22/01/2020
د استقلال څلورمې جبهې اتل غازي میرزمان خان په نامه علمي سیمینار او څلور لاری جوړ شو
د هېواد د خپلواکۍ بیرته ګټلو سرلاري غازي امان الله خان همسنګري او د څلورمې جبهي قومندان غازي میرزمان خان په نامه په کونړ کې د علمي سیمینار دایرولو ترڅنګ لوی څلور لاری جوړشو چې نن یک شنبه د لیندۍ په ۱۷ مه د کونړ والي ،ولایتي شورا رئیس،قومي مشرانو او د لوی خان د کورنۍ غړو له خوا پرانیستل شو
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي خوښ دی چې نن دخپلواکۍ د یوې هېرې جبهې دیو یاد سرلاري سپاهي غازي میرزمان خان په نوم دغه څلور لاری پرانیزي
د کونړ والي وویل دې هېواد ته چې هر نیواکګر راغلی ځوړند غوږونه تښتېدلی دی خو وروستۍ شړنه چې په ۱۹۱۹ کې د ننګیالي غازي امان الله خان په مشرۍ او مېړانه او دده د مېړنیو همسګرو په ایماندارۍ وشوه ډیره د ویاړ وړ ده .
د غازي میرزمان خان لمسی خالد خان زماني وایي د غازي میرزمان خان په نوم دغه څلی د ولایتي ادارې په همکارۍ د زماني فاونډیشن له لوري د شاو خوا ۴۵ زره امریکايې ډالرو په لګښت رغول شوی او هڅه یې داده چې د هغه په نوم د خیر ښې ګڼې نورکارونه هم وکړي.
وروسته د کونړ والي،قومي مخورو او فرهنګیانو په هغه سیمینار کې هم ګډون وکړ چې دلوی خان کورنۍ له لوري د نوموړي په ياد جوړ شوی و
په سیمینار کې د چارواکو ویناوو ترڅنګ د پوهنتون استادانو او فرهنګیانو له لوري د غازي میرزمان د ژوند او مبارزو په اړه خپلې لیکلي مقالي ګډونوالو ته ولوستلې.
فرهنګیان وايې،غازي میرزمان خان،د انګریزانو خلاف په ډیرو جګړو کې ونډه اخیستې او یو زړور رهبر او سپاهي و.
د غازي میرزمان خان په نوم جوړ شوي څلور لاري کې د ډیرو هغو اشخاو نومونه هم د غازیانو په کتار کې لیکل شوي،چې د غازي میرزمان خان سره يې سنګر ساته.
; @ Nowabad, Konar, Afghanistan