05/02/2025
Part 14| Navol (Love)
عاشقیو ناول
ټول د عملیات اطاق ته ور دننه سوه نو ویلیدل چی
رخسار خپل روح حق ته سپارلی وه،
ځینی بی پوښتنی راسی زموږ زړونه خپل کی موږ ته
د ژوند کولو سبب سی خو یوه ورځ بی پوښتنی ولاړ
سی او د تل لپاره مو یوازی پریږدی او زړونه مو
زخمی کی داسی زخمی چی بیا هیڅ دارو درمل تاثیر
نه پر کوی ته پوهیږی رخسار لومړنی مینه چی د چا
سره سی هغه هیڅکله نه هیریږی که د دنیا ټولی
خوشحالی او نعمتونه هم درکړل سی خو بیا هم نه
هیریږی ته زما لومړنی او اخیری مینه یی بیله تا خو
زه ژوندی یم خو د ژوند کولو نه یم د مړ جسد او زما
هیڅ فرق نسته رخسار ته می ډیره یادیږی ایا زه ستا
همدومره یادیږم؟
رخسار+................. :
نه راته وایی ایا د خاوند څخه دی خوابدي یی؟
رخسار+.................. :
ایا زما سره خبری نه کوی ښه خیر زه به یو ټوکه درته
ووایم که دی خوښه سول نو معافوی به می که نه نو
بیا به په یو بله طریقه ځان ستا د خوابدتیا څخه خلاص
کم نو ورته غوږ سه: دوه ملګري پر لار روان وه چی
د غوا خوشایی یی ولیدل دا یوه ملګری دا بل ته وویل
چی دا به چشی وی هغه بل ورته وویل چی نه پوهیږم
چی چشی به وی دا بل ملګری یی وویل چی ته وده زه
به یی خوند وګورم کله چی یی خوند وکتی نو ویویل
اوووی دا خو د غوا خوشایی دی ښه دی چی نه یو
پکښی ختلی هههههههه ټوکه دی خوښه سول رخسار؟
رخسار+................. :
نسوه دی خوښه؟ ښه خیر زه به یو څو بیتونه درته
ووایم چی ستا لپاره می جوړ کړیدی،
دغه ژوند دی چی د یار په څنګ کی اوسی
بیله یاره کل جهان په چا زندان سی
خدای دی نکړی څوک له یاره نه جدا
سپین سهار به ورته ښکاری تور ماښام
ما د یار پر څنګ ژوند د ملنګی خوښوی
بیله یاره شتمنی د جهان څه کړم
که یار می ولاړی تور لحد ته له ما لیری
ربه ماته هم نصیب کړی لحدونه
د چا چی نوم زما بارک پر زړه لیکلی
نه به پاک سی نه به هیر سی او نه لیری
پای