Rafiq Khawreen

Rafiq Khawreen یو ورک شاعر!

نیت دې که حق موندل وي آوارګي طواف دیکه دې نقاب پر تن وي که بیکیني، طواف دیخدای دې چې زړه کې نه وي، حج د عربو رقص دیخدای ...
10/01/2026

نیت دې که حق موندل وي آوارګي طواف دی
که دې نقاب پر تن وي که بیکیني، طواف دی

خدای دې چې زړه کې نه وي، حج د عربو رقص دی
خدای دې چې زړه کې وموند، آن رقاصي طواف دی

که پر طواف ختمه شوه، دا زندګي طاغوت ده
که شوه لټون کې ورکه، دا زندګي طواف دی

یو خوا د وږې کچنۍ له مجبورۍ نڅا ده
بل د ماړه دین پرست د حوربازي طواف دی

زړه د خدای خپل هنر دی، کعبه خلیل جوړه ده
عشق باطني رتبه ده، حج ظاهري طواف دی

که معصوم زړه دې مات وي، احرام پوشه ابرهه
له خاکي خونې ګردش، نمایشي طواف دی

یو منکسر صراط دی، هلته جدا درجې دي
عشق کې کړاو رتبه ده، درد د ولي طواف دی

"رفیق خاورین"

ټول تږي تږي گرځوتمام جهان تنده ده______جهان لاس پوڅی د هوس دی تمامکه ته د دې هوس ښکار نه یې، نر یې"رفیق خاورین"
22/10/2025

ټول تږي تږي گرځو
تمام جهان تنده ده

______

جهان لاس پوڅی د هوس دی تمام
که ته د دې هوس ښکار نه یې، نر یې

"رفیق خاورین"

مات شه، أحُد دی، ژوند آن خوري پیغمبران ماته خوتر څو چې ستا ماتې ته ناست نه وي حیران، مات نشې"رفیق خاورین"
10/05/2025

مات شه، أحُد دی، ژوند آن خوري پیغمبران ماته خو
تر څو چې ستا ماتې ته ناست نه وي حیران، مات نشې

"رفیق خاورین"

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Rafiq Khawreen posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Establishment

Send a message to Rafiq Khawreen:

Share

Category