ړنګ ماښام

ړنګ ماښام پښتو آدب

د استاد، شاعر او لیکوال پیر محمد کاروان صېب پېژندنهپیر محمد کاروان د نور محمد زوی د خوست ولایت، تڼیو ولسوالۍ اړوند د نری...
30/07/2024

د استاد، شاعر او لیکوال پیر محمد کاروان صېب پېژندنه
پیر محمد کاروان د نور محمد زوی د خوست ولایت، تڼیو ولسوالۍ اړوند د نریزې پۀ کلي کې پۀ(۱۳۳۸) هــ ش کال کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې ذ تڼیو ولسوالۍ اړوند د نریز کلي تر شنۀ چنار لاندې سرته رسولې دي. لۀ اووم ټولګي څخه تر لسم ټولګي پورې یې د خوست پۀ غرښت او تر لسم وروسته یې د خوست لۀ مېخانیکي لېسې څخه پۀ(۱۳۵۶) هــ ش کال کې د د فراغت سند تر لاسه کړ.

کاروان صېب د عصري زده کړو تر څنګ پۀ ماشومتوب کې ځینې دیني کتابونه؛ لکه: خلاصه، منیه، ګلستان سعدي، پنج ګنج، رشیدالبیان او ځینې نور کتابونه لوستې دي. کاروان صېب د همدې مینې لۀ امله چې نوموړی پۀ ماشومتوب کې د دینې زده کړو پۀ خوند پوی شوی و، د نورو لوړو زده کړو شوق یې پۀ دې بدل شو، چې د ژوند د ټولو بوختیاوو سره، سره بیا هم دعوت پوهنتون شرعیاتو پوهنځي کې ځان شامل او لۀ همدې پوهنتون څخه پۀ(۱۳۹۳) هــ ش کال کې فارغ شو. کاروان صېب د پښتو، فارسي تر څنګ پۀ اردو او انګرېزي ژبو هم تر یوې اندازې خپل مشکل حل کولی شي.

دندې
کاروان لۀ مېخانیکي لېسې څخه تر فراغت وروسته د بغلان ولایت د پلخمري پۀ نساجۍ فابریکه کې د فني مامور پۀ توګه رسمي وټاکل شو، بیا د کندهار نساجۍ ته تبدیل شو، نوموړي دا دنده پۀ(۱۳۵۸) هــ ش کال پرېښوده او خپلې سیمې ته راغی، د(۱۳۵۹) نه تر(۱۳۶۹) هــ ش کال پورې لۀ ښکېلاکګرو روسانو سره پۀ جهاد بوخت و.

د(۱۳۶۹) هــ ش کال پۀ وروستیو کې پېشور ته ولاړ، هلته لومړی د ازاد افغانستان د لیکوالو ټولنې غړی او بیا د خپلواکۍ مجلې د کتونکي ډلې غړی، ورپسې د وفا اخبار مرستیال وټاکل شو. لۀ(۱۳۷۳) هــ ش کال راهیسې د بي بي سي راډیو(نوی کور، نوی ژوند) راډیویي ډرامې د لیکوالو پۀ ډله کې تقریبً تر(۱۳۹۵)هــ ش کال تر نهمې میاشتې پورې د یو ښۀ لیکوال پۀ توګه پاتې شړی دی. لۀ نوموړي نېټې را وروسته تر نن پورې پۀ کابل ایکوالېکسېس دفتر کې د ازادۍ راډیو(یو کلی زر غږونه) تر نوم لاندې راډیویي ډرامې ته ډرامې لیکونکی دی، او د دې تر څنګ نوموړی پۀ کابل کې لۀ سپوږمۍ راډیو سره لۀ(۱۳۹۲) هــ ش کال را پۀ دېخوا تر نن پورې، یو دوه ساعته(د سپومۍ کړنګ) تر نوم لاندې ادبي خپرونه پر مخ وړي.

سفرونه

کاروان صېب پۀ(۱۳۶۲) هــ ش کال کې د مور او پلار څخه اېران هېواد ته پۀ خوارۍ او مازدورۍ پسې ولاړ، دۀ ته خپله کورنۍ، مور او پلار ډېر زیات یادېدل، نو پۀ دې وجه لۀ څو میاشتو تېرولو وروسته بېرته خپل ګران هېواد افغانستان ته راستون شو. دی د سفر دغه دوره لۀ یوې خوا لۀ کړاو، خو لۀ بلې خوا لۀ شاعرانه الهامونو ډکه او برخمنه بولي.

ځکه چې نوموړی پۀ اېران کې لۀ نړېوالو هنري اثارو سره اشنا شو، هغه پیسې چې پۀ دې موده کې یې ګټلې وې، یوه اندازه یې پر هنري اثارو ولګولې، دۀ لۀ اېرانه ځان سره زیات شمېر شهکار ادبي کتابونه راوړل.

پۀ(۱۳۸۶) هــ ش کال هند ولاړ، هلته یې د سارک پۀ غونډه کې د یو لیکوال پۀ حیث ګډون وکړ، نوموړی د هند یوه خاطره داسې راته بیانوي: "کله چې د نوي ډهلي پۀ هوایي میدان زموږ طیاره ښکته شوه نو ملګرو مې راته زنګ وکړ، چې هلته یو نفر درته ولاړ دی، ما اخوا دېخوا وکتل، ځینو کسانو سره پۀ کمپیوټر لیکل شوي نومونه ول، هر سړی به د خپل نوم پۀ طرف ورتلۀ، ما هم خپل نوم د یو ډنګر ځوان پۀ لاس کې ولیدۀ، د خپل نوم پۀ لیدو خندا راغله، ځکه چې لۀ لرې داسې ښکارېدۀ، لکه کوم تنبل زدت کوونکي چې لیکلی وي، خو کله چې نېږدې ورغلم، ګورم چې پۀ ډېر هنري خط لیکل شوی دی".

پۀ(۱۳۹۱) هــ ش کال بیا د دویم ځل لپاره د سارک سیمینار تللی دی، دا ځل سیمینار د هندوستان پۀ لکنهو پۀ ښار کې و. د یو مازدیګر د لمانځۀ خاطره یې پۀ یو غزل کې راوړې ده؛ وایي چې د مازدیګر د لمانځۀ لپاره جومات ته روان شوم، نابلد وم، اخوا دېوا به مې چې کتل مندرونه به مې د سرک پر غاړه لېدل، خو جومات به نۀ مالومېدۀ، نېږدې و چې لمونځ رانه قضا شي. دا حالت یې د دې غزل پۀ مطلع کې داسې راوړی دی.

ګــرځم پۀ جــومات پـسې مــندر پۀ مـخه راشي
لمــونځ د قضــا شــوي مازدیـګـر پۀ مخــه راشي

زۀ خـو د موســکا پۀ یوۀ لښـــتي کې هم ډوبېږم
ســــتا د تورو ســـترګو سمـــندر پــۀ مخـه راشي

ټول عمر کـــاروان پښې یبلې ګرځم پۀ اغـزو کې
ګــــوندې د ګـــــلونو پیغمـــبر پـــۀ مخــــه راشي

لوند ګلاب د زړۀ مې وي ساتلی خو چې وچ شي
نـاڅاپـه بلــــبله د سپـــین غـــر پـۀ مخـــه راشي
***

پۀ(۱۳۸۷) هــ ش کال پۀ یو خواږۀ سفر د حج لپاره سعودي عربستان ته تللی، د دې خواږۀ سفر یادونه پۀ لاندې نعتیه شعر کې کوي.
نعت
بخـــتور تر بخـــتور ومه څــــو ورځې
کــلـیوال د پیغمـــبر ومــه څــو ورځې

زمـــا زړۀ یو بې اغـزیه ســور ګــلاب و
زۀ نۀ زخــم نۀ خنــجر ومه څو ورځې

لـــۀ کــوثر او لۀ زم زم ســره پخـلا وم
بــس لۀ تـندې مــرور ومــه څو ورځې

پـــۀ اذان د مدینــې مې زړۀ روښان و
زۀ لۀ ستورو نه هم بر ومه څو ورځې

د دونیــا لــۀ پاچــاهــانو بې پـــروا وم
یو فقــیر او قلـــندر ومــه څـــو ورځې

د خــپل ژونـد پۀ وچــه للـمه روان وم
پـۀ څـپو وم سمــندر ومــه څـو ورځې

ما دوښمن پۀ غشو نه پر ګلاب ویشتو
د خـوږې مینې سـنګر ومـه څو ورځې

لۀ تیــارو نه پۀ کـاروان پسې روان وم
لاروی د ښکـــلي لمــر ومــه څو ورځې
***

پۀ(۱۳۹۲) هــ ش کال کې دوبۍ ته د ځینو ملګرو پۀ غوښتنه تللی دی، پۀ دغه سفر کې خوږې خاطرې یې د ځینو نۀلیدلو ملګرو لیدل وو. پۀ نوموړي سفر کې یې د سمسور ادبي بهیر او ځینو نورو غونډو کې ګډون کړی دی.

تر لسو کالو زیات وخت یې پېښور کې تېر کړی دی، چې هلته د دۀ او ځینو نورو ملګرو پۀ هڅو(افغان ادبي بهیر) رامنځ ته شو.

په درنښت
کاپي

نن د پښتو ژبې صوفي شاعر  امير حمزه خان شينواري بابا، بابای غزل ۳۰م تلین دیبابا له پښتو پرته په اردو ژبه کې هم ښه شاعري ک...
19/02/2024

نن د پښتو ژبې صوفي شاعر امير حمزه خان شينواري بابا، بابای غزل ۳۰م تلین دی
بابا له پښتو پرته په اردو ژبه کې هم ښه شاعري کړې،
حمزه بابا له خام عمر تر ځوانۍ په اردو ژبه شاعري کوله چې بیا یې د خپل پیر په لارښوونه پښتو شاعري شروع کړه۔ او تقریباً ۱۳۰۰ غزلونه یې ولیکل.
د ۳۰ اثارو (د اته پنځوس (٥٨)کتابونو ) ترڅنګ یې د شاعرۍ ۴ ټوکه کلیات ي هم ليکلي۔

ته خو ووایه یو ځل چې حمزه څه شو؟
زما خاورې به هم چغې کړي چې دا یم۔
حمزه بابا

دا څه کوې دا کبر خو دې بیا په اوږو بار دی دا و غورځوه خوري دې دا زهري د دوزخ مار دی لویي الله له ښايي چې جلال دی او جمال...
31/01/2024

دا څه کوې دا کبر خو دې بیا په اوږو بار دی
دا و غورځوه خوري دې دا زهري د دوزخ مار دی

لویي الله له ښايي چې جلال دی او جمال هم
باید چې بندګي وکړي که خاوره که انګار دی

دی حق په کې د هر چا په اخلاص په عاجزیه
نه خدای یوازې ستا دی نه جنت هم ستا د پلار دی

نظر د لویې مینې دی په هره یوه ذره یې
کنه په کایناتو کې بې حده بیروبار دی

دا غرونه غونډۍ بار اوښې دا ژوند اوښبه کوچی دی
لښتی لښتی رڼې اوبه د دې اوښو مهار دی

ازغی دی که نرګس، ګلاب، کارغه دی که بلبله
دي درستې کرشمې د یار سنځله که چنار دی

ازغي یې د ګورګورو دي د زړه په پښو کې تللي
چې چا کړی له تکو تورو سترګو نه انکار دی

که تار در سره پرې کاندي کاروانه ټول جهان هم
مات مه شې چې د مینې له مولا سره دې تار دی

ستر کاروان
۱۰ میزان ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

30/01/2024

مـــــــــونځ اوکړه صــــــــــــــــاحبه يا نشه اوکړه
ژونــــد خـــــــــــــــو مـــامــــــــله ده مامله اوکړه

ښکليه ښکل مې نه کړې او روان شوې ته
خــــــــــــــــــــــدای خبر ما ولې حوصله اوکړه

جــــــــــــــانه!!!! بس يو ته راته را پاتې شوې
نـــــــــــوره خـــــــو مې هر څه نه توبه اوکړه

ورځ وه زه له ځـــــــانه پټ په ځان کښې شوم
شپـه چې شوه هم دلته کښې مې شپه اوکړه

دومــــــــــــــــــره څــــــــوک درزيږي ځنــــــــــاوره لا
زړۀ تـــــــــــه مـې په زړۀ زړۀ کښې غصه اوکړه

ته هــــــــــــم يې بې وســــــــــــه تا ښېرې اوکړې
زۀ هــــــــــــــم يم بې وســــــــــــــــــه ما ټپه اوکړه

څـــــــــــــه خو شته مــــــــــــمتازه د يو چا په سر
مــــــــــــا د هـــــــــــــــــــــر سړي سره لانجه اوکړه

ممتاز اورکزی

24/01/2024

مـــــــــونځ اوکړه صــــــــــــــــاحبه يا نشه اوکړه
ژونــــد خـــــــــــــــو مـــامــــــــله ده مامله اوکړه

ښکليه ښکل مې نه کړې او روان شوې ته
خــــــــــــــــــــــدای خبر ما ولې حوصله اوکړه

جــــــــــــــانه!!!! بس يو ته راته را پاتې شوې
نـــــــــــوره خـــــــو مې هر څه نه توبه اوکړه

ورځ وه زه له ځـــــــانه پټ په ځان کښې شوم
شپـه چې شوه هم دلته کښې مې شپه اوکړه

دومــــــــــــــــــره څــــــــوک درزيږي ځنــــــــــاوره لا
زړۀ تـــــــــــه مـې په زړۀ زړۀ کښې غصه اوکړه

ته هــــــــــــم يې بې وســــــــــــه تا ښېرې اوکړې
زۀ هــــــــــــــم يم بې وســــــــــــــــــه ما ټپه اوکړه

څـــــــــــــه خو شته مــــــــــــمتازه د يو چا په سر
مــــــــــــا د هـــــــــــــــــــــر سړي سره لانجه اوکړه

اورکزی

22/12/2023

غزل
وډار شم چې خدای دې رانه وانخلي بې وخته
ما لیدلې نه ده له بیلتونه بله سخته

ما یې په تیاره کې له ګوتمې نه ورک غمی کړې
شمع یې په لاس راپسې وګرځوه بخته!

ګل د محبت دې په قدم پسې راشین شه
موږ غوندې خوران درپسې وغورځه له تخته

واړوه د تریخ نظر وروستي څاڅکي په جام کې
وګنډه جامې د ساقیتوب له سپینه رخته

نه یې کتل هیڅ زما ګریوان ته د خدای روی ته
ومې کتل ډېر د یو ګلاب په شانې مخ ته

وار دې وکړي، ټولې کاسې ډکې ـ ډکې رسي
نه دې ځي سعید د بې صبرانو مخته مخته
نورولي سعید شینواری

18/05/2023

- له بدله بامه ورو بولې بدلې
شاه بلبلې! حق دی بلې بلې بلې

اچولي دې قلفونه په خولگۍ دي
گلدوزي دې د ارې لمنو ژۍ دي
ما وېل خال بویه د خال په حسابونه
تا په گرده زنه پاش لکه د مۍ دي

راته کېږده بالښتونه د څنگلې
شاه بلبلې! بوی دې خېژي د سنځلې

ځې په جگو څانگو هیلې دې کمکۍ دي
اړولي دې سایې ته د سپوږمۍ دي
ډوب دې وړی یمه - بله معجزه یې!
ستا مثال نه سیارې دي - نه نړۍ دي

څوک دې وسول په چا نوې لمبې بلې
شاه بلبلې! رنځوران دې ډلې ډلې

مرادونه مې په پورې دوراهۍ دي
همېشه مې ستا په لارو کې سلگۍ دي
کال په کال دې د وعدې کلیزه شمارم
درپسې مې کال په کال شوې ژبۍ دي

ستا دیوال ته مې سلگۍ وې غلې غلې
شاه بلبلې! چې په بام مې را بللې

وازې کړې دې د تنگ گرېوان تڼۍ دي
ستا د وږم شمالونه په بلۍ دي
په دلۍ څڼو دې نیم نه یمه پاتې
نیمې خلاصې - نیمې نیمې دې کوڅۍ دي

یو غېږ زلفې دې په مټ دي تلې ولې
شاه بلبلې! زانگي دلې او بدلې..!

- بشیر باران

09/05/2023

چېرته یې؟ ما لمس کړه چې مسره مسره سرود شمه
چېرته یې؟ را وگرځه - چې سترگو ته دې دود شمه

بیا راشه - ما یو موټی لونگ کړه او را وگوره
‏‎بیا راشه - مړوند ته مې در ړنگ کړه او را وگوره‏‎
چېرته یې؟ له هر موسمه ستړی یمه - بیا راشه
چېرته یې؟ څه ډوبو څپو وړی یمه - بیا راشه

چېرته یې؟ چې غاړو ته دې نذر د درود شمه
چېرته یې؟ را وگرځه - چې سترگو ته دې دود شمه

‏‎وینې مې؟ له هر زیارت مې سترگې اړولې دي
وینې مې؟ لمنې مې په سوال در غوړولې دي
‏‎چېرته یې؟ په هر نظم سلگۍ کومه - وینې مې؟
چېرته یې؟ ماتم په دوراهۍ کومه - وینې مې؟

چېرته یې؟ تمام په تا لوخړه شم - نابود شمه
چېرته یې؟ را وگرځه - چې سترگو ته دې دود شمه

- بشیر باران

20/04/2023

دا دی بل اختر هم راغی او تیریږي
زه ولاړ یمه همغې دروازې ته
زنگ وهلی زنځیر ورو ورو شرنگومه
تا سفر کړی دی بلې سیارې ته

دا دی بل اختر هم راغی او تیرېږي
زنگنونه مې جوړه، زه پکې قات یم
بیماري مې په رگونو کې نشه ده
مرگ په سوال غواړمه دا رقم ته مات یم

دا دی بل اختر هم راغی او تیریږي
ته مې هغسې په زړه یې لکه وې چې
نه بدل شومه، نه تا منگولې راکړې
په خیالي دشته اوبه یې لکه وې چې

دا دی بل اختر هم راغی او تیریږي
ماشومانو سره مُسک شم له ناکامه
په تمثیل د څو ملگرو زړونه ساتم
د ماتم رنگونه پاشمه له بامه

دا دی بل اختر هم راغی او تیریږي
بس د څو خوږو یارانو ځای خالي دی
ځم چې ښکل یې کړم د خاورو له امباره
په لحد یې د گلانو ځای خالي دی

دا دی بل اختر هم راغی او تیریږي
دا دی ناڅم ستا د ‌‌‌‌‌‌ډمو غمو ورا ته
دا دی کومه ده چې غږ مې در رسیږي
دا دی دا نظم مې هم لیکم هوا ته

- بشیر باران
Ataullah Shaheen

02/02/2023

غزل
نه پښې ورځي پرې او نه زړه پرې که دې پام وي
ځينو سره بیا بیا مخ کېدل څه لوی ناکام وي

عشق خو څه د ځمکې پر کرې را ګرځېدل نه دي
ستا له سترګو پیل و او هلته به تمام وي

تش هغوی په عشق د تبصرې کولو حق لري
خوب که یو چا کړی، رڼو ستورو ته پر بام وي

ذهن کې دې ګټه او تاوان بویه چې دواړه وي
ژوند لکه بازار غوندې دی، دې کې یې دوام وي

ځينې رابطې وي لکه شګې په بوټو کې
درد يې درته نه رسي خو زړه دې نا ارام وي

ته متفاوت اوسه #هميمه، خلک څه کوې
کله کله خوند کوي یو څوک چې لږ بدنام وي
#حفیظ #هميم #شاعري #نظم #پښتو

31/12/2022

غزل
زه نور ژوندی نه یم د ژوند ټکی پروا نه راځي
زه وژل شوی یم په ما کې بېرته ساه نه راځي

دا نو څه ژوند شو دا اوس څه روان دي یه خالقه؟؟!
کله مې دومره زړه را ډک شي چې ژړا نه راځي

ما خو تر اوسه د میږي زړه ازار کړی ندی
لالی مې غیږې ته په کومه وجه بیا نه راځي؟

وخت په یو داسې بې مثاله تریخ داستان بدل کړم
سیوري هم وشاړلم هیڅوک مې تر خوا نه راځي

نن هغه سترګې لټومه چې خراب یم پسې
نن هغو خلکو پسې وځم چې تر ما نه راځي

لوږه، غربت او عیاشي څه عجیبه مساوات؟!
ربه! کاپر دې شم که ماته به خندا نه راځي

زه هره تېره شیبه نوې تجربه بولمه
بهاره! ولې به مې ذهن ته رڼا نه راځي

ساجد بهار/ هیوسټن،ټکساس
31/12/2022

Adresse

Speyer

Webseite

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von ړنګ ماښام erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Service Kontaktieren

Nachricht an ړنګ ماښام senden:

Teilen

Kategorie