Qismat Hassand

Qismat Hassand Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Qismat Hassand, Game Publisher, 天津, Tianjin.

18/01/2024
04/08/2020

‏چې حیا یې سترګې منع له شوخۍ کا
ته به وایې غزاله د خطا قید وي

کاظم خان شیدا

20/07/2020

د خوښ ژوند کولو اوه غوره لارې چې بايد په پام کې ونيول شي:
۱- له تېر يا ماضي سره سوله يا روغه وکړئ، دا ځکه چې اينده مو تر پوښتنو لاندې رانشي.
۲- هر ډول چې نوره خلک ستاسو په اړه فکر کوي دا ستاسو کار نه دی چې پرې وځورېږئ.
۳- يواځينی کس چې ستاسو د خوشحالۍ مسوليت لري هغه ته پخپله يې.
۴- هيڅکله خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوئ ځکه چې پرتله کول د خوشحاليو غل دی.
۵- وخت هر څه رغوي نو هر څه ته وخت ورکړئ او صبر وکړئ.
۶- له حده زيات فکر کولو څخه ډډه وکړئ، دا درسته ده چې په ټولو ځوابونه باندې نه پوهیږئ.
۷- وخانده، په نړۍ کې د ټولو ستونزو مالک ته نه يې چې بايد سمبول يې کړې.
#ژباړه
جمال ناصر جلال

نامتو امریکایي سندرغاړي مارېلاین مونرو اینسټاین ته په یوه لیک کې لیکلي وه: “داسي وګڼه چي ما او تا واده وکړ، څه یو حال به...
15/07/2020

نامتو امریکایي سندرغاړي مارېلاین مونرو اینسټاین ته په یوه لیک کې لیکلي وه:
“داسي وګڼه چي ما او تا واده وکړ، څه یو حال به وي، چي په اولاد کي مې ښایست زما او دماغ ستا وي.”
اینسټاین یې په ځواب کي لیکلي وه:
“له نېکي پېرزویني مو یوه نړۍ مننه.
خو دا یوازې د سیکې یو مخ دی.
عجبه به دا وي، چي عقل یې تاته او ښایست یې ماته شوی وي؛ په هغه صورت کې به نه د دین وو، نه د سادین.”😊
Mirwais Ghorzang

10/07/2020

هغه چې باورونه يې مات نه کړل او سودا يې ونه کړه.

Mirwais Stanikzai

03/06/2020

له قرنطین وروسته کرکټ😜

وطن ښکلی دی✌
28/05/2020

وطن ښکلی دی✌

د سرسایی یو څو ضروري مسائل..!!! راټولوونکی : م . مسوال: په سرسایه کي د کوم ځای قیمت معتبر دی؟جواب: په کوم ځای کي چي سرسا...
16/05/2020

د سرسایی یو څو ضروري مسائل..!!!
راټولوونکی : م . م
سوال: په سرسایه کي د کوم ځای قیمت معتبر دی؟
جواب: په کوم ځای کي چي سرسایه اداء کوي د هغه ځای قیمت معتبر دی.

سوال: په کومه اندازه چي سړی مال وه نلري سرسایه اخستلای سي؟
جواب: کوم کسان چي په خپل ملکیت کي هیڅ ونلري او یا خو تر نصاب کم شی ولري نو په شرعي اصطلاح کي هغه ته فقیر او مسکین ویل کیږي او د زکوة او سرسایی مستحق دی او بیله عوضه به سرسایه ورکوي.

سوال: سرسایه په خپلوانو کي کومو کسانو ته ورکول کیدای سي؟
جواب: سرسایه نه و خپلو اصولو ته ورکول کیدلای سي لکه پلار، نیکه، مور، انا او نور او نه خپلو فروعو ته ورکول کیدلای سي لکه زوی، لور، لمسی او نور او نه يی خاوند و خپلي ښځي ته او نه یی ښځه و خپل خاوند ته ورکولای سي.

سوال: کوچنی (نابالغ) ته سرسایه ورکول صحیح کیږي؟
جواب: مثلاً که د یو نابنا سړي دومره کوچنی زامن وي چي په راکړه ورکړه نه پوهیږي نو هغوی ته سرسایه نسي ورکول کیدلای بلکه د هغو سرپرست ته به یی ورکوي او که هغوی پوهیدل نو بیا خپله و هغوی ته ورکول کیدلای سي.

سوال: د اختر تر ورځي مخکي سرسایه ورکول کیدای سي که یا؟
جواب: که یو څوک سرسایه د اختر تر مخه یا وروسته اداء کړي نو صحیح ده خو مستحب دا دی چي د سهار د لمانځه وروسته او د اختر د لمانځه ترمخه ادا سي.

سوال: سرسایه پر کوم چا واجب ده؟
جواب: سرسایه پر هر هغه چا چي اوه نیمي تولی سره زر یا دوپنځوس نیمي تولی سپین زر یا تر حوایٔجو اصلیه ؤ زیات سامان ولري واجب ده که څه هم هغه سامان تجارتي وي.

سوال: کوم چا چي روژه نه وي نیولي پر هغه باندي سرسایه سته که یا؟
جواب: کوم چا چي روژی نه وي نیولی پر هغه هم سرسایه واجب ده.

سوال: سرسایه څه وخت واجب ده؟
جواب: د سرسايی د واجب کیدو وخت د اختر په ورځ د سپیدو د راختلو وخت دی مګر د سرسايی د ادا کولو وخت ټول عمر دی.

سوال: که د خپل بالغ اولاد د طرفه څخه بیله اجازی سرسایه ورکړي صحت لري؟
جواب: که پلار د خپل اولاد له طرفه چي بالغان وي سرسایه ادا کوي نو د هغوی اجازه به وي مګر دا چي سرسایه په لږ او معلوم مقدار کي ده نو ځکه عادتاً د هغویٔ اجازه وي نو استحساناً دا کار روا دیٔ.

سوال: ایا سرسایه ټوله یوه نفر ته که یا جلا جلا کسانو ته ورکول جایٔز ده؟
جواب: د یوه نفر سرسایه و ډیرو مسکینانو ته ورتقسیمول یا د ډیرو نفرو سرسایه و یوه مسکین ته ورکول روا ده.

سوال: د مسجد امام ته سرسایه ورکول جایٔز ده؟
جواب: که د مسجد امام د نصاب خاوند وي نو د امامت په عوض کي سرسایه ورکول جواز نه لري او که صاحب نصاب نه وي بیا جواز لري البته په اجرت کي ورکول جواز نلري.

سوال: قرض د سرسايی په عوض کي ور معاف کیدای سي؟
جواب: که د یو چا پر بل چا قرض وي نو دغه قرض په سرسایه کي نسي ورمعافولای ځکه چي سرسایه واجب ده او تملیک پکښي شرط دیٔ.

سوال: مسکین ورور یا خور ته سرسایه ورکول جایٔز ده؟
جواب: دا چي ورور او خور په اصولو او فروعو کي ندي نو ټوله صدقات که زکاة وي او که سرسایه او که د روژي فدیه وي ورکول کیدلای سي.

سوال: سرسایه د خپل ښار او کلي څخه بل ښار او کلي ته استول جایٔز دي؟
جواب: لکه څرنګه چي زکات بیله ضرورته و بل ښار ته وړل مکروه دي دغه ډول د سرسایی وړل هم مکروه دي البته که د بل ښار خلګ حاجتمند وه بیا پروا نه لري.

سوال: که د چا مال هلاک سي بیا هم سرسایه واجب ده؟
جواب: سرسایه که څه هم مال هلاک سي بیا هم واجبه ده ځکه د سرسایي تعلق د انسان سره دیٔ نه د مال سره.

سوال: سرسایه د کومو شیانو څخه ورکول کیدای سي؟
جواب: سرسایه د څلورو شیانو څخه ورکول کيدلای سي: غنم، اوربشي، خورما او وڅکي.

سوال: په کومه اندازه سرسایه ورکول کیږي؟
جواب: سرسایه به نیمه پیمانه غنم او یا به یوه پیمانه اوربشي وي او یا به یوه پیمانه خورما وي مګر په اوس کي احتیاط دا دیٔ چي د هغه قیمت ورکړل سي.

سوال: پر اولادونو باندي د مور ا پلار سرسایه واجب ده؟
جواب: پر بالغ اولادو باندي د پلار او مور سرسایه ورکول لازم نه ده که څه هم دغه بالغ اولادونه مور او پلار ته نفقه ورکوي.

سوال: د نصاب مالک به د کوچني اولاد سرسایه ورکوي؟
جواب: که څوک دومره مال ولري چي نصاب ته رسیږي یا زیات وي نو د خپل ځان د طرفه او د کوچني اولاد له طرفه څخه سرسایه ورکول واجب ده البته که کوچنی اولاد خپل مال درلودیٔ بیا به یی د اولاد د مال څخه سرسایه ادا کوي.

سوال: د خپلي کوروالا د طرفه سرسایه ادا کول جایٔز دیٔ؟
جواب: پر خاوند باندي د ښځي له طرفه څخه سرسایه ادا کول لازمي نه ده البته که چیري خاوند ددی د طرفه څخه سرسایه ادا کړي جایٔز ده که څه هم د ښځي بیله اجازی ادا کړي.

سوال: پر مشر ورور باندي د کوچني ورور او خور سرسایه واجب ده که یا؟
جواب: پر مشر ورور باندي د کوچني ورور او خور سرسایه نه ده واجب که څه هم د غه ورور او خور مشر یی ساتي.

ددی مسائلو د حوالو لپاره د لاندي کتاب ۱۸۶ صفحه کتلای سی:

ماخذ: د روژی فضائل او احکام، مؤلف: مولوي محمد مجاهد

د اعتکاف فضیلت (ښېګڼه) او تعريف (پېژندنه)په شريکولو کي يې ځنډ مه کوئ!اعتکاف لغتا يو ځاى کې پاتې کيدلو ته وايېاو په اصطلا...
13/05/2020

د اعتکاف فضیلت (ښېګڼه) او تعريف (پېژندنه)

په شريکولو کي يې ځنډ مه کوئ!

اعتکاف لغتا يو ځاى کې پاتې کيدلو ته وايې

او په اصطلاح د شريعت کي پاتې کيدلو ته وايي په مسجد د نارینه لپاره ) يا کور کې (د ښځې لپاره ) سره له نية د اعتکاف او عبادت په داسې حال كې چې روژه به يې هم وي.
اعتکاف د رمضان د مياشتي په اخيري لسو شپو کي سنة مٶکد کفايي ده ځيني خلګ چې يې ادا کړې له نورو چي کفایت (بسنه) کيږي.

اعتکاف رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) د روژې د مياشتې په اخیرو لسو شپو کي هميشه اعتکاف کول تر څو چي يې له دنيا څخه سترګې پټولي. عائشې (رضى الله عنها) څخه روايت دی:
عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَعْتَكِفُ الْعَشْرَ الأَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ، ثُمَّ اعْتَكَفَ أَزْوَاجُهُ مِنْ بَعْدِهِ.

ژباړه: رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) به تل د روژې اخیرو لسو شپو کې اعتکاف کول تر څو، چې وفات کېدل، بیا وروسته د هغه صلی الله علیه وسلم بيبيانو (مېرمنو) دغو شپو کې اعتکاف کول.
صحيح البــخاري باب الاِعْتِكَافِ فِي الْعَشْرِ الأَوَاخِرِ.
که مو لوستې وي، د الله تعالی يو نوم په کمینټ کي وليکئ!
مفتي نقيب احمد

Address

天津
Tianjin
300000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Qismat Hassand posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Establishment

Send a message to Qismat Hassand:

Share

Category