Kabul Street

Kabul Street Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Kabul Street, Art, 5 Castle Street, Stamford.

Since 1994 the Popular "New Home,New Life" drama has been depicting social issues that involve people's daily life in the rural community, and has aided in imparting informative messages and awareness to people; foremost of which are- conflict resolution agriculture and livestock issues, education, medical and health problems, rehabilitation and maternal and child care messages to create awareness and a sense of self confidence amongst audiences.

دويمه برخهبل هغه سړی احمق بللی بویهچې خبرې کا په سترګو په لاسونوبل هغه سړی احمق بللی بویهچې بدخواهه سړی پرېږدي په دوه ګو...
05/06/2026

دويمه برخه
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې خبرې کا په سترګو په لاسونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې بدخواهه سړی پرېږدي په دوه ګونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې بې حده تکلف کا په ځانونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې پیران به کښېنوي په خپلو خونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې به غواړي دی لويي په نسبونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې بغیر تورې دعوا کا د ملکونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې به مال ددنیا نه خوري په کورونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې بربنډه کونه لامبي په سیندونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې غوږ نه کا د خوشال په دا حرفونو
☘️🌹☘️🌻💐🥀🌹☘️
Kabul Street
خوشال خان خټک

که علم او هنر نه وي په شتو کې به سوالګر يوو
05/06/2026

که علم او هنر نه وي په شتو کې به سوالګر يوو

چې مې ښه په زړه کې فهم فکر وکړواحمقان راته ښکاره شوه په خويونويو هغه سړی احمق بللی بویهچې باور کا د غلیم په سوګندونوبل ه...
04/06/2026

چې مې ښه په زړه کې فهم فکر وکړو
احمقان راته ښکاره شوه په خويونو
يو هغه سړی احمق بللی بویه
چې باور کا د غلیم په سوګندونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې پاړو شي د لړمو د مارونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې په سپينه ږیره خیال کوي د نجونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې د ښځوسره پاڅي په جنګونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې په هر طبیب دارو کا د رنځونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې وېښته به توروي په حضابونو
بل هغه سړی احمق بللی بویه
چې د تېښتې ګمان ورک کا له مرئيونو
بل هغه سړی احمق بللی...
#خوشحالخانخټک
🌹🥀🌹
دويمه برخه بيا...

04/06/2026

ارمانونه!!!

29/05/2026
26/05/2026

لبيک

دطایف دردونکی سفر ( دویمه برخه)محمد_ﷺ_روان دى او له دواړو خواو څخه  يې په  پښو باندې ويشته، رسول الله_ﷺ_له درده قدم نه ش...
21/02/2026

دطایف دردونکی سفر ( دویمه برخه)
محمد_ﷺ_روان دى او له دواړو خواو څخه يې په پښو باندې ويشته، رسول الله_ﷺ_له درده قدم نه شي پورته کولی، خو د بيعقلانو خنداګانو ټوله فضا نیولې ده، زيد بن حارثه د زمکې په مخ باندې زړه ته نيږدې انسان سره مرسته کوي چې راپورته يې کړي او د درد دغه لاره ووهي، لاره نه خلاصيږي او دوى چې کوم درد حس کوي، د انساني بشر له توانه پورته کار دی. بیا رسول الله_ﷺ_په زمکه ساه او تيګاه کېناست، زيد راوغورځېده، نېږدې وه چې بېهوشه شوى واى، بیا خلکو ورمنډې کړې، له مټو يې ونیوه، راپورته يې کړ او لارې ته يې سم کړ، څو يې پښې په تيږو وولي او وخاندي، د هغه سپيڅلې وينه په شګو کې تويږي او د سختو زړونو د خندا لامل کيږي.
دواړه روان دي، خنداګانې اوري. ته وا چې له ژورې کندې څخه راپورته کيږي، زمکه يې د پښو لاندې حيرانه ده اسمان حيران دى او وينو په زمکه څلور لارې کړي دي، د رسول الله _ﷺ_او زيد زړونه په دغه ښکاره ظلم راتنګ شول، د چا په خوا خاطر کې نه تېرېدله چې داسې سخت زړى قوم دې هم وي چې د بې ګناه او سپېڅلو شکنجه ورته یوه لوبه ښکاره شي چې دوى ترې خوند اخلي.
رسول الله_ﷺ_او مريې يې زيد بن حارثه دغه سپک عذاب وزغمه او د ظالمانو دغه دوه ليکې يې تر شا پرېښودې، زيد نور د ودرېدو توان نه درلود، په زمکه راوغورځېده، خو رسول الله_ﷺ_خپل سر راپورته کړ، وينې ترې بهيږي او په تندي يې خوله راماته ده. خپل رب ته وايي:
- یا الله، زه تا ته له خپلې کمزورۍ بېوسۍ او د خلکو په سترګو کې د کم راتللو څخه ګيله کوم .... اى تر ټولو زیات رحم کونکيه (الله) ته د کمزورو پالونکی يې، ته زما پالونکی يې. ته ما چا ته پريږدې؟ داسې دښمن ته مې پريږدې چې په بده بڼه راسره مخ کيږي، یا داسې دښمن ته چې زما چارې دې ورسپارلي دي؟ که ته پر ما غوسه نه يې کومه پروا نه لري، خو خدايه ستا بخښنه زما لپاره ډېره لويه او پراخه ده، زه ستا دمخ په هغه رڼا پورې پناه غواړم چې تیارې يې روښانه کړي دي او په هغې سره يې د دنیا او اخرت چارې سمې کړي چې پر ما غضب مه راښکته کوه، مه راباندې په غوسه کېږه، ته بخښونکی يې تر دې چې خوښ شې، لتا پرته بل ځواک نه لرم.
د درد لاره د عتبه بن ربيعه او د هغه د ورورشېبه تر باغه خلاصه شوه، په باغ کې په ابوالقاسم د ثقيف بېعقلانو کاڼې راورول، دوى يې ننداره کوله، خو بیا يې پرې زړه وخوږيده، په ابوعبدالله دومره ظلم شوى چې د کاڼي په څېر زړونه يې نرم کړل، ډېر زیات ستړی شوی و، بېعقلانو به بیا له لاسه نیوه، لارې ته به يې سموو او پښې به يې ورته په کاڼو ويشتې او له دې نه به يې خوند اخيست، له خندا نه به په شاه لاړل، هغه به قدم پورته کاوه او بېرته به يې په وينو ايښوده. وينې ترې روانې وې چې د ثقيف زمکه خړوب کړي.
رسول الله_ﷺ_هڅه کوي چې خپل مريه راپاڅوي، کله چې زيد په هوش شو، دواړه باغ ته ورغلل، ساه او تيګاه دي، تر دې چې خلکو يې ستړیا اورېدله، کله چې یوې ونې ته ورسېدل، د سیوري لاندې يې کېناستل.
په ابوالقاسم د دواړو زړه وخوږېده. خپل مريه "عداس" راوغوښت، ورته يې وويل:
- انګورو یو څو زنګورکي واخله، په دغه پليټ کې يې کېږده، بیا يې دغه سړي ته یوسه چې ترې ويې خوري.
عداس انګور راواخيستل، بیا يې د رسول الله_ﷺ_مخې ته کېښودل، ورته يې وويل:
- ويې خوره.
زيد لاس ور وغځاوه، کله چې رسول الله _ﷺ_لاس وروغځاوه، ويې ويل:
- بسم الله.
انګور يې خولې ته کړل، عداس يې سترګو ته ځير شو، بیا يې وويل:
- په خداى که ددې سیمې خلک دغه خبره کوي.
رسول الله _ﷺ_ورته وويل:
- عداسه! ته د کوم هیواد يې؟ او په کوم دين يې؟
- زه نصراني یم، زه د نينوا اوسيدونکی یم.
- د نيک سړي یونس بن متی د کلي يې؟
عداس په وارخطايې وويل:
- ته یونس بن متی څه پيژنې؟ په خداى زه چې ترې راوتلم. لسو کسانو هم متی نه پېژنده، تا متی څه وپېژنداه؟ سره له دې چې ته نالوستی يې او په نالوسته ټولنه کې يې.
- هغه زما ورور دى، هغه نبي و اوزه هم نبي یم.
عداس ورټيټ شو، د رسول الله_ﷺ_سر لاسونه،او پښې يې ښکل کړې، زيد ورګوري او په سترګو کې يې له دغه اغيز نه اوښکې راخوټيږي.
د ربيعه زامنو عبته او شېبه وليدل چې عداس له ابوالقاسم سره څه کوي،یو بل ته يې مخ راو ګرځاوه او په تعجب يې وويل:
- مريه يې درته بې لارې کړ.
کله چې عداس راستون شو، دواړو ورته وويل:
- تباه شې عداسه! ولې دې ددغه سړي سر، پښې او لاسونه ښکل کړل.
- څه خبره ده چې محمد ته دې سجده وکړه، د هغه پښې دې ښکل کړې او دغه کار دې تر اوسه زموږ له یو تن سره نه دی کړی.
عداس په مخ کې ایمان ځلېده چې ويې ويل:
- وا مشره، د زمکې پر مخ له دې نه بل غوره شی نه شته، داسې یو څه يې راته وښودل چې له نبي پرته يې بل څوک نه شي ښولی.
- خوار شې عداسه له خپل دين څخه دې ونه ګرځوي.
- له خپل نصرانيت څخه دې وانه اړوي، دغه یو دوکه مار سړى دى، ستا دين د هغه له دين څخه غوره دى.
رسول الله_ﷺ_په طائف کې د ثقيف له غوره خلکو نهيلی شو، طائف يې د مکې په قصد پرېښود او ډېر خواشينی دى، زيد بن حارثه ورپسې وروسته روان دى، فکر کوي چې محبوب به يې څه کوي، مکیانو خو له مکې راوويست او په طائف کې له دغسې ناخوالو او شکنجو سره مخ شو.
دواړه چوپ روان دي، رسول الله _ﷺ_ژوره خواشيني احساسوي، د وحې له نازلېدو وروسته پوره لس کاله تېرشول خو په مکه کې دين خپور نه شو او نه يې قبيلو دعوت ته مثبت ځواب ووایاست، طائف په بد شامت راوويست، له قوم نه يې وغوښتل چې دغه خبره يې پټه وساتي، څو د قریشو مشرکانو ته دغه خبر ونه رسيږي او د رسول الله_ﷺ_پر وړاندې يې چلينجونه زیات نه شي، خو د خلف زامن عتبه او شېبه په خپل باغ کې وو، ټول هغه څه يې وليدل چې د طائف بېعقلانو د رسول الله_ﷺ_پر واړندې وکړل.
زيد پټ ډېر سخت درديږي، د ډبرو دردونه لا اوس هم حس کوي. خو نفسیاتي دردونه يې له دې څو برابره زیات دي، دا خلک ولې هغه چا ته شکنچې ورکوي چې غواړي ړندې سترګې يې پرانيزي او له تیارو نه يې رڼا ته راوباسي؟ قرېش ورسره ولې تر دې بريده دښمني کوي چې له خپل کور نه يې راوويست؟ رسول الله_ﷺ_به بېرته مکې ته څنګه ننوځي چې دښمنانو يې ترې راشړلی دى؟
مکې ته د یوې شپې په مسافه د نخله ناو ته ورننوتل، رسول الله_ﷺ_د شپې په زړه کې لمونځ کوي، څو تنه پيریان پرې تېرشول، غوږ يې ورته کېښود، کله چې له لمانځه فارغ شو، هغوى خپل قوم ته ويرونکي ور وګرځېدل او هغوى يې خبرو ته مثبت ځواب ووایاست.
رسول الله _ﷺ_په نخله کې څو ورځې پاتې شو، زيد ورته وويل:
- بیا څنګه ورننوځې چې هغوى ترې راويستلی يې؟
- یا زيده. الله پاک به اساني راولي،الله د خپل دين مرسته کوي او په ټولو دينونو يې کامیابوي.
په الله باندې يې باور د خپل رسالت په سختو ورځو کې هم راکم نه شو، په دې باوري و چې الله به له دغه دين سره مرسته کوي او خپل نبي به کامیابوي. که په نخله کې څو ورځې پاتې شو، ددې په خاطر چې دغه ټپونه او دردونه چې د ثقيف د بېعقلانو له خوا ور رسېدلي لږ راښه شي. هغه به خپل قوم ته هرومرو ورځي، که راويستلی يې هم دی، خو د الله رسالت به ور رسوي، که داسې ونه کړي، بیا خو به د رسالت په رسولو کې پاتې راغلی وي او الله مه کړه هغه څوک چې يې د دغه کار لپاره غوره کړى دى، هغه دې پاتې راشي، یا دې په دغه امانت رسولو کې کمزورى شي.
رسول الله _ﷺ_خپلې اوښې ته وخوت، مکې ته روان شو، زيد ورسره دى، خو په رسول الله _ﷺ_باندې د مکې له مشرکانو څخه ويريږي، د حرا سمڅې ته ورسېدل، رسول الله _ﷺ_له خپلې سپرلئ نه راکوز شو، بیا يې اخنس بن شريق ته یو څوک واستول چې پناه ورکړي...
نوربیا
محمد رسول الله او ملګري یې
لیکوال عبدالحمید جودة السحار
خواشيني كال 10 ټوک
ژباړن: شررساپی

Address

5 Castle Street
Stamford
PE92RA

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kabul Street posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category