15/04/2026
نن مې بيا ستا انځور زوم کړو"
او ستا سترګې مې ښې را نزدې کړې او ښکل مې کړې"
بیا مې ستا غوږونه را نزدې کړل او درې ځلې مې
"ان الله مع الصابرین" پرې چف کړل"
بیا مې ستا شونډې را نزدې کړې او په مینه مې پرې ده شهادت ګوته را تیره کړه او سورة الناس مې پرې چف کړو"
بیا مې ستا څېره بیرته له زوم نه اوویسته او سورة الفاتحه مې پرې ولوسته"
بیا مې پوره انځور اصلي حالت ته راوست او ستا په ټول وجود مې "انا لله و انا الیه راجعون" ولوست
او ده جنازې نیت مې وکړو"
او ده آمین په ویلو مې ستا ټول انځورونه ډیلیټ کړه
😢💔🍂🍁..