Pakhtoon Fever Zone

  • Home
  • Pakhtoon Fever Zone

Pakhtoon Fever Zone I’m the voice behind Pakhtoon Fever Zone — a digital dera for Pashto tapay, Pashto poetry and Pakhtoon life.

This page is for every proud Pakhtoon who loves culture and feels the vibe of the soil.

10/05/2026

دنيا څه ده خو بس خوشې تش ميدان دی
يو مـــور د چې هم ژوند دې هم جهان دی

‎ #مور ❤

یوه ورځ حضرت موسی علیه السلام له الله ﷻ نه پوښتنه وکړه چې ستا عدالت څه ډول دی؟الله ﷻ ورته وویل که غواړې زما عدالت وګورئ ...
09/05/2026

یوه ورځ حضرت موسی علیه السلام له الله ﷻ نه پوښتنه وکړه چې ستا عدالت څه ډول دی؟
الله ﷻ ورته وویل که غواړې زما عدالت وګورئ لاړ شه د هغه چینې خواته کېنه او زما د عدالت ننداره کوه.
حضرت موسی علیه السلام د غره په لمن کې د هماغه چینې ته نږدې ناست و چې یو کس په اس سپور راغی، له چینې یې اوبه وڅښلې، خو کله چې روان شو، خپله د سرو زرو ډکه بټوه ترې هېره شوه او لاړ.
تر هغه لږ وروسته یو ماشوم راغی، اوبه یې وڅښلې، بټوه یې ولیده، هغه یې واخیسته او په منډه لاړ.
بیا یو زوړ ړوند سړی راغی، هغه هم اوبه وڅښلې او هلته د استراحت لپاره کېناست. په همدې وخت کې هغه لومړی کس (چې بټوه ترې پاتې وه) بېرته راغی. هغه چې ړوند سړی ولید، ورته ویې ویل: "زما بټوه چېرته ده؟"
ړانده ځواب ورکړ: "وروره! زه خو ړوند یم، هېڅ مې نه دي لیدلي."
سپور سړی په غُصه شو، فکر یې وکړ چې همدا سړی دروغ وايي؛ توره یې را ووېسته او هغه ړوند سړی یې وواژه.
موسی علیه السلام چې دا صحنه لیدله، ډېر حیران شو او الله تعالی ته یې عرض وکړ: "یا الله! ستا په دې عدالت کې څه حکمت دی؟ بټوه ماشوم یوړه، خو مړ ړوند سړی شو؟"
الله تعالی موسی علیه السلام ته وحې وکړه: "ای موسی! زما د کارونو په حکمت یوازې زه پوهېږم. واوره:"
- هغه ماشوم: د هغه پلار د دغه سپور سړي مزدور و، سپور سړي د هغه د پلار مزدوري خوړلې وه او نه یې ورکوله. ما هغه بټوه بېرته ماشوم (د پلار وارث) ته ورسوله ترڅو خپل حق ترلاسه کړي.
- هغه ړوند سړی: د دغه سپور سړي پلار یې کلونه پخوا په ناحقه وژلی و. ما د هغه د پلار غچ (قصاص) له ده څخه واخیست.
دې ته حقیقي عدالت وايي. موږ ډېر کله یوازې ظاهري پېښې ګورو او قضاوت کوو، خو الله تعالی په هر څه خبر دی او د هر چا حق په داسې ډول ورته رسوي چې زموږ عقل ورته حیران پاتې کېږي.
"په هیڅ کار کې د الله تعالی له حکمته مه ناهیلي کېږئ، ځکه هغه تر ټولو ښه انصاف کوونکی دی."
که مو پوره لوستې وي، کمېنټ کې "سبحان الله" ولیکئ!
صدیقي
A.S

08/05/2026

✨ - د جمعې ځانګړې ډالۍ ✨
آیا په ژوند کې له ستونزو او تنګسیا سره مخ یاست؟ د حضرت موسیٰ (ع) دا دعا د هر هغه چا لپاره ده چې د خیر، رزق او یوې ښې دندې په لټه کې وي.
کله چې حضرت موسیٰ (ع) مدین ته ورسېد، بې کوره، ستړی او یوازې و، نو په ډېر عجز سره یې خپل رب ته دا عرض وکړ:
🕋 ﴿ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ ﴾ 🕋
📜 ژباړه:
"اې زما ربه! زه هر هغه خیر (روزي، پناه او برکت) ته محتاج یم چې ته یې ماته راولېږې."
(سورة القصص، ۲۸:۲۴)
💡 د دې دعا تاثیر:
علماء فرمایي چې دا دعا د رزق د پراخوالي، د مناسبې دندې موندلو او د ژوند د سختو پړاوونو څخه د وتلو لپاره ډېره مجربه ده. په دې مبارکه ورځ یې تکرار کړئ او له نورو سره یې شریک کړئ.
🤲 اې الله! موږ ته د خپل غیبي خزانو څخه خیر او برکت رانصیب کړې

✨ د جمعې مبارکه ورځ ✨​کله چې الله پاک حضرت موسیٰ (ع) فرعون ته ولېږه، نو هغه دا ښکلې دعا وکړه:​🕋 ﴿ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْ...
08/05/2026

✨ د جمعې مبارکه ورځ ✨
​کله چې الله پاک حضرت موسیٰ (ع) فرعون ته ولېږه، نو هغه دا ښکلې دعا وکړه:
​🕋 ﴿ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّن لِّسَانِي يَفْقَهُوا قَوْلِي ﴾ 🕋
​📜 پښتو ژباړه:
"اې زما ربه! زما سينه ماته پراخه کړه، او زما کار راته اسان کړه، او زما د ژبې غوټه پرانیزه چې خلک زما په خبره پوه شي."
(سورة طه، ۲۰:۲۵-۲۸)
​اللهم آمین 🤲
ټولو ملګرو ته دې د جمعې ورځ مبارک وي

04/05/2026

‏د ننګ غېرت چيغه پکار ده
په بې ننګي ملکونه چا ګټلي دینه.

#ټپه #پښتو #ادب #ټولنه

04/05/2026

دا ټپو وار

د نارینه اولاد کمی دی

ځانته د بنې په لټون وتلې یمه

#ټپه #ادب #پښتو

04/05/2026

دا ټپو وار

په پښتونخوا مې اور بلېږي
خپل يې پوکي پرادي لرګي راټولوينه.

#ټپه #ادب #پښتو

موږ عکسونه له مشهورو سره اخلو، خو ډوډۍ له انسانانو  سره نه خورود محمدالله همیم په کتاب 'وطنه ستا لیونی' کې مې یوه دردوون...
03/05/2026

موږ عکسونه له مشهورو سره اخلو، خو ډوډۍ له انسانانو سره نه خورو
د محمدالله همیم په کتاب 'وطنه ستا لیونی' کې مې یوه دردوونکې کیسه ولوسته. هاشم خان وایي: "یو واده ته لاړم، خلک رانه راتاو شول، انځورونه یې اخیستل. خو د ډوډۍ پر مهال یو کس هم ماسره په دسترخوان کېناستل نه منل، ویل یې لیونی دی.
ایا تاسو کله په خپله ټولنه کې داسې بې انصافي لیدلې ده؟ خپل نظر راسره شریک کړئ. ✍️
#ادب #پښتو #ټولنه 🌟💔😔👎

❤️"خپله کیسه، خپله مسکاوطنه! وګوره کنه، ستا په مینه او عشق کې تر جنونه غرق شوی، سرشاره او مستانه سړی د خپل ګډوډ، ناچاره ...
03/05/2026

❤️"خپله کیسه، خپله مسکا
وطنه! وګوره کنه، ستا په مینه او عشق کې تر جنونه غرق شوی، سرشاره او مستانه سړی د خپل ګډوډ، ناچاره او کړېدلي ژوند داستان څومره په مینه او خوشحالۍ سره لولي. وطنه! ستا د لیوني، هاشم خان کاکا په سترګو کې هغه رڼا ده چې په لویو ماڼیو کې نه موندل کېږي. دا د خاورې برکت دی. "دا اثر د قدرمن لیکوال محمدالله همیم صاحب په قلم کښل شوی، چې پکې د هاشم لوګري (هاشم خان) د ژوند نالیدلي اړخونه انځور شوي دي
#ادب #پښتو

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pakhtoon Fever Zone posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

  • Want your establishment to be the top-listed Arts & Entertainment?

Share