Itinéraire Site Web Contacter l'entreprise

Mashal Voice دلته، خبرونه، اسلام، ساينس، ټيکنالوژي، ورزش، ويډيوګانې او د ژوند اړوند مطالب خپرېږي!

کارلا بیلتران، د امریکا د ټکساس ایالت د بیګسار زندان کارمنده، د کار له پیل څخه شاوخوا درې میاشتې وروسته له دندې لرې شوه....
25/10/2026

کارلا بیلتران، د امریکا د ټکساس ایالت د بیګسار زندان کارمنده، د کار له پیل څخه شاوخوا درې میاشتې وروسته له دندې لرې شوه. خپاره شوي انځورونه یې په رسمي لباس کې ښيي چې د زنداني ښځو سره د ښیښې شاته عکسونه اخلي؛ په یوه عکس کې یې د لاس سپکاوی کوونکی حرکت هم کړی دی.

د پولیسو ادارې د ازمایښتي دورې په جریان کې د هغې له دندې لرې کېدل تایید کړي او ویلي یې دي چې د عکسونو د اخیستلو او خپرولو څرنګوالی تر څېړنې لاندې دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د هېواد د ځان‌بسیاینې له بهیر څخه د خوښۍ په څرګندولو ویلي، چې افغانستان له کلونو ازموینو،...
25/10/2026

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د هېواد د ځان‌بسیاینې له بهیر څخه د خوښۍ په څرګندولو ویلي، چې افغانستان له کلونو ازموینو، ستونزو او کړاوونو وروسته د ابادۍ او پرمختګ پر لور روان دی.

نوموړي دغه بهیر د الله تعالی نعمت او لورینه بللې او هیله یې څرګنده کړې، چې افغانستان به ورځ تر بلې په بېلابېلو برخو کې لا ډېرې ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.

د راپورونو له مخې، حوثیانو لږه شېبه مخکې د سعودي عربستان د ابها ښار د توغندیز برید هدف ګرځولی دی.د برید د څرنګوالي، احتم...
25/10/2026

د راپورونو له مخې، حوثیانو لږه شېبه مخکې د سعودي عربستان د ابها ښار د توغندیز برید هدف ګرځولی دی.
د برید د څرنګوالي، احتمالي زیانونو او ځاني تلفاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
دا پېښه یو ځل بیا په اسلامي نړۍ کې د شخړو او سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو د دوام په اړه اندېښنې راپاروي او د مسلمانانو ترمنځ د یووالي او همکارۍ اړتیا په ګوته کوي.

د الجزایر یوې مېرمنې، چې «حوریه» نومېږي، خپل اته اولادونه له لاسه ورکړل. وروسته یې مېړه هم وفات شو او بیا په خپله هم د س...
25/10/2026

د الجزایر یوې مېرمنې، چې «حوریه» نومېږي، خپل اته اولادونه له لاسه ورکړل. وروسته یې مېړه هم وفات شو او بیا په خپله هم د سرطان په ناروغۍ اخته شوه، خو هغې خپل ټول غمونه او کړاوونه په یوه ستر انساني کار بدل کړل.
هغې له یتیمانو سره د مینې په رڼا کې ژوند ته دوام ورکړ او د خپل درد د کمولو لپاره یې له یتیمانو او بېوزلو سره مرستې پیل کړې، له همدې امله خلکو ورته د «یتیمانو مور» لقب ورکړ.
هغې یوازې پر دې بسنه ونه کړه، بلکې هر کال د اوړي له رارسېدو سره سم د ځوانانو د ډله‌ییزو ودونو لپاره چمتووالی نیسي او هغوی د خپلو اولادونو په څېر ګڼي.
حوریه د واده د مراسمو ټول لګښتونه او چمتووالی پر غاړه اخلي؛ د ناوې او زوم د خونې له سمبالولو او د مهر له ورکولو نیولې د مېلمنو تر بلنې او د واده د مراسمو تر جوړولو پورې ټول کارونه په خپله کوي.
په دې وروستیو کې د سطیف ښار اوسېدونکو د هغې د دې ښکلو او انسان‌دوستانه کړنو د ستاینې په موخه، په یوو لویو مراسمو کې د هغې درناوی او قدرداني وکړه

د پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر هارون بلور ویلي، له افغانستان سره سوداګري د دوی په لومړیتوبونو کې نه ده او ټینګار یې ک...
25/10/2026

د پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر هارون بلور ویلي، له افغانستان سره سوداګري د دوی په لومړیتوبونو کې نه ده او ټینګار یې کړی، چې لومړی باید افغانستان خپله تګلاره سمه کړي، بیا به د سوداګرۍ په اړه خبرې وشي.
نوموړې ویلي: «له افغانستان سره سوداګري زموږ په لومړیتوب کې نه ده؛ لومړی باید هغوی خپله قبله سمه کړي، بیا به ورسره د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړو.»
د نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او سیاسي اړیکو موضوع د دواړو لورو لپاره له مهمو بحثونو څخه ده.

پښتنې سندرغاړې لیلا خان ویلي، چې سندرې ویل یې د شوق له مخې پیل کړي وو، خو اوس غواړي له سندرو ویلو او ټولنیزو رسنیو څخه ل...
25/10/2026

پښتنې سندرغاړې لیلا خان ویلي، چې سندرې ویل یې د شوق له مخې پیل کړي وو، خو اوس غواړي له سندرو ویلو او ټولنیزو رسنیو څخه لاس واخلي او خپل ژوند ته نوی لوری ورکړي.
نوموړې وايي، غواړي له حیا او عزت څخه ډک ژوند ولري او د الله تعالی رضا ترلاسه کولو ته ځان نږدې کړي.
د لیلا خان دې پرېکړې د هغې د ژوند په اړه د پام وړ بدلون څرګند کړی، چې په وینا یې، موخه یې د یوه باعزته ژوند غوره کول او د الله تعالی لوري ته نږدې کېدل دي.

سارا ادمز ادعا کړې چې د سوریې حکومت په تېرو ۱۸ میاشتو کې ۲۱۰۰ تور بیرغي له بند څخه خوشې کړي دي.د نوموړې په وینا، خوشې شو...
25/10/2026

سارا ادمز ادعا کړې چې د سوریې حکومت په تېرو ۱۸ میاشتو کې ۲۱۰۰ تور بیرغي له بند څخه خوشې کړي دي.
د نوموړې په وینا، خوشې شوي کسان د مهمو غړو په توګه د فعالیت او په سیمه کې د خپلو وړتیاوو د بیا جوړولو ظرفیت لري.
ادمز همداراز ادعا کړې چې په افغانستان کې هم د تور بیرغو شمېر درې برابره زیات شوی دی.

د امریکا د خزانې وزارت پخوانی چارواکی وایي، پر امریکا د اسرائیلو نفوذ ورځ تر بلې زیاتېږي، ان ډونالډ ټرمپ هم نه شي کولای ...
25/10/2026

د امریکا د خزانې وزارت پخوانی چارواکی وایي، پر امریکا د اسرائیلو نفوذ ورځ تر بلې زیاتېږي، ان ډونالډ ټرمپ هم نه شي کولای ځان د دغه نفوذ له اغېزو وژغوري.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په نصیراباد سیمه کې د برېښنا د لېږد یوه ستنه چاودلې ده.د دې پېښې له امله د برېښنا د لېږد په ش...
25/10/2026

د پاکستان د بلوچستان ایالت په نصیراباد سیمه کې د برېښنا د لېږد یوه ستنه چاودلې ده.
د دې پېښې له امله د برېښنا د لېږد په شبکه کې ګډوډي رامنځته شوې او د سند او پنجاب ایالتونو په یو شمېر ښارونو او سیمو کې برېښنا پرې شوې ده.

یوه امریکايۍ مېرمن، اېلي، چې اسلام یې منلی، وایي د مسلمانېدو وروسته یې مور، وروڼه، خویندې، نیکه او نیا نور نه مني او د خ...
25/10/2026

یوه امریکايۍ مېرمن، اېلي، چې اسلام یې منلی، وایي د مسلمانېدو وروسته یې مور، وروڼه، خویندې، نیکه او نیا نور نه مني او د خپلې کورنۍ له لوري له جلا والی سره مخ شوې ده.اېلي وایي، تر ټولو لوی درد یې د پردیو له خوا نه، بلکې د خپلې کورنۍ له چلنده احساس کړی دی. د هغې په وینا، کورنۍ یې د اسلام منلو او د حجاب اغوستو له امله له کورنیو غونډو او مېلمستیاوو څخه محرومه کړې ده.نوموړې ټینګار کوي چې هېڅکله یې پر خپلو خپلوانو د اسلام د منلو هڅه نه ده کړې او نه یې خپل عقاید پر چا تپلي دي. هغې ویلي، ان د کورنۍ د غړو کورونو ته د تګ پر مهال د دین په اړه خبرې هم نه کوي، خو باور لري چې یوازې د حجاب اغوستل د دې لامل شوي چې کورنۍ یې ورسره دا ډول چلند وکړي.اېلي زیاتوي: «زه له خپل حجاب سره مینه لرم او هېڅوک یې له ما نه شي اخیستی، خو دا چې د خپلې کورنۍ له خوا له داسې چلند سره مخ کېږم، راته ډېر دردناک او یوازې کوونکی احساس دی.»

Adresse

Marseille

Notifications

Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque Mashal Voice publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.

Contacter L'entreprise

Envoyer un message à Mashal Voice:

Raccourcis

Partager