Syed ameen soche adabi karwan

Syed ameen soche adabi karwan سيد امين سوچي ادبي کاروان عمرزے

د سيد امين سوچي ادبي کاروان انتخابي غونډه په پنځويشتم مئی کال دوه زره پنځويشتم(۲۰۲۵-۵-۲۵) کښې د صاحبزاده عبدالفتاح مرحوم...
25/05/2025

د سيد امين سوچي ادبي کاروان انتخابي غونډه په پنځويشتم مئی کال دوه زره پنځويشتم(۲۰۲۵-۵-۲۵) کښې د صاحبزاده عبدالفتاح مرحوم په حجره کښې د طيب منظر صېب په صدارت کښې ترسره شوه
د پروګرام اغاز باقاعده صهيب علي شاه چشتي د تلاوت قران پاک نه وکو او د نظامت چارې نظار احمد راهي ترسره کړې
په غونډه کښې نظار راهي ابرار همراز په ادبي چارو خبرې وکړې او په کاروان کښې چې کمې ستونزې وې هغه ئې رامخې ته کړې ټولو په دغو ستونزو غور وکړو او په شريکه ئې ورله يو لار راوخکله چې هغې سره هغه ستونزې حل شوې نوے کابينه وټاکلې شوه چې پکښې کمو کمو کسانو ته عهدې مېلو شوې هغه په دا رنګ دي
تاحيات صدر:بدري جان بدر
سرپرست اعلی:طيب منظر
سرپرست: ابرار علي همراز
سينئر نائب صدر:نظار راهي
جنرل سکتر:حليم عمرزئ
جائن سکتر: محمد اشفاق اشفاق
مجلس عامه چيئرمېن: صهيب علي شاه
مشاورتي کونسل چيئرمېن: ثاني ګل ثاني
رابطه سکتر: واجد علي واجد
خزانچې:صدرالامين صدر
چيئرمېن سوشل مېډيا سل: شېدا عمرزئ

🌹تعزيتي قراردادونه🌹
په پروګرام کښې د ابرار علي همراز مور بي بي ته د عامر خان عامر خور بي بي ته د قيصر علي قيصر والد صېب ته او د سعيد خان سعيد مور بي بي ته د سيد امين سوچي ادبي کاروان ټولو ملګرو په شريکه د الله تعالی نه د هغوي د مغفرت دعا او د بدري جان بدر د صحت يابۍ دپاره دعا وشوه
*دوېم نشست
په دوېم نشست کښې يوه مشاعره اوشوه چې پکښې ټولو ملګرو خپل خپل کلامونه واورول او ټولو ته ښۀ داد مېلو په شاعرانو ملګرو کښې نظار راهي،صهيب علي شاه،صدرالامين صدر، وقاص شاهنام،ابرار علي همراز،ثاني ګل ثاني،حليم عمرزئ،کليم الله کليم، او طيب منظر شامل وۀ
او په اخره کښې د سيد امين سوچي ادبي کاروان ټولو ملګرو جهانزېب مومند ته په کتاب چاپ کولو مبارکي ړواندې کړه
مېډيا سکټري: وقاص شاهنام

الله دے وبخښي امين
09/05/2024

الله دے وبخښي امين

12/12/2023

عامر خان عامر

د بابا د تلين په موقع  څو عکسونه
12/12/2023

د بابا د تلين په موقع څو عکسونه

روداد!🌹سيد امين سوچي ادبي کاروان عمرزے🌹د اشنغر د ټولنيز ادب سرخېل سيد امين سوچي بابا د دوېم تلين په مناسبت سره يو خوندور...
02/12/2023

روداد!

🌹سيد امين سوچي ادبي کاروان عمرزے🌹

د اشنغر د ټولنيز ادب سرخېل سيد امين سوچي بابا د دوېم تلين په مناسبت سره يو خوندور پروګرام اوشو دا پروګرام په اولني دسمبر په کال دوه زره ديرويشتم د جمعې په روځ په المسلم سکول اېنډ کالج عمرزے کښې ترسره شو د دې پروګرام د اولني نشست صدارت د چارسدے ادبي تحريک صدر طيب الله خان طيب وکو او نظامت نظار احمد راهي وکو. د پروګرام اغاز باقاعده سکندر امين د تلاوت قران پاک نه وکو
په پروګرام کښې ځينو ملګرو د بابا په ژوند او فن باندې مقالې ليکلې وې ځينو پرې نظمونه ليکلې وو او ځيني کسان چې د بابا هم عصر وو هغوي پرې خپل تاصورات خلکو ته وړاندې کړل کمو ملګرو چې مقالې ليکلې وې د هغوي نومونه څه داسې دي

🌹مقاله ليکونکي🌹

صادق امن زے
اجمل شاه صادق
طيب الله خان طيب
اورنګزېب عمرزوال

کمو ملګرو چې خپل خپل تاصورات وړاندې کړل

لوے محقق اقبال حسېن افکار
عبدالحميد زاهد
صدر بدري جان بدر
جهانزېب مومند

کمو ملګرو چې د بابا روح ته کلامونه ډالۍ کړل

نظار راهي
مطهر شاه طاهر
شېدا عمرزے

🌹تعزيت🌹

(۱) د صدر طيب الله خان طيب صېب مور بي بي او د مراد علي مراد صېب مور بي بي او د سحر کتوزے صېب د وراره په مړينه د غم اظهار اوشو او د هغوي دپاره د بخښولو دعا اوشوه

🌹قراردادونه🌹

(۱)د حکومت له حوا چې د پښتو لازمي کولو دپاره کوم نوټيفيکېشن جاري شوې وه په هغې دې دوباره غور وکړي چې په عمل کښې راغلې دې که نا په سکولونو کښې پښتو ښودلې کېږي که نا که نه وي نو سخته کاروۍ دې د سکولونو خلاف وکړي

(۳)د پړانګو چې دا کم روډ دې زمونږ د حکومت نه دا مطالبه ده چې دا دې د ګران بابا په نوم باندې کړي

🌹دوېم نشست🌹

دوېم نشست کښې يوه ازاده مشاعره اوشوه چې صدارت ئې ډاکټر طيب منظر صېب وکو
ملګرو په کښې ډېر ښه ښه کلامونه واورول چې اورېدونکو ښۀ داد ورکو کمو ملګرو چې کلامونه واورول د هغوي نومونه دا دي
سليم منور، حليم عمرزے ،انورساده،زبېر خاموش،قېصر علي شاه کاکاخېل،شاکر مجروح،عبدالولي مسکين يار،مطهر شاه طاهر،خان عمرزے،طيب منظر،جلبل اشنغرے،واجد علي واجد،ګل محمد مسرور،محمد رفيق رفيق،عامر خان عامر،ابرار همراز،مسرور،وقاص شاهنام،محمد اشفاق اشفاق،اختشام الدين،صابر ملنګ او په اخره کښې طيب الله خان طيب صېب په خپل جادوګر غږ ترنم وکو چې د پروګرام ښکوله ئې نوره هم زياته کړه.

🌹اختتام🌹

په اخره کښې د المسلم سکول اېند کالج عمرزے هم ډېره شکريه اده شوه او د بابا د کورنۍ هم شکريه ادا شوه چې پروګرام کښې ئې خپلې خلې ځلې وکړې او خپل تعاون ئې ورسره وکړو اخر کښې غونډه د بدري جان بدر په دعا پاې ته ورسېده

مېډيا سکتر:وقاص شاهنام

23/11/2023

مکمل شاه عاجز صېب

18/11/2023

سينئر صدر:نظار راهي صېب

16/11/2023

کشر سکتر:محمد اشفاق اشفاق

رودادد سيد امين سوچي ادبي کاروان پينځلس روځنے اجلاس د خالي په روځ په يوولسم نومبر په کال دوه زره درې ويشتم په عمرزو کښې ...
13/11/2023

روداد

د سيد امين سوچي ادبي کاروان پينځلس روځنے اجلاس د خالي په روځ په يوولسم نومبر په کال دوه زره درې ويشتم په عمرزو کښې د صاحبزاده يحي جان صاحب په حجره کښې ترسره شو.

صدارت:بدري جان بدر
نظامت:شېدا عمرزے
تلاوت:نظار راهي صېب

اېجنډه:

🌹تعزيتي قراردادونه

د وړومبې نکتې ترمخه د ګوهر علي ګوهر صېب د تره د ځوي په وفات او د شاکرالله شاکر صېب د چاچي په وفات د سيد امين سوچي ادبي کاروان ټولو ملګرو د غم اظهار وکو او د هغوي دپاره ئې دعا وکړه

🌹په ټولنه کښې روان ادب او د هغې په راروانو خلکو اثر

د دوېمې نکتې ترمخه زمونږ ډېر ګران مشر استاذ جهانزېب مومند صېب په روان ادب باندې خپل تاثرات وړاندې کړل چې خلکو ئې ډېره ستائنه وکړه او بله اهمه خبره دا ده چې استاذ محترم د سيد امين سوچي په ژوند او فن هم رڼا واچوله او دا خبره يې هم په ډاګه کړه چې په اشنغر کښې سيد امين سوچي د ټولنيز ادب سرخېل دې زيات ملګري د هغوي د خدماتو نه هم خبر شو د هغوي نه پس نظار احمد راهي صېب خپل تاثرات وړاندې کړل او د راغلې مېلمنو شکريه ئې هم ادا کړه شاکرالله مجروح صېب هم خبرې وکړې په اخر کښې بدري جان بدر په روان ادب تفصېلي خبرې وکړې چې ملګرو ترې ډېره استفاده وکړه.

🌷دوېم نشست

په دوېم نشست کښې يوه ازاده مشاعره اوشوه چې پکښې دې شاعرانو خپل خپل کلامونه واورول مکمل شاه عاجز، عامر پيرزاده، محمد اشفاق اشفاق، حبيب الله تاجک، شير محمد وفا، فضل سبحان ترنګزوال، نظار راهي، جهانزېب مومند، وقاص شاهنام، شاکرالله شاکر، خان عمرزے، شېدا عمرزے، شاکرالله مجروح، اختشام دين، واجد علي واجد، مصطفی کمال، ضياءالحق ضياء، ابرار علي همراز، ثاني ګل ثاني، بري جان بدر. او په اورېدونکو کښې احمد علي، قېص خان، اوسامه خان ،کليم الله ،حليم عمرزے ،عدنان،عارف او ساجد موجود وو.

🌹ډالۍ

په اخر کښې شېدا عمرزے خپل کتاب ( د غرونو په لمن کښې ) احمد علي ته او بدري جان بدر خپل ديوان شاکرالله شاکر او عامر پيرزاده صېب ته ډالئ که پس د دې نه نظار احمد راهي صېب اختتامي دعا وکړه او راروان اجلاس به د دسمبر په مياشت کښې ترسره کېږي

مېډيا سکتر: وقاص شاهنام
مرستيال : کليم الله

09/11/2023

بلنه
د سيد امين سوچي ادبي کاروان پنځلس ورځنې اجلاس به ۲۰۲۳ _۱۱_۱۱ نېټه د خالي په روځ د صاحبزاده عبدالفتاح صاحب په حجره کښې ترسره کېږي تاسو ټولو ملګرو ته بلنه ده چې دې اجلاس کښې شرکت وکئ!
مېډيا سکتر:وقاص شاهنام
03176222986

01/11/2023

Address

Mahammad Abad
Charsadda
1234

Telephone

+923176222986

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Syed ameen soche adabi karwan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category