J.Baheej

J.Baheej ستاسې د خوښې ډيزاين دلته تجربه کړئ (لوګو، پوسټر، کارډ، انځور او نور...)

06/02/2025
د ناکامې مينې ياد راباندې زور شيپۀ دې دومره ښار کې ورک رانه خپل کور شيڅۀ ښۀ وايي چرته نۀ کار هلته څۀ کار زۀ چې ستا نوم چ...
03/05/2024

د ناکامې مينې ياد راباندې زور شي
پۀ دې دومره ښار کې ورک رانه خپل کور شي

څۀ ښۀ وايي چرته نۀ کار هلته څۀ کار
زۀ چې ستا نوم چرته واخلم مخ مې تور شي

دغربت ياران اکثره وفادار وي
بعضې لږ رقم پيداکړي حال يې نور شي

محبت د دوو زړونو تسلسل دی
داسې نده چې پۀ زر او يا پۀ زور شي

ستا پۀ نوم چې چرته بل بشر هم ويني
باور وکړه د بهيج زړۀ پرې ټکور شي

پۀ خپل ټول عمر مې پر افغان ولس داسې ظلم ندی ليدلی، ګاونډی هغه وي چې پۀ سخته کې دې لاسنيوی وکړی؛ خو برعکس زمونږ ګاونډي مو...
31/12/2022

پۀ خپل ټول عمر مې پر افغان ولس داسې ظلم ندی ليدلی، ګاونډی هغه وي چې پۀ سخته کې دې لاسنيوی وکړی؛ خو برعکس زمونږ ګاونډي مونږ سره داسې چلند کوي. افسوس
مونږ دې ته تکړه يو چې خپل حکومتونه را وپرځوو بس
ربه پر مونږ خاص رحم وکړې 😭

حدثنا محمد بن جعفرٍ ، قال : حدثنا شعبةُ ، عن فُرات ، عن أبي الطُفيل ، عن أبي سَرِيحة ، قال : كان رسولُ الله صَلَّي الله ...
15/11/2022

حدثنا محمد بن جعفرٍ ، قال : حدثنا شعبةُ ، عن فُرات ، عن أبي الطُفيل ، عن أبي سَرِيحة ، قال : كان رسولُ الله صَلَّي الله ُعَلَيْهِ وَسَلَّمَ في غُرْفة ونحن تحتها نتحدَّثُ ، قال : فأشرف علينا رسولُ الله صَلَّي الله ُعَلَّيْهِ وَسَلَّمَ ، فقال : " ما تذكُرون ؟ " قالوا : الساعة ، قال : " إن الساعة لن تقوم حتى تَرَوْا عشر آيات : خَسفٌ بالمشرِق ، وخَسفٌ بالمَغرِب ، وخَسفٌ في جَزِيرة العرب ، والدُّخان ، والدجَّال ، والدابَّة ، وطُلُوع الشمس من مغرِبها ، ويَأْجوج ومَأْجوجُ ، ونارٌ تخرج من قَعْر عَدَنٍ تُرحَّل الناسَ " ، فقال شعبة : سمعتُه وأحسبه قال : " تنزل معهم حيث نَزَلُوا ، وتَقِيلُ معهم حيثُ قالُوا " ، قال شعبةُ : وحدَّثني بهذا الحديث رجلٌ ، عن أبي الطُفَيل ، عن أبي سَرِيحةَ ، ولم يرفعه إلى النبيَّ صَلَّي الله ُعَلَّيْهِ وَسَلَّمَ ، قال أَحدُ هذينِ الرَّجُلينِ : الدَّجَّال يَقتُلُه عيسى ابن مريم ، وقال الآخر : رَيحٌ تُلقيِهم في البحر .
مسند احمد

لپـــۀ کې دې راوړلې اوبــۀ، تنــده مې ماتــه شوهکېناستلې مخکې راتــه تـۀ، تنــده مې ماتــه شوهباد يوړه پرده ستاسې د ورۀ،...
13/11/2022

لپـــۀ کې دې راوړلې اوبــۀ، تنــده مې ماتــه شوه
کېناستلې مخکې راتــه تـۀ، تنــده مې ماتــه شوه

باد يوړه پرده ستاسې د ورۀ، درتـــه ولاړ ومــــــه
ومې لېدې تـــۀ پـــۀ تـنـارۀ، تنــده مې ماتــه شوه

تللى وم جمات تـــه چې راتلم، د ميخانې پــۀ لار
سر باندې ساقـي جـام اړوۀ، تنــده مې ماته شوه

خيال کې ومه خپل رب ته ورغلى د توبې پۀ نيت
شوم ورته پۀ در کې پر لمانځۀ تنده مې ماته شوه

تږى وم د مينــې او د څــو، خــوږو کـــيسو بهيج
نن راتــــه جـانان و غـــږېدۀ، تنــده مې ماته شوه
۱۴۰۱/۸/۲۲

د خپل رب نوم سهار او ماښام يادوه!
08/11/2022

د خپل رب نوم سهار او ماښام يادوه!

زۀ پۀ ترخه خبره مرم عمر دراز مروتهزما د قتل ډېر سوچونه دې ياران نکوي
06/11/2022

زۀ پۀ ترخه خبره مرم عمر دراز مروته
زما د قتل ډېر سوچونه دې ياران نکوي

عشق کول هم ضروري وسر ساتل هم ضروري وستا پۀ سترګو کې درياب وورلوېدل هم ضروري ومحبت چې ضرورت شوغرقېدل هم ضروري ودلته مينه ...
06/11/2022

عشق کول هم ضروري و
سر ساتل هم ضروري و
ستا پۀ سترګو کې درياب و
ورلوېدل هم ضروري و
محبت چې ضرورت شو
غرقېدل هم ضروري و
دلته مينه کول جرم و
نۀ کول هم ضروري و
پۀ دې دومره بد حالت کې
ستا لېدل هم ضروري و
لۀ دې ښاره کډه ښه وه
ورنه تلل هم ضروري و
تنها ژوند سخت و بهيجه
يار ساتل هم ضروري و

Address

Jalalabad

Telephone

0093796361685

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when J.Baheej posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Establishment

Send a message to J.Baheej:

Share

Category