HinduKush Property Dealer

HinduKush Property Dealer د ځمکو، اپارتمانونو، کورونو، سرايونو، دوکانونو، اخيستل، خرڅول او په کرايه ورکولو يو با اعتماده اداره

27/01/2024

انسان وویل: ستړی شوی یم.
ځواب راغی:
لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحمَةِ اللَّهِ
ژباړه: د الله د رحمت نه مه ناهیلی کېږه.

23/11/2023

*• په ښوونځي او پوهنتون کې ښې نمرې ستا لیاقت ښيي خو د ښې راتلونکې تضمین دې نه کوي.*
*• بریالي خلک په ستونزو نه په موخو فکر کوي، انسان هغه څه ته رسیږي چې زیات فکر پرې کوي.*
*• نن نوې ورځ ده؛ باور ولره چې د تېر ورځې په پرتله به نن ښه ورځ ولرې.*
*• د ژوند تر ټولو ښکلې صحنه هغه ده چې ولویږې او بیرته راپورته شې.*
*• تر هغه چې ناکام فکر لرې هېڅکله به بریالی نشې.*
*• یو ورځ زمری اوسېدل ښه دي تردې چې ټول عمر ګېدړه واوسې.*
*• ډېر خلک د تېر ژوند او افکارو زنداني دي، ته د خپلو هیلو او موخو زنداني واوسه.*
*• د لنډفکرو خلکو یوه ستره ستونزه دا ده چې تل یې خوله خلاصه وي.*
*• پر ځان خطرونه ومنئ؛ خطر د بریا بیه ده.*
*• ژوند لنډ دی، تل خوشاله واوسئ.*

22/11/2023

د انساني ژوند د بدلون په اړه د نړېوالو پوهانو نظرونه!

*د انسان ژوند کله تغیر خوري؟*
سقراط: کله چې خیر وپېژني.
سینکا: کله چې د خپل قدرت حدود وپېژني.
مارکس: کله یې چې د تولید اقتصادي لاري تغیر وخوري.
سارتر: کله چې په خپله ازادي ایمان راوړي.
کافکا: کله یې چې د پوهي درک وکړ.
چوبنهاور: کله یې چې ارادي تجاوز وکړ.
سیوران: کله چې وفات شي.
دوستویفسکي: کله چې هغه شخص څپېړه راکړي چې موږ ورته ځانګړی مقام او ډاډمن ځای ورکړی وي.

ستاسو کوم نظر خوښ شو ؟

04/11/2023

د پښتو اکثره داسې متلونه دي چې هغه زمونږ مشران او موږ بالکل سهي نه وايو‌ لکه:

۱. ځې ځې ابازو له به راځې 🚫
سمه بڼه: (ځې ځې ځې ابا ځوی له به راځې)
چرته هم چې لاړ شې د خپل پلار کور او د پلار راوړي ځوې، يعنې ورور له به راځې...

۲. د نر کونه په بدل ده 🚫
سمه بڼه: (د نر کؤونه په بدل دا)
چې نر سره څه وکړې، هم‌ هغسې به درسره کوي، نو کونه‌ نه کؤونه په بدل ده...

۳. خر پلار که او مطلب پرې بار کړه 🚫سمه بڼه: (خر په لار کړه او مطلب پرې بار کړه)
خر به لارې ته سيدهکړې او بار به پرې واچوې چې مطلب دې ترې پوره شي...

۴. چې هندو وزګار شي خپلې خوټې تلي. 🚫
سمه بڼه: (چې هندو وزګار شې خپلې غوټې تړې)
پخوا بيوپاران په پښتنه خاوره اکثره هندوان وو او تول له پاره به يې تيږې(کاڼي) په يو کپړه کښې تړلي وو نو د هغه وخت هندو به چې وزګار شو او ګاک‌ به يې نه وو، نو د تيږو هغه غوټې به يې سپړلې او تړلې، ليول به يې برابرولو

او داسې ډير نور متلونه .....

C

02/11/2023

#اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
الله تعالى دى وکړي چې روغ جوړ او خوښ به یاست،
د افغان کډوالو په راتګ له یو طرفه خوښ یم چې ګران وطن افغانستان ته راستنیږي له بل طرف له دوې سره خفه یو چې اولیه ضرورتونه یې په ښه شکل نه رفع کیږي چى تر ټولو اول د سر پناه شتون (کور)دی.
په ننګرهار کې د کډوالو ورونو تر راتګ لا د مخه د کرایه کورونو پیدا کول او نیول یو څه ستونزمن شويو وه،
د ننګرهار د رهنماګانو اتحادی ريس صاحب او عدلي رياست ريس صيب په ټولو رهنما مسولینو او منصوبينو غږ وکړ چې د کډوالو ورونو څخه به کمیشن نه اخلئ او لا به دې برخه کې د کډوالو مرسته کوئ
خو متاسفانه چې کرایې کورونه په نشتون حساب دي او که کوم د کور ماليک ظلم کوي او کرایي لوړوي بايد دَ رهنما مسول قناعت ورکړي کنى موږ ژمن یو چې امنیتي مسولینو ته یې ور وپیژنو
هیله ده چي دَ افغان کډوالو هر اړخیزه مرسته هر افغان وکړي
مننه.
#رهنمايي #معاملات #هندوکش
مسول #اکمل #يوسفزي 50 64 560 078 /
070 560 64 50 / 0766 560 187

د پاکستان هېواد نارمل ويزه په پوره اطمينان سره ترلاسه کولای شئ.اړين اسناد:- پاسپورت- تذکره- عکس- دعوت نامهداړیکو او واټس...
19/10/2022

د پاکستان هېواد نارمل ويزه په پوره اطمينان سره ترلاسه کولای شئ.
اړين اسناد:
- پاسپورت
- تذکره
- عکس
- دعوت نامه
داړیکو او واټساپ شمیره - +93 78 029 5220
ادرس: چشمه خانجي اوله ناحيه، تسليمه کاکړ روغتون ته مخامخ هندوکش انلاين خدمات.
قیمت 1500 افغانى

10/10/2022
09/10/2022

*⭕️ دغه جملي مو پخپلو اولادو باندي زده کړي او په باربار ځیني وپوښتۍ چې هم عقیده وي اوهم سیرة سوالونه پکښي دي .*

1 - سوال : د چا بنده یي ؟ جواب : د الله ﷻ بنده یم .

2 - سوال : د چا اُمتي يی ؟ جواب : حضرت د محمد ﷻ اُمتي یم .

3 - سوال : د چا په ملت یي ؟ جواب : په ملت د ابراهیم ( علیه سلام ) یم .

4 - سوال : د چا په مذهب یی ؟ جواب : د امام ابوحنیفه ( رحمت الله علیه ) .

5 - سوال : حضرت محمد ﷺ څو یاران درلودل ؟ 4 .

1 - حضرت ابوبکر صدیق ( رض الله عنه )
2 - حضرت عمر فاروق ( رض الله عنه )
3 - حضرت عثمان غنی ( رض الله عنه )
4 - حضرت علی ( رض الله عنه )

6 - سوال : څو مذهبونه دي ؟ 4 .

1 - د امام ابوحنیفه ( رحمت الله علیه ) مذهب .
2 - د امام شافی ( رحمت الله علیه ) مذهب .
3 - د امام مالک ( رحمت الله علیه ) مذهب .
4 - د امام احمد بن حنبل ( رحمت الله علیه ) مذهب .
📢 لوړ ترین په مذاهبوکي د امام ابوحنیفه ( رحمت الله علیه ) مذهب دي .

7 - سوال : ایمان څه شي دي ؟ جواب : ایمان په لغت کي تصدیق او باور کولو ته ویل کیږي . او په اصطلاح کي د الله ﷻ او د هغه د حبیب ﷺ ټول احکام په ژبه بیانول او په زړه سره تصدیق کول او عملي کول دي .

8 - سوال : ایمان د څه شي په واسطۀ سره قوي کیږي ؟ جواب : ایمان د نیکو اعمالو ده کولو په واسطه قوي کیږي .

9 - سوال : اسلام څه شي دي ؟ جواب : اسلام عبارت دي د ځان د تسلیمولو او د الهي احکامو د پیروي کولو څخه .

10 - سوال : اسلام کوم قسم دین دي ؟ جواب : اسلام متوسط دین دي په مابینځ کي د سختی او آسانی .

11 - سوال : څو آسمانی دینونه دي او هم ووایه چي پرچا چا نازل شویدي ؟ جواب : څلور آسمانی کتابونه دي او په څلورو پیغمبرانو علیهم السلام نازل شویدي .

1 - تورات په حضرت موسی ( علیه سلام ) .
2 - انجیل په حضرت عیسی ( علیه سلام ) .
3 - زبور په حضرت داود ( علیه سلام ) .
4 - قرآن په حضرت محمد ﷺ .

12 سوال : مونږ پر څو کتابونو باندي ایمان لرو ؟ جواب : مونږ پر څلورو کتابونو باندي ایمان لرو لکه ( توارت ، انجیل ، زبور او فرقان یا قرآن ) .

13 - سوال : زمونږ کتاب کوم یو دي ؟ جواب : زمونږ کتاب قرآن کریم دي .

14 - سوال : قرآن شریف په څومره وخت کي ، د چا له طرفه او د چا په واسطه په حضرت محمد ﷺ باندي نازل شو ؟ جواب : قـرآن کریم د 23 کالو په وخت کي د الله ﷻ له طرفه او د حضرت جبریل ( علیه السلام ) په واسطه پر حـضـرت مـحـمـد ﷺ باندي نازل شویدي .

15 - سوال : قرآن کریم څو سیپاري او څو سورتونه لري ؟
جواب : قرآن کریم 30 سیپاري او 114 سورتونه لري .

16 - سوال : د قرآن کریم زده کول او هغه پر ځان عملي پر مونږ څه شي دي ؟
جواب : د قرآن کریم زده کول او د هغه پر ځان عملي کول پر مونږ فرض دي .

17 - سوال : د الله ﷻ صفات څو قسم دي ؟ جواب : صفات د الله ﷻ دوه قسمه دي ، چې هغه ذاتی صفات او فعلی صفات دي . ذاتی صفات عبارت دي : سمع ، بصر ، کلام ، اراده ، قدرت ، حیات او علم چې دا ده الله ﷻ ذاتي صفات دي او ثابت دي ، چې الله ﷻ د هغه په ضد نه موصوف کیږي ، مثلاٌ قدرت چې د هغه ضد کمزوري دي . فعلی صفات عبارت دي له : تخلیق ، انشأ ، ترزیق ، احیأ ، ابداع ، اعزاز او اذلال ، چې د اصفات د الله ﷻ لپاره ثابت دي او د هغه په ضد موصوف کیږي . لکه احیأ ( ژوندي کول ) چې دغه اماتت ( مړه کول دي ) دی .

18 : سوال : جنیات یا پیرانان د څه شي څخه پیداشویدي ؟
جواب : د اوره څخه .

19 سوال : روح د انسان په کوم ځاي کي قرار لري ؟ جواب د انسان په ټول وجود کي قرار لری .

20 سوال : د ثمودیانو قوم ولي د بیخه وکښل شو ؟ جواب : ځکه چې د الله ﷻ د اوامرو څخه یي سرغړونه وکړل .

21 - سوال : فرعون ولي غرق شو ؟ جواب : ځکه چې ایمان یي په الله ﷻ نه راوړي .

22 - سوال : که چېری څوک په الله ﷻ ایمان ونلري هغه ته څه شي ویل کیږي ؟ جواب : هغه چي په الله ﷻ ایمان نلري هغه ته کافر ویل کیږي .

23 - سوال : که په پیغمبرانو ایمان ونلري هغه ته څه شي ویل کیږي ؟ جواب : هغه ته هم کافر ویل کیږي .

24 سوال : آیا پر الله ﷻ ایمان نه درلودل نیک اعمال کومه ګټه لري ؟ جواب : بغیر د ایمان څخه هیڅ عمل ګټه نلري .

25 - سوال : د الله ﷻ یو څو نومان بیان کړي ؟ جواب : رحمن ، رحیم ، رزاق ، خالق ، کریم ، ستار ، رقیب ، قیوم ، قادر ... .

26 سوال : د پیغمبر ﷻ یو څو نومان ذکر کړي ؟ جواب : محمد ، احمد ، محمود ، صادق ، منیر ، بشیر ، نذیر ، مزمل ، مدثر ... .

27 - سوال : مجمل ایمان بیان کړي ؟ جواب : آمنت ُ بالله کماهو با سمائه و صفاته و قبلتُ جمیع احکأمه و ارکانه اقرار باللسان و تصدیق با قلب .

28 سوال : مفصل ایمان بیان کړي ؟ جواب : آمنتُ بالله و ملائکته و کتبه ورسله والیوم الاَخر والقدر خیره و شره من الله تعالی والبعث بعد الموت .

29 - سوال : مومن به څو شیان دي ؟ ۷ دي .

1 - ایمان په الله ﷻ .
2 - ایمان په ملائکه وو .
3 - ایمان په آسماني کتابونو باندي .
4 - ایمان په پیغمبرانو .
5 - ایمان ده آخرت ورځي باندي .
6 - ایمان ده مرگ څخه وروسته په ژوندي کیدو باندي .
7 - ایمان په خیر و شر چي د خداي ﷻ له طرفه دي .

30 - سوال : پیغمبر چاته ویل کیږي ؟ جواب : هغه کس چې د الله ﷻ له طرفه د بشر د لارښوونو لپاره رالیږل شوي وي .

31 - سوال : د پیغمبران ( علیهم السلام ) اجمعین شمیر څو دي ؟ جواب : د پیغمبران ( علیهم سلام ) یو لکُ څلور ویشت زره زیات وکم پکښي .

32 - سوال : زمونږ پیغمبر څوک دي ؟ جواب : زمونږ بیغمبر حضرت محمد ﷻ دي .

*📢 دا معلومات ثواب په نیت د نورو ملګرو سره یي هم شریک کړي .*

Address

Jalalabad

Opening Hours

09:00 - 17:00

Telephone

+93705606450

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when HinduKush Property Dealer posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Establishment

Send a message to HinduKush Property Dealer:

Share

Category