي ما په خپل ژوند کي د پښتنو بل داسي رهبر نه دی لیدلی چي په دومره ریښتیني ډول یې د ټول پښتون قام د یووالي غوښتنه کړې وي او نه مي په ژوند کي لیدلي دي چي د ټولو سیمو او قامونو پښتانه دي، په دومره اخلاص او د زړه له کومي، په چا پسي ولاړ سي.
منظور پښتین زما امام دی. ما په خپل ژوند کي هیڅ انسان د خپل امام په حیث نه دی منلی. او دا هم ځکه چي زموږ د دې ځوان مشر شعار د لر او بر یو افغان چیغه ده. پښتنو په خپل ټول تاریخ کي تر بې اتفاقۍ له بل هیڅ شي څخه دومره رنځ نه دی وړی. زما امام د پښتنو د همدغه دایمي رنځ د علاج کولو ږغ پورته کړی دی. زما له خپلو ټولو پښتنو وروڼو او خویندو څخه دا هیله ده چي که په ریشتیا د خپل زورېدلي پښتون قوم نېکمرغي غواړی نو د همدغه ځوان امام تر شا ودرېږی او زما په څېر اقتداء ورپسي وکړی.
زه دا منم چي د افغانستان او لري پښتونخوا د پښتنو ستونزي او غوښتني به توپیر سره لري. خو دې خبري ته ستاسي پام را اړوم چي پر لرو پښتنو باندي د پنجاب د استبداد د دوام علت د هغوی ترمنځ بې اتفاقي ده او همدغه رنځ د افغانستان د اوسېدونکو پښتنو په کور دی. دغه علت دی چي موږ په افغانستان کي تر داسي استبداد لاندي ژوند کوو چي د هیواد له اوسېدونکو څخه یې د تعلیم له حق څخه نیولې تر ټولو مدني آزادیو پوري حقوق سلب کړي او موږ د خپل هیواد مستبدینو ته هیڅ نه سو ویلای.
ځکه نو ویلای سم چي زموږ او د لرو پښتنو غوښتني که سره بیلي دي خو رنځ مو یو دی او علاج مو یو دی. د دې دایمي رنځ یوازینی علاج تر یوه بیرغ لاندي په راټولېدلو کي دی. خدای بیرغ راکړی او خدای رهبر راکړی دی. دا طلايي فرصت، چي قامونو ته په پېړیو کي یو ځل ترلاسه کیږي، له لاسه مه ورکوی. د ټولو هغو کسانو او مشرانو مخونه تور کړی چي تاسي په یوه او بل نامه سره بېلوي. څوک چي موږ په هر نامه سره بېلوي هغه زموږ د ټولو دښمن دی. څوک چي زموږ د قرنونو رنځ علاج کولو ته یې ملا تړلې ده هغه زموږ دغه ځوان رهبر منظور پښتین دی. د منظور پښتین دښمن د ټولو پښتنو دښمن دی.
ژوندی او بریالی دي وي زموږ ځوان مشر منظور پښتین.
عبدالباري جهاني