25/08/2026
Heart
Failure
د دې ناروغۍ نوم د زړه ناکامي یا د زړه کمزورتیا
*تعریف (Definition)*
د زړه ناکامي هغه وخت رامنځته کېږي چې د زړه عضله کمه شي او ونشي کولای چې بدن ته په کافي اندازه وینه او اکسیجن پمپ کړي. په دې حالت کې زړه کار کوي، خو د بدن اړتیاوې پوره نه شي کولای.
*مثال (Example)*
*د یو مثال په توګه:* د زړه حالت د یوې اوبو پمپ (موتور) په څیر دی چې د کور ټانک ته اوبه رسوي. که د پمپ موټور کمزوری شي، اوبه د کور لوړو پوړونو ته نه رسېږي. په همدې ډول، که زړه (پمپ) کمزوری شي، بدن او مغز ته تازه وینه او اکسیجن په سمه توګه نه رسېږي، چې په پایله کې بدن سمدلاسه ستړی کېږي.
*علتونه (Causes)*
*د وینې لوړ فشار:* زړه باید د لوړ فشار پر وړاندې د وینې پمپ کولو لپاره ډېر کار وکړي، چې وروسته ستړی او کمسوری کېږي.
*د زړه حمله (Heart Attack):* د زړه د رګونو بندېدل د زړه عضلې ته زیان رسوي.
*د زړه د والو ستونزې:* که د زړه والوونه خراب شي، وینه په سمه لار نه بهېږي.
*د زړه د عضلې ناروغۍ (Cardiomyopathy):* د عضلې التهاب یا غیر معمولي لویه کېدل.
*د شکر ناروغي (Diabetes):* د اوږدې مودې لپاره د شکر لوړوالی پر رګونو او زړه منفي اغېزه کوي.
*اعراض او علایم (Symptoms & Signs):*
*د ساه لنډۍ (Shortness of Breath):* د لږ کار کولو پر مهال یا د خوب په وخت کې د ساه سختېدل.
*سختې ستړیا:* ناروغ تل د بې ځواکۍ او ستړیا احساس کوي.
*پړسوب (Swelling):* په پښو، بوندونو او ګېډه کې د اوبو راټولېدو له امله پړسوب پیدا کېږي.
*چټک یا بې نظمه زړه درز:* زړه په چټکۍ یا په نا منظم ډول تپي.
*دوامداره ټوخی:* په ځانګړي ډول د شپې لخوا ټوخی چې بلغم یا سپین فوم ولري.
*تشخیص (Diagnosis)*
*د ډاکټر معاینه:* د ناروغ د نښو او تاریخچې اورېدل.
*ایکوکارډیوګرام (Echocardiogram):* د الټراساؤنډ له لارې د زړه د فعالیت او د وینې پمپ کولو اندازې کتل.
*ای سي جي (ECG):* د زړه برقي فعالیت او نظم معاینه کول.
*د وینې معاینات:* د زړه د ځانګړو پروتینونو او د پښتورګو د کاري فعالیت معلومول.
*د سینې ایکس رې (Chest X-ray):* په سینه کې د اوبو شتون او د زړه لویوالی کتل.
*تداوي (Treatment)*
*درمل (Medicines):* د وینې فشار ټیټولو درمل، او د بدن څخه د اضافي اوبو ایستلو درمل (Diuretics).
*د ژوند طرز بدلول:* په خوراک کې د مالګې (نمک) او غوړو کمول.
*جراحي یا وسایل:* په ځینو سختو حالتونو کې د زړه د تالار تنظیمولو وسایل (Pacemakers) لګول کېږي.
*مخنیوی (Prevention)*
د وینې لوړ فشار او د شکر ناروغي په کلکه کنټرولول.
روغ او متوازن خوراک خوړل (سبزيجات او میوې زیاتول، مالګه او غوړي کمول).
د سګرټو او نورو نشه یي توکو نه کارول.
په منظم ډول سپک ورزش کول (لکه ګرځېدل).
*لیکوال : ډاکټر مصور عمرزی *