GHAN MEDIA

Directions

GHAN MEDIA Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from GHAN MEDIA, Cultural Center, Islamabad, Islamabad.

بنون سیوان، د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی استازی او د افغانستان په چارو کې وتلی ډیپلومات وفات شوبنون سیوان، چې د افغانست...
06/10/2026

بنون سیوان، د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی استازی او د افغانستان په چارو کې وتلی ډیپلومات وفات شو

بنون سیوان، چې د افغانستان د تېرو لسیزو په بحراني او جګړه مارو کلونو کې یې د ملګرو ملتونو د یو مهم ډیپلومات په توګه د سولې د لارو چارو او بشري مرستو په برخه کې اساسي رول لوبولی و، د ۸۹ کلونو په عمر د قبرس په پلازمېنه نیکوزیا کې له دونيا سترګې پټې کړې.

د نوموړي مړینه په داسې حال کې واقع کېږي چې یواځې څو ورځې وړاندې یې د ډاکتر نجیب الله د مړینې د ۳۰م تلين په مناسبت له بي بي سي سره په یوه ځانګړې او وروستۍ مرکه کې، د افغانستان او افغانانو سره د خپل ژور عاطفي پیوند یادونه کړې وه. سیوان په دغه مرکه کې ویلي وو چې د ماموریت پر مهال یې له افغانانو سره یوځای رنځونه ګاللي او د شوروي لخوا د غورځول شويو ماینونو له امله د ماشومانو قربانۍ له نږدې لیدلې دي.

د قبرس په نیکوزیا کې په یوه ارمني کورنۍ کې زېږېدلی بنون سیوان، د لوړو زده کړو له بشپړولو وروسته په ۱۹۸۸ کال کې (د جنیوا هوکړه لیک له لاسلیک کېدو سره هم مهال) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي سلاکار او لوړپوړی سیاسي استازی وټاکل شو.

نوموړی هغه څېره وه چې له نږدې یې د شوروي د وتلو وروستۍ مرحلې، د ډاکټر نجیب الله د حکومت سقوط، د کورنیو جګړو پیل او د افغان مشرانو ترمنځ د سولې د ناکامو هڅو ننداره کړې وه.

هغه په خپله وروستۍ مرکه کې د ۱۹۹۲ کال په اپریل کې د ډاکټر نجیب الله د ایستلو لپاره د خپلو هڅو جزئیات هم بیان کړي وو او ویلي یې وو چې کله د مجاهدینو مشران په کابل کې د موقت حکومت پر جوړولو ونه توانېدل، په خپله یې په یوه الوتکه کې اسلام اباد ته د تګ هڅه وکړه.

نوموړی د تېرې یکشنبې په شپه شاوخوا لس نیمې بجې د نیکوزیا په خپل کور کې وفات شو. د راپورونو له مخې، هغه انځورونه او یادګارونه چې اوس د نوموړي د مړینې په اړه خپرېږي، خپله سیوان د مړینې څخه څو ورځې وړاندې رسنیو ته سپارلي وو.

| | | |

سعودي عربستان د فوټبال د ۲۰۳۴ نړیوال جام لپاره په «نیوم» ښار کې د شاوخوا ۲.۵ میلیارد ډالرو په لګښت د جوړېدونکي سټېډیم پل...
06/10/2026

سعودي عربستان د فوټبال د ۲۰۳۴ نړیوال جام لپاره په «نیوم» ښار کې د شاوخوا ۲.۵ میلیارد ډالرو په لګښت د جوړېدونکي سټېډیم پلان تر نامعلومې مودې ځنډولی دی. دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې هېواد له مالي فشار سره مخ دی او د تېلو په فعالیتونو کې کموالی د دې فشار یو مهم لامل بلل شوی دی. خو د سعودي حکومت تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي چې دغه سټېډیم لغوه شوی دی.
رویټرز د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دغه ۴۶ زره څوکۍ لرونکی سټېډیم د نیوم د «د لاین» سترې پروژې په چوکاټ کې، له ځمکې څخه تر ۳۵۰ مترو ډېر لوړ د جوړېدو لپاره طرحه شوی و.
سعودي عربستان د ۲۰۳۴ فوټبال نړیوال جام لپاره په پنځو ښارونو کې د ۱۵ سټېډیمونو د جوړولو یا بیارغولو پلان لري.
#نیوم #فوټبال

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه کې ټینګار کړی چې په افغانستان یا د هغه په ګ...
05/10/2026

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه کې ټینګار کړی چې په افغانستان یا د هغه په ګاونډو هېوادونو کې د ناټو د پوځي تاسیساتو جوړول د مسکو لپاره په هيڅ ډول د منلو نه دي او ویلي یې دي چې اسلامي امارت پر ټول افغانستان واکمني لري او دغه هېواد په بریالیتوب اداره کوي.
#لاوروف #ناټو #افغانستان

اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر نجیب الله علي خېل د واخان دهلېز له لارې د افغانستان او چین ترمنځ د سړک جوړېدو چارو...
05/10/2026

اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر نجیب الله علي خېل د واخان دهلېز له لارې د افغانستان او چین ترمنځ د سړک جوړېدو چارو د بشپړېدو په تړاو ویلي، دا مسیر له یوه ستر اقتصادي قدرت سره د افغانستان د مستقیم وصل او د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې خورا ستراتیژیک اهمیت لري.

علي خېل زياته کړې چې په عملي توګه د واخان دهلېز پرانیستل او ګټه اخیستنه به په حقیقت کې د ورېښمو لرغونې او تاریخي لاره یو ځل بیا راژوندۍ کړي او لويه اقتصادي ګټه به یې افغان ولس ته ورسېږي.

د ده په وینا، د یوه عادي افغان په توګه خورا هیله مند دی چې یوه ورځ به ګڼ شمېر افغانان او پانګوال د بدخشان د بروغېل له مسیره په موټرو کې د واخجیر په کوتل اوړي او د چین د کاشغر تاریخي ښار او د سینکیانګ ایالت نورو سیمو ته سفرونه کوي.

| | | |

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په خیبر پښتونخوا کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه د نیوکو په غبرګون کې ویلي، هغه...
04/10/2026

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په خیبر پښتونخوا کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه د نیوکو په غبرګون کې ویلي، هغه کسان چې د «پوځي شهیدانو» په اړه خبرې کوي، حتی د ملکي قربانیانو مسوولیت هم نه مني.

نقوي ادعا کړې چې د خیبر پښتونخوا ځینو سیاسي مشرانو په تېرو وختونو کې دغه ایالت ته د وسله‌والو ډلو د غړو د لیږد او مېشتېدو ملاتړ کړی دی.

هغه په دې اړه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان نوم اخیستی او ویلي یې دي چې په دې تړاو د پارلمان ویناوې او رسنیز راپورونه موجود دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر همداراز په خیبر پښتونخوا کې د ځايي حکومت پر مشرانو له ترهګرو ډلو سره د همکارۍ او هغوی ته د پیسو ورکولو تور لګولی او ویلي یې دي چې په دغه ایالت کې د تویې شوې وینې مسوولیت د هغوی پر غاړه هم دی.

نقوي له خپلو منتقدانو غوښتي چې په یوه ټلویزیوني خپرونه کې له هغه سره په دې اړه مخامخ مناظره وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې اسلام‌اباد د پاکستان د یووالي او فدراسیون سمبول بللی او ویلي یې دي چې د پاکستان خلک او وسله‌وال ځواکونه له کورنیو او بهرنیو ګواښونو سره د مقابلې لپاره چمتو دي.

د نقوي دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د پاکستان د مرکزي حکومت او د خیبر پښتونخوا د سیاسي مشرانو ترمنځ د امنیت، د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې د څرنګوالي پر سر سیاسي او امنیتي اختلافونه دوام لري.

د بدخشان د واخان سړک چې افغانستان له چین سره نښلوي، نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛ مسوولینو د دې پروژې بشپړېدل مهم اقتصادي...
04/10/2026

د بدخشان د واخان سړک چې افغانستان له چین سره نښلوي، نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛ مسوولینو د دې پروژې بشپړېدل مهم اقتصادي ګام وباله؛ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د امنیت پر تامین د ټینګار ترڅنګ د هېواد د بیارغونې او پراختیا د دوام غوښتنه وکړه؛ نوموړي دغه‌راز خبرداری ورکړ چې د نظام پر وړاندې هر ډول «بغاوت» به وځپل شي.
#افغانستان #واخان #چین

د افغانستان د علومو اکاډمي وایي چې د اوزبېکستان هېواد د مسلمانانو ادارې د لومړي مرستیال حامدجان ایشمت بیکوف په مشرۍ یو پ...
03/10/2026

د افغانستان د علومو اکاډمي وایي چې د اوزبېکستان هېواد د مسلمانانو ادارې د لومړي مرستیال حامدجان ایشمت بیکوف په مشرۍ یو پلاوی په معاصرو اسلامي علومو کې د امام برهان‌الدین مرغیناني رحمة‌الله علمي میراث او مقام نړۍوال کنفرانس کې د ګډون لپاره کابل ته را ورسېد.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کنفرانس سبا په کابل جوړېږي او په معاصر اسلامي فکر او فقهي مطالعاتو کې به د امام مرغیناني رحمة‌الله د علمي میراث مقام، ونډه او اغېز تر څېړنې او بحث لاندې پکې ونیول شي.
#اوزبیکستان #افغانستان

د الجزیرې انګلیسي برخې خبر ورکړی، د «فلای دوبۍ» هوايي شرکت د هغې الوتکې مرستیال پیلوټ چې د عمان تبعه دی اسراییل ته د الو...
03/10/2026

د الجزیرې انګلیسي برخې خبر ورکړی، د «فلای دوبۍ» هوايي شرکت د هغې الوتکې مرستیال پیلوټ چې د عمان تبعه دی اسراییل ته د الوتنې پر مهال یې پر اصلي کپتان برید کړی و.

د راپورونو له مخې، دغه مرستیال پیلوټ مخکې په عمان کې هم د سختدریځو او افراطي افکارو د لرلو له امله له الوتنو منع شوی او له دندې ګوښه شوی و.

دا پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې الوتکه د اسراییل په لور روانه وه او مرستیال پیلوټ په هوا کې پر کپتان بريد کړی. اوسمهال د قضیې ترشا د افراطي بګراونډ او احتمالي تروریستي انګېزو څېړنه روانه ده.

| | | |

جمهوري نظام کې د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي ویلي، د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ روان تاوتریخوالی یواځې د تحریک طالبان پاک...
03/10/2026

جمهوري نظام کې د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي ویلي، د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ روان تاوتریخوالی یواځې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر موضوع نه راڅرخي.

د معنوي په وینا، د طالبانو انحراف له نیابتي نقش څخه د کابل په واکمنانو، له پاکستاني استخباراتو څخه د مستقیمو امرونو نه منل، تر څنګ یې، له هند، ایران او چین سره د طالبانو نږدېوالی، د ډیورنډ نا حل شوې دوسیه، د «لر او بر» له مفکورې څخه د اسلام اباد وېره، کندهار ته د پاکستان له مدرسو څخه د مذهبي فتواوو د مرکز ادعا او انحراف، د دواړو خواوو استخباراتي او ایډیالوژیک مزي شلېدل دي.

نوموړی زياتوي، بل خوا، د ترانزیټي بازارونو بديلي لارو د پاکستان اقتصادي انحصار مات کړی او د کانونو سیالۍ او سیمه ییز سیاست هم نوي ننګونې راپیدا کړې دي.

د معنوي له قوله، دا بې باوري تر دې کچې لوړه شوې چې د طالبانو د بشپړ نفوذ افشاوې افسانه شوې او پاکستان اندېښمن دی چې که دا سیاسي جګړه نوره هم سخته شي، نو د فشار راوړلو لپاره به د طالبانو ضد نورو نظامي او سیاسي اړخونو ته پناه یوسي.

معنوي ویلي، چې طالبان له يو دروند او برخلیک ټاکونکي پړاو سره مخ دي؛ یا باید د پخوانۍ وابسته ګۍ اغېزو ته غاړه کېږدي او یا د نوي استقلال لاره داسې خپله کړي چې له پاکستان سره یې مقابلې ته چمتو کړي.

| | | |

02/10/2026

د پاکستاني رژيم د خوښۍ لپاره د اسلام اباد پر سټېج د هندوستان غندل!
د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی او د مقاومت جبهې ملګری، چې د جمهوریت پر مهال د افغانیت ضد بهیر سرلاری هم و، تېره ورځ په اسلام اباد کې د وینا پر مهال پاکستانیانو ته د خپلې وفادارۍ د اثبات لپاره وویل؛ “زه چې کله د پارلمان غړی وم ددې مخالف وم چې هندوستان د پارلمان ودانۍ ورغوي، نن هندوستان زمونږ په مخالفت کې د طالبانو تر څنګ ولاړ دی.”
امان الله پیمان د بدخشان استازی و او د ښوونځي په ګډون خپلې زده کړې یې پاکستان کې کړې دي، هغه دا مهال د پاکستاني رژیم او ځینو جبهو تر منځ د همغږۍ چارې هم پر مخ وړي.

Address

Islamabad
Islamabad
25000

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when GHAN MEDIA posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share