Mushtaq Majrooh Yousafxai

Mushtaq Majrooh Yousafxai A renowned poet, critic, linguist, journalist, translator and prose and satire writer of Pashto.

04/06/2026
........رباعی؟........ستا انتظار کښې چې کوم خواږهـ ویخـواږھ والله کـهـ دومــره خـواږھ ویلـهـ بې لـوظـۍ دې ځار شم قربان ش...
05/05/2026

........رباعی؟........

ستا انتظار کښې چې کوم خواږهـ وی
خـواږھ والله کـهـ دومــره خـواږھ وی
لـهـ بې لـوظـۍ دې ځار شم قربان شم
کـوه کـوه ئې چـې څـنـګ دې زړھ وی

استاذ مشتاق مجروح یوسفزے مرحوم

30/04/2026

نن دېرشم اپرېل دَ استاد محترم مشتاق مجروح یوسفزی صاحب دَ زېږون ورځ ده. راځئ چې دَ هغوی دَ یؤ ښکلی غزل نه خوند واخلو

ارمان به وهـ کړې چې دې زهـ له ژوندانهـ نه وهـ ځم
هـم دې لهـ سـترګو، هم نظره، هم لهـ زړهـ نه وهـ ځم

څــهـ ویـرانه نـهـ ده دَ ښــکلیـو ښـاریـه کــښې اوسم
خـو دَ زړهـ ویـره ده والـلٌٰـه کــهـ دَ کالــهـ نـه وهـ ځم

سـتـا دَ وصـال دَ خـوږو داسـې عــادت شـوے یـمــه
نـهـ کړم ګُـمان چـې به دَ شـپې دَ بـېلتانهـ نه وهـ ځم

رقـیـبـه څـنـګه دې نـزدې پـرېـږدم دَ یـار کـوڅې تـه
پـهـ دې خـبـره خـو قــطـار دَ پـښـتـانــهـ نـه وهـ ځم

وازه خُـلهـ ناسـت دې دَ فراق سړی خوارهـ دی راتـه
یوه لـحـظـه کـهـ دې دَ یـادو لـهـ شپـالـهـ نـه وهـ ځم

رباعیدَ هر چا لاس کښې، وينم تسبې دیبـس دَ جـومــات دی، دَ مُــصلې دیدَ خــېـر الـنــاس نــه، دی ناخــبــرهو الـلـٌٰه ذره...
29/04/2026

رباعی
دَ هر چا لاس کښې، وينم تسبې دی
بـس دَ جـومــات دی، دَ مُــصلې دی
دَ خــېـر الـنــاس نــه، دی ناخــبــره
و الـلـٌٰه ذره کــهـ، دَ چـــا دَ ښــې دی

استاد محترم مشتاق مجروح یوسفزے مرحوم

مظلوم خوشحالدَ ډاکټر صاحب دَ مرتب کړی کُلِّيَّات دَ قصائدو برخه کښې يوه قصيده دَ “بهرام ته” دَ عنوان لاندې راغلې ده۔ پھ ...
06/03/2026

مظلوم خوشحال

دَ ډاکټر صاحب دَ مرتب کړی کُلِّيَّات دَ قصائدو برخه کښې يوه قصيده دَ “بهرام ته” دَ عنوان لاندې راغلې ده۔ پھ دې قصيده کښې خوشحال بابا خپل زوی بهرام خان ته نصيحتونه کوی اؤ دَ سردارۍ هنر ورته ښئيی۔ اخری دوه شعرونه ئې داسې دی:
کليله دمنه به څو کړے راشه ګوره
چـې څھ دُر مـې درته توئـې کړھ لھ کلامه
چـې دې زړھ هغه ګوهر به پھ کښـې مومـے
کھ پرې پوه شـے لھ اغازه تر انجامه

(دَ خوشحال بابا کُلِّيَّات ص ۲۰۰)
دَ وړومبنی شعر پھ اوله مصرع فاضل محشی داحاشيه ليکلې ده:
“کليله دمنه دَ نصيحتونو مشهور کتاب دے۔ دَ افضل خان پھ تصنيفاتو کښې دَ کليله دمنه ترجمه (عيارِ دانش) هم يادېږی خو پھ دے شعر کښې بهرام خان ته دَ کليله دمنه پھ حقله دَ خان دا نصيحت دې سلسله کښې دا شک پېدا کوی لکه چې دا دَ بهرام خان تصنيف وی۔”
(دَ خوشحال بابا کُلِّيَّات ص ۲۰۰حاشيه لمبر ۲)
پھ دې حاشيه کښې ډاکټر صاحب موصوف يؤ لوئې انکشاف کړے دے چې دَ ډاکټر صاحب نه اګاهو يؤ بل تن سېف الرحمٰن سيّد مرحوم پھ خپل کتاب “دَ اکُو نه تر شېدا” کښې هم کړے دے خو زما ورسره بېخی اتفاق نشته۔ ځکه چې دَ دوی دواړو نه وړاندې ډېرو لويو لويو خوشحال شناسانو داسې انکشاف نھ دے کړے۔ دَ خوشحال بابا پھ دې نامکمله قصيده کښې څلوېښت شعرونه دی نامکمله مې ورته ځکه وھ وئيله چې مقطع نھ لری اؤ مرتبينو حضراتو کښې يؤ تن هم دا نھ دی وئيلی چې دا قصيده مقطع نھ لری۔
دې حاشيه کښې ډاکټر صاحب دَ افضل خان خټک دَ “کليله دمنه” دَ ترجمې نوم “عيارِ دانش” ياد کړے دے حالانکې دَ هغې نوم “علم خانهٴ دانش” دے۔
اوس راځو شعر له، پھ دېو ټولو شعرونو کښې بهرام خان ته نصيحت شوے دے اؤ اخری شعر کښې ورته دا وائی چې “کليله دمنه” څھ کوے راشه وھ ګوره چې څنګه دُر مې درته بيان کړل اوس چې دې کوم دُر خوښ وی هغه به پھ کښې مومے خو پھ دے شرط چې دَ اغاز نه تر انجامه پرې پوه شے۔
کھ ډاکټر صاحب ته دَ لفظ “څو” دَ راؤړلو نه اشتباه پېدا شوې وی نو هم دَ هغوی مرتب کړی کُلِّيَّات کښې دا “څو” لفظ دَ “څھ” پھ معنٰی ګڼو ځايونو کښې شته لکه دَ يؤ غزل مطلع ده:
اے چـې لافـې دَ رنځور دَ رغېدو کړے
دَ خپل کلـی رنځور روغ کړه ما به څو کړے

(دَ خوشحال بابا کُلِّيَّات ص ۵۶۷)
دے شعر کښې راغلی “څو” ته ډاکټر صاحب پھ حاشيه “پھ ما څھ کړے، پھ ما څھ کوے” ليکلی دی۔ (وھ ګورئ حاشيه ص ۵۶۷)
دَ بل غزل يؤ شعر دے:
دَ يار کوڅه مـې بيامونده دَ يار لھ بويه پُره
هوا به دَ ګلونو نوره څو کړم دَ رياض

(دَ خوشحال بابا کُلِّيَّات ص ۶۰۰)
دے شعر کښې هم “څو کړم” ته پھ حاشيه کښې ډاکټر صاحب “څھ کړم” ليکلی دی۔ (وھ ګورئ حاشيه ص ۶۰۰)
دَ بل غزل يؤ شعر دے:
لکه مچ پھ انګبين کښـې
پسو بند شوے پھ قليله

(دَ خوشحال بابا کُلِّيَّات ص ۶۱۹)
پھ دے شعر کښې “پسو” ته ډاکټر صاحب پھ حاشيه کښې “پڅو، څنګه، پھ څھ” ليکلی دی۔ (وھ ګورئ حاشيه ص ۶۱۹)
دَ محترم کامل صاحب مرتبه کُلِّيَّات کښې دَ يؤ غزل مطلع ده:
زمانه راته پھ څو پرته پھ څؤ وه
زھ ئـې واخستم خُونـی مزرۍ دَ رؤ وه

(کُلِّيَّاتِ خوشحال خان خټک ص ۲۹۳)
محترم کامل صاحب دے شعر کښې راغلی وړومبی “څو” ته “پھ څو معنٰی پھ څھ يعنی ولې” ليکلی دی۔ (وھ ګورئ دَ کامل صاحب کُلِّيَّات ص ۲۹۳)
نو پھ دغه شعر کښې هم “څو” دَ “څھ” پھ معنٰی راغلے دے اؤ خوشحال بابا بهرام خان ته وائی چې “کليله دمنه” به څھ ګورے راشه چې ما درته کوم نصيحتونه وھ کړل پھ دې دَ شروع نه تر اخره ځان پوه کړه، دا دَ “کليله دمنه” نه زيات سُودمند دی۔ خوشحال بابا خپلو دېو نصيحتونو ته دُر اؤ ګوهر وئيلی دی اؤ دی هم۔

دَ استاذ مشتاق مجروح یوسفزی دَ مشهور کتاب مظلوم خوشحال نه یؤ اقتباس

دَمورنيو ژبو دَ عالمی ورځې پهـ مناسبت دَ استاذ مشتاق مجروح یوسفزی مرحوم دَ غزل څو شعرونه دَ پښتو مئینانو ته ډالۍچــا وې ...
21/02/2026

دَمورنيو ژبو دَ عالمی ورځې پهـ مناسبت دَ استاذ مشتاق مجروح یوسفزی مرحوم دَ غزل څو شعرونه دَ پښتو مئینانو ته ډالۍ

چــا وې ګـونګـيان اؤ کهـ کاڼهـ ډېر دی
مـــا وئـيـل دلـتــه دواړه ښـهـ ډېـر دی

دَ پــښـتـنـو بــه درتـــه څــهـ وايــمـــه
ويښ پهـ کښې لږ دی اؤ وودھ ډېر دی

ســړو دَ عـــقــل څــهـ خــبـره وھ کړئ
هـسې شــور زوږ لـه خـو واړھ ډېر دی

پـښــتو ئې پـرېـښــې شــاعـرانو ته ده
هــسې پـهـ نـوم خـو پـښتانـهـ ډېـر دی

دَ خــــوږو قــــدر ځــکـــه پــېــژنـمــــه
مـشتاقه ژوند کښې مې تراخهـ ډېر دی

دَ مشتاق صاحب دَ شاهکار کتاب ساهو پښتو نه یؤ اقتباسمونږ ته دا وخت دَ پښتو لیک دود پهـ حقله چې کوم مُشکلات راپېښ دی نو هغ...
11/02/2026

دَ مشتاق صاحب دَ شاهکار کتاب ساهو پښتو نه یؤ اقتباس

مونږ ته دا وخت دَ پښتو لیک دود پهـ حقله چې کوم مُشکلات راپېښ دی نو هغه ډېر لږ دی چې پهـ کښې‘‘ یاګانې، ګ، ڼ، و ،هـ ’’شامل دی۔ پښتنو کښې دا وخت دَ پښتو املاء پهـ حواله څلور ډلې دی چې مختلف مواقف لرى ۔
وړومبۍ هغه ډله ده چې هغوی پښتو دَ صحیح لیک دود مطابق نهـ لیکی اؤ کهـ ورته وهـ وائے چې داسې ئې مهـ لیکه نو وائی چې ولې تاته ترې ابلاغ وهـ نهـ شهـ؟ دا صحیح ده چې ابلاغ ترې کېږی خو ابلاغ کېدل څهـ خبره نهـ ده بلکې لفظ پهـ صحیح شکل کښې لیکل انتهائی ضروری دی۔ ابلاغ خو دَ اشارو نه هم کېدے شی اؤ تاسو به کتلی وی چې مونږ دَ ګونګیانو پهـ اشارو پوهېږو خو هر کله چې یؤ بنده خپل مافی الضمیر دَ لفظونو شکل کښې چاته وړاندې کوی نو هغهـ له لازمی دی چې صحیح ئې وهـ لیکی چې پهـ معنو کښې ئې فرق را نهـ شی اؤ نهـ نورې مسئلې رامینځ ته کړی۔ پهـ غلطه املاء کښې لیکلے یؤ لفظ چې پوهه اؤ لُستی بنیادم له څومره تکلیف اؤ اذيت ورکوی شاید چې دومره ورله بل څهـ نهـ ورکوی۔ دا ډله دَ نورو ژبو ليکلو کښې ډېر احتياط کوی صرف خپلې مورنۍ ژبې سره دا سلوک کوی چې ډېر دَ غندلو وړ اقدام دے۔
دویمه ډله دَ هغو خلقو ده چې هغوی خپلې لهجې پهـ نورو ټولو پښتنو منل غواړی چې يوه ناممکنه خبره ده۔ دَ لهجو اختلاف پهـ هره ژبه کښې وی خو دَ وئیلو اؤ لیکلو پهـ ژبه کښې فرق وی نو پکار ده چې زمونږ دَ لیکلو ژبه یوه وی لکه څنګه چې یوسفزی خپله لهجه نهـ لیکی۔ یؤ یوسفزے هم “جمدے” ، “جمدون” ، “ګیره” ، “خوخ” ، “خخ” وغېره نهـ لیکی بلکې “ژوندے” ، “ژوندون” ، “ږیره” ، “خوښ” اؤ “ښخ” ئې لیکی چې نورې پښتنې قبیلې ئې دَ خپلو خپلو لهجو مطابق لُستلے شی۔ دَ دې ليکلو نه زما غرض دا نهـ دے چې صرف يوسفزی خپله لهجه نهـ ليکی بلکې پښتونخوا کښې ټولې قبيلې خپلې لهجې نهـ ليکی اؤ څومره پورې چې دَ وئيلو خبره ده نو هرې قبيلې ته اجازت شته چې هم هغه شان ئې وائی څنګه چې دَ هغوی لهجه ده خو ما دلته دَ يوسفزيو خبره ځکه وهـ کړه چې زمونږ ځينې ښاغلی دا مستعمل پښتو دَ يوسفزيو لهجه ګڼى اؤ ورته ئې وائی هم حالانکې دا دَ يوسفزيو لهجه نهـ ده بلكې دَ پېښور پهـ ټوله وادۍ كښې هم دا لهجه استعمالېږى۔
دَ دې ډلې خلقو وخت پهـ وخت خپل کوششونه کړی هم دی خو چا ورسره منلی نهـ دی اؤ اوس هم کوشش کوی چې خپله لهجه پهـ نورو پښتنو وهـ منی۔
دریمه ډله دَ هغو پښتنو ده چې هغوی دَ عربۍ توری پهـ پښتو حرفونو لیکلو له رواج ورکوی چې نهـ مناسب دی اؤ نهـ صحیح خبره ده ځکه چې هر کله مونږ “قصه” اؤ “قمیص” “ کیسه” اؤ “کمیس” وهـ لیکو نو دَ دې لفظ اصل مُونډ معلومول ګران شی اؤ دَ دې خبرې نه هېڅوک انکار نهـ شی کولے چې پښتو ژبې دَ فارسۍ ، عربۍ اؤ هندۍ نه ډېر الفاظ اخستی دی نو دغه الفاظ کوم چې مونږ مفغن کړی نهـ دی، هم هغسې لیکل پکار دی څنګه چې پهـ هغو ژبو کښې لیکلے شی ۔ دا فېصله دَ باړه ګلۍ پهـ سېمینار کښې شوې هم ده ولې اوس هم یوه ډله دا کوشش کوی چې دغه ټکی پهـ عربی حرفونو نه بلکې پهـ پښتو حروفو وهـ لیکی۔ دوی دا سوچ هم نهـ کوی چې کهـ دوی پهـ خپل دغه بې دلیله کوشش کښې څهـ کامیابی ترلاسه هم کړه نو هغو عربی حروفو سره به څهـ کوی چې زمونږ دَ الف بې پټۍ کښې شامل دی اؤ دَ لر اؤ بر مشرانو اؤ عام اولس هم منلی دی ۔ دَ دې ډلې یؤ بل کوشش هم روان دے چې لکه دَ عربیانو اؤ ایرانیانو هر نوی څیز چې سائنس ئې رامینځ ته کړی، هغې له خپل نوم ورکړی چې اصولًا غلط کار دے ځکه چې یؤ څیز چا جوړ کړو اؤ هغې له ئې نوم کېښود نو بیا کهـ ورله بل څوک خپل نوم ورکوی نو دَ ابلاغ پهـ لاره کښې خنډان پېدا کوی۔ بايد چې دَ داسې کارونو نه ډډه وهـ شی۔ کهـ څوک خامخا دا شوق لری نو هغوی له پکار دی چې پهـ سائنسی مېدان کښې کار وهـ کړی اؤ داسې څیزونه راپېدا کړی چې خپل نومونه ورکړے شی لکه هډو دَ دې ملک مثال به واخلو پاکستان میزائیلې جوړې کړې دی نو “غوری” نوم ئې پرې اېښــے دے اؤ یا ئې “ابدالی” وغېره خو اصل ټکـے میزائل چې هغه زمونږ ایجاد نهـ دے، هغه ئې برقرار ساتلے دے۔ دغسې دَ کمپيوټر دپاره ځينې پښتنو Fonts جوړ کړی دی اؤ هغې له ئې نومونه “کروړ، ابدالی، احمد شاه، خوشحال خان خټک، الفت، قندهار، کوئټه” وغېره اېښی دی نو دا صحيح کار دے ځکه چې دا Fonts دوی جوړ کړی دی اؤ دَ خپلې خوښې نومونه ئې ورله اېښی دی خو چونکې Fonts دَ انګرېزۍ لفظ دے نو هغه ئې پهـ ځائې پرېښــے دے اؤ پکار هم وه۔
غرض مې دا دے چې تر کومې پښتانهـ پهـ ټِکنالوجۍ کښې وروستو وی، خپله ژبه ئې دَ بازار اؤ مارکیټ ژبه نهـ وی ګرځولې، پهـ دې کښې نوی نوی نومونه راتلل ګران دی اؤ کهـ پردی نومونه پښتو ته را اړوی نو دا بېخی داسې عمل دے لکه چې څوک پردی زوی یا لُور له دَ خپل طبیعت نامه ږدی۔
څلورمه ډله هغه ده چې مؤقف ئې دَ بره یادو شويو دریو واړو ډلو نه مختلف دے۔ دوی دَ ټولو پښتنو دپاره یؤ رنګ لیک دود غوره ګڼی اؤ کوشش کوی چې دَ پښتو ژبې پهـ لیک لُست کښې اسانۍ پېدا کړی چې تعلق ئې دَ کتابت یا ټائپنګ سره دے۔ داسې ټکی وهـ نهـ لیکی چې دَ هغې نه اشتباهات پېدا کېدے شی اؤ نهـ پهـ ليکلو کښې دَ دوو ټکيو دَ یؤ ځائې کولو مرسته کوی۔ځینې لفظونه یؤ ځائې لیکل پکار دی چې هم دغه کتاب کښې به ئې وړاندې ذکر وهـ شی ۔ دا ډله دا کوشش هم کوی چې کوم لفظ پهـ پښتو کښې وی چې هغه وهـ ليکی خو چې کوم نهـ وی نو بیا دَ نورو ژبو نه اخستل بد کار نهـ ګڼی۔ داسې ژبه به دَ دنیا پهـ مخ نهـ وی چې هغې کښې به دَ نورو ژبو ټکی نهـ وی۔ قراٰن مجید چې دَ اللهﷻ کتاب دے اؤ دَ قرېشو پهـ لهجه کښې نازل شوے دے پهـ هغهـ کښې هم عالمانو داسې ټکی پهـ نخښه کړی دی چې یا دَ سُریانۍ اؤ عبرانۍ دی اؤ یا دَ نورو خو دَ عربۍ نهـ دی۔
دغسې انګرېزۍ هم ډېر لفظونه دَ لاطینۍ اؤ يونانۍ وغېره ژبو نه اخستی اؤ خپل کړی ئې دی اؤ دا خبره به هم ډېرو ملګريو ته معلومه نهـ وی چې دَ انګرېزۍ هندسې چې کومې هغوی ليکی دا هغوی دَ عربۍ نه اخستی دی اؤ منی ئې هم۔ دَ عربۍ خپل حروفِ تهجی ډېر کم مقدار کښې دی۔ دَ هغې برعکس مونږ سره پښتو کښې ګڼ اوازونه دی ځکه نو پښتنو ته هر یؤ اواز وكښلو کښې هېڅ ګرانی نهـ پېښېږی۔ دا خبره به تقریبًا دَ هر چا پهـ مشاهده کښې راغلې وی چې پښتانهـ څنګه دَ قراٰن مجید تلاوت کوی هغسې ئې دَ پاکستان نور قومیتونه نهـ شی کولے۔
دا څلورمه ډله خپل مؤقف پهـ دلیلونو پېش کوی اؤ دَ لیک دود پهـ لړ کښې ئې تل دَ بحث دروازې لرې پرېښی دی اؤ چې څوک هم پهـ دلیل اؤ بُرهان خبره کوی هغه منی ځکه چې دَ پښتو دَ لیک دود مسئلې هوارول دَ ټولو پښتنو ذمه واری ده۔

23/08/2025

دَ عباس خان مایار پھ خوږ غږ د استاذ الاساتذه مشتاق مجروح یوسفزی مرحوم غزل واؤرئ اؤ خوند ترې واخلئ.

اغېزه، مرسته اؤ انځور دا يؤ منلے شوے حقيقت دے چې ژبه دَ اهلِ زبان سره وی اؤ  دَ هرې ژبې ويونکی خپله خپله ژبه دَ څھ خاص ا...
18/08/2025

اغېزه، مرسته اؤ انځور

دا يؤ منلے شوے حقيقت دے چې ژبه دَ اهلِ زبان سره وی اؤ دَ هرې ژبې ويونکی خپله خپله ژبه دَ څھ خاص اُصولو اؤ قاعدو مطابق وائی۔ دا بېله خبره ده چې دَ دغې اُصولو اؤ قاعدو هغوی ته علم نھ وی يا دَ دغو قاعدو نومونه نھ ورځی۔ دَ ګرېمر عالمان دَ ژبو دپاره قواعد اؤ اُصول جوړوی خو دغه اُصول اؤ قواعد نھ دَ هغوی ذهنی اختراع وی اؤ نھ ئې چرته لھ بله ځايه راؤړی بلکې هم دَ اهلِ زبان دَ وېنا مشاهَده اؤ مطالَعه کوی اؤ هم دَ هغوی دَ ژبې نه دغه اُصول اؤ قواعد اخذ کوی۔
دَ ژبې پھ سر څڼه اؤ صحيح ليکلو کښې دَ شاعرانو اؤ اديبانو هم يؤ کردار وی۔ شاعران اؤ اديبان کوشش کوی چې پھ خپل ليک کښې دَ ژبې دَ لفظونو صحيح تلفظ، دَ هغې امروزې، محاوَرې اؤ متلونه پھ صحيح توګه استعمال کړی ځکه چې هم دَ دغو شاعرانو اؤ اديبانو دَ کتابونو نه نور خلق زدکړه کوی۔ دَ شاعرانو اديبانو دغه ليکلی کتابونه دَ تاريخ برخه جوړېږی۔ وروستو دَ هغې ژبې لُغت نويس چې کله دَ هغې ژبې لُغت ليکی نو هغوی څھ لفظونه خو دَ عام اولس نه اخلی اؤ څھ ټکی دَ شاعرانو اؤ اديبانو دَ ليکليو شويو کتابونو نه را اخلی۔
ژبه پھ يؤ ځائې ولاړه نھ وی څنګه چې انسان ترقی کوی، دغسې ژبه هم ترقی کوی اؤ نوی نوی لفظونه خپلوی، دَ ګاونډی ژبو نه نور نور لفظونه اخلی، ګران لفظونه اسانوی اؤ ثـقيل اؤ پھ سماعت ښھ نھ لګېدونکی لفظونه يا خو پرېږدی اؤ يا ئې اسانوی۔ کله کله ځينې لفظونه مخفف کوی ځکه چې انسان کوشش کوی چې هغه دَ ژوند پھ هره څانګه کښې ځان له اسانۍ پېدا کړی۔ دغسې پھ دنيا کښې نوی نوی څيـزونه ايجاد کېږی اؤ هر څيـز چې ايجاد کېږی نو هغه دَ ځان سره خپله نامه هم راؤړی۔ دغه نامه ورله ايجاد کوونکی خلق پھ خپله ژبه کښې ږدی کھ ايجاد کوونکے انګرېز وی نو نامه به ئې دَ انګرېزۍ وی، کھ څوک روسے څھ څيـز ايجاد کړی نو هغه به ورله دَ خپلې ژبې نامه ږدی وعلٰی هٰذا القِياس۔ دغه څيـزونه بيا نوره دنيا کښې هم خوارھ شی نو هغوی هم ورته هغه نامه اخلی کومه چې ورله هغوی اېښې وی خو ځينې قومونه اؤ ملکونه داسې شته چې هغوی ورله خپله ژبه کښې نامې ږدی چې ښھ عمل نھ دے۔ البته کوم خلق چې دَ نومونو بدلول نھ کوی نو هغوی ورته هم هغه نامه اخلی کومه چې ورله مُوجِد اېښې وی۔ دَ هغې نه پس هغه نوے نوم هم هغه ژبه کښې داخل شی اؤ اخر کار تر ډکشنـرۍ هم وھ رسی۔ بيا لُغت نويس چې کله دغه لفظ پھ لُغت کښې ليکی نو دا ورته هم ليکی چې دا لفظ دَ کومې ژبې دے اؤ دا يؤ ديانتدارانه عمل دے چې دَ هر لُغت نويس نه تقاضا کوی۔ دَ انګرېزۍ اؤ نورو ژبو ډکشنـرۍ تاسو دَ دې غرض دپاره کتلې شئ۔
هم دغه شان پھ ژبه کښې نوی نوی متلونه هم پېدا کېږی ځکه چې متل اهلِ زبان دَ يوې قصې يا واقعې نه پس وضع کوی اؤ لکه چې هر چا ته معلومه ده ژوند کښې ډېرې قصې اؤ واقعې پېښېږی۔ هم پھ دے ډول اهلِ زبان نوې نوې امروزې هم جوړوی۔بـيا عالمان، شاعران اؤ اديبان دغه نوی راغلی لفظونه، محاوَرې، امروزې اؤ متلونه پھ خپلو تصنيفاتو کښې محفوظوی۔ دا حال دَ ټولو ژبو دے۔
دَ هر قوم نوې ژبه چې دَ هغه قوم دَ زړې ژبې سره مقابَله کړې شی نو هغه دَ زړې ژبې نه ډېره بدله وی ځکه چې هغه دَ ترقۍ لھ عمله تېره شوې وی۔ ډېر لفظونه ئې پرېښی اؤ ډېر نوی لفظونه ئې راپېدا کړی وی، ډېر ترکيبونه، محاوَرې اؤ امروزې ئې بدلې شوې وی۔ زاړھ متلونه ئې پرېښی اؤ نوی ئې جوړ کړی وی۔ دَ نورو ژبو لُغـتونه ترې وتلی وی اؤ بدل کښې ئې خپل لفظونه ژبې ته راغلی اؤ رواج شوی وی۔ دَ زړې اؤ نوې ژبې دا موازَنه اؤ مقابَله هله کېدے شی چې پھ هغه ژبه کښې کتابونه ليکلی شوی وی اؤ زاړھ اؤ نوی مواد ټول موجود وی۔
زمونږ دَ پښتو ژبې تاريخ ډېر زوړ نھ دے دَ پيـر روښان دَ “خېر البيان” نه علاوه مونږ سره دَ پښتو يؤ زوړ کتاب تر دې وخته موجود نھ دے۔ هسې مفروضې اؤ دعوې کول تر هغې څھ حقيقت نھ لری تر څو چې ثبوت کښې دَ نظم يا نثـر څھ کتاب پېش شوے يا پېدا شوے نھ وی۔ زما پھ دې خبـره به لُستونکی پوه شوی وی چې زھ “پټه خزانه” يؤ جَعَل شوې تذکره ګڼم چې پھ شلمه صدۍ کښې جوړه کړې شوې ده اؤ زوړ وخت ته منسوب کړې شوې ده۔ پھ دې ضمن کښې کھ څوک تفصيلًا دَ “پټه خزانه” دَ حقيقت نه ځان خبـرول غواړی نو دَ محتـرم قلندر مومند صاحب “پټه خزانه فی الميزان” يا زما کتاب “هٰذا ما کنزتم (نقد)” دې وھ ګوری۔
مونږ سره دا وخت چې دَ ټولو نه زوړ کوم کتاب موجود دے نو هغه دَ پيـر روښان “خېر البيان” دے۔ دَ دغه کتاب نه پس بيا “مخزن” اؤ ورپسې بيا دَ نورو روښانی شاعرانو کتابونه مونږ سره موجود دی۔ دغسې دَ اخون دروېزه دَ زامنو اؤ نمسيو اؤ مريدانو کتابونه هم زمونږ دَ زوړ ادب برخه ده۔ د دغو دوو ډلو نه پس بيا دَ خوشحال بابا دور شروع کېږی چې پښتو ژبې له ئې ډېر څھ ورکړی دی۔ بيا ئې زامنو اؤ نمسيو اؤ کړوسيو هم پښتو ژبې ته ښې ښې بخښنې کړې دی۔ د خوشحال بابا اؤ دَ هغھ دَ زامنو پھ دور کښې رحمٰن بابا، حميد بابا اؤ نورو شاعرانو تر خپله خپله وسه دَ پښتو ژبې جولۍ ته ډېر څھ ډالۍ کړی دی۔ غرض دا چې دَ پښتو ژبې تاريخ کھ ډېر زوړ نھ هم دے خو مونږ سره چې څومره زوړ نثـر اؤ شاعری تر دې وخته موجوده ده، هغه دومره کمه هم نھ ده چې بنده پرې څھ شرم محسوس کړی اؤ نھ دَ يؤ قوم يا ژبې قدامت څھ دَ عظمت دليل دے۔ ډېرې زړې ژبې ورکې شوې اؤ ختمې شوې دی اؤ ډېرې نوې جوړې شوې اؤ پھ دنيا کښې خورې شوې دی۔ دَ پېدا کېدو تاريخونه ئې هم معلوم دی۔ زھ خو دا وايم چې يوه ژبه قديمه نھ وی نو هغه خامخا يا پھ دروغه قديمه ثابتول څھ دَ عقل کار نھ دے۔ کھ زھ دا وھ وايم چې حضرت اٰدم هم پښتو وئيله نو څھ چل به وھ شی؟ البته دا خبـره به ما دپاره دَ انتهائی شرم باعث شی کھ څوک راته دا وھ وائی چې حضرت اٰدم خو پرېږده، دَ حضرت موسٰی دَ زمانې يؤ پښتو کتاب راته وھ ښيه۔
دَ پښتو ژبې دَ اوسنی صورتِ حال متعلق کھ مونږ خبـره کوو نو پښتو ژبې ډېره زياته ترقی کړې ده۔ دَ پيـر روښان اؤ اخون دروېزه اؤ دَ خوشحال بابا د دور دَ ژبې سره کھ مونږ دَ دې دور دَ ژبې موازَنه يا مقابَله کوو نو ډېر لوئې بدلون پھ کښې راغلے دے۔
زھ ډېر پھ تفصيل کښې تلل نھ غواړم ځکه چې دا بدلون دومره زيات دے چې کتابونه پرې ليکلے کېدے شی۔ کوشش کوم چې دَ پخوانۍ اؤ اوسنۍ پښتو دَ بدلون پھ حقله يؤ څو خبـرې وھ کړم۔ دَ پښتو څومره زړه شاعری يا دَ نثـر چاپ شوی کتابونه چې دا وخت مونږ سره موجود دی، هغه عېن دَ قلمی نسخو دَ املاء مطابق نھ دی اعنی دغو مشرانو چې کومه املاء ليکله اؤ څنګه ئې ليکله هغه ‌بېخی پھ چاپ شويو کتابونو کښې نشته کھ څوک دَ هغه وخت املاءملاحظه کول غواړی نو هغوی دې زړو قلمی نسخو ته رجوع وھ کړی۔
دغه زاړھ کتابونه چې پھ کوم کوم وخت کښې چاپ شوی دی نو دَ هغه وخت پھ رائجه املاء کښې چاپ کړی شوی دی چې لُستونکيو ته ئې پھ لُستلو کښې څھ مُشکل نھ وی۔دا خو دَ املاء خبره ده خو زمونږ زړو شاعرانو ډېر لفظونه داسې استعمال کړی دی چې هغه بيا وروستو متـروک شوی دی خو پھ چاپ شويو کتابونو کښې موجود دی۔ زمونږ کومو مشرانو چې دغه ديوانونه يا دَ نثـر کتابونه ايډټ کړی اؤ چاپ کړی دی نو هغوی دَ هغه کتاب دَ املاء باره کښې هم اؤ دَ ځينو هغو لفظونو باره کښې هم چې اوس متـروک دی، پھ خپلو چاپ کړيو ديوانونو کښې اول سر کښې دغه خبـرې خلقو ته پھ ډاګه کړی دی۔ مثلًا “ترو، وبله، ځبله، سکه، وته، کاندی، ګانده، سَنْد، ګروهېدل، مَواس، مُواس، غزا وھ شوه، څشکله، اروم، بارې، دښن، دښنھ، ټاپ، ميرڅی، مهيرګ، بځن، ادوم، اړاند، اږل، اغرين، اندرغپ، انډت،اوباز، بج، برغو، بوړ، بيوور، خمسور، پُرده، پريڼ، ولل، نغوتل، پاتو، بېڅل، نغړدل، کوتل،هرګوره، لارغھ، لرغُونی، ورژنی، لونم، راکاڼئ، پسندل، تُرک، تُرکان، ژوی، خپسر، پاسله، نغوته، لښل، ووړ، سهېدل، پرېوينځل، زېرمه، چوړ، وتنه، نمری وغېره۔ دا لفظونه هغه وخت عام استعمالېدل خو نن سبا دا متـروک دی اؤ دَ دې ځائې نورو لفظونو نيولے دے۔
زمونږ دَ افغانستان وروڼه يؤ لفظ ډېر زيات استعمالوی اؤ هغه لفظ “اغيز” دے۔ “پښتو تشريحې قاموس” دَ دې لفظ معنٰی اثر اؤ تاثيـر کوی جمع ئې اغيـزې دے۔ “پښتو ګړښود” ئې هم دغه معنٰی کوی۔ دا لفظ پھ کُوزه پښتونخوا کښې ما دَ عام اولس لھ خُلې نھ دے اؤرېدلے۔ څومره زړه پښتو شاعری چې مونږ سره موجوده ده، پھ هغې کښې هم دا لفظ زما تر نظره شوے نھ دے۔ سېوا دَ “خوشحال خان خټک مرغلرې” نه چې دَ محتـرم عبدالحئ حبيبی پھ زيار دَ قندهار نه پھ کال ١٣١٧ هجری شمسی مطابق ١٩٣٨ عيسوی چاپ شوے دے۔ پھ دے کُليات کښې دَ خوشحال بابا غزل کښې دا لفظ ورټُومبلـــے شوے دے۔ غزل دا دے:
چـې وايـــــــم هـــــغه نھ کا دا زمــــــــا زويه ګمراه
اغېـزه پرې هېڅ نھ شـی يا خو ما ګڼی بدخواه
کــــــھ کار پھ ديو نھ شـی پھ شماره دی دَ غويــيو
کمـے دی دا دَ ديو کھ دې ما دے دا ګناه
کھ ما دَ ځان بــــدخــــواه ګــڼی دا لا بـــــــله بلا ده
هېڅ پــــلار به پھ جهان بدخواه دَ زويه وی اٰه اٰه
چې پلار دَ چا مزرے وی مزرکټی ورځنـې زېږی
دې ما زويه وھ ګوره دَ جيفـې ګيدړ روباه
څو ډېر دی کھ قابل وې دا به څھ بلا ښـــــھ کار وھ
يؤ شېر دَ درګه ښھ دے نھ ګيدړ پھ کښـې پنجاه
دَ نورو نوم څھ اخلم دَ ټومی بـې وجه څو دی
يا عاق يا عاق ته روغ دی خو دَ واړو مخ سياه
دې ما پھ نامه زر شول دَ بی بی پھ ذات زرنيخ شول
زرنيخ پھ نــــــرخ دَ زرو کا قـــــدرت لــــــری الٰــــــه
هر کار ئې پھ تقليد دے تحقيق نھ لری پھ ذات کښې
نھ نام نھ ملګری شته هومره ګنج هومره سپاه
ارمان ارمان چې زوړ شوم يؤ قابل زويه مـې نشته
چـې زھ خـــــوشحال دعا کړم پھ سبا اؤ پھ بـــېګاه

(دَ خوشحال خان خټک مرغلرې ص ٣١٩ اؤ ٣٢٠)
دلته يوه خبره ياده لرل پکار دی چې محترم حبيبی صاحب هغه وخت کښې دا لفظ “اغېزه” اعنی پھ مخصوصه يـې ليکلے دے خو اوس چې دَ افغانستان دَ ليکونکيو پھ ليک کښې دا لفظ زما تر نظره کېږی نو ټول ئې پھ معروفه يـې ليکی تر دې پورې چې ډکشنريو کښې هم پھ معروفه يا ثبت شوے دے۔ پته نشته چې ولې؟
هم دا غزل “دَ خوشحال بابا کُلِيَّات” دَ پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم خټک کښې داسې دے:
چـې وايـــــــم هـــــغه نھ کا دا زمــــــــا زويه ګمراه
غوولـی دی پرې نھ شـی يا خو ما ګڼی بدخواه
کــــــھ کار پھ ديو نھ شـی پھ شماره دی دَ غووليو
کمـے دے دا دَ ديو کھ زما دے دا ګناه
کھ ما دَ ځان بــــدخــــواه ګــڼی دا لا بـــــــله بلا ده
هېڅ پــــلار به پھ جهان بدخواه دَ زويه وی اٰه اٰه
چـې پــــلار دَ چا مزرے وی مزرګټے ورځنـې زېږی
دې ما زويه وھ ګوره دَ جيفـې ګيدړ رُوباه
څو ډېر دی کھ قابل وے دا به څھ بلا ښـــــھ کار وھ
يؤ شېر دَ درګه ښھ دے نھ ګيدړ پھ کښـې پنجاه
دَ نورو نوم څھ اخلم دَ ټومې بـېوجه څو دی
يا عاق يا عاق ته روغ دی خو دَ واړو مخ سياه
زما پھ نامه زر شول دَ بـی بـی پھ ذات زرنيخ شول
زرنيخ پھ نــــــرخ دَ زرو کا قـــــدرت لــــــری الٰــــــه
هر کار ئې پھ تقليد دے تحقيق نھ لری پھ ذات کښې
نھ نام نھ ملګری شته هومره ګنج هومره سپاه
ارمان ارمان چې زوړ شوم يؤ قابل زويه مې نشته
چـې زھ خـــــوشحال دعا کــــړم پھ سبا اؤ پھ بـــېګاه

(دَ خوشحال بابا کُلِيَّات ص ٧٢٠ اؤ ٧٢١)
پھ دے غزل کښې يؤ لفظ حبيبی صاحب مرحوم “ټومے” ليکلے اؤ ورته ئې پھ حاشيه ليکلی دی چې:
“دَ دې کلمې معنٰی حل غواړی۔”
(دَ خوشحال خان خټک مرغلرې ص ٣٢٠ حاشيه)
پروفېسر ډاکټر مغموم صاحب دا لفظ “ټومې” ليکلے اؤ دا حاشيه ئې ورته ليکلې:
“يوه قلمی نسخه کښې ټوخی دے۔”
(دَ خوشحال بابا کُلِيَّات ص ٧٢١ حاشيه)
ښاغلی مغموم صاحب پھ فرهنګ کښې دا لفظ “ټومه” ليکلے اؤ معنٰی ئې ورته (١) ټومبه، قبيله (٢) يؤ فوځی جمعيت ليکلې ده۔
درياب دَ “ټومه” معنٰی کورنۍ، خاندان، ټونـګ، نسل ليکلی دی۔
محتـرم حبيبی صاحب اؤ ډاکټر صاحب دواړو “ټومے” پسې دويم لفظ “بيوجه” هم داسې ليکلے دے اعنی دَ (ب) نه پس معروفه يا ده۔ کھ چرې دا “بې وجه” وی نو بيا دَ يؤ ځائې ليکلو مطلب ئې څھ دے؟ اؤ کھ دا “بې وجه” نھ وی نو بيا دَ دے لفظ معنٰی هم ښئيل پکار وو۔ خو “بې وجه” دے ځکه چې مغموم صاحب پھ فرهنګ کښې “بې وجه” لفظ را اخستے اؤ ورته ئې دا معنې ليکلې دی (بې کاره، ناپکاره) اؤ شعر ئې هم دغه زېرِ بحث پېش کړے دے خو خبـره دا ده چې (بې کاره اؤ ناپکاره) ته “بې وجه” وئيلــے هم شی اؤ کھ نھ؟ “درياب” کښې (بې وجه) لفظ نشته البته “بې وجې” لفظ ئې راخستے اؤ ورته ئې معنٰی “بې سببه” ليکلې ده۔ “وجه” پھ عربۍ کښې مخ ته وائی نو کھ دَ بې وجه معنٰی “بې مخه” وھ کړے شی نو سمه به وی۔
“ارمغانِ خوشحال” کښې دا دواړه لفظونه داسې راغلی دی “ټومے بيوجه” (ص ٥٠٨) خو لکه چې اګاهو وھ وئيلی شو مرحوم سېد رسول رسا صاحب دَ حاشيو اؤ نوټونو ليکلو خواری نھ ده کړې۔
ديوانِ خوشحال خان خټک دَ محکمهٔ ثقافت کښې دا غزل پھ وړومبی جِلد کښې راؤړلے شوے اؤ دا شعر پھ کښې داسې دے:
دَ نورو نوم څھ اخلم دَ ټومے بيوچه څو دی
يا عاق يا عاق ته روغ دی خو دَ واړو مخ سياه

(ديوان خوشحال خان خټک ص ٢٨٩)
دے لفظ ته دا حاشيه ليکلې شوې ده۔
“پھ قلمی نسخه کښې (ټوخی) دے۔”
(ديوان خوشحال خان خټک ص ٢٨٩ حاشيه)
پھ دے شعر کښې “ټومې” هم هغه معنو باندې دے کومې چې ئې “درياب کړی دی۔ البته دلته دَ “بيوجه” پھ ځائې “بيوچه” دے۔ پھ ديوانِ خوشحال خان خټک محکمهٔ ثقافت کښې دَ هغه وخت دَ پښتو اکېډمۍ ډائرېکټر ښاغلی محمد نواز طائر دَ “تعارف” دَ عنوان لاندې خپلو خبـرو کښې دا هم ليکلی دی چې:
“دَ خوشحال بابا پھ تعليماتو اؤ دَ هغھ پھ افکارو اؤ خيالاتو دَ کار کولو اؤ تحقيق اؤ څېړنې دپاره بايد چې دَ هغھ ديوان محققينو، طالب علمانو اؤ مدرسينو هر چا ته ميسر وی۔ دَ خوشحال ريسرچ سېل پھ وړاندې هم دا مقصد وھ اؤ ځکه ئې دَ ټولو نه اول دَ خوشحال بابا دَ ديوان دَ طباعت دپاره دَ دې دَ تصحيح اؤ حاشيې کار دَ پښتو اکېډمۍ يؤ سابق غړی اؤ دَ خوشحال بابا دَ خپلې قبيلې ښاغلی پُردل خان خټک ته وھ سپارلو چې خان علييـن مکان چې پھ کومه لهجه کښې خپل ديوان مرتب کړے دے هم هغه لهجه اؤ هغه لُغات پھ صحيح جوړ له مرتب کړے شی۔”
(ديوانِ خوشحال خان خټک دَ محکمهٔ ثقافت چاپ ص ١٧)
دَ هغه وخت دَ اکېډمۍ ډائرېکټر صاحب وئيلی دی چې هم پھ هغه لهجه اؤ لُغات کښې به ئې مرتب کوی خو دا ديوان زمونږ دَ وړاندې دے چې بېخی دَ خوشحال بابا پھ لهجه کښې نھ دے۔ البته ښاغلی پُردل خان خټک دا لفظ “بيوچه” ليکلے دے چې دَ نورو ټولو چاپ شويو ديوانونو نه بدل دے خو متأسفانه هغوی دے لفظ ته معنٰی نھ ده ليکلې اؤ مونږ ئې دَ يؤ لفظ دَ معنې نه محرومه ساتلی يو۔
دا وخت زھ دَ حبيبی صاحب پھ راؤړلی لفظ “اغېزه” چې اوس ئې دَ افغانستان وروڼه “اغيـزه” ليکی خبـره کول غواړم۔ دَ حبيبی صاحب دَ چاپ کړی کُليات نه بِغېر دَ خوشحال بابا پھ يؤ ديوان اؤ کُلِيَّات کښې “اغيـزه” لفظ نشته بلکې ټولو چاپ شويو ديوانونو کښې “غوولی” دے چې دَ “ښاغلی” متضاد دے اؤ خوشحال بابا دا لفظ بيا بيا اؤ ډېر استعمال کړے دے۔ حبيبی صاحب يواځې دا لفظ “اغېـزه” کړے نھ دے بلکې ورپسې شعر کښې دويمه مصرع کښې چې کوم لفظ “غووليو” راغلے هغه ئې “غويـيو” کړے دے اؤ هېڅ قسمه حاشيه ئې پرې نھ ده ليکلې۔ حبيبی صاحب مرحوم “دَ خوشحال خان خټک مرغلرې” کښې ليکی:
“دَ دے ادبی اثر دَ بشپـړتيا اؤ تکميل دپاره مونږ هرې خوا ته پلَټنه اؤ پُښتنه وھ کړه اؤ چاپی اؤ قلمی نسخې مو راټولې کړې۔ پھ چاپی نسخو کښې خو اساس اؤ اصل هغه نسخه ده چې پھ (٦٠٧) مخ (کذا) کښې تقريبًا اؤيا کاله دَ مخه پھ ١٨٧٠ عيسوی کال سم له (١٢٨٧) هجری دَ ډاکټر ډبليو بيليو انګليس مستشرق لھ خوا دَ دھ پھ تصحيح پھ اهتمام دَ سلطان بخش داروغه دَ پېښور جېل خانه کښې دَ يوې قلمی نسخې لھ رويه چې دَ افضل خان خټک پھ تصرف کښې وه، طبع اؤ نشر شوې ده۔”
(دَ خوشحال خان خټک مرغلرې ص ٣)
دَ ډاکټر اېـچ ډبليو بيليو چاپ کړے دا ديوان ما نھ دے لُستلے۔ خو دَ خوشحال بابا کوم ديوان چې دَ هوتی مردان نه پھ کال ١٩٢٩ عيسوی کښې چاپ شوے اؤ پھ هوتی چاپ مشهور دے، هغه دَ ډاکټر بيليو دَ ديوان نه ليکلے شوے دے اؤ دَ هوتی چاپ کښې هم دا لفظونه “غوولی” اؤ “غووليو” راغلی دی۔
ښاغلی حبيبی صاحب مرحوم له پکار وو چې دَ کومې قلمی نسخې نه ئې دا “اغېـزه” لفظ اخستے چې دَ هغې نشاندهی ئې کړې وے خو متأسفانه هغوی داسې نھ دی کړی۔ غالب ګُمان دے چې څنګه کُوزه پښتونخوا کښې دَ خوشحال بابا شاعرۍ کښې استعمال شوی ځينې ټکی پښتانھ پھ شاعرۍ کښې نھ خوښوی، دغسې دَ حبيبی صاحب هم دا لفظونه خوښ شوی نھ دی اؤ لھ خپل طرفه ئې صحيح کړی دی۔ زما چې څومره قلمی نسخې دَ نظره تېرې شوې دی، هغو کښې دَ هغه وخت کاتبانو دغه لفظونه ليکلی دی خو بيا وروستو چې دغه نسخې “ډېرو زياتو شريفانو” خلقو له پھ لاس ورغلی دی نو هغوی ئې دَ ورانولو کوشش کړے دے۔ ځينې چاپ شوی داسې ديوانونه هم شته چې دَ هغه لفظ پھ ځائې ئې هسې نقطې کړې دی۔ زھ حېران شم چې خوشحال بابا دَ يؤ لفظ پھ وئيلو نھ شرمېدھ نو دا خلق پرې ولې شرمېږی؟ حالانکې هر بنده دَ ورځې دغه لفظونه پھ خپله خُله مبارکه څو څو ځله اخلی اؤ کنځلو کښې خو ئې سم بې درېغه استعمالوی۔
پښتو اکېډمۍ کښې پھ ق ٨١٣ لمبـر پرته دَ خوشحال بابا قلمی نسخه چې دَ صاحبـزاده محمدی جيو پھ فرمائش ګل محمد پشاوری ليکلې ده، هلته دغه اؤ داسې نور لفظونه صحيح ليکلی شوی دی اعنی محمدی صاحبـزاده چې دَ څوکنو دَ ميا صاحب زوے اؤ ډېر لوئې عالم اؤ بزرګ تېر شوے دے، دغه لفظونه برداشت کړی دی اؤ دَ هغو دَ لرې کولو يا بدلولو کوشش ئې نھ دے کړے حالانکې هغه خپله صاحبِ ديوان شاعر وھ اؤ دَ دېو لفظونوبدلول ورته هېڅ مشکل کار نھ وھ خو دَ ديانت تقاضا دا وه چې څنګه خوشحال بابا وئيلی هم هغسې ئې وھ ليکی۔ زھ خو دېو وروستنيو اعنی دَ شلمې صدۍ اؤ يويشتمې صدۍ ښاغليو ته حېران يم چې دوی ولې دَ دېو لفظونه نه دومره نفرت کوی چې دَ خوشحال بابا دَ شاعرۍ نه دا لفظونه وھ باسی۔
ما وړاندينيو کرښو کښې دَ محکمهٔ ثقافت دَ چاپ کړی ديوان خبـره وھ کړه۔ دغه ديوان باندې دَ هغه وخت دَ پښتو اکېډمۍ ډائرېکټر ښاغلی محمد نواز طائر چې کوم “تعارف” ليکلے هغھ کښې يؤ ځائې دا هم ليکی چې:
“دَ خان علييـن مکان دَ ديوان دا اشاعت مونږه دَ خدائې بخښلی دوست محمد خان کامل دَ کُلِّيَّاتو پھ بنياد نيولے دے البته دَ ځينو علمی اؤ ادبی ټولنو اؤ دَ زلميو طالب علمانو دَ نصابی مجبورو دَ خاطره دَ دے ديوان ځينې شعرونه حذف کړی شوی دی ځکه دے ته مونږه دَ کُلِيَّات نوم نھ شو ورکولے۔ ”
(ديوانِ خوشحال خان خټک محکمهٔ ثقافت ص ١٧)
زېرِ بحث غزل پھ دغه ديوان کښې پھ صفحه ٢٨٩ شته اؤ دغه لفظونه هم هغسې ليکلی شوی دی څنګه چې خوشحال بابا وئيلی دی۔ البته يؤ څو قطعې ئې ترې لرې کړی دی چې لرې کول ئې پکار نھ وو۔
دا “اغېـزه” چې اوس “اغيـز” شوے دےدَ افغانستان وروڼه ډېر زيات استعمالوی خو تر کومې چې پھ زوړ پښتو ادب کښې دَ دېو لفظونو استعمال پھ ګُته نھ کړے شی تر هغې دَ دے لفظ قبلول پکار نھ دی ځکه چې دَ عربۍ لفظ “اثر” دَ دے لفظ نه ډېر زيات پھ وېنا کښې اسان دے اؤ دَ “اغېـز” پھ شان ثـقيل هم نھ دے۔ دا به اوس دَ افغانستان عالمانو ته پته وی چې دَ افغانستان پھ کومو قبيلو اؤ کومو ځايونو کښې دا لفظ استعمالېږی؟ کھ دَ يوې قبيلې پھ لهجه کښې هم دا لفظ موجود وی نو بيا پرې اعتـراض پکار نھ دے، دَ هغوی لفظ دے اؤ هغوی حق لری چې استعمال ئې کړی خو دَ خوشحال بابا پھ شاعرۍ کښې دَ دې ټکی شاملول صحيح کار نھ دے چې ښاغلی حبيبی صاحب کړے دے۔
زمونږ پھ زوړ نظم اؤ نثـر کښې ځينې لفظونه داسې هم شته چې پخوا پھ يوه معنٰی استعمالېدل اؤ اوس پھ هغه معنٰی نھ استعمالېږی لکه “مرسته” دَ خوشحال بابا شاعرۍ کښې چرته هم دَ “امداد، کومک، مدد” پھ معنو نھ ده استعمال شوې بلکې هغوی دَ “لټون اؤ تلاش” پھ معنو راوړلې ده اؤ خوشحال بابا دَ دے لفظ استعمال دَ “مرستنه” پھ شکل کښې هم کړے دے چې دا پته ترې لګی چې “مرستل” ئې مصدر دے اؤ “مرستنه” ترې حاصلِ مصدر دے۔
ډاکټر مغموم صاحب پھ خپل مرتب کړی کُلِّيَّات کښې يؤ ځائې پھ “مرسته” لفظ داسې حاشيه ليکلې ده:
“مرسته دلته دَ کوشش اؤ جدوجهد پھ معنو کښې راغلے دے۔”
(دَ خوشحال بابا کُلِّيَّات ص ۵۱۳)
حالانکې لکه چې عرض وھ شھ خوشحال بابا دا لفظ چرته هم پھ بله معنٰی استعمال کړے نھ دے پته نشته چې ښاغلی ډاکټر مغموم صاحب ته دَ ديوان مرتب کولو پھ وخت ولې دا نھ ده معلومه شوې؟
زھ دلته دَ خپل مؤقف دَ تائيد دپاره دَ خوشحال بابا دَ ټولې چاپ شوې شاعرۍ نه دَ لفظ “مرسته” اؤ “مرستنه” استعمال خپلو لُستونکيو ته وړاندې کوم چې لُستونکيو ئې خپله وھ وينی اؤ وھ ګوری چې خوشحال بابا دا ټکے پھ بله معنٰی کښې استعمال کړے دے کھ نھ؟:
يؤ ځائې کښې “مرستنه” داسې استعمالوی:
مرګ به تا پسې دائـــــم هسـې طلب کا
لکه څوک دَ ورک کالـی کاندی مرستنه

(ارمغانِ خوشحال ص ٨٢)
پھ دے شعر کښې “مرستنه” دَ تلاش اؤ لټون پھ معنٰی کښې راغلې ده۔ يوه رباعۍ کښې دَ “مرسته” استعمال داسې کوی:
چې باز دې لاړ شی چيـرې لھ دسته
پھ غرھ پھ سمه کړے ورپسې مرسته
هنـر هم هسـې يؤ ياغی باز دے
طلب ئـې نھ کړے پھ همت پسته

(ارمغانِ خوشحال ص ١٢٢)
لکه چې دَ شعر نه ښکاره ده دلته هم دَ تلاش اؤ لټون معنٰی ورکوی۔ دَ غزل يؤ شعر کښې “مرسته” داسې پکاروی:
يار دې ما څخه دَ کور دننه ناست وھ
زھ بې روحه ګرځېدم دَ دھ پھ مرسته

(ارمغانِ خوشحال ص ٣٣٧)
دَ خوشحال بابا دَ يؤ بل غزل شعر دے:
دَ مقصود ګوهر پھ لوئی درياب کښـې پرېوت
غواصان پھ کښـې غوټې وهـی پھ مرسته

(ارمغانِ خوشحال ص ٣٤٢)
دے شعر کښې هم دَ لټون اؤ تلاش پھ معنٰی راوړلے شوے دے۔ دَ يؤ بل غزل شعر ئې دے:
اوس مې بيامونده پھ کور کښـې
چـې دائم ئـې وم پھ مرسته

(ارمغانِ خوشحال ص ٣٤٥)
دلته هم “مرسته” هم دغه معنٰی ورکوی۔ دَ بل يؤ غزل شعر کښې دا لفظ داسې راغلے دے:
خدائـې پھ کور کښې راکړه هغه تورې سترګې تُرکه
اوس به ئې پھ مرسته څھ فرخار لره وردرومم

(ارمغانِ خوشحال ص ۴۵۰)
پھ دے شعر کښې هم دا لفظ “مرسته” دَ تلاش اؤ لټون پھ معنٰی راؤړلے شوے دے۔
فضل نامه کښې خوشحال بابا وائی:
وخت دې نھ پرېږدی لھ دسته
بيـــــا دې کا دَ قــــضا مرسته

(ارمغان خوشحال ص ٨٣١)
دَ فضل نامې يؤ بل شعر کښې هم “مرستنه” استعمال شوې ده خو زھ ئې څلور شعرونه پېش کوم چې چا ته ترې دَ معنې پھ اخذ کولو کښې مشکل نھ وی:
چـې ئـې شناخت دَ قبلـې نھ وی
مسافر وی کھ نور څھ وی
دَ قبلـې تـــحقــــــيق دې وھ کا
بويه دا چـې نمـــــونځ هالـــھ کا
کھ څوک نھ وی دَ پُښتنې
وخت ئـې درومـی پھ مرستنـې
خپل يقيـن ته دې وھ ګوری
نمــــــونځ دې کا پھ هــغه لوری

(ارمغانِ خوشحال ص ٨٤٧)
بازنامه کښې هم دا لفظ دَ لټون پھ معنٰی راغلے دے شعر دا دے:
کھ بد فعله باز دَ چا وھ ځـی لھ دسته
بيا ئـې بيامومـی سړی پھ ډېره مرسته

(ارمغانِ خوشحال ص ٩٨٤)
دَ رحمٰن بابا ديوان کښې “مرسته” لفظ صرف پھ دے شعر کښی راغلے دے:
څو دې حق موندلے نھ دے بـې غم مھ شه
پھ دا مرسته جهان واړه لت پھ لت کړه

(دَ رحمٰن بابا کُلِيَّات ص ٢٢٠)
دَ رحمٰن بابا دے شعر کښې هم دا لفظ دَ لټون اؤ تلاش پھ معنٰی دے۔
دَ خوشحال بابا پھ څومره شعرونو کښې چې “مرسته” لفظ راغلے هغه ما ټول پېش کړل اؤ لُستونکيو به کتلی وی دَ دې باوجود هم“دَ خوشحال بابا دَ کُلِّيَّات مدون، محشی، فرهنګ نويس ډاکټر مغموم صاحب پھ خپل مرتب کړی کُلِّيَّات کښې پھ لاندينی شعر:
دَ مقصود ګوهر پھ لوئـې درياب کښـې پرېوت
غواصان پھ کښـې غوټـې وهـی پھ مرسته

(دَ خوشحال بابا کُلِّيَّات ص ۵۱۳)
باندې داسې حاشيه ليکلې ده:
“مرسته دلته دَ کوشش اؤ جدوجهد پھ معنو کښې راغلے دے۔”
(دَ خوشحال بابا کُلِّيَّات ص ۵۱۳ حاشيه لمبر ۱)
نو بنده حېران شی ځکه چې دا ټوله شاعری دَ هغوی لھ نظره تېره شوې ده اؤ خوشحال بابا چرته هم دا لفظ دَ “مدد اؤ کمک” پھ معنٰی استعمال کړے نھ دے۔
دَ حميد بابا پھ ديوان کښې دَ دے لفظ استعمال نھ دے شوے۔ دَ نورو زړو شاعرانو پھ شعرونو کښې واحد محمدی صاحبزاده دے چې دَ هغوی لاندينی شعر کښې “مرسته” دَ امداد اؤ کومک پھ معنٰی راغلې ده:
غماز ځکه ناساز وائـی
چـې ئـې تھ ولاړ پھ مـــرسته

(دَ محمدی صاحبزاده ديوان ص ٤٠)
نن سبا دا “مرسته” صرف دَ امداد، مدد، کومک پھ معنو کښې استعمالېږی اؤ پھ کومو معنو کښې چې خوشحال بابا استعمال کړې ده دغې معنو کښې بېخی نھ استعمالېږی۔
“درياب” دَ “مرسته” دا معنې کوی:
(١) سعی، کوشش، تلاش، لټون (٢) ملګرتيا، طرفداری، حمايت
درياب “مرستنه” لفظ هم را اخستے دے اؤ ورته ئې ليکلی دی چې “وھ ګورئ مرسته”۔ برنيو شعرونو کښې يؤ شعر کښې “مرستنه” به دَ لُستونکيو لھ نظره تېره شوې وی چې خوشحال بابا استعمال کړې ده۔ دا “مرستنه” دَ “مرستل” مصدر نه حاصلِ مصدر دے خو “درياب” کښې “مرستل” لفظ نشته۔
دغو زړو لفظونو کښې يؤ بل لفظ “انځور” دے چې کُوزه پښتونخوا کښې عام پښتانھ خو ئې بېخی نھ وائی اؤ نھ ئې ورته معنٰی معلومه ده البته دَ افغانستان وروڼو دَ دے لفظ استعمال ته کار وئيلـــے دے اؤ کُوزه پښتونخوا کښې هم هغه خلق چې دَ پښتو ژبې پھ حواله خپله قِبله افغانستان ګڼی، هم دَ دے ټکی استعمال کوی۔ حالانکې “دَ خوشحال خان خټک مرغلرې” دَ چاپ دَ کال ۱۳۱۷ هش مطابق ۱۹۳۸ عيسوی پورې دَ افغانستان دَ لويو لويو عالمانو دپاره دا يؤ نادر لفظ وھ۔ علامه عبدالحئ حبيبی صاحب دَ “خوشحال خان خټک مرغلرې” کښې دَ دے لفظ معنٰی “نقش يا دَ نقاشۍ اسباب” کړې ده اؤ اخره کښې ئې “دَ کتاب نادر کلمات اؤ لُغات” دَ عنوان لاندې چې کوم ټکی ورکړی دی هغو کښې ئې هم دا ټکے ورکړے دے۔ ولې دَ حبيبی صاحب نه پس دَ افغانستان وروڼو دا لفظ بېخی دَ “عکس اؤ تصوير” دپاره خاص کړے دے۔
درياب کښې دَ “انځور” دا معانی راغلی دی:
(١) ملهم، پټۍ (٢) نقش، نخښه، علامت، تصوير
دا خو دَ لُغت معانی شوې راځئ چې اوس وھ ګورو چې زمونږ مشرانو دا لفظ پھ کومو معنو کښې راؤړلے دے۔
دَ خوشحال بابا اؤ رحمٰن بابا پھ شاعرۍ کښې دا “انځور” لفظ استعمال شوے دے۔ زھ اول دَ خوشحال بابا دَ ديوان نه دَ دے لفظ دَ استعمال نمونې وړاندې کوم:
اصالت هنـر چـې دواړه سره يؤ وی
لکه ښه کشيده جوړه پھ انځور

(ارمغانِ خوشحال ص ٣٦٧)
خوشحال بابا دَ خپل غزل يؤ شعر کښې وائی:
کھ هر څو دَ سړی ډېر زويه پېدا شـی
بيا پھ واړو کښې خو يؤ زويه انځور وی

(ارمغانِ خوشحال ص ٥٨١)
دَ يؤ بل غزل شعر کښې دا لفظ داسې راؤړلے شوے دے:
پھ خاطر باندې مې ډېر داغونه جوړ وو
ولـې ستا لھ لاسه داغ باندې انځور شھ

(ارمغانِ خوشحال ص ١٢٢)
بل شعر ئې داسې دے:
سپين جمال دې ګوره ښائسته پھ تور خالونه
تل پھ کشيده باندې ټکـۍ دَ انځور شـی

(ارمغانِ خوشحال ص ٦١٠)
خوشحال بابا يوه قطعه کښې دا لفظ داسې راؤړلے دے:
دَ دے دور شېخان ډېر دی لور پھ لور
اورنګ زېب بادشاه دَ واړو دے انځور
پھ هـــــغه چاړھ قــــــلم ساز کا قراٰن کښـی
پھ هغه چاړھ شھ رګ پرېـــکا دَ ورور
پھ رکوع کښې تسبيحــــات دَ پلار دَ مرګ کا
پھ سجود کښـې زوری خپله مشره خور

(ارمغانِ خوشحال ص ٦٣٨)
يوه رباعۍ کښې دَ “انځور” لفظ استعمال داسې کوی:
ګل ئـې لھ مـــــخه دَ خــــوبـۍ انځور غواړی
خواږھ ئـې شهد لھ شونډو پور غواړی
ډېر ئـې پھ طور دَ شېخ صنعـــان کړھ
ستـرګې ئې ښھ ښھ شېخـــان لا نـــــور غواړی

(ارمغانِ خوشحال ص ۲۹۱)
دَ رحمٰن بابا کُلِّيَّات کښې هم دا “انځور” لفظ راغلے دے اؤ هغه شعر دا دے:
هر هم جنس لھ خپل هم جنسه سره جوړ وی
زېب کا هــــره کشيــده پھ خـــــپل انځور

(دَ رحمٰن بابا کُلِيَّات ص ۹۴)
دَ علی خان پھ ټول ديوان کښې صرف يؤ شعر کښې دا لفظ داسې استعمال شوے دے:
ځکه ښائسته شوه کشيده زما دَ شعر
مينـې دَ ګل رُخ پھ کښـې انځـــــور وھ لګاوھ

(دَ علی خان ديوان ص ۱۴۴)
پھ دېو شعرونو کښې “انځور” کومې کومې معانی ورکوی دا دې لُستونکی پھ خپله وھ ځيری۔ دَ درياب کړې معانی ما پېش کړی دی خو صرف دا لفظ دَ “عکس” يا “تصوير” دپاره خاص کول دَ افغانستان وروڼو شروع کړی دی حالانکې دَ دے لفظ دا معنٰی پھ پېش کړيو شويو شعرونو کښې صحيح نھ راځی ځکه خو ئې علامه حبيبی صاحب معنٰی “نقش اؤ دَ نقاشۍ اسباب” کړې ده۔ زھ نھ پوهېږم چې دَ افغانستان وروڼه ولې دَ علامه حبيبی صاحب کړې معنٰی درخورِ اعتنا نھ ګڼی حالانکې دَ افغانستان هر پښتو ويونکے حبيبی صاحب علامه اؤ فهامه ګڼی۔

دَ مشتاق مجروح یوسفزی دَ کتاب مظلوم خوشحال نه یوه مقاله

Address

Peshawar
25000

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mushtaq Majrooh Yousafxai posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category