18/06/2020
ادم سمیت "
د معاصر اقتصاد مشهور بنسټ ایښودونکی دی، د سکاټلنډ اوسېدونکی و، چې په ۱۷۲۳ میلادي کال کې پیدا شوی او په ۱۷۹۰ کال کې مړ شوی دی.
نوموړي د ملتونو ثروت The Wealth of " Nation " کتاب لیکلي، چې په ۱۷۷۶ میلادي کال کې نشر شو او د همدغه کتاب د لیکلو له امله ورته د معاصر اقتصاد د پلار لقب هم ورکړل شوی دی. نوموړي کتاب د غربي هېوادونو او ځینو نورو پرمختللو هېوادونو په اقتصادي وده کې یې د پام وړ رول لوبولی دی.
نوموړی اقتصاد پوه لومړنی کس و، چې اقتصادي څېړني او مباحثې یې د لومړي ځل لپاره د کتاب په بڼه ټولنې ته وړاندې کړې.
نوموړي په خپل کتاب کې یوه لویه او اړینه
موضوع په آزاده سوداګري باندې تمرکز کول دي چې د اقتصاد په برخه کې د نوموړي کتاب په نړۍ کې ترټولو مشهور کتاب ګڼل کېږي او د نړۍ ډېر شمېر هېوادونه لا اوس هم د نوموړي له نظریاتو څخه ګټه پورته کوي.
د یادولو وړ ده، چې د ادم سمیت په نظریاتو کې مسلمان پوه ابن خلدون، چې له ادم سمیت څخه یې ډېر پخوا د مقدمة ابن خلدون په نوم لیکنه کړې وه او په نوموړې لېکنه کې د ادم سمیټ نظریاتو ته ورته نظریات شتون لري.
د یادولو وړ ده چې د سمیت نظریات تر ډېره په لومړني بڼه وړاندې شوي وو، چې وروسته د نورو پوهانو له خوا بشپړه شوي.
د ادم سمیت تر ټولو مشهوره تیوري د مطلق مزیت تیوري
(absolute advantage theory)
ده.