18/06/2026
ژوند زمونږه ترې په دار دي زما ربه
دي وطن کې يو خامار دي زما ربه
نه په لنګ نه په پتلون باندې قاريږي
بس پښتون پټکي ته قار دي زما ربه
دي وطن کې يو خامار دي زما ربه
تن يي وخريي او په وينه يو نشه شې
څه په داسې رنځ بيمار دي زما ربه
زمونږ سر زمونږ د مټو خلک وژنې
سر زمونږ نه بس ګزار دي زما ربه
هُم يو وژنې هُم مرهَم راته ډالۍ کړې
دا ډالرو څوکې ډار زما ربه
دي وطن کې يو خامار دي زما ربه
ضياء خاموش نه دا خاموشه دُعاء واوره
يو ظالم پاړو پکار دي زما ربه
دي وطن کې يو خامار دي زما ربه
ژوند زمونږه ترې په دار دي زما ربه
دي وطن کې يو خامار دي زما ربه
Zia Khamosh Sayed Usman Muhammad Qasim Muhammad Yaseen Khan Mubarak Armani official Farman Ali Islam Uddin