اسلام دین حق

اسلام دین حق this page is about art & entertainment

لوستل یې خپه زړونو ته خوشحالې ورڪوي.😘 ّه #زړونه
05/10/2022

لوستل یې خپه زړونو ته خوشحالې ورڪوي.😘
ّه
#زړونه

ده انسان ده سترګی د جوړښت په اړه لنډ معلوماتده انسان سترګه په کایّناتُو کی دوهم تر ټولو سخت اوپېچلیجورښت لرید انسان سترګ...
03/10/2022

ده انسان ده سترګی د جوړښت په اړه لنډ معلومات

ده انسان سترګه په کایّناتُو کی دوهم تر ټولو سخت اوپېچلی
جورښت لری
د انسان سترګه نږدی :٨: ګرامه وزن لری،او ده سل زره تارونو
په واسطه سره نښلول شوی ده?
ده انسان سترګه نږدی له ،٢، میلونوکاری برخو جوړه شوی ده،
ده انسان په سترګوکی،٥٧٦،میګاپیکسله کیمری شتون لری،
چی په یوه ثانیه کی (یو میلیون او دری سوه زره)ده کېمری په حساب انځورونه اخستلای او نږدی دیرشو کلونو ساتلای شی?
ده هری سترګی په جوړښت کی:١٠٧: میلیونه حجری شتون لری، چی ټولی ده رڼا سره حساسی دی?
ده انسان سترګه ده :١٠: میلیونو بیلا بیلو رنګونو ترمنځ توپير کولای شې?
همدارنګه ده انسان سترګه په بدن کی ترټولو چټک غړی دی،
چی په ډیری اسانی سره پټیږی?
په دی سره کولای شو چی ده هری سترګی د جوړښت شتمنی
´٧٠`میلیونه ډالر حساب کړو?

سبحان الله، الحَمْدُ ِلله ،الله أكبر،

کاپی

29/09/2022

‏رسول الله ﷺ فرمائي:
غوره او دخیر څخه ډکه نکاح هغه ده چي لګښتونه (مصارف) یې کم وی ".
(صحیح الجامع ۳۳۰۰)

یو سړی به هر سهار تر ناشتې او کار ته تللو مخکي  سمندر ته د قدم وهلو لپاره تله. یو سهار له کوره راووت او د سمندر پر خوا ر...
29/09/2022

یو سړی به هر سهار تر ناشتې او کار ته تللو مخکي سمندر ته د قدم وهلو لپاره تله.
یو سهار له کوره راووت او د سمندر پر خوا روان شو. د تیري شپې د طوفاني هوا له وجې د سمندر څپو په زرګونو سمندري ستوري د سمندر څنډي ته راغورځولي وه.

سړي د سمندر پر څنګ قدم واهه، لږ څه وړاندي یې یو ځوان ولید چې له ځمکي یو شی راپورته کوي او سمندر ته یې ورغورځوي.
سړی ورنږدې شو او له ځوانه یې پوښتنه وکړه:
“ځوانه دا څه کوې؟”

ځوان وویل:
“د اوبو څپو ډیر سمندري ستوري د سمندر څنډي ته راغورځولي دي، لمر په راختو دی، که لمر راوخیږي دا ټول به مړه شي، ځکه خو یې بیرته سمندر ته ورغورځوم.”

سړي ورته وویل:
“دا خو په زرګونو دي، فکر کوې چې ستا دا ستړیا به څه فرق وکړي؟”

ځوان په دې خبره کښته شو، له ریګو یې یو سمندري ستوری راپورته او په خپل توان یې د سمندر خوا ته وروغورځاوه، بیا یې سړي ته وکتل، وې مسل ( مسکا یې وکړه) او وې ویل:
(زما لپاره نه، خو دده لپاره فرق کوي.)

“ژباړه”
____
نتیجه:

دا فکر مه کوئ چې ستاسي هڅه او کوښښ کوم تغیر نشي رامنځته کولی، کوم کار چې تاسي ته کوچنی ښکاري ښايي نورو ته ژوند وروبخښي.

همدا د اسلام لارښوونه ده چې هیڅکله د نیکو کارو له کولو مه نا امیده کیږئ او هیڅ نیکي وړه مه ګڼئ.

تاسي د رسول الله ❤️ ﷺ دا حدیث شریف نه دی اورېدلی چې فرمایي:

(هیڅ یوه نیکي وړه مه ګڼه، که څه هم د خپل ورور سره په ورین تندي مخامخ کېدل وي.)[رواه مسلم]

که مو لوستی وی ملګرو سره شیر کړی

مَنْ يَهْدِهِ اللَّهُ فَلاَ مُضِلَّ لَهُ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَلاَ هَادِيَ لَهُ...چاته چې الله هدایت وکړي هیڅوک به ه...
26/09/2022

مَنْ يَهْدِهِ اللَّهُ فَلاَ مُضِلَّ لَهُ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَلاَ هَادِيَ لَهُ...
چاته چې الله هدایت وکړي هیڅوک به هغه ګمراه نه کړي او څوک چې الله ګمراه کړي هغه ته به هیڅوک هدایت نه کوي.

یاالله ته موږ ته هدایت وکړی امین

26/09/2022

د اسلام په تاریخ کې یــو
چا دبل چا دپـاره دومـره ندي ژړلي لکــه حضــرت محـــمدمصــــطفی ﷺ چې د خپــل امـت دپـاره ژړلـــي دي


درود مو هیر نشی صلی الله علیه وسلم

د آیت الکرسی ګټي:1 .د کور نه دوتلو په وخت کی  دایت الکرسی ویل  70000 فرشتی به ستا ساتنه کوی2 .کور ته د ننوتلو په وخت کی ...
26/09/2022

د آیت الکرسی ګټي:
1 .د کور نه دوتلو په وخت کی دایت الکرسی ویل 70000 فرشتی به ستا ساتنه کوی
2 .کور ته د ننوتلو په وخت کی د ایت الکرسی لوستل
فقر او غریبی له منځه وړي
3 . د اودس څخه بعد د ایت الکرسی لوستل 70 واری ستاسي شخصیت لوړه وي
4 .د ویده کیدو څخه د مخه به ټولي فرښتی ستاسي حفاظت کوي
5.دلمانځه څخه بعد د ایت الکرسی لوستل ستاسو او د جنت ترمنځ به فاصله صرف مرګ وی
شیر کول يى صدقه جاريه ده

ڪـــه مو آیت الڪـرسي تر پایه لوستې وي په ڪـومنټ ڪـــې (الحمدلله) ولیڪئ.

🌺FOLLOW ME🌺ولې ځینې کسان  #لمونځونه نه کوي؟(دا کیسه زما دژوند له واقعيتونو څخه ده)یو ورځ په ټولګي کې ناست وم د دیني علوم...
24/09/2022

🌺FOLLOW ME🌺
ولې ځینې کسان #لمونځونه نه کوي؟(دا کیسه زما دژوند له واقعيتونو څخه ده)
یو ورځ په ټولګي کې ناست وم د دیني علومو درس مو درلود معلم صنف ته را داخل شو، د درس د شروع پرمهال یې زمونږ څخه پوښتنه وکړه...

ستاسې په نظر کوم کسان لمونځ نه کوي؟

لومړي شاګرد په ډېرې عاجزۍ سره وویل: (هغه کسان چې مړه دي لمونځ نه کوي)

دویم شاګرد وویل: (هغه کسان چې لمونځ یې زده نه دی نو نه یې ادا کوي )

دریم شاګرد په معقوله توګه ځواب وویلو: (هغه کسان چې مسلمانان نه دي نو لمونځ نه ادا کوي)

په همدې ډول څلورم شاګرد وویل : (هغه کسان چې کافر دي نو لمونځ نه ادا کوي)

په ترتیب سره پنځم شاګرد وویل: (هغه کسان چې له الله تعالی څخه نه ويریږي نو هغه لمونځ نه ادا کوي)
ټولو شاګردانو خپل نظرونه وویل خو زه په یو ژور فکر کې ډوب شوم او له ځان سره مې وویل

چې زه له کومې ډلې څخه یم؟
(۱)- آیا زه مړ یم ؟ نه !
(۲)- آیا زما لمونځ زده نه دی؟ زده مې دی!
(۳)- آیا زه مسلمان نه یم؟ الحمداللّٰه مسلمان یم
(۴)- آیا زه له خپل رب څخه وېره نه لرم؟ وېره لرم
(۵)- آیا زه کافر یم؟ نعوذباللّٰه

نو بیا ولی لمونځ نه کوم؟
له ځان سره مې وویل: ښه که د قبر په اوله شپه راڅخه پوښتنه وکړي؟
ژوندی وې . هو
لمونځ دې زده وو؟ هو
مسلمان وې؟ هو
له خدای تعالی څخه وېرېدلې؟ هو
نو بيا دې ولې لمونځ نه کاوه؟

نو څه ځواب به ورکوم؟
یو ټکان مې وخوړ او له ځان سره مې قوي تصمیم ونیوو چې وروسته له دې به بدون له کوم شرعي عذر څخه هیڅ لمونځ نه قضا کوم.
فقط یو جدي او قوي تصمیم په کاردی
تاسې به هم حتماً په دې اړه فکر کوﺉ.
که چیرې تاسې هم په فکر کې شوي یاست نو دا پیغام درسره شریک کړئ امکان لري د کوم مسلمان ورور دهدایت باعث وګرځي الله تعالی به اجر او ثواب درکړي.

که مو پوره لوستی ولیکی ولوستل شو مننه

فواحش الله پاکﷻ د خپل غيرت له کبله حرام کړي دي:::له عبدالله بن مسعودؓ نه روايت دی؛چې نبيﷺ فرمايي:له اللهﷻ څخه هېڅ څوک غي...
24/09/2022

فواحش الله پاکﷻ د خپل غيرت له کبله حرام کړي دي:::
له عبدالله بن مسعودؓ نه روايت دی؛
چې نبيﷺ فرمايي:
له اللهﷻ څخه هېڅ څوک غيرتي نشته،
له دې کبله يې فاحش کارونه هم حرام کړي دي،
او له اللهﷻ پرته به بل څوک نه وي چې خپله مدح او ثناء ورته ډېره محبوبه وي.

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ مَا مِنْ أَحَدٍ أَغْيَرُ مِنَ اللَّهِ، مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ حَرَّمَ الفَوَاحِشَ، وَمَا أَحَدٌ أَحَبَّ إِلَيْهِ المَدْحُ مِنَ اللَّهِ ]
( صحيح البخاري: 5220)

زمونږ دُعاګانې ولي نه قبلېږي؟! شقیق البلخي (رحمه الله) وايي:ابراهیم بن ادهم (رحمه الله) د بصرې په بازار کې روان وو، نو خ...
24/09/2022

زمونږ دُعاګانې ولي نه قبلېږي؟!

شقیق البلخي (رحمه الله) وايي:
ابراهیم بن ادهم (رحمه الله) د بصرې په بازار کې روان وو، نو خلګ پرې راټول شول او ورته وې ویل:
اې ابو اسحاق! الله تعالی وايي: اُدْعُوْنِیْ اسْتَجِبْ لَکُمْ. الآیة
ژباړه: تاسو ما را وبلۍ، نو زه به ستاسو دُعاګانې قبولې کړم.
مونږ دا ډېر وخت کېږي چې دُعاګانې کوو، خو نه قبلېږي چې دا څه وجه ده؟!
ابراهیم بن ادهم (رحمه الله) ورته وویل: اې د بصرې خلګو! ستاسو زړونه په لسو شیانو کې مړه دي، نو څنګه به ستاسو دُعاګانې قبولې شي؟!
ـ تاسو خدای تعالی پېژنۍ، خو حق يې نه ورکوئ.
ـ تاسو قرآن کریم لولۍ، خو عمل نه پرې کوئ.
ـ تاسو د شیطان د دښمنۍ دعوه کوئ، خو خبره يې هم منئ او ملګرتیا يې هم کوئ.
ـ تاسو دا دعوه کوئ چې مونږ د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) أمتیان یو، خو په خبرو يې عمل نه کوئ.
ـ تاسو جنت ته د داخلېدو دعوه کوئ، خو جنت ته د تللو لپاره عمل نه کوئ.
ـ تاسو ددې دعوه کوئ چې مونږ به اور ته نه داخلېږو، خو ځانونه مو ورغورځولې دي.
ـ تاسو وایاست چې د مرګ راتګ حق دی، خو تیاری مو نه دی ورته نیولی.
ـ تاسو د خپلو ورونو د عیبونو په لټولو کې مشغول یاست.
ـ تاسو د الله تعالی نعمتونه خورئ، خو شکر يې نه اداء کوئ.
ـ تاسو خپل مړي خښوئ، خو عبرت نه اخلئ.
نو چې دا لس عیبونه په تاسو کې وي، څنګه به ستاسو دُعاګانې قبولې شي؟!
علماء کرام وايي:
د مسلمانانو دُعاګانې هرو مرو قبلېږي، خو د چا دُعا سمدستي قبوله شي او د چا د دُعا په وجه په دهٔ باندې راتلونکې بلاګانې او مصیبتونه دفعَ شي او د چا دُعا د آخرت لپاره باقي پاتې شي چې هلته يې بیا درجې پرې پورته کېږي.

له ماګرو سره هم شریک کړی مننه

یا الله👏ته زموژ دعاګانی قبولی کړی آمین ثمه آمین

عبرت نه ډکې کيسې له ډاکټر ذاکر نایک څخه يې وپوښتل:که چېرته اسلام غوره دین وای او د سولې او ارامۍ دین وای نو مسلمانان به ...
24/09/2022

عبرت نه ډکې کيسې

له ډاکټر ذاکر نایک څخه يې وپوښتل:
که چېرته اسلام غوره دین وای او د سولې او ارامۍ دین وای نو مسلمانان به په دومره ستونزو کې نه وای راګیر
ژوند به یې ښه او خوشحاله وای.
ډاکټر ذاکر ورته داسې ځواب ورکړ:

که چېرته تاسو یو ښه او ښایسته موټر ولرۍ یو داسې موټر چې له هره اړخه منظم او پوره وي نو تاسې دا موټر یو داسې ډرایور یعنې موټر چلوونکي ته ورکړي چې هیڅ یې موټر زده نه وي او نه یې په سیستم پوهیږي او هغه ټکر وکړي. نو زه له تاسو پوښتنه کوم چې

غلطي د چا ده
د موټر یا د موټروان؟
هغه ځواب ورکړ چې دا خو معلومه خبره ده چې دا غلطي د موټروان ده.
نو ډاکټر ورته وویل اسلام هم یو موټر دۍ چې اوسني مسلمانان یې په چلولو نه پوهیږي ځکه خو دومره په بدبختیو اخته دي نو تاسو د اسلام لپاره یو ښه چلوونکی غواړی نو تاسي بیا محمد ﷺ ته پام وکړی چې هغه څه ډول اسلام

چلاوو
دا چی نن سبا مسلمانان په بدبختیو او جنګونو کې راښکېل دي او ژوند یې له غمونو ډک دی دا ده دوي غلطي ده نه د اسلام که چیرته مسلمانان خپل دین اسلام په سمه توګه زده او وچلوي نو زه ژمنه کوم چی مسلمانان به په دواړو جهانو بریالی او خوشحاله انسانان وي.

که پوره مو لوستی وي نو په کمنټ کې ولیکئ چې ولوستل شو.

23/09/2022


رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
الله تعالٰيﷻ به د قیامت په ورځ دوه ډوله خلکو سره خبري ونکړي، یو هغه څوک چې چا ته څه ورکړي، او بیا پرې احسان کوي، او دویم هغه څوک چې په درواغو او قسم کولو سره خپل سامان خرڅوي.
(رواهُ مسلم ١٠٦)

Address

London
SW1A2

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اسلام دین حق posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share