Milli Mehwar Book Club

Milli Mehwar Book Club د ملي محور بوک کلب/ بوک کلب محور ملی

بوک کلب محور ملی یک‌سال در خدمت کتاب و داناییدر فضای مجازی، ما بستری ساختیم برای خواندن آموختن و اندیشیدناز کتاب‌های رای...
23/04/2025

بوک کلب محور ملی
یک‌سال در خدمت کتاب و دانایی
در فضای مجازی، ما بستری ساختیم برای خواندن آموختن و اندیشیدن
از کتاب‌های رایگان تا گفتگوهای پُر بار همه برای یک هدف ترویج فرهنگ مطالعه در افغانستان
در روز جهانی کتاب با افتخار می‌گوییم
ما با کتاب برای مردم ادامه می‌دهیم

📚  د ملي محور بوک‌کب پیغامپه کتاب لوست او فرهنګ کې یو کلن خدمتملي محور بوک‌کلپ له یو کال راهیسې دوه واټساپ ګروپونه فعال ...
23/04/2025

📚
د ملي محور بوک‌کب پیغام
په کتاب لوست او فرهنګ کې یو کلن خدمت

ملي محور بوک‌کلپ له یو کال راهیسې دوه واټساپ ګروپونه فعال کړي، چې د وړیا کتابونو شریکول مطالعې ته هڅونه او فکري بحثونه پکې ترسره کېږي.

📖 په دې موده کې زرګونه کتابونه خلکو ته رسېدلي د لوست مینه پیاوړې شوې او د مطالعې فرهنګ ژوندی شوی دی.

راځئ چې د کتاب له لارې، رڼا خپره کړو.
۲۳ اپرېل د کتاب نړیواله ورځ
ملي محور بوک‌ کلب

📚  د کتاب نړیواله ورځ۲۳ اپرېل  کتاب د پوهې رڼا د فکر وزرونه!په داسې نړۍ کې چې د معلوماتو سیلاب روان دی کتاب لا هم زموږ د...
23/04/2025

📚
د کتاب نړیواله ورځ
۲۳ اپرېل

کتاب د پوهې رڼا د فکر وزرونه!

په داسې نړۍ کې چې د معلوماتو سیلاب روان دی کتاب لا هم زموږ د ذهن، وجدان او انسانیت تر ټولو وفاداره ملګری پاتې دی

ملي محور بوک‌کلب د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت له ټولو درنو افغانانو څخه غوښتنه کوي

د کتاب سره مینه خپره کړئ
خپلو ماشومانو ته د لوست عادت وروزئ
د فکر او پوهې سفر ته د کتاب له لارې دوام ورکړئ

راځئ چې دا ورځ د پوهې فرهنګ او لوست جشن وګرځوو!
۲۳ اپرېل
افغانستان
ملي محور بوک‌کلب

افسانه کاریزماآیا می‌خواهید کاریزماتیک باشید؟ شاید این خواسته‌ی هر انسان باشد؛ از رهبران تا افراد عادی، همه دوست دارند ت...
22/01/2025

افسانه کاریزما

آیا می‌خواهید کاریزماتیک باشید؟ شاید این خواسته‌ی هر انسان باشد؛ از رهبران تا افراد عادی، همه دوست دارند تأثیرگذار و جذاب به نظر برسند. کتاب افسانه کاریزما نوشته‌ی اولیویا فاکس کابان دقیقاً به شما کمک می‌کند که این مهارت را به دست آورید. من ترجمه‌ی سمیرا بیات از این اثر را مطالعه کردم که شامل ۱۳ فصل و بخش‌های مفید مانند: نتیجه‌گیری، خلاصه‌ی فصل‌ها، تمرین‌های کاریزما و معرفی نویسنده است.

این کتاب در ۲۷۲ صفحه گردآوری شده و در مقدمه به تعریف کاریزما می‌پردازد:
"کاریزما باعث می‌شود مردم شما را دوست داشته باشند، به شما اعتماد کنند و از شما الهام بگیرند. این ویژگی می‌تواند تعیین کند که آیا شما یک رهبر مؤثر هستید، نظراتتان پذیرفته می‌شوند و برنامه‌هایتان اجرا می‌گردند. کاریزما نیرویی است که باعث می‌شود دیگران خودخواسته از شما پیروی کنند."

اهمیت کاریزما در زندگی شخصی و حرفه‌ای
کاریزما نه تنها در مسائل شخصی، بلکه در عرصه‌های تجاری نیز نقش کلیدی دارد. این ویژگی به شما کمک می‌کند در شغل خود پیشرفت کنید، فرصت‌های جدید را به دست آورید و روابط قوی‌تری بسازید. حتی یک فروشنده‌ی کاریزماتیک می‌تواند پنج برابر بیشتر از همکاران خود فروش داشته باشد. بنابراین، کاریزما صرفاً به رهبران محدود نمی‌شود و هر کسی در هر موقعیتی می‌تواند آن را کسب کند.

نویسنده با مثال‌های جذاب از شخصیت‌های مشهور، مفاهیم کتاب را ملموس‌تر کرده است. جالب‌تر اینکه تمرین‌هایی که در این کتاب آورده شده، دقیقاً همان‌هایی هستند که اساتید برجسته‌ی رهبری از آن استفاده می‌کنند. این کتاب برای هر فصل خلاصه‌ای ارائه می‌دهد و نکات عملی و کاربردی دارد که خواننده را به سرعت با مفاهیم کلیدی آشنا می‌کند.

نکاتی الهام‌بخش از کتاب:

"انجام یک کار به اندازه‌ی زمان که برای آن در نظر می‌گیریم، طول می‌کشد."

"عصبانی شدن مثل نوشیدن سم است؛ در حالی که انتظار داریم دیگری به خاطر آن بمیرد."

"همه‌ی ما خواهان قدردانی صادقانه هستیم؛ این نیازی همیشگی است و کسی که بتواند آن را برآورده کند، افراد را در اختیار خود می‌گیرد."

کتاب افسانه کاریزما راهنمایی کاربردی است که نه تنها مفاهیم علمی کاریزما را توضیح می‌دهد، بلکه ابزارهای عملی را نیز در اختیار خواننده قرار می‌دهد تا به بهترین نسخه‌ی خود تبدیل شود.

✍️ ع. همت

#د‌کتاب‌له‌پاڼو ۳۱

د ملي محور بوک کلب (٩) د اور وزرې! د هند د اټومي ځواک بنسټګر، ساینسپوه او پخوانی ولسمشر ډاکټر عبدالکلام اثر او د پیاوړي ...
19/01/2025

د ملي محور بوک کلب (٩)
د اور وزرې!

د هند د اټومي ځواک بنسټګر، ساینسپوه او پخوانی ولسمشر ډاکټر عبدالکلام اثر او د پیاوړي لیکوال او ژباړن ښاغلي لعل الدین "عاطف" ژباړه.

د بوک کلب د دې اونۍ غونډه مو د ښاغلي لعل الدین "عاطف" له لوري ژباړل شوي اثر (د اور وزرې) کتاب ته ځانګړې کړې ده.

په دې غونډه کې به تکړه لیکوال او ژباړن ښاغلی لعل الدین " عاطف " د خپل ژباړل شوي اثر په اړه مهم او په زړه پورې ټکي وړاندې کړي او ورپسې به د ګډونوالو پوښتنو او نظرونو ته وخت ورکړل شي.
هیله ده دې مهمه غونډه کې برخه واخلئ او نورو دوستانو ته مو هم بلنه ورکړئ!

درنښت!

( د ملي محور بوک کلب)

د پروګرام لېنک:
https://meet.google.com/pwm-dmve-pcg
وخت:
یکشنبه، د جدي٣٠ مه ( د جنوري 19 مه)
افغانستان: د شپې 8:00 بجې
مرکزي اروپا: مازیګر 16:30 بجې
شرقي امریکا: د سهار 10:30 بجې

د ملي محور بوک کلب وټساپ ګروپ:
https://chat.whatsapp.com/EfE1GALTUNo7NU3Ba9cwyd

د ملي محور بوک کلب فیسبوک پاڼه
https://www.facebook.com/profile.php?id=61556808232819&mibextid=ZbWKwL

بوک کلب محور ملی (٩) "د اور وزری" اثر داکتر عبدالکلام بنیان‌گزار قدرت اتمی، ساینس‌دان و رئیس جمهور پیشین هند. ترجمه: نوی...
19/01/2025

بوک کلب محور ملی (٩)

"د اور وزری"

اثر داکتر عبدالکلام بنیان‌گزار قدرت اتمی، ساینس‌دان و رئیس جمهور پیشین هند.
ترجمه: نویسنده و مترجم توانای کشور محترم لعل‌الدین "عاطف"

برنامه بوک کلب محور ملی این هفته به معرفی کتاب (د اور وزری) مختص شده است.

در این برنامه مترجم کتاب، نویسنده توانای کشور محترم لعل‌الدین "عاطف" فشرده و نکات مهم کتاب را ارائه می کند و سپس موقع سوال و اظهار نظر به اشتراک کننده‌گان داده میشود.
امید است در این برنامه مهم اشتراک کنید و سایر دوستان‌ را نیز دعوت نمائید!

لینک برنامه:
https://meet.google.com/pwm-dmve-pcg
زمان:
یک‌شنبه، ٣٠ جدی (19 جنوری)
افغانستان: 8:00 شام
اروپای مرکزی: 16:30 عصر
امریکای شرقی: 10:30 قبل از ظهر

بااحترام
بوک کلب محور ملی
https://chat.whatsapp.com/EfE1GALTUNo7NU3Ba9cwyd

فیسبوک https://www.facebook.com/profile.php?id=61556808232819&mibextid=ZbWKwL

د سره بیرغ زوال د ښاغلي اجمل اټک یوسفزي تاریخي څیړنه ده. لیکوالي هغه مسولیت دی چې د ویښ وجدان خلک په خپله خوښه دا لوی مس...
01/01/2025

د سره بیرغ زوال
د ښاغلي اجمل اټک یوسفزي تاریخي څیړنه ده. لیکوالي هغه مسولیت دی چې د ویښ وجدان خلک په خپله خوښه دا لوی مسولیت پر خپلو اوږو اخلي ؛ ځکه د قلم له لارې په بدلون باور لری. د لیکوالانو د قلم برکت تاسې په نننۍ اروپا کې کتلای شئ. لکه: د ویکتور هوګو د قلم له برکته په اروپا کې اعدام منع شو. د مونتیسکیو د قلم له زوره هر هېواد دا کوښښ کوي چی خپل هېواد قانون‌مند کړي. د سزابکارا د قلم له برکته د وخت د حاکمانو لاسونه لنډ شول ، چې نننی عدالتي سیستم یې احسانمند دی. د قلم مبارزه د ټوپک له مبارزې برکتمنه او دوامداره ده. راځم د سره بیرغ زوال د کتاب لنډیز ته. د دې کتاب څېړنه هم میداني ده او هم کتاب‌خانه ای. هغه کتاب چی حقیقوته پکې برسیره شوي ، د داسې یو تاریخي کتاب د لیکنې هغه ميداني څېړنه ډېره په زړه پورې وي چی خلک پکې جرئت کوي او د خپل یا د بل په ښه والي او بد والي خپله اقرار کوي او ليکوونکي ته وایي چی زما د سترګو لیدلی حال ولیکه. داسې خلک په ریښتیا هم زړور وي چی حقیقت وایي.
د سره بیرغ زوال د کتاب له مینځه :
د کمونېستي فکر پیدا کېدل په نړۍ کې او دا چی څنګه دا فکر افغانستان ته راغی ، د خلق ګوند جوړېدل او بیا وروسته د خلق ګوند څخه د پرچم زېږېدنه .
١٣٤٣ کې د خلق ګوند جوړ شو، روسته بیا د خلق ګوند د نور محمد تره‌کي په مشري او د پرچم ګوند د ببرک کارمل په مشري د یو بل څخه جلا شول. د خلق گوند مهمې څېرې نور محمد تره‌کی ، حفیظ‌الله امین، اسلم وطن‌جار، اسد الله سروري په خلق ګوند کې اکثرا پښتانه وو. خلق ګوند خپلې ريښې په اطراف او بېلابېلو قومونو کې هم غځول غوښتل.
پرچم ګوند مهمې څېرې ببرک کارمل، سلیمان لایق، نجیب الله احمدزي، نعمت الله پژواک، اناهیتا راتبزاده، غیر پښتون ګوڼد خو نجیب الله، سلیمان لایق او میر اکبر خیبر پښتانه وو. پرچمیانو کوښښ کاوه چې د کابل په خلکو کې نفوذ وکړي.
پدی کتاب کی د خلق د ګوند د یوه غړي له خولي داسی لیکل شوی، چې موږ له پیله معیاري نه وو جوړ.
ګوند پر دوو ډلو وېشل شوي و. یوه ډله سره له دې، چی تعلیم یافته وه؛ خو ټول کړه وړه یې ساده وو او اطرافي کرکټر یې درلود. بله ډله ښاري ډله وه، چې د کورنۍ مشرانو یې په دولت کې متبارز موقفونه درلودل، چې له پیله په دوه ګوني روحي او رواني حلقو وېشل شوي وو. په سیاست کی سلیقوي تمایلات دا ډول ډېری ناوړه پیښې رامېنځ‌ ته کولای شي. په‌دې کتاب کې د ګوند د غړو تر مېنځ د قدرت غوښتنې او حرص په اړه هم ویل شوي. د داود خان د کودتا په اړه هم خبرې شوې دا چې د داود خان په وخت کې د خلق ګوند ولې له پامه وغورڅول شو؟ او پرچمیان ولې داود ته نژدې وو؟ او داسې وخت هم راغلی، چی داود خپل حکومت د پرچمیانو څخه بیرته تصفیه کوي دا چې ولی!؟ کتاب یې په اړه ډېر معلومات وړاندې کوي. د داود خان اړیکې ولې د روسیه سره ترينګلې شوې؟ د داود خان په وخت کې د ۱۳۵۵ څخه وروسته د خلق او پرچم ګوند بېرته یو ځای کېږي. دا کتاب وايي په کال ۱۳۵۴ د ګوند له‌خوا یوه غونډه داېره شوه دا غوڼده د داود خان د نظام په وړاندې د دریځ په اړه جوړه شوی وه ، دلته میر اکبر خیبر په وینا کې ویلي، چی د داود د نظام ملاتړ به وکړو. داود هم غواړي ملک مخکې لاړ شي موږ هم؛ خو د کارمل د ملګرو له‌خوا ورته تل فاشیست ویل کېده. په دې دريځ سره د نورو دلیلونو سره یو همدا دلیل هم وه چی میر اکبر خیبر د ګوند د غړو له‌خوا وژل کېږي، په‌دې کتاب کې د داود په حکومت باندې د کودتا عاملونه څېړل شوي. د حفیظ الله امین له‌خوا د داود خان پر اردو څنګه کار وشو او څنګه یې د خلق د ګوند طرفداران وګرځول؟ د خلق د ګوند غړي په ۱۳۵۷ کال کې د ثور اوومه بندیان ول؛ خو کودتا څنګه نظامیانو وکړه؟
وروسته له دې کودتا تره‌کي واک ته رسېږي. حفیظ الله امین د حکومت دویم کس جوړېږي؛ خو د ببرک کارمل او نورو پرچمیانو برخلیک داسې شو، چې ټول له هېواده بهر په رسمي دندو وګمارل شول او سفیران شول، چی خپله کارمل په چکسلواکیا کی سفیر شو. دې کړنې د ببرک کارمل عقده نوره هم زیاته کړه، چې وروسته د جدی په شپږمه دا ښه را معلومه شوه. اوس نو د نور محمد تره‌کي او د حفیظ الله امین په مینځ کې د قدرت حرص ډیر شو؟ که یا هم د روسیې پلان عملي شو؟ تره‌کي َغوښتل چې هغه ملګري ووژني، چی ویل به یې: که ټول رانه لاړ شي؛ خو زه به د امين سره تنها فعالیت کوم یا هغه چې امین ویل: که لینن ستالین درلود تره‌کی حفیظ لري. نور محمد تره‌کی دوه‌ځله په حفیظ الله امین برید وکړ چې ژوندی ترې ووت؛ خو په يو ځای کې د تره‌کي خپل کس تړون د امین په ځای ووژل شو؛ خو بیا هم نور محمد تره‌کی په دې بریالی نه‌شو، چې امین ووژني؛ خو حفیط الله امین په ډیر ماهرانه ډول نور محمد تره‌کی وژني، هغه څوک چې دا یې تربیه کړی و. امین چی کله تره‌کی وژني نو دا خبره خپل ملګرو ته کوي، چې: «لعنت په سیاست». دا باید ووایم چې دا ټول پلانونه په‌دې کتاب کې د روسیې له‌خواه ښودل شوي. روسیه حتی خپلو هم‌فکره خلکو ته هم وفاداره نه‌وه .کله چې امین واک ته رسېږي خپل زوم او وراره اسدالله امین د استخبارتو مشر په توګه ګماری. تل به د روسی لخوا اسدالله امین ته د هغه کسانو لیست راته چی روسی مشرانو به د مرګ او اعدام لپاره په نښه کړی وه په هغوی کې ډیر با فهمه خلک او حتی د ګونډ خلک هم ول، کله به چی امین د روسانو لخوا ورکړل شوی لیست کتلو نو حیران به شو چي پدی کی خو ډیر با فهمه خلک دی روسي مشاورینو به ویل د ملګری بریژنیف هیله او هدایت دی، ځکه دا خلک د رفیق امین حکومت ته ګواښ دي اسد الله امین به ویل چی ګوري روسی ملګري حفظ الله امین ته څومره وفاداره دی. همدا اسدالله امین او پلار یی د ببرک کارمل په وخت کی اعدامیږی، امین د ارګ څخه تاج بیګ ماڼۍ ته ځي. دا هغه ماڼۍ ده، چې روسي ملګرو یې امین ته جوړه کړې وه؛ خو د جدي په شپږمه همدا ماڼۍ د حفیظ الله امین قبر ګرځي او روسان امین ته په خپل ورکړل شوې تحفه ماڼۍ کې اول زهر ورکوي او بیا یې د کورنۍ د غړو سره وژني او روسان افغانستان ته د یرغل په ډول راځي او ببرک کارمل واک ته رسوي. دا یرغل د افغانستان د میلونونو افغانانو د له مېنځه‌وړلو او معلولینو سبب ګرځي. د ببرک کارمل په اړه به دومره ولیکم چې داکتر نجیب الله یې د خاد ریس کړو، چې وروسته د کارمل څخه ډاکتر نجیب واک ته رسېږي؛ کله چی روسان د افغانانو له وژلو ستړي کېږي او غواړي، چې ووځي یا وشړل شي ډاکتر نجیب ته کوربچوف یو سو نصیحتونه کوي روسیه په‌دې وخت کې غواړي چی د افغانستان په نظامي برخه کې ګډوډي راولي او داسې نور ډیرې ناویل شوې ویناوې او ډېر حقیقتونه به تاسې ته دا کتاب ووایي. زه تاسې د دغه مهم اثر لوستلو ته رابولم!
په نوموړي کتاب زما ځغلنده نظر
عابده بابکرخیل

د ملی محور Book Club  د واټساپ ګروپ غوره فعالان اغلې شبانه سادات "هاشمي" او ښاغلي میرولی "زینار" د کتاب او علم په خپرولو...
21/12/2024

د ملی محور Book Club د واټساپ ګروپ غوره فعالان اغلې شبانه سادات "هاشمي" او ښاغلي میرولی "زینار" د کتاب او علم په خپرولو کې هڅې او کړنې د ستایلو وړ دي، دوی د تېرې اونۍ بهير کې د کتاب ګروپ غړو په غوښتنه هغوى ته کتابونو، د کتابونو لنډیزونو او علمي لیکنو خپرولو کې فعاله ونډه اخيستې، چې له همدې امله د Book Club همکارانو د دوی دا علمي هلې ځلې ستايلي دي.
کور یې ودان چې د ټولنې پوهاوي لپاره زیار باسي.

د کتاب لنډیزنوې لیکوالي: دا اثر د ښاغلي نور الله سلطان زوی ناول دی، خو تخیل ندی ریښتینې کیسه ده او یا که ووایو چې یوه تا...
15/12/2024

د کتاب لنډیز
نوې لیکوالي: دا اثر د ښاغلي نور الله سلطان زوی ناول دی، خو تخیل ندی ریښتینې کیسه ده او یا که ووایو چې یوه تاريخي څېړنه ده؛ نو مناسبه جمله به مو ورته استعمال کړې وي دا اثر چې د نورو ناولونو څخه جلا دی داسې یو ناول دی چی په لومړي ځل ما ولوست؛ ځکه دلته حقیقت کې د فضایي نړۍ په اړه لیکل شوي چې کوم هیواد په لومړي ځل فضا ته خپل وګړي واستول او په ننني نړۍ کې چې د ټکنالوژۍ دور دی، څنګه د فضا سفر پیل شو؟ د نوې لیکوالي د کتاب په پیل کې به تاسې د افغانستان څخه د مومند په نامه هغه شخص وګورئ چې په لومړی ځل فضا ته ولاړ؛ په داسې حال کې چی د ګاونډي هیوادونو لکه: پاکستان، هندوستان او ایران څخه څوک نه وه تللي. خو افغانستان څخه عبدالاحد مومند ولاړ او عبدالاحد مومند د فضا څخه د داکتر نجیب سره په پښتو خبرې وکړې او پښتو ژبه یې په هغه فضایی ژیو کی اضافه کړه چی هلته پری خبرې شوي وې.
دا کتاب وایي چې امریکا لا خبره نه وه چی روسیې هیواد فضا ته د تګ په اړه عملي اقدامات تر سره کړل. وايي په لومړي وار یی یو سپی د لایکا په نوم فضا ته ولېږه او تمه یې درلوده چی بېرته به راوګرځي؛ خو د اکسیجن د کموالي له امله هغه مړ شو. په دویم ځل یی د یوری ګاګارین په نامه شخص فضا ته ولېږدو چې د رادیو څخه اواز نشریده او خلکو د ده اواز د فضا څخه اوریده.
امریکا چی ولیده چې روسیه داسې یو نا اشنا کار کوي نو دوی هم پیل وکړ؛ خو دوی د روسیې په شان نه وه. دوی په لومړي وار بیزو (شادي) فضا ته ولیږدوله او دا چاره بریالی وه، بیزو خپل د ټاکلې مودې څخه وروسته بېرته ځمکې ته راوګرځېده. دوی هڅه وکړه چې اوس یو انسان باید فضا ته ولېږدوي؛ ځکه ناسا اعلان وکړ چی موږ هم غواړو خپل خلک فضا ته واستوو خو هو دا به د پیلوټانو له جملې څخه وي. ٥٠٠ پیلوټانو نوم ثبت کړ هر یو د دې کوشش کاوه چی روسیې سره څنګه ځان برابر یا روسیه هیواد ته پدی لار کې ماتې ورکړي. پیلوټانو به ځان سره همدا ویل چې کومه لار ده چی زموږ هیواد هم باید فضا ته په استولو کی له روسیې سره برابر شي یا هم ورته ماته ورکړي؟ ناسا هم یو پیلوټ (الن شیپرد) واستوه چاره بریالی وه خو کوم واټن چې روسي ګاګارین طی کړی و؛ امریکايي (الن شیپرد) ونشو کړای. وروسته یې بیا یو بل پیلوټ (ویرګیل ګریسوم) واستوو دا چاره بیخی ناکامه وه او نږدې وه چی پیلوت مړ شي ځکه د سفینې دروازی مخکی له ټاکلي وخته خلاصې شوې او اوبه سفینی ته ننوتې او دا بحري بېړۍ په بحر کې ناسته وه خو ښه و چې ده په اوبو کې لامبو زده وه او تر سو چې مرسته ور رسېدله، ځان سره یې د لامبو وهلو په وسیله کمک وکړی شو. په دریم ځل یې جان ګالن ولېږه. چاره بریالی وه او دا و چې ویل یې اوس زه د روسي ګاګارین سیال یم.
روسیې یو بل قدم مخکې کېښود او یو بل یې (الکسي لینوف) په نامه فضا ته واستوه، موخه دا وه چې باید په فضا کی قدم ووهي او هماغه وه چې ١٢ دقیقې او ٩ ثانیې یې قدم ووهلو. ورپسې ٥ ورځې وروسته ناسا خپل بل پیلوټ واستوو چې ده بیا ٢١ دقیقی قدم وواهه. دا خبره دې هېره نه وي چې دا د دواړو ملکونو فضایي مفکوره د المان د خلکو مفکوره وه پایله یې دا شوه چې د هغوی مفکوره واخلي او ځان ابر قدرت کړي. دا چې څنګه د المان د خلکو مفکوره وه تاسې یې ولولئ!
نور به تاسو ته پرېږدم چې کتاب ووایی او د فضايي پرمختګونو په اړه مو معلومات زیات کړی. هو دا خبره باید وکړم چی څوک د خپل هیواد پرمختګ ته ژمن وي هغوی سل مشروع لارې لټوي چې خپل د هیواد وکړي او ټولنه پرمختللې کړي.
✍🏻عابده بابکرخېل

د ملي محور بوک کلب (٨) "نوې لیکوالي"د هېواد تکړه" لیکوال " استاد نورالله سلطان زوی د بوک کلب د دې اوونۍ پروګرام مو د است...
14/12/2024

د ملي محور بوک کلب (٨)
"نوې لیکوالي"
د هېواد تکړه" لیکوال " استاد نورالله سلطان زوی
د بوک کلب د دې اوونۍ پروګرام مو د استاد نورالله سلطان زوى (نوې ليکوالي) کتاب ته ځانګړی کړی دى.
په دې پروګرام کې به د کتاب مؤلف، تکړه لیکوال او استاد ښاغلی نورالله "سلطان زوی" د خپل اثر په اړه مهم او په زړه پورې ټکي او د لیکوالۍ د لارو چارو په اړه ګټورې لارښوونې وړاندې کړي او ورپسې به د ګډونوالو پوښتنو او نظرونو ته وخت ورکړل شي. هیله ده په دې مهم پروګرام کې برخه واخلئ او نورو دوستانو ته هم بلنه ورکړئ!
د پروګرام لېنک:
https://meet.google.com/rgt-djyx-exf
ورځ: یکشنبه د قوس 25 مه (ډسمبر 15)
افغانستان: د شپې 8:00 بجې
مرکزي اروپا: 16:30 بجې
ختیځه امریکا: 10:30 بجې
درنښت
د ملي محور بوک کلب

د ملي محور بوک کلب وټساپ ګروپ
https://chat.whatsapp.com/JEQGkXdWZza8OB5yaW0OTB

د ملي محور بوک کلب فیسبوک پاڼه
https://www.facebook.com/profile.php?id=61556808232819&mibextid=ZbWKwL

قدرمنو دوستانو!نن MM Book Club د وتساپ ګروپ د تېرې اونۍ درې تنه ډېر فعالیت کوونکي کسان در وپېژنو، او دا لړۍ به همداسې دو...
14/12/2024

قدرمنو دوستانو!

نن MM Book Club د وتساپ ګروپ د تېرې اونۍ درې تنه ډېر فعالیت کوونکي کسان در وپېژنو، او دا لړۍ به همداسې دوام لري دا هغه ګډونوال دي چې په ګروپ کې د ګډونوالو د غوښتنو په اساس کتابونه نشر کړي دي، کور دې یې ودان وي۔

يو ځل بيا نړيوال ادبيات، خو دا ځل د انګلستان د يو مشهور ليکوال جورج اورويل د خوندور اثر (د حيواناتو فارم) سره… دا کتاب ي...
08/12/2024

يو ځل بيا نړيوال ادبيات، خو دا ځل د انګلستان د يو مشهور ليکوال جورج اورويل د خوندور اثر (د حيواناتو فارم) سره… دا کتاب يو له هغو ځانګړو او ژورو ادبي اثارو څخه دی چې په ۱۹۴۵ کال کې خپور شو او په نړیواله توګه يې پراخ شهرت وموند.
دا کيسه په لومړي نظر کې د يو فارم د حيواناتو ساده بغاوت ښکاري، خو په حقيقت کې د شوروي اتحاد د انقلاب، استبداد او ټولنيزو ګډوډيو ژوره استعاره ده. اورويل هڅه کړې چې د دې کيسې له لارې د سياست او ټولنې په اړه خپل نازک او ژور نظر په طنزي انداز وړاندې کړي.
جورج اورويل په ډېر مهارت د پيچلو سياسي او ټولنيزو مسايلو د بيان لپاره ساده او عامه ژبه کاروي، څو د عامو خلکو پام ځانته راواړوي او د موضوعاتو په اړه يې فکر را وپاروي. اورويل په دې کيسه کې د لفظي ښکلاوو پر ځای بې طرفه او روښانه الفاظ کاروي، چې له يوې خوا د کيسې رواني او سادګي ساتي او له بلې خوا لوستونکي ته ژور پيغامونه ورکوي. اورويل په دې اثر کې د طنز له لارې د ظلم، فساد او پر واک د تمرکز خطرونو ته په نازک ډول اشاره کوي او د انقلاب تر شا پټ واقعيتونه رابرسېره کوي.
په دې کيسه کې، د يو فارم حيوانات د خپل ظالم مالک په وړاندې پاڅون کوي او د خپلواکۍ او مساوات په ارمان يو نوی نظام جوړوي. د دې انقلاب مشري دوه خوګان (ناپليون او اسنوبال) کوي. دوی د يو نوي سياسي نظام اصول او قوانين وضع کوي چې په کې "د ټولو حيواناتو حقوق مساوي دي" شعار خورا مهم وي. خو ناپليون چې د انقلاب له لارې واک ته رسېدلی وي په تدريجي ډول خپل ځواک ډېرولو ته مخه کوي او د يو ظالم واکمن په څېر خپل مخالفين له منځه وړي. په دې توګه، هغه ارزښتونه چې د انقلاب لپاره رامنځته شوي وو، په يو ډول استبدادي نظام بدلېږي. په دې کیسه کې هر يو کردار د يو ځانګړي سياسي يا ټولنيز ارزښت لرونکي شخص استازيتوب کوي: خوګان د واکمنې طبقې، اسونه د وفادارو کارګرو او نور حيوانات د ټولنې د بې وسه او کمزورو خلکو رول لوبوي. د حيواناتو د فارم انقلاب چې د يوې هيلې په توګه پيل شوی وي، په پای کې په يو داسې وحشي نظام بدلېږي، چې ټولنيزه نابرابري په کې اوج ته رسي.
(د حيواناتو فارم) په ظاهره يوه ساده کيسه ده، خو دا ساده کيسه خورا ژور سياسي او اخلاقي پيغامونه وړاندې کوي. اورويل په دې کتاب کې د دې ښکارندويي کوي چې څنګه مطلق واک انسان بدلوي (يا په دې کيسه کې چې حيوان ښيي). ناپليون، چې په لومړي سر کې د مساوات ژمنه کوي، په تدريجي ډول د ظلم او استبداد په لور کږېږي او په فارم باندې په يو ډول ديکتاتور واکمن بدلېږي. د دې ترڅنګ اورويل په دې ډول هغه فساد راښيي چې د مطلق قدرت څخه زېږي.
دا کيسه د انقلاب او ارزښتونو پر وړاندې هغه خيانت په طنزي ډول انځوروي چې د سياسي او ټولنيزو موخو د زوال لامل کېږي. د کيسې په پيل کې خوګان د مساوات او انصاف ژمنې کوي، خو وروسته د خپلو شخصي ګټو لپاره ټول ارزښتونه له پامه غورځوي.
همدارنګه د کيسې په پای کې د حیواناتو ترمنځ هغه مشهوره جمله چې (ټول حيوانات مساوي حقوق لري) په دې ډول خوګان د خپلو ګټو لپاره اصلاح کوي چې (ټول حیوانات برابر او يو ډول حقوق لري؛ خو ځيني حیوانات ډېر غوره دي او تر نورو ډېر حقوق لري) که ځیر شو همدا يوه جمله د سياسي او ټولنيزو نظامونو هغه اصلي نابرابري انځوروي چې ډېری وخت د مساوات تر شعار لاندې پټه ساتل کېږي.
(د حيواناتو فارم) يو استعاري اثر دی، چې هر کردار په کې د يو ځانګړي ټولنيز يا سياسي اړخ استازيتوب کوي. ناپليون د جوزف سټالين په څېر يو مستبد رهبر انځوروي، چې د انقلاب له لارې واک ته رسيږي او بيا واک د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي، په داسې حال کې چې اسنوبال د ليون تروتسکي استازيتوب کوي، چې د انقلاب پر مهال د ارزښتناک رول سربېره، بيا هم له صحنې لرې کېږي. د دې کيسې له لارې اورويل هڅه کوي چې لوستونکو ته وښيي چې څنګه په انقلابونو کې له اصلي اصولو څخه انحراف کېږي او څنګه واک د ظلم او استبداد سبب ګرځي.
په ټوله کې (د حيواناتو فارم) يو بې جوړې اثر دی چې نه يوازې د شوروي انقلاب په څېر يو ځانګړی سياسي حال منعکسوي، بلکې د هر ډول استبدادي رژيم خطرونه هم راڅرګندوي. دا کيسه لوستونکي ته دا پيغام ورکوي چې د يو عادلانه او مساوي ټولنې جوړول يوازې د انقلاب له لارې نه کېږي، بلکې د دوامداره ټولنيز شعور او ژور فکر له لارې شونې دي. اورويل موږ ته دا درس راکوي چې بې له پوهې او ويښ ټولنيز شعور څخه هر انقلاب د فساد او استبداد په يو نوې بڼه بدلېدلی شي او (د حيواناتو فارم) د دې اړوند يو تلپاتی غږ دی.

لیک: ځار

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Milli Mehwar Book Club posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share