18/08/2023
د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې کلیزې په مناسبت مې مبارکي هم ومنئ او دا هم ولولئ:
ـ غازي امان الله خان (رحمه الله) داسې ازادي راوړه چې افغانستان ته یې له جرمني لومړنی ریلګاډی راوړ، ملایانو به ویل دې کې د چلولو لپاره شیطان ناست وي، خو ده د هالنډي او جرمني نامتو انجینرانو په مرسته د ټول افغانستان د ریل سروې پیل کړه.
ـ هغه په لومړي ځل خارج ته د درس لپاره د افغان ځوانانو لېږل پیل کړل، خو ملایانو او حضرتانو ویل، دی نوی نسل کافر کوي، حکومت مجبور شو چې هر استول کېدونکي ځوان نه لومړی ژمنه واخلي چې خارج کې به لمونځ کوي، روژه به نیسي او د قرانکریم تلاوت به کوي.
ـ امان افغان یوازنۍ جریده چاپ شوه چې د بیان د ازادۍ انقلاب یې برپا کړ او ګڼ جراید او خبرنامو په چاپ پیل وکړ.
ـ هغه چې د اروپا په سفر ووت، د کندهار خلکو ته یې وینا کې وویل، بهر ته زما د سفر مقصد تاسو ته ګټې رسول دي او غواړم هغه پرمختګونه راوړم چې موږ یې اوس نه لرو.
ـ داسې ازادي یې راوړه چې خلکو ته یې وویل، پاچا د امر او حکم کولو حق نه لري، بلکې موږ باید خلکو سره مشورې وکړو.
ـ هغه ویل، زما سلطنت یوازې د خان، ملا او مخورو سلطنت نه دی، بلکې د بیوزله، کروندګرو، کسبګرو د ښیګڼو لپاره هم دی.
ـ هغه د افغانستان په تاریخ کې لومړنی واکمن و چې خپلو خلکو ته یې ځان تر هر چا ورنږدې کړ او د هغوی منځ کې کیناست.
ـ هغه د پغمان په دریمه لویه جرګه کې د ښځو د کار، تعلیم او رایې حق تثبیت کړ.
ـ هغه لومړنی واکمن و چې افغانستان کې یې د غلام، وینځې او مریي ساتل رسما لغو کړل.
ـ داسې ازادي یې راوړه چې دولت په لومړي وار د بودیجې د تصویب تهداب کیښود عاید یئ په یو کال ۱۸۰ میلیونه کابلۍ روپۍ شو او بیا د افغانستان د پیسو نوم افغانۍ کېښودل شو.
ـ هغه لومړنی واکمن و چې ګردې نړۍ ته یې خپل تجارتي استازي واستول او هلته یې د افغاني تولیداتو لپاره بازارونه لټول پیل کړل.
ـ هغه په افغانستان کې د چاپخونو، غوړیو، درمل جوړونې، ټوکر اوبدنې او نساجۍ، د وسپنې د ذوب، کاغذ سازۍ، ښیښه جوړونې، صابون، د میوو د کنسروا، قندو، بورې، چرم جوړونې، سپینو باروتو، عطرو، د موټرو د ترمیم او پرزو جوړونې، لبنیات، سیمنټو، ګوګردو او یخ د فابریکو بنسټونه کیښودل.
ـ هغه د اروپا له سفره په ستنېدو وویل، زه عیش و عشرت لپاره نه وم تللی، د پرمختګونو راوړلو پسې تللی وم، خو د کابل حضرتانو او د کندهار ملایانو د هغه پر ضد پوره کار کړی او د کفر فتوا یې پرې ورکړې وه.
ـ حتی د هغه د میرمنې په عکسونو کې د بربنډو میرمنو بدنونه د وخت په ابتدایي فوټوشاپ د ملکه ثریا له سر سره پیوند شوي او هغه فاحشه معرفي شوې وه.
ـ هغه د کابل ـ کندهار او هرات لویې لارې جوړې کړې.
ـ هغه په افغانستان کې د جوماتونو، ودانیو جوړولو او ښځینه او نارینه روغتونو جوړولو ته کار ووایه او دې کار کې تر ډېره بریالی هم شو.
ـ هغه تعلیم جبري کړ، حتی اهل هنودو ته یې ښوونځي ورکړل او کابل کې یې لومړنۍ عامه کتابخانه پرانیسته.
ـ هغه له جرمني او روسیې نه الوتکې واخیستې او د افغانستان داخلي پروازونه یې پیل کړل.
ـ هغه د هیواد اساسي قانون یا نظام نامه جوړه کړه خو نور قوانین یې هم تدوین او جاري کړل لکه:
۱ـ د حاکمانو او مامورینو د دندو د وېش قانون
۲ـ پوځي خدمتونو او تعلیماتو قانون
۳ـ د سرشمېرنې او تذکري اخیستنې قانون
۴ـ مطبوعاتو قانون
۵ـ د دولتي ودانیو جوړولو قانون
۶ـ د دولتي املاکو د پلورلو قانون
۷ـ د تحصیل او ارزونې قانون
۸ـ د سوداګرۍ چارو شرعي محاکمو قانون
۹ـ مقیاساتو قانون
۱۰ـ د صنایعو او تشویق قانون
۱۱ـ د زندانونو د څار قانون
۱۲ـ للمې قانون
۱۳ـ یتیم پالنې او روزنې قانون
۱۴ـ د کرنې د مامورینو د ښوونې قانون
۱۵ـ تعزیه دارۍ قانون
۱۶ـ د دولتي القابو او نښو نښانو قانون
۱۷ـ کورنیو ښوونځیو د خدمتونو قانون
۱۸ـ د شرعي نکاح او ختنې(سُنتې) قانون
ـ هغه لومړی ځل افغانستان کې د پوسته خانې خدمات پیل کړل او ولایتونه یې د لومړنیو مخابراتي خدمتونو (ټلګراف) سره ونښلول.
ـ هغه د هوایي چلن اداره او هوايي ځواکونه لومړي ځل لپاره جوړ کړل.
ـ د اوبو او برښنا بندونو جوړولو بنیاد یې کیښود چې غازي او سراج بندونه یې واړه مثالونه دي.
حتی افغانستان چې نن هر څه نوي ویني، بنسټ غازي ایښی او هغه پرمختګ لومړی ځل افغانستان ته غازي امان الله خان راوړی دی.