07/05/2026
غزل
چې ګُلروخ مې د درګاه نه په وتو شو
جنتي خوب مې تعبیر د دوزخو شو
ذاهدان د فلسفو یې په نڅا کړل
د مطرب لاس کې رباب په غپیدو شو
چې خپل عقل یې دلیل سره په شور شو
پیغمبر غوندې انسان په لړزیدو شو
د رب مینه چا کې چیرته وه سړیه
خو چې ستړی په ګناه شو په سجدو شو
ټول ژوندون مې ستا له مخ نه صدقه شو
مات وجود مې درته یاره په رُکوع شو
په ګُناه کې مې خالق د ځان پیدا کړ
په ثواب کې مې ایمان د دوه پیسو شو
چې دې زیری ورک شمال د مرګي راوړه
غم مې غم سره فلاح په ګډیدو شو
NizaMudin Falah