Mulagore 23

Mulagore 23 Like , comment and share. https://m.youtube.com/channel/UCAlV49vHg6qq-u33VfYuDrg Mulagore 23

Join Pak Army as a Soldier
23/07/2025

Join Pak Army as a Soldier

Join Pak Navy as a Civilian
23/07/2025

Join Pak Navy as a Civilian

LCC 27 Announced 23 June to 22 July     🇵🇰⚔️
19/06/2025

LCC 27 Announced
23 June to 22 July




🇵🇰⚔️

12/05/2025

پیر - مکرر
ــــــــــــــــ

د جمعې ماسپښین وۀ ـ د کرکټ مېچ مو بائللے وۀ ـ سخته ګرمی وه تندې راخستے ووم ـ د کور نه پۀ لږه فاصله پۀ یو هوټل کښې شوملو څښلو ته ایسار شوم او پۀ اخبار مې سترګې ښخې وې ـ

یو کس مې خواته پۀ کرسۍ کښېناستۀ ـ د سلام دعا نه پس ئې ماته اووې ـ "زما لږه مرسته پکار ده " ـ ما ورته پۀ حېرانۍ اووې " د څۀ مرسته ؟ "

پۀ دغه ورځو کښې زۀ پۀ نهم کښې ووم او د شېرشاه نه به ناظم اباد ته سکول له تلم - د جمعې پۀ ورځ به چټي وه نو کرکټ به مو مشغله وه ـ پۀ دغه ورځ رانه نور ملګري خواره شوي وو او زۀ لږې دمې او تنده ماتولو ته پښه نیولے ووم چې دا سړے راغے ـ

ما ترې بيا هغه سوال اوکړۀ نو هغه وې " زۀ مداري یم ـ ځان له رزق پېدا کوم او اوس د مانځه نه پس به د دې هوټل خواته تماشه کوم" ـ زۀ ښۀ تجسس واخستم ـ ما وې ـ "وروره زۀ خو نۀ د دې هوټل مالک یم چې زما مرسته غواړې ٫ نۀ پۀ جادو منتر پوهېږم او نۀ راسره پېسې شته ـ چې درله در کړم "ـ

هغه وې ـ " تۀ د دې ځائے اوسېدونکے ئې" ـ ما وې "هو" ـ بیا ئې زۀ پۀ تفصیل پوهه کړم" ـ زۀ اوویرېدم ـ ما ورته وې ـ " دا زۀ نۀ شم کولے" ـ هغه ماله تسلي راکړه ـ ما هغۀ تۀ پۀ حېرانۍ کاتۀ ـ هغۀ وې "هېڅ هم نشته ـ بس زما د رزق سوال دے "ـ

ما ورته وې ـ "د ځان سره به دې څوک راوستے وۀ "ـ هغه وې ـ " تا دلته خلک پېژني ـ ستاسو مالت دے ـ نو څوک به شک نۀ کوي ـ ګنې کۀ زۀ خپل کس راولم ـ بیا به د خلکو یقین نۀ کیږی" ـ د شوملو نۀ مې یو یو ګوټ کوۀ ـ او د ډېر شش و پنج نه پس مې يوه اوږده ساه راښکله ـ ما وې " ټیک ده" ـ

کور ته لاړم ـ د جمعې موځ مې اوکړۀ او واپس راغلم ـ مداري چې زۀ ولیدم نو خوشاله شۀ خو پۀ ګڼه کښې ئې راباندې ځان نانګاره کړۀ ـ ډوګډوګے ئې واهۀ ، شپېلۍ ئې غږوله او شادو ئې ګډوله ـ خلک ورته ورو ورو راغونډېدۀ ـ د خبرو افلاطون وۀ ـ د خپلو وړو کتابچو د خرڅ له پاره ئې د جادو منتر نۀ خلاصېدونکې قیصې شورو کړې وې ـ

چې ګڼه ډېره شوه ـ شپېلۍ ئې ناڅاپه بنده شوه ـ سړي ورله پوکے ورکوۀ خو نۀ غږېده ـ مداري اووې ـ " پۀ دې ګڼه کښې یو کس دے ـ چې زوراور جادوګر دے ـ زما شپېلۍ ئې بنده کړه ـ او زما رزق پۀ لته وهي "ـ خلکو یو بل ته پۀ شک او حېرانتیا وکتل ـ چې دا لا څوک دے ـ هغه بیا څۀ جاد منتر اووې او شپېلۍ وغږېده ـ

د ځان سره راوستي ماشوم باندې ئې څادر خور کړۀ او د څادر لاندې ئې ترې ژبه پرې کړه ـ ژبه ئې پۀ لاس کښې د وینو سره نیولې خلکو ته اوښوده ـ بیا ئې وې " ژبه ئې زما پۀ لاس کښې ده ـ خو دے به خبرې کوي"ـ هغه د ماشوم نه تپوسونه کول ـ ولې ماشوم جواب نۀ ورکوۀ ـ د مداري ښکرې پسې او ژبه نوره هم تېره شوه ـ

مداري پۀ قار وې " دغه لوئے جادوګر چې پۀ دې ګڼه کښې پټ دے ـ راښکاره دې شي ـ ګنی زۀ به ئې د جادو په زور را اوباسم ـ او ژبه به ترې پرې کړم ـ دے زما د ژوند سره لوبیږی" ـ د مرۍ رګونه ئې پړسولی ووـ اؤ په یوه ثنا لګیا وۀ ـ پۀ قسم پسې قسم ئې لکه د جوارو د ډوډۍ خوړۀ او د خلې نۀ ئې سم پشم روان وۀ ـ خلکو هغه شان حېران او اګير بګير یو بل ته کاتۀ ـ

زۀ د ګڼې نه را مینځ ته شوم ـ ما وې "دا شپېلۍ درله هم ما بنده کړې وه ـ او دا هلک درله هم ما چاړا کړے دے "ـ خلکو ماته کاتۀ ـ او بیا ئې یو بل ته کاتۀ ـ ګنګوسۍ جوړې شوې ـ چې دا خو پلانی ورور دے ـ ده کوم ځائے جادو زده کړے ـ چې چا پېژندم نو ګوته په خلۀ وو ـ چې دا جادوګر به اوس د دۀ سره څۀ کوی ـ

خبرې شورو وې ـ کرتبونه مې ورله پاستر کړۀ ـ چې پۀ ما ئې وس رانغے ـ نو منت ئې شورو کړۀ ـ ما ورته وې " تۀ به مې هم چاړا کړے وې ـ خو کۀ پۀ دې غوټه کښې درسره دا کتابونه نۀ وے" ـ د هلک ژبه مې ورله پۀ چوف ټیک کړه ـ
کرتبونه مې ورله واپس کړۀ ـ ټولې کتابچې ئې خرڅې شوې ـ هغه ماله پۀ سترګو کښې شکريه ادا کړه او ما د کور لار ونیوه ـ

هفته تېره نۀ وه ـ چې په ټول مالت کښې د جادوګر په نوم مشهور شوم ـ خلکو به پۀ لار کښې راټینګ کړم ـ او خپلې مسئلې به ئې راته شورو کړې ـ ما به ورته ډېر وې ـ چې "دا ګپ وۀ ـ زۀ جادوګر نۀ یم" ـ خو د چا یقین نۀ اخستۀ ـ چې تنګ شوم ـ نو خپلو د کرکټ دوه ملګرو ته مې ټوله قیصه اوکړه ـ

ملګرو راته وې ـ " اوس هسې هم مشهور شوے ئې ـ راځه چې د دې نه فائده واخلو - مونږ به دې مریدان شو او ته به زمونږ پیر شې ـ د پلانی پۀ خالی بېټک کښې به یوه ورځ کښینو ، خلکو له به تعویذونه او ساختونه لیکې ـ پېسې به ترې اخلو ـ ځان له به د کرکټ سامان او مېچونو له چنده جمع کړو ـ بیا به بس کړې ـ مونږ به خلکو ته وایو ـ چې پیر صېب نور کار نۀ کوی" ـ

ما وې " ظالمانو کۀ پلار مې خبر شو ـ نو وژلے به ئې یم ـ تاسو ته هغه مالوم نۀ دے څۀ ؟ " ـ خېر رضا ئې کړم او پۀ ګپ ګپ کښې پیر شوم ـ مریدان به راسره ناست وو ـ هغو به پېسې اخستې ـ ما به تعویذونه او ساختونه لیکل ـ او د حېرانۍ خبره دا چې هغې به کار هم کوۀ ـ داسې داسې مسئلې مې واورېدې چې غوږونه مې سپېره کړۀ ـ دا سپین خلک دننه څومره تور وو ـ توبې مې اوویستې ـ

پۀ یوه میاشت کښې مو بلا پېسې جمع کړې ـ د کرکټ وردي ، بالونه او بېټونه مو واخستل ـ کور کښې رانه څوک نۀ وو خبر ـ کشر ورور به مې پکښې کله کله پښه اووهله ـ او مونږ له به ئې زورنه راکړه ـ چې " دادا ته حال وایم" ـ هغه ته به مو رضا قضاء اووې او برخه به مو ورله اوکړه نو غلے به شۀ ـ ما به وې چرته رښتیا کور حال ونۀ وائی ـ

یوه ورځ مې پلار چا خبر کړۀ ـ زۀ پۀ يوه صوفه ناست ووم او دواړه مریدان مې ښۍ ګسې ته لاس پۀ نامه ولاړ وو ـ يو فریادیان پۀ لږه فاصله شاته ناست وو ـ چې پلار مې راغے او سره د راتلو ئې په مونږ راباندې کړۀ ـ زما پۀ څټ چې د خپل پلار درنه سپېړه ولګېده ـ نو د څټ نه مې سم پېریان پاڅېدۀ بیا نۀ پیر لار لیده او نۀ مریدانو ـ

#ډاکټرديداريوسفزے

Join         #156For more details visit join pak army official website
12/05/2025

Join #156
For more details visit join pak army official website

مفت ایڈوانس ڈیجیٹل ٹریننگ کورسز....! ڈیرہ اسماعیل خان، ٹانک، نارتھ وزیرستان، ساوتھ وزيرستان. 15-day short course: Daily ...
19/04/2024

مفت ایڈوانس ڈیجیٹل ٹریننگ کورسز....! ڈیرہ اسماعیل خان، ٹانک، نارتھ وزیرستان، ساوتھ وزيرستان.
15-day short course: Daily 3.5 hours/ 6 days a Week.
Social Media Marketing
E-commerce
Basic WordPress
Blogging and Content Writing
Video editing
Graphic designing

2 Month Long Courses: 2 Month. Daily 3.5 hours/ 5 days a week.
Web and Mobile App Development,
Amazon Web Services,
Photography and Filming.

If you're aged between 18 and 35, hold a valid CNIC and Domicile of project districts, and possess either an intermediate certificate (for short course eligibility) or a graduation degree, (for long course eligibility).

Thanks to the generous backing of USAID and UNDP, in collaboration with ECI, we invite you to embark on an exclusive journey into the forefront of digital expertise.

Register now via the link below and embark on your odyssey toward digital mastery.

https://docs.google.com/forms/d/e/1FAIpQLSdkDOcF3Nt_ofIRkng0mycTd-fbUoWoCNgwXM60lCzmws7PJg/viewform




Address

Karachi

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mulagore 23 posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category