ZuHal Malik زحل مالک

ZuHal Malik زحل مالک Official Page of Dr: ZuHal Malik
صفحه رسمی زحل مالک

Permanently closed.
28/03/2020

‎قرنطين

‎قرنطينه!
‎څومره ښه چې دې رازده کړل
‎څومره ښه چې دې رایاد کړل
‎ځینو، ځینو رابطو
‎عجیب وهم رانه تاو وي
‎عجیب ‌‌‌‌‌‌ډار یې د زړګي په حجرو خپور وي
‎داسې ویره،
‎چې که دا رابطه نه وي
‎چې که دا غږ تر غوږ نشي
‎چې که دا پل ونړېږي
‎ساه به بنده شي
‎ارمان به ویلې کېږي
‎او له سترګو به خنداوې وڅڅېږي
‎حرکت به مې په ټپه ودرېږي

‎قرنطينه!
‎څومره ښه چې دې رایاد کړل!
‎چې له ځینو سره هېڅ د کیسو نه وي
‎او خبرې د زړو نه وي
‎که یې دوه سترګې نه وینې
‎که یې پوست رغوي ښکل نکړې
‎که په ‌‌‌‌‌‌ډن‌‌‌‌‌‌ډ د سپين ټټر دې لاهو نه وي
‎غږ دې نه ورته یادېږي
‎حس دې نه ور په زړه کېږي
‎نوم دې ورو، ورو ترې هېرېږي
‎غږېدلو ته هېڅ هم نه پاتې کېږي

‎قرنطينه!
‎څومره ښه چې دې رایاد کړل
‎زندګي بغیر له هر چانه ممکنه
‎تنهایۍ کې دې دروړاندې خپله وینه
‎مونږه هسې په وهمونو کې ایسار یوو
‎له دروغو نه یې جار یوو
‎نه د روح ملګری
‎نه د زړه میین شته
‎چې دې دوه سترګې پناه وې
‎چې دا ژېړه نرۍ غاړه دې ورنه وړه
‎د ویښتو وږم دې یخ شمال ته سپاري
‎د لاس کرښې به دې مات دیوال ته سپاري

‎قرنطينه!
‎څومره ښه چې دې رازده کړل
‎څومره ښه چې دې رایاد کړل
‎ځینې مینې شدید وهم
‎ځینې مینې هوا نه وي
‎چې په هر حالت پایېږي
‎ځینې مینې وړې پاڼې
‎که له ونې جلا کېږي
‎مړاوې کېږي، ژېړې کېږي
‎که له ځینو د بڼو نڅا پناه شي
‎غږېدلو ته هېڅ هم نه پاتې کېږي


جنرال کجاست؟؟ #قیصاری خود را رهبر حزب جنبش ملی اعلام کرد!
31/07/2019

جنرال کجاست؟؟
#قیصاری خود را رهبر حزب جنبش ملی اعلام کرد!

په خنده هره جلئ خاندياو زه چي خاندم یاره کلي ورانومه
28/07/2019

په خنده هره جلئ خاندي
او زه چي خاندم یاره کلي ورانومه

این خانم به دستان خود مکمل  #قرآنکریم را در تکه نوشته کردهصفحه ما را لایک کنيد و از بهترين هاي جهان آگاه شويد!
22/07/2019

این خانم به دستان خود مکمل #قرآنکریم را در تکه نوشته کرده
صفحه ما را لایک کنيد و از بهترين هاي جهان آگاه شويد!

مادر افغان با دو دختر خود هم زمان از یک‌ دانشگاه آمریکایی فارغ تحصیل شدن قابل افتخار است
22/07/2019

مادر افغان با دو دختر خود هم زمان از یک‌ دانشگاه آمریکایی فارغ تحصیل شدن قابل افتخار است

‎ما په ګل کښې ولید چی ته ئې نه مومې کتاب کښې ‎اے ملا ستا نیم کتاب مې واورېده رباب کښې
22/07/2019

‎ما په ګل کښې ولید چی ته ئې نه مومې کتاب کښې
‎اے ملا ستا نیم کتاب مې واورېده رباب کښې

آواز کدام یکی خوش تان میاید؟🥰😘👉
21/07/2019

آواز کدام یکی خوش تان میاید؟🥰😘👉

گاهـــی به سوی مسجـــد و گاهــی به میکدهای عـــشق! در به در به کجـــا میکــشانی ام؟......
21/07/2019

گاهـــی به سوی مسجـــد و گاهــی به میکده

ای عـــشق! در به در به کجـــا میکــشانی ام؟......

اگر افغانستان را دوست دارید لایک کنید❤
16/07/2019

اگر افغانستان را دوست دارید لایک کنید❤

Address

Karachi

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ZuHal Malik زحل مالک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share