05/28/2026
حضرت عمر فاروق رضي الله عنه هغه ستر شخصیت و چې د عدالت، زړورتیا او د الله تعالی د وېرې له امله به ترې خلک هیبت احساساوه، خو خپله به د الله تعالی او د هغه د بندګانو پر وړاندې بېحده عاجز، متواضع او نرمزړی و.
د هغه په حکومت کې به کمزوری، غریب او مظلوم تر ټولو ځواکمن انسان ګڼل کېده، ځکه عمر رضي الله عنه د مظلوم غږ د الله تعالی امانت باله.
یوه ورځ حضرت عمر رضي الله عنه د مدینې په بازار او کوڅو کې روان و او څو صحابه کرام هم ورسره ملګري وو. په همدې وخت کې یوه بوډۍ ښځه مخې ته ورته ودرېده او هغه یې تم کړ.
هغې وویل:
“ای عمره! یوه زمانه وه چې ته به په عکاظ کې شپونکی وې او پسونه به دې څرول. بیا وخت بدل شو، خلک درسره اشنا شول او نن د مسلمانانو امیر یې. نو له الله تعالی ووېرېږه، د خلکو حقونه مه هېروه، ځکه څوک چې د الله تعالی له حسابه ووېرېږي، هغه به د خپلو مسؤلیتونو خیال ساتي.”
بوډۍ ښځې خپلو خبرو ته دوام ورکاوه او حضرت عمر رضي الله عنه په پوره ادب، عاجزۍ او حوصلې سره ورته ولاړ و. نه یې خبره پرې کړه، نه یې د غصې نښه ښکاره کړه او نه یې د خپل مقام غرور وښود. سر یې ټیټ نیولی و او په ډېر سکون یې د هغې خبرې اورېدې.
صحابه کرام حیران وو چې د مسلمانانو امیر، هغه شخصیت چې د نړۍ لوی قدرتونه ترې وېرېدل، د یوې بوډۍ ښځې دومره سختې خبرې په دومره عاجزۍ اوري.
کله چې ښځه لاړه، یو کس عرض وکړ:
“ای امیر المؤمنین! ته دې دې بوډۍ ښځې ته دومره وخت ولاړ وې؟”
حضرت عمر رضي الله عنه وفرمایل:
“په الله قسم! که دې ښځې زه ټوله ورځ هم دلته درولی وای، زه به یوازې د لمانځه لپاره تللی وای. آیا تاسو پوهېږئ چې دا څوک وه؟ دا خوله بنت ثعلبه رضي الله عنها ده؛ هغه مبارکه ښځه چې الله تعالی یې غږ د اوو اسمانونو له پاسه واورېد. نو عمر خو لا ډېر حق لري چې د هغې خبره واوري.”
همدا هغه ښځه وه چې د خپل مېړه د ظلم او ستونزې شکایت یې رسول الله ﷺ ته وکړ، او الله تعالی یې په اړه د سورة المجادلة آیتونه نازل کړل.
قدرمنو او محترمو ورونو!
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«اتَّقُوا دَعْوَةَ الْمَظْلُومِ، فَإِنَّهُ لَيْسَ بَيْنَهَا وَبَيْنَ اللَّهِ حِجَابٌ»
“د مظلوم له فریاد او ښېرا څخه ووېرېږئ، ځکه د هغه او د الله تعالی ترمنځ هېڅ پرده نشته.”
همدا د اسلام د عدالت تر ټولو ستر اصل دی؛ الله تعالی د مظلوم غږ ته د آسمانونو پردې لرې کوي او د کمزوري انسان آه مستقیم د رب العالمین حضور ته رسېږي.
نو د مسلمانانو پر مشرانو، چارواکو او واکمنانو لازمه ده چې د خپلو ماڼیو، دفترونو، ساتونکو او دروازو تر شا پردې لرې کړي.
څومره مظلومان به هره ورځ د قدرت د دروازو تر شا ولاړ وي، غواړي خپل درد او فریاد تر مسؤولینو ورسوي، خو نه به یې غږ اورېدل کېږي او نه به یې ستونزو ته رسېدګي کېږي.
که په دنیا کې د مظلوم غږ په کوم ادرس کې وانهورېدل شي او ټولې دروازې پرې وتړل شي، نو الله تعالی خو د هغه فریاد مستقیم اوري.
هغوی به په دنیا کې کمزوري، بېوسه او بېاهمیته ښکاري، خو د الله تعالی په دربار کې به یې قضیه ثبت وي.
قدرت، تبلیغات، لقبونه او د تقدس خبرې انسان نه ژغوري، که د مظلوم حق تر پښو لاندې شي. ډېر داسې کسان به وي چې په دنیا کې به خلک ورته د احترام په سترګه ګوري، خو د یوه مظلوم د اوښکې، آه او فریاد له امله به د قیامت په ورځ ذلیل او رسوا شي.
ځکه الله تعالی د مظلوم له سترګو راوتلې اوښکه هېڅکله بېحسابه نه پرېږدي، او هغه نظام چې د کمزوري غږ پکې نه اورېدل کېږي، که هر څومره د تقدس جامې واغوندي، د الله د عدالت له محکمی نشی تښتیدلی.