Manaf Helal Karimi

Manaf Helal Karimi پهٔ خیر راشئ!

19/03/2026

غزل
زړه مې درکړی دی جانانه ته هم زړه راکړه
لږ په خندا شه د نړۍ دا ټول خواږه راکړه

په ګونډو شوی یم مړ کېږمه په منډو راشه
خوا ته مې کېنه او د ژوند خوږې اوبه راکړه

چې زه د ستا په نظر ځان ته یو ځل وګورمه
د ښکلو سترګو نه دې لږ شانتې رانجه راکړه

په زړه مې لاس کېږده او سترګو ته مې نېغ وګوره
هیله مې ومنه لفظونه د واده راکړه

چې مې د زړه هره خبره تاته کړمه یاره
شکر ګذار یمه چې رب راته دا خوله راکړه

چې کریمي په دې ژوندون کې شم کامیابه خدایه
سخا د بحر حوصله راته د غره راکړه

مناف هلال کریمي
#شاعري #مناف هلال کريمي

17/09/2024

بخت راکوږ شو
ژوندون وران شو
په نصيب مې
اوس خفګان شو
زه په داسې جال کې ګير شوم
چې هم عقل مې حيران شو
زړه لړزېږي په سينه کې
لکه دې هم ډېر ستومان شو
ته هم لرې زه هم لرې
ستا ديدن ته مې ارمان شو
د دښمنو ښارکې خدايه
لوند په اوښکو مې ګريوان شو
بې وسي چې خواله راغله
خپل اطاق راله زندان شو
ناکامۍ مې آوازه کړه
په خندا مې هر خپلوان شو
زما دمرک په هيله ناست دي
لاس يې جګ مخ پر اسمان شو
کريمي د يار له کلي
بېنوا بېرته روان شو

Manaf Helal Karimi

دلته مې فالو کړئ قدرمنو!مناف هلال کریمی
20/10/2023

دلته مې فالو کړئ قدرمنو!
مناف هلال کریمی

هېڅ چاته يې هــــم ورنۀ کـــړله غېـــږه کريميانځور يې دخپل ګران افغانستان غېږکې نيولې🥀❤
31/07/2023

هېڅ چاته يې هــــم ورنۀ کـــړله غېـــږه کريمي
انځور يې دخپل ګران افغانستان غېږکې نيولې
🥀❤

حقیقت!
15/07/2023

حقیقت!

11/04/2023
د اوښـــکو ډکې ستــرګې زه دسر کاسه کې وړمهبله ډيوه مې د زخـــمونو تـــوره شــــپه کې وړمهيو بېوسي ده بل خــوا ته او د رو...
03/01/2023

د اوښـــکو ډکې ستــرګې زه دسر کاسه کې وړمه
بله ډيوه مې د زخـــمونو تـــوره شــــپه کې وړمه

يو بېوسي ده بل خــوا ته او د روزګار غم هم دی
ټول راســـره دي ژوند ددوي په ننــداره کې وړمه

زمـــا خــــــبرو ته ښه غــــوږ نيسي د قــــبر خلک
زه مـــې دا ډک زړه کــله کــله هديــــره کې وړمه

نن يې انځور راڅخه واخست بيايې داسې وويل
غمـــونه مه کـــوه زه يې پټ په لوپټـه کـې وړمه

زما اشعـــارو ته چـــا غــــوږ ونه نيــــوو کــريمي
خپـــلو شعرونو ټولــګه خپـــله جنـــازه کې وړمه
کلام مناف هلال کریمی ✍💥

Address

مناف هلال کریمی
Kabul
1

Telephone

+93779962873

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Manaf Helal Karimi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Establishment

Send a message to Manaf Helal Karimi:

Share