د خیال مازیګر

د خیال مازیګر !.زما ګيلهٔ له خپلهٔ بختهٔ وه ، لهٔ ياره نهٔ وه .!
🖤

یار د ځوانۍ ډنډر دی مات شه غم دی زما په شانتې زیات شهراپیخ  زما د زړه په سوات  شه ستا  د  راتلو  لوظ   ميرات  شه زه دی د...
17/06/2026

یار د ځوانۍ ډنډر دی مات شه
غم دی زما په شانتې زیات شه
راپیخ زما د زړه په سوات شه
ستا د راتلو لوظ ميرات شه
زه دی د ګوتو په شمېرلو ستړې کړمه.!

ریباره لاړ شه ګران ته وایه
د خوږ زړګې درمان ته وایه
زما سلام قربان ته وایه
د کلي ورک جانان ته وايه
درپسې اوښکې تویاوم ناروغه شومه.!
..🩶🍁

په  سترګو  کې  دی  ډار  مخ  ته  حجاب  نیولې  دیلاسونو   کی   دی   څه   ښایسته   ګلاب  نیولې  دیخزان   شوم    لکه   ژیړه ...
15/06/2026

په سترګو کې دی ډار مخ ته حجاب نیولې دی
لاسونو کی دی څه ښایسته ګلاب نیولې دی

خزان شوم لکه ژیړه پاڼه پریوتم په ځمکه
راځې که نه وجود می ټول عذاب نیولې دی

لرم یی درکووم یی نه لحاظ دی بلا ګران دی
په ستوني کی می خدای شته چی جواب نیولې دی

ګلابه څه کیسه ده او په څه دومره خوشحال یی
دا مخ دی څومره ښکلې او نایاب نیولې دي
,,,,,🩶🌷

12/06/2026

یو ځل راته بیا ووایه چې تا باندی میئن یم
اشنا زما څه لږه د غوږونو مسئله ده .. د خیال مازیګر🌸🧸

ستا ظلمونه ، ستمونه ، به  څه  شمارهبی وفا دلبره ! یو  او  دوه  خو  نه  دي که هر څو  یی هیروم  نه می  هیریږي تير وختونه د...
10/06/2026

ستا ظلمونه ، ستمونه ، به څه شماره
بی وفا دلبره ! یو او دوه خو نه دي

که هر څو یی هیروم نه می هیریږي
تير وختونه د وصال می لا په زړه دي

عالمان که ذاهدان که عابدان دي
عاشقان له دغه ټولو خلکو ښه دي

،،،،،، د خیال مازیګر 🤍 🍂

07/06/2026

په ما دی کړۍ قسم مات کړو.!
مسکې مسکې راته کیدی رضا دی کړمه.!

د خیال مازیګر 🫶💞

چی په سترګو دی خدای لږ زره رڼا کړهګلابي   جانانه    لاره    دی   جدا   کړههغه سل  چنده  له تا مینه  کی ښه دیته خفه  شوی ...
03/06/2026

چی په سترګو دی خدای لږ زره رڼا کړه
ګلابي جانانه لاره دی جدا کړه

هغه سل چنده له تا مینه کی ښه دی
ته خفه شوی غم دی کلکه غاړه راکړه

بیا دې نه خفه کوم بیا مې توبه ده
مروره خدای دې دا ځلې پخلا کړه
------💛🌼

چی له زړګې نه  می وتې .!!. ووتې لکه   په    شان   د   جنازې   ووتې د  هجر   تبه  خو   مو   تیره   کړه ستا په دیدن پسې مو...
31/05/2026

چی له زړګې نه می وتې .!!. ووتې
لکه په شان د جنازې ووتې

د هجر تبه خو مو تیره کړه
ستا په دیدن پسې مو خولې ووتې

زه د همزولو لۀ سیالې ووتم
ته د یارانو له پرې ووتې

فطرته سترګې دی جار غږ را وکه
زما خو سترګې درپسې ووتې
٫٫٫٫٫🫶🩵

اختر ته ډیره خوشالیږمزما د یار وعده اختر دی را به شینهاختر مو مبارک شه خوشحاله او ارامه اختر مونصیب شه❣️
28/05/2026

اختر ته ډیره خوشالیږم
زما د یار وعده اختر دی را به شینه

اختر مو مبارک شه خوشحاله او ارامه اختر مونصیب شه❣️

هر  نعمت   نه    برخمن   یی   مګر  دا...نه خدای  ښایست  درته  درکړی  خو  وفا...نهکه له خولې ویني هم توې کړی نه درګورمتا ...
26/05/2026

هر نعمت نه برخمن یی مګر دا...نه
خدای ښایست درته درکړی خو وفا...نه

که له خولې ویني هم توې کړی نه درګورم
تا دی خپل غرور لیدلی دی زما... نه ..🍁🩵

ستا اندیښنې می په زړه بار ښې ديڅو  تیروتنې   دي   تکرار   ښې  ديما  له   قسمته   کټه   نه   ده  وړېنیمګړې  هیلي  می  په ...
23/05/2026

ستا اندیښنې می په زړه بار ښې دي
څو تیروتنې دي تکرار ښې دي

ما له قسمته کټه نه ده وړې
نیمګړې هیلي می په دار ښی دي

چی‌ د لالي په برخه نه رسيږي
څانګې د ګلو په انکار ښې دي
~~🌸🤍

Address

Kabul
123

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د خیال مازیګر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share