ولوله

ولوله Only for reading

که دا لیک معیاری پښتو وو، بیانو د ملاجان خبره د کاڼی کرښه سوو  چې(پښتو د جهنم ژبه ده)))لیکوال عبدالله مومنپر خواله رسنۍ ...
17/09/2026

که دا لیک معیاری پښتو وو، بیانو د ملاجان خبره د کاڼی کرښه سوو چې(پښتو د جهنم ژبه ده)))

لیکوال عبدالله مومن

پر خواله رسنۍ می یو بلنلیک تر سترګو شو! د لیک اولنۍ او اخیرنۍ برخې می د شخص د نوم په وجه غوڅ کړې، منځنۍ برخه می د بېلګې په ډول را وخیسته ترڅو دلته ورباندی وږغیږو!

زموږ په ټولنه کښې پر سیاسی مشرانو دومره سخته خوا بده شوې چې آن ځینې کسان د مشران پر کړنو باندی نېوکې کړی خو په عکسل عمل کښې د آجل مېلمانه شوی!!!
که د یو کس له نوم سره ډاکټرصاب ،حاجی صاب،اغاه صاب وغیره یاد نه کړې د تندی ګونجی یې له ورایه لېدل کیږی!
که پر یوګوند نیوکه د اصلاح په نیت وکړې د پوچ پاش سم باران دربانذی جوړ شی!
ډېر په ژورو کښې نه ځم د هر چا حق د چې دخپل مشر،تنظبم او ټولنې دفاع په کلکه وکړی!
خو ورسره دا سوال هم پیداکیږی چې د مورنۍ ژبې دفاع به څوک څنګه ،څه وخت او څنګه کوی؟
دغه لیک چې د پښتنو لخوا پښتنو ته د رسمی بلنې په موخه آستول شوی، نه پوهېږم چې دا د کوم کی بورډ په نوښت لیکل شوی؟
کوم ښاغلی دا تحریر کړی؟ دغه ښاغلی له آسمان څخه راغلی وو چې د ځمکې خلګو ورباندی نغد نه شوای کولای؟
آیا دا پښتو ده؟
دې تحریر ته د نړۍ په یوه کونج کښې هم معیاری پښتو ویلای شو؟
رښتیا هم پښتو د اغزن تارغوندی پېچلې ژبه ده؟
چاچې دغه تحریر کوی څومره له پښتو لیکدود سره بلد ده؟
که د پښتو ژبې منل شوی ژب پوهان(((مجاور احمدزیار او محمد معصوم هوتک))) ته قران په لمن کښې ورکړو په دغه لیک کښې به 30% فیصده سوچه او معیاری پښتو راته چڼ کړی؟؟؟
داچې یو کس را پورته کیږی له خپلې خیټې څخه پښتو لیکدود اجاد کوی موږ به بوڅ غوږونه ورته ناست یو؟
په برملا چیلنج او خلاصو غوږو یې واروئ دغه لیک د پښتو له معیاریتوب سره هیڅ تړاو نه لری!
که څوک زړه ښه کوی که پوزه بوڅ کوی زما فرض جوړیږی چې له خپلې مورنۍ ژبې څخه په کلکه دفاع وکړم!
دا بیا کومه اختراغ ده چې نه یې نوښت جوت کولای شې او نه کوم صنف بس یووه (و) ته دی درې رنګه لکۍ ورکړې دی!
اول د هیڅ ژبې لهجه نه لیکل کیږی بیا پښتو 73 لهجې لری چې پر هر شل کلومیټرۍ د ژبې لهجه بدلون مومی دغه لیک د پښتو په 73 لهجو کښې هم ځای نه لری!
نو بیا ووایه چې دغه لیکدو دی له کومه ځایه را نازل کړ!!!؟
له لیک څخه د لیکوال موخه داوی چې مخاطب کس پوه شی چې د کوم هدف لپاره ورته لیک آستول شوی! نو رښتیا ووایه دغه لیک دویلو جوګه ده؟ سته داسی ښاغلی چې بې کومې ستونزې یې ولولی؟
دا یویشتمه صدۍ ده پښتو ګوګل،چیټ جی پی ټی او AI منلې او خپل مصنوعی ځیرکتیا ته یې ور ګډه کړې ده، ته بیاهم د خپل شخصی سرټمبتوب مېلمه یې دومره دی هم سر نه شو خلاص چې دا ما څه اوتی باوتی پر لیکه کړی!!!؟
پښتو د یو ملت ژبه د که ستا شخصی پټی چې څه دی زړه غواړی پکی کرې یې؟
په 1986 کښې د پښتو نړیال کنفرانس وو درې سعته پر یوه توری(لوڅ که لڅ) بحث وشو، خو تا دومره بې درېغه خیټیالوجی په مخه کړې سمه ګوته په غاښ ورته نیول کیږی!
نه پوهیږم چې له یوې ژبې سره دومره په غټه پیمانه ظلم کیږی بیا هم اولس چپه خوله ناست د چې د الغټو مِنل غټ ولوکانه پېشو سر خوا بدیږی!!!؟
چې موږ د خپلې ژبې ننګه ونه کړو نو ستا څه خیال د له ګجران والی به ږغ کیږی که له چک نمبر 52 څخه !!!؟

ته چې هر څوک یې، هره ژبه چې وایې، هغه د مشر محمود خان خبره ته زنداباد مګر دومره د خدای روی خو وکړه زموږ په ژبه ډرۍ مه وهه!!!؟؟؟
منم چې موږ د اشغال تر درنه میچن لاندی ژوند کوو، دومره هم نیستی نه د چې ستا غوندی پر ځان مین ته مخه ورکړو چې د یوې منل شوې ژبې نمائندګی وکړه!
علامه عبدالشکور رشاد،علامه حبیبی، ننګیال صاب، او نور د پښتو تکړه ژب پوهان او لیکوالان هیڅ داسی لیکوال نشې راته په ګوته کولای چې هغوی دی کومه لیکنه کړې یې خو د کتنې لپاره دی کوم بل لیکوال ته نه یې ورښکاره کړې!
دغه ستا ناتار کوم ښاغلی ولوستی؟
ژبه د یوملت پېژندګلوی ده لمن درته نیسم د یو ملت په پېژندګلوۍ ډرۍ مه وهه!

پای او ستاسو نظر

قزلباش نه، غزلباش.!!!تحریر عبدالله مومن.دژبپوهانو څېړنې جوته کړې چې د پښتو پخواني لیک دود خروشتی لیک دود وو؟؟؟ چې ځینی ن...
05/08/2026

قزلباش نه، غزلباش.!!!
تحریر عبدالله مومن.

دژبپوهانو څېړنې جوته کړې چې د پښتو پخواني لیک دود خروشتی لیک دود وو؟؟؟ چې ځینی نخسې یی په مردان او میدان ښار کښي موندل شوې هم دی.
ددوی په وینا چې د یادو نخسو تر شل سلیزو زیات وخت کیږی؟؟؟
ورسره موریخین لیکی چې د پښتنو غوڅ اکثریت له پکتیا څخه نورو سیمو ته خواره شوی. ورسره دا هم لیکی چې پښتون نوم له پکتون څخه اخیستل شوی توری ده؟؟؟
یوه بله څیړنه جوته وی چې پښتانه په اصل کښی آرین دی چې له جرمنیانو سره اړخ لګوی. ځکه هیټلر هم په خپل لیږل شوی لیک کښي شاه غازی آمان الله خان ته د وینې د ورور خطاب کړی؟؟؟
په پورتنۍ بیلګو کښی زما یوازنی هدف داوو چې پښتانه هغه د شاعر خبره وایی(آدم هوا سره پښتو ویله، آنا دی زما سره پښتو ویله؟؟؟
خورا زوړ تاریخ لری.
دومر خو هغه د پېښور جان خبیب هم پوه د چې پښتانه زرګونه کاله تاریخ لری.
ډير ځله له داسی خبرو سره مخ کیږی چې محمودخان اڅګزی په قوم څوک ده. اوس بیا د خواله رسنۍ ځینی جاهلان له هر آیل او یاغی څخه د محمود خان د قوم تپوس کوی؟
آیا پوهیږی چې د ښاغلی محمود خان د ملت پوښتنه څه وخت زور او شور نیسی؟
دلته به زه خپله شخصی تجربه تحریر کړم. هر وخت چې ښاغلی اڅګزی ریاست ته پېچلی لینګته ور اچولې په ورته وخت کښي د ښاغلی پر هویت سوالونه راپورته شی.
څوک څه وایی څو بیا بل څه.
او داخبره هم تر لمر روښانه د چې هیڅ پښتون د خپلې قبیلې سابقه توب داسی نشی روښانه کولای څرنګه چې د نورو په هکله غوښتل غواړی.
د بیلګي په ډول هغه اڅګزی وروڼه چې محمود خان د خپلې قبیلې برخه نه ګڼي نو آیا د خپل ځان او کورنۍ اڅکزیتوب ډي ان آي ورسره شته؟ ناممکن!!!
تاسو سم وایاست خو یوازی د نوم ځینی توری درڅخه پاته شوی دی.
محمود خان قزلباش نه بلکه غزلباش ده. ځکه محمود خان چې په قومی اسمبلۍ کښي هره غزل ویلې بیا یی د چا پلار هم نشی ورسره زمزمه کولای.
هغه کس چې په ریاستی کچه په یوه غونډه کښی مستقیم ډي جي آیی ایس آیی ته ګوته نیسی ورته وایی چې په افغانستان کښي په څو اونیو کښي کراری راتلای شی که ته وغواړې؟؟؟
داسی غزل د چا پلار هم نشی ویلای!!!

کله چې یو کس دخپل اووټر تر نالۍ او سړک ګام واړوی او سیده د لوی وطن قضیه په قومی آسمبلۍ کښي وړاندی کړی دا ډېره سخته غزل ده سوال نه پیداکيږی چې د اسمبلۍ بل میمبر دی ورسره زمزمه کړی ځکه خو ښاغلی غزلباش ده!!!

کله چې د ریاست لخوا پاکستان تحریک انصاف دېواله ته ودرول شو نو عمران خان په دې فکر شو چې اوس زما لپاره یو انتخاب د هغه باید داسی کسی وی چې له اسټبلشمینټ سره ټانټې وه چیچی یوازنی کس ښاغلی اڅګزی وو چې د عمران خان پر موجوده حالاتو برابر وو. هغه غزل چې عمران خان غوښتله چې وویل شی، هیڅ کارکن ورته آماده نه وو بغیر له محمودخان!

په یوه سیټ د آپوزیشن لېډر جوړېدل څه خیرات نه وو،دا وخت رارسېدلی وو چې د ریاست په سترګو کښي سترګې وراچول د محمود خان کار ده، داچې تاسو د نوم اخیستلو کښي ستونزه لری الله مو انسانان که .

پای او ستاسو نظر

مستونک سټې ته بائد دومره سر ورخلاص کړو چې موږ پر محترم مشر د انسانیت تر کچې باور لرو دا چې ستاسو کچه د انسانیت له چوکاټه...
13/06/2026

مستونک سټې ته بائد دومره سر ورخلاص کړو چې موږ پر محترم مشر د انسانیت تر کچې باور لرو
دا چې ستاسو کچه د انسانیت له چوکاټه د 47 په لالچ کښې وتلې نو ځان اصلاح کړئ! محمود خان اچکزی قدرتی اصلاح د

له فصله به خواریې، له اصله نه دی خوار!تحریر عبدالله مومن.له څه مودې څخه پر خواله رسنۍ خبرې کښته پورته کیږی چې د افغان د ...
09/06/2026

له فصله به خواریې، له اصله نه دی خوار!

تحریر عبدالله مومن.

له څه مودې څخه پر خواله رسنۍ خبرې کښته پورته کیږی چې د افغان د نېر نظام نظامیان د جنوبی پښتونخوا په ځینو سیمو کښې ځای پر ځای شوی؟؟؟

داچې زموږ د تول پیمانه له وخته پڅه ده، همېشه د تحقیق پر ځای د عقیدې په رسۍ تړل شوی یو نو ځکه داسی خبرونه هم د زړه په غوږو، د عقیدې پر بنیاد داسی منو لکه مولوی خلیفه دین مامد چې ځان په خلګو منلی!

داچې اکثره څه چې غوڅ اکثریت د افغانستان له تیر نظام سره سم نا اشنا نه دی نوځکه تر څیړنو پر اوازو غوږونه او د زړه کپیسټی ډکوی!

او داهم دروغ نشی کېدالای چې د افغانستان وګړی دی په یادو مندرسو کښې مېشت نه یې!
ځکه دلته مندرسې جوړی د افغان د بربادۍ لپاره دی!
اوس سوال دادی چې دا خلګ اخر دی څوک!!!؟
د هیواد ملی اردو، ملی امنیت او ملی پولیس منم چې د وخت د مجبورۍ، افغان ناسم پلینیګ او پینټاګون دوغله پالسۍ دې ته اړ ایستل چې نور د نظامی وردۍ پر ځای ساده جامې واغوندی!دومره هم نه دی لویدلې چې د محکوم وطن له یوه لغړی سره د کرایې د قتل په موخه توپک اوږې ته کړی!
او یا دازلی دښمن په خوله د خپلې خاوری نړولو ته اړم شی!
او نه هغه محلی پولیس د نور جنګ جوګه دی!ځکه محلی پولس په خپل هیواد کښې هم تر خپلې ولسوالۍ ور ها خوا په نور سیمو کښې کار کولو تهچمتو نه وو!

بل اخر دا خلګ څوک دی!
پر دې هم سترکې نه پټیږی چې داخلګ دلته راڅرګندشوی دی!
اوس هرچاته ته جوته د چې د افغان پر خاوره هرنوعه جنګ کول تر خرخرین ناورین کم نه د!
ددی جنګ لپاره سوال نشی پیدا کېدلای چې لاهور دی په غوڅ اکثریت هغه نظامیان قانع کړی چې بیا پر خپله سیمه اوور بل کدی!
ځکه چې د تېر نظامیانو عمرونه له کچه مرحلې تېر شوی اوس ټول تر څلوېښت کاله اوښتی!
او د کچه عمر(((تر څلوېښت کاله کم عمر)))بغیر کسان لاهور ته هم ارزانه نه تمامیږی!
او نر څلوېښت کاله پورته کسان له یوې خوا لاهور په اسانۍ نشی مهار کولای،بلخوا د یاد عمر کسان نور په تنخوا پردی ډنګ ډوز ته تیار نه دی، ځکه ددوی خپله د ژوندانه پیټی دروند دی!

دغه کسان چې په کومو سیمو کښې تر سترګو شوی اه هر اړخه غیر مسلکی او غیری معیاری دی!
اوس نو دا مه وایاست چې پښتنو کښې بیا غیری مسلکی او غیری معیاری خزندې کله وې!!!؟
نومان اخیستل یې غیری اخلاقی مار د خو چې د امثرو سیمو یادونه درته وکړم له غیری ټولنیز ځوانانو داسی بوز بنۍ دی!!!
دغه غیری اخلاقی، غیری معیاری کسان لاهور واپډا والا په مندرسو کښې سره را غونډ کړی. نوم یې ورته د سابقه افغان کمانډو ورکړی!
لاهور ته خپله سټراټیټی معلومه د چې کوم هدف ته به په کوم زمان کښې رسو. خو تاسو مهربانی وکړئ د لاهور واپډا والا سره د نوم په شهرت کښې غیری مستقیم مرسته مه کوئ!
دا ټول لنډغر ،جاهله او بې مسلکه ټوله د ، داچې ولی ریاست ورڅخه د افغان کمانډ په نوم ګټه اخلی داهم د نوی جنګ د باب اولې ورقې دی،
چې پلانینګ یې له پینټاګون څخه او تطبق یې لاهور په غاړه اخلی،اخیستی او اخلی به یې!
لکه څنګه چې یې په تېر وخت کښې په مذهبی کارتوس افغانان کاڼه او ړانده کړو دا ځل کاړتوس هغه د یوازی اسم یې ورته بدل انتخاب کړی!
یقین څه چې په چیلنج سره درته وایم چې ددغو لنډغرو غوڅ اکثریت د همدې سیمې ده!
داچې لاهور په موږ کښې څومره ژوره مطالعه لری چې ټول لنډغر یې په یوه غلبېل را چڼ کړو زما د وضاحت اړتیا نشته تاسو ته هم جوته د چې لاهور په دې عمل کښې سم ښاغلی د!
او که جنګ نه راسره کوئ نو به یوه بېلګه هم درته کښږدم!
تېر کال چې د کلاسیف الله په غرو کښې څو کسان له سپکو او درنو وسلو سره ونیول شول
په هغو کښې څلور کسان سلیمانخېل وو پاته نهه کسان د یادی سیمې اوسېدونکی وو!!!؟؟؟
داچې د درې څلور سلېمانخېلو یادونه کښته پورته کېده بقایه نهه کسان تر نن ورځې پوری پټ پاته شوی یو ځان ته سوال د!
دلته هم د واپډا والا خپل یوچ زموږ په مغزو کښې را پیچکاری کړ!
ګویا دغه یاد کسان د افغانستان هوسېدونکی دی!
او د بد نیت پیل همېشه د کابل لخوا ترسره کیږی!
خو حقیقت برعکس وو!
یاد څلور کسان د هغو پټو 9 کسانو تر سرپرستۍ لاندی، د واپډا والا په حکم بد امنۍ ته لمن وهله!!!؟؟؟
کنه دلته به وکیلان یا هغه کسان هم یې چې له عدالتی کارو سره اشنا دی. نو دوی دی ووایې چې اوس مهال مېس د څلور کسانو چلیږی !؟ که نا دریارلس کسان دی؟؟؟
که کېس /پیشی د دیارلسو کسانو روانه د نو سلیمانخېل خو تاسو درې یا څلور یاد کړی وو،
دا دیارلس بیا څنګه سوو؟؟؟
څلور سلیمانخېلو په مردانه وجود نهه کسان وزېږول!!!؟؟؟
کنا هغه نهه پټ
کسان هم ددوی د کیس برخه د؟
لکه څنګه چې د کلا سیف الله په پېښه کښې 9 علاقایې کسان پټ وساتل شول بقایه څلور توپکمار جاهلان د مېډیا پر پرده عیان سو، همدا شان ددغو لنډغرو غوڅ اکثریت علاقایې ده یوازی ښکاره کول به د هغو کسانو یې څوک چې له دې سمې سره تړاو نه لری!

01/06/2026

د روسیه نوی قرارداد د لاهور خوب حرام کړی،
او د محمودخان اچګزی وینا د ځینو پښتنو او نېشنلیانو مغزو ته تکان ورکړی.
ولوله چې پوی شې.

30/05/2026

د ټولو لوستونکو پښتنو تېر اختر دی ورته بختور سی،
هسی هم د نړۍ سترګې موږ ته برګې دی

د اولس بابا
26/05/2026

د اولس بابا

قدرمنو هیوادوالو، خویندو او ورونو، السلام علیکم ورحمة الله و برکاته،
تاسې ټولو ته – که په هیواد کې دننه یا د نړۍ هر ګوټ کې یاست، د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وایم.
عید سعید اضحی به فرد فرد شما در هر کجایی که هستید، مبارک باد.
قربان هییت بیرمینگیز مبارک.

خپل درناوی دغه راز قدرمنو حاجي صاحبانو ته چې د حج مقدسې فریضې ادا کولو له پاره په بیت الله شریف کې راټول شوي، هم وړاندې کوم او د افغانستان د ملت او د نړۍ د ټولو مسلمانانو د سوکالۍ لپاره د دعا هیله ترې کوم.
امروز گرد آمدن مسلمانان در بیت‌الله شریف، گواه روشن این حقیقت است که عقیدهٔ ما در انحصار هیچ فرد و گروهی قرار ندارد. این باور مقدس، میراثی است که در طول قرن‌ها از دل اندیشه و شعور جمعی به ما رسیده است. از همین‌رو، هر مسلمان در روز قیامت در بارگاه الله جل‌شانه، خود پاسخگوی اعمال خویش خواهد بود.
عقیدهٔ پاک و مشترک ما هیچ‌گاه مایهٔ تفرقه در میان ملت ما نبوده است؛ بلکه همواره ارزش والایی بوده که دل‌های مردم ما را به هم نزدیک ساخته و پیوند برادری را استوار نگه داشته است. آنچه سبب اختلاف گردیده، اقشاری اند که عقیده را انحصاری و سیاسی ساخته اند.
ګرانو خویندو او ورونو،
نژدې شپږ میاشتې مخکې مې تاسې سره په خبرو کې وویل چې ملت د ژوند او بربادۍ ترمنځ په دوه لارې ولاړ او له یوه سخت، خو ضروري انتخاب سره مخ دی. له هغه راهیسې مې تاسو سره د خبرو مخه نیول شوې او غږ مې غلی شوی و. په دې موده کې مې سره له دې چې آواز نه در رسېده، زړه مې یوه شېبه له تاسې لرې او بې‌خبره شوی نه دی. نن د رحمت په دې ورځ بېرته تاسو ته در ګرځم او هغه نیمګړی بحث له هماغه ځایه پيلوم، ځکه په دې دومره میاشتو کې نه یوازې انتخابونه پر خپل ځای پاتي دي، بلکې وضعیت لا ډېر بېړنی شوی او دوه لارې د ګړنګ تر غاړې رسېدلې ده.
موږ د اختر خوشحالي په داسې حال کې نمانځو چې په زړه کې مو د هغو هیوادوالو داغ لا تازه دی چې په کابل، پکتیکا، خوست، ننګرهار، کندهار، کونړ او نورو ولایتونو کې د بمباریو له امله شهیدان او ټپیان شوي دي. ټولو غمجنو کورنیو ته تسلیت وایم. دغه راز پاکستان ته وریادوم چې افغانستان ته دې د مشرق د علامه شاعر، اقبال له سترګو وګوري، په ارزښت او وقار دې یې ځان وپوهوي او درک دې کړي چې آسیا د خپل زړه له ثبات پرته ثبات ته نه شي رسېدلی. دا تصور دې هم له سره و ایستل شي چې استعماري کرښې زموږ دردونه جدا کړي دي. په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې زموږ خویندې او ورونه ورته درد زغمي چې هغه هم زموږ خپل درد دی.

هموطنان گرامی،
امسال عید قربان در حالی فرا می‌رسد که تحول بی‌سابقه‌ای در منطقه رخ داده است و دامنه جنگ تا همسایه ما ایران و کشورهای خلیج گسترش یافته است. در این کشورها، به‌شمول مهاجرین افغان، میلیون‌ها انسان آسیب دیده، بی‌جا شده و با نگرانی‌های عمیق درباره سرنوشت خویش به سر می برند. در چنین وضعیتی که سراسر منطقه در حال تحول است، بی تفاوت ماندن به معنای آنست که دیگران به جای شما تصمیم بگیرند. نیاز به همکاری منطقوی در این شرایط به مراتب بیشتر از پیش شده است که کلید اصلی آن در کشور عزیر ما قرار دارد. بنا‌ءً یک سیاست اقتصاد محور از اولویت های اصلی ماست که دستیابی به آن انسجام تمام ظرفیت های ملی افغانها را می طلبد.
جهان نزدیک به پنج سال در انتظار ماند تا ببیند در افغانستان چی تغییری به‌میان می‌آید، اما این انتظار آمیخته با ناامیدی در حال پایان یافتن است. کشور ما به‌گونه بی‌سابقه‌ای منزوی شده و تقریباً همه طرف‌ها، دیگر به افغانستان نه به‌عنوان یک همسایه، بلکه به چشم یک تهدید امنیتی می بینند. حتی آنهایی که حاضر بودند به گروه حاکم فرصت بدهند، اکنون آشکارا می‌گویند که از خاک افغانستان با خطر تروریزم روبه‌ رو اند.
این همان پیآمد بحران مشروعیت است که من از سال‌ها دربارهٔ آن هشدار داده‌ام. مشروعیت با زورِ تحمیل و ادعا، به‌دست نمی‌آید؛ مشروعیت را ملت به کسی می‌دهد که آزادانه و با ارادهٔ خود انتخابش کرده باشند. گروه حاکم چشمان خود را بر آن تحول عمیقی بسته است که در ذهن و روان مردم افغانستان شکل گرفته است. کسانی که از نبض ملت خود آگاه نباشند، هرگز نمی‌توانند نماینده واقعی ملت باشند.

د روان وضعیت د پېټي زور له بده مرغه ولس زغمي. نن بې شمېره کورنۍ حیرانې دي چې په یوه مړۍ ډوډۍ لومړی د کوم بچي خېټه مړه کړي. چاپېریال مو د اقلیمي بدلون له ژورو منفي پایلو سره مخ دی. فصلونه مو په وچکالۍ سوځېږي او د کور سرپناه مو سیلابونه ویجاړوي. یو ځل بیا وایم چې زموږ لوږه ازلي نه ده. دا د انتخابونو پایله ده او که سم انتخابونه وشي، هیواد مو د الله جل شانه په فضل دومره امکانات لري چې د نسلونو لوږه او بیوزلې پرې ختمه شي. د قربانۍ په دې ورځ باید پوه شوو چې قرباني یوازې وینې تویول نه دي. د الله جل شانه دربار ته د مسلمان نیت او اخلاص رسېږي. دا هغه ورځ ده چې مسلمانان د یو بل لاسنیوی کوي؛ پر بیت‌المال مسلط باید وپوهېږي چې دغه پانګه یوازې د بېوزلو، کونډو، یتیمانو او افغان ملت حق دی، نه د واکمنو شخصي مال.

قدرمنو خویندو،
زه ستاسې درد او وېره درک کوم او په دې پوهېږم چې وېره مو د سبا، بل سبا، بلې میاشتې او بل کال ده چې ښوونځی، کار او په ټولنه کې به ګډون ولرئ که نه. له نجونو زده‌کړې پاتې کېدل او د ځوانانو نامعلوم برخلیک فرعي مسایل نه دي. دا اصلي مسئله ده. هېڅ ملت په یوه پښه مزل نه شي کولای. ما تل ویلي چې یوه باسواده نجلۍ پنځه نسلونه بدلولی شي. زموږ پېغلو او ځوانانو ته باید د پېټي په سترګه ونه کتل شي. دا زموږ د هیواد راتلونکی دی او د ۲۰۴۷ کال د افغانستان بنسټ به د دوی په ځواکمنو اوږو ایښی وي.

هموطنان عزیز
سخن گفتن از منافع ملی بدون آنکه ملت در محور آن باشد و بدون وحدت ملی، ناممکن است. منافع ملی باید بر بنیاد یک ارادهٔ ملی تعریف شود و همواره در خدمت وحدت ملت قرار داشته باشد. ما باید با خود صادق باشیم و ببینیم چه چیزی در برابر آن مانع ایجاد کرده است. منافع یک شبکه یا سودِ یک حلقهٔ بسته، در تناقض مستقیم با منافع ملت قرار دارد. این تناقض باید از بین برود، نه اینکه مدیریت شود؛ منافع هر شبکه‌ای باید در چارچوب منافع ملی تعریف گردد و هیچ‌گاه فراتر از آن قرار نگیرد. اولویت همیشه با ملت است، نه با شبکه‌ها و حلقه‌های خاص.
زمان صحبت در مورد انتخاب دیگر گذشته است، حالا وقت انتخاب است و ملت باید راه آینده اش را برگزیند. من سوالاتی را با شما شریک می‌سازم که امروز تقریباً در هر خانواده افغان مطرح است: در نزدیک به پنج سال گذشته چه چیزی به دست آوردیم؟ چی قیمتی برای آن پرداختیم؟ و اگر این وضعیت پنج سال دیگر هم دوام کند، پیامد آن چه خواهد بود؟
عید امسال می‌تواند فرصت خوبی برای آغاز یک گفتمان ملی در این مورد باشد. در هر خانه، هر نشست، و هر محفل می‌توان با ذهن آرام یک بحث واقعی ملی را آغاز کرد. از هموطنان مقیم کشورهای دیگر نیز دعوت می‌کنم که این بحث به شما نیز تعلق دارد. در این گفتمان ملی سهم بگیرید، از آن حمایت کنید و پشت تصمیم ملت خود بایستید. البته آنچه که هرگز نباید فراموش شود اینست که: هیچ هدفی و هیچ نارضایتی نمی‌تواند بازگشودن درِ کشتار افغان به دست افغان را توجیه کند. آن در باید بسته بماند.

اجماع د یوه کس یا ډلې له لورې نه راځي. اجماع د هغه ملت د ملي ارادې پایله ده چې له یوه ‌مشروع نظام، سولې او باعزته ژوند پرته ډېر څه نه غواړي. زه د تل په څېر، د ځان لپاره هېڅ نه غواړم، خو چمتو یم چې د لازمي اجماع د راتګ، او د مرګ پر ځای د ژوند؛ د فقر پر ځای د شتمنۍ؛ او د دښمنۍ پر ځای د سولې او سوکالۍ د لارې د انتخاب په برخه کې، خپله ونډه ادا کړم.
تل دې وي افغانستان
زنده باد افغانستان
یشه سین افغانستان

زه نه وایم چې تاسو په تېر عمر د سیاست کتابو ته کش سئ!یوازی دومره وکړئ چې د منظور احمد پښتو او ایمل ولی خان تقریر په غور ...
17/05/2026

زه نه وایم چې تاسو په تېر عمر د سیاست کتابو ته کش سئ!
یوازی دومره وکړئ چې د منظور احمد پښتو او ایمل ولی خان تقریر په غور واروئ
ایمل د ځان او سیټ لپاره هررنګه سیټینګ ته آماده د بلخوا منطور پښتون د ملت له دردو سره خپل بدن داسی وصل کړی چې د هر پښتون په درد هغومره دردمن یې څومره چې درد یې!.

قوم دی بې منظوره نه یې!

Address

Samungli Road Quetta
Quetta
87300

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ولوله posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category