Zia Jan Zia

Zia Jan Zia pashto poetry

13/11/2024

❤️♥️❤️🙏🙏🙏

 #غـــــــــزل پـرېــږده زوروره زور دې ټـــول پـــه مــا تــمـــــام کـــــــــړهسـپین ومـه تور نه شــوم تور دې ټــول په...
28/10/2024

#غـــــــــزل

پـرېــږده زوروره زور دې ټـــول پـــه مــا تــمـــــام کـــــــــړه
سـپین ومـه تور نه شــوم تور دې ټــول په مــا تــمـام کـــړه

مـــــا د ابـــراهـــيــم وفــــــا اغــوســــــتې اور پســـــــــنده!
نــــه ســوزمه' ګـــوره! اور دې ټـــول پـــه مـــا تــمام کــــړه

بــيـا مــې هـــم د مـــــيـــنې ســــماعـــــت بایلــلی نـــه دی
څــو کــه د ښـــارونو شــور دې ټـــول پـــه ما تمــام کـــــړه

نــور بــه درنــــه هــيـــڅ نه غـواړم خــدايــــه پــه دنـيا کې
ځــــار' چـــې مــحبــت د مــور دې ټول پــه ما تــمام کـــړه

ځــــار شــم انـــځورګــره څــه بـې خيــاله شــان لګـــيا وې
بـيا هــــم د وفــا انــځـــور دې ټــول پـــه مـــا تــمام کــــړه

دا يــــــو ناقـــــــــراره غـــــــوندې زخـــــــم دی طبـــيبـــه!
نـــه کـــوي تــاثيـــر، ټـــکور دې ټـــول په مــا تــمام کــــــړه

هيــچــا د ضــيــاء جــان په وړانــدې ســتا تائيد ونه کــــړه
هــر يــو ناروا پــېغــــور دې ټــول پــــه مــا تـــمــام کــــــړه

ضياء جان ضياء

 #غــــــــزل مـــــوده وشـــوه ښـــــوونــــــځــي يــــې دي تـــړلــــــــــيخـــوارو جـــــونـــو تــــه زړګـــــــي ...
26/10/2024

#غــــــــزل

مـــــوده وشـــوه ښـــــوونــــــځــي يــــې دي تـــړلــــــــــي
خـــوارو جـــــونـــو تــــه زړګـــــــي یــــې دي تـــړلــــــــــي

د پـــــنــجــاب دا زنــــدانــــونـــــه دې ويــــجـــــاړ شـــــي
ډېــــر د کــــار، وقـــــــار ســـــــــړي یــــې دي تـــړلـــــــــي

څــــوک د دېــــــو بچــــی پـــــــه مـــخـه کـــــــې ولاړ دی
زمــــــونـــــــږ بــرخــــه پســـــرلــي یـــې دي تـــړلــــــــــي

د خـــــــوږو کـــــــتلـــــو تـــــــــمــه تــــــرې عـــبــــــث ده
پـــــه لېــــمــــو پــــورې ازغـــــــي یــــې دي تــــړلــــــــــي

غـــــورځـــــنــــګــــونــــه تــرېنــــه نـــۀ راپېــــدا کــېــــږي
کـــوم جــــادو دی چـــې زلـــمــــي یـــې دي تــــړلــــــــــي

دا ســـــــړی چـــــې ډېـــــر پـــه ګـــرانــه چېــرته خانـــدي
پـــه خــپل ځــان کښـې اســـوېـلي یـــې دي تـــړلـــــــــــي

دا د عــشــــق دُنـــيـــا خـــو ځــــکه پــيـــکه ښـــــــکـــاري
چـــــــې د مـــينــــــــې لېــــــوني یـــــې دي تـــړلـــــــــــي

دا خـــــــــو زړونـــــــــه د میـــــنــــــــو دي مــــلــګــــــــرو
دا چـــې ګــوتـــو کــــــې غـمــــي یــــې دي تـــړلـــــــــــــي

د ضـــيــــاء جــان لـــه ستــومانۍ بــه څـــوک خبــر شــي
ســـــم ظـــالـــم دی ارګــــمــــي یـــــې دي تــــړلـــــــــــــي

ضياء—جان—ضياء

 #غــــــــزلد ویـــــلو خــــــو ډېــر څـــــه دي ایــــمـــانــــــــدارهامـــــاده ورتـــــــه څــــوک نه دي ايــــمـ...
23/10/2024

#غــــــــزل

د ویـــــلو خــــــو ډېــر څـــــه دي ایــــمـــانــــــــداره
امـــــاده ورتـــــــه څــــوک نه دي ايــــمـــانــــــــداره

عـــجــيــبــه ده پـــــــــه خــــبــــرو کې وچـــــت دي
خو ســــوچــــونه یــــې واړه دي ایـــــمــانـــــــــداره

د دې قــــام خــلــــک د ښــــې ورځـــې لـــه پــــــاره
کـــــالـــوســــر لېــمه لېـــمه دي ايــــــمانــــــــــــداره

ورځــــې شپـــــې د ژونــدون لنــډې دي بـــې شــانه
مـــــزلــــــونــــه مـــو اوږده دي ايــــــمانــــــــــــداره

د ايــــمــان چـــغـــې خو شــــته خو رښـــتیــا دا دي
ايــــمانداره خـــلـــک مــــړه دي ايـــمــانـــــــــــــداره

پښــــتــنو تـــه بـــه سپک نــــه واېـــي ظالــــــمـــــه
پــــښتانه خــــو پښتــــــانه دي ايــــمانـــــــــــــــداړه

تــــه راځــــه کېـــــفــيــتــــونو تــــــــه یــــې ګـــورو
څوک بېـدار دي څـوک ویده دي ايــــمانــــــــــــداره؟

د بــــدانو مـــنــــځ کې وســــي ولـــې بیـــا هـــــــــم
د ضــيــاء جــان شعرونه ښه دي ايــــمانـــــــــــــداره

#ضياءـجانـضياء

يو خو مې هسې زړګی تنګ  دی ستا اړولی مخ مې سا را لنډوینه
16/07/2024

يو خو مې هسې زړګی تنګ دی
ستا اړولی مخ مې سا را لنډوینه

په خوله دې سل وږي مړيږيپه زړه دې ځای نشول زما څو ارمانونهټپه ده نو
15/05/2024

په خوله دې سل وږي مړيږي
په زړه دې ځای نشول زما څو ارمانونه

ټپه ده نو

 #غزل زما او ستا تر منځ یاري به چې لا څه  څه   کويزما  کفاره  شاعري  به  چې لا  څه    څه     کويزما  وجوده!  اندامونه  م...
17/04/2024

#غزل

زما او ستا تر منځ یاري به چې لا څه څه کوي
زما کفاره شاعري به چې لا څه څه کوي

زما وجوده! اندامونه مې لغړ پاتې شول
دا سپيره مړې مزدوري به چې لا څه څه کوي

چې اخري ديدن مې هم د مور او پلار ونۀ کړو
د بل وطن مسافري به چې لا څه څه کوي

ځينو يارانو په ما داسې تبصرې کولې
د هغه دا بې قراري به چې لا څه څه کوي

په مقبرو کې ترېنه مړو هم امان وغوښتو
په دې ژوندو باندې ژوندي به چې لا څه څه کوي

مونږ د روانې زندګۍ سلوک خو وليدلو
دا راروانه زندګي به چې لا څه څه کوي

ضياء جانه وږي دي بس يو تربله خولې اچوي
دا د آدم بابا لمسي به چې لا څه څه کوي

09/04/2024

زما اړخ نه دې د نړۍ ګرد مسلمانانو ته کوچنې اختر ډېر ډېر مبارک شي،
او هغه مسافر چې د وطن نه بهر ژوند کوي هغو ته هم د زړه له تله مبارک شه او خداې څخه دغه دعا کوم چې رب دې راتلونکي کال ته د هغو هم په خپل وطن کې د کار زمينه برابره کړي چې بيا يې نور اخترونه په خپل وطن کې د خپلې کورنۍ سره وي آمين

____ضياء جان ضياء_____

30/01/2024

ستا دروغ زه د رښتيا په بیه واخلم
ته خوشحال شې چې دروغ مې پرې رښتيا کړل

ضياء جان ضياء

Address

Peshawar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zia Jan Zia posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category