03/11/2024
اوس معلم صیب ایران ته تیښولی دی.
ټوکه: 🙂☺️
ښوونکی: ابوجهل چا وژلی؟
لومړی زده کونکی: ما نه دی وژلی.
ښوونکی دوهم زده کونکي ته:
ته ووايه ابوجهل چا وژلی؟
دوهم زده کونکی: په خدای قسم چې زه خبر نه يم.
ښوونکی دريم زده کونکی پاڅوي او ورته وايې:
ته ووايه چې ابو جهل چا وژلی؟
دريم زده کونکی چې ډېر ويريدلی وو نو په ژړغونې غږ يې وويل:
زه تېره ورځ ښوونځي ته نه وم راغلی او خبر نه يم چې چا به وژلی وي.
ښوونکی چې دغو ځوابونو ډېر خواشينی کړ، نو د ښوونځي مدير يې را و غوښتی او د مدير مخامخ يې بل زده کونکی پاڅوی:
ته ووايه چی ابوجهل چا وژلی؟
زده کونکي غوښتل چې انکار وکړي خو ژړا ورباندې زور وکړ او و نه توانېدی خبرو ته دوام ورکړي.
مدير چې د ټولګې چاپيريال اغېزمن کړی وو نو ښوونکي ته ور نږدي شو او په غوږ کې يې ورته وویل:
ته ډاډه يې چې د ابو جهل قاتل په همدي ټولګي کې دی؟
ښوونکي چې د مدير خبره واورېده نو سمدلاسه يې ښوونځی پرېښود. 🙂