27/10/2023
نه چېلم شته نه چنار شته څله راغلي
نه دي يار شته نه ريبار شته څله راغلي
دغه هر څه چې کنډر کنډر ښکاریږي
نه دي مور شته نه دي پلار شته څله راغلي
موسمونو هم خپه خپه تيريږي
نه ګلونه نه ماليار شته څله راغلي
بد امني ده وطن ګوټ په ګوټ خواره ده
نه سکون شته نه قرار شته څله راغلي
غريبنولي اوازونه کړي مصباح تۀ
نه مي حسن نه سنګار شته څله راغلي
مصباح مفلس