Khalid Arman

Khalid Arman ته دې ټوپک او تمانچه په لاس که
ما درته ختمه کړه قلم زما دے
(1)

08/03/2026


‎غزل

‎ دا ټول خلق لګيا کئ په ما پسې خبرې
‎خو ما چرته اونه کړلې په چا پسې خبرې

‎بس ماله دې زما د تصور ازادي راکړې
‎زه نه کوم په خان او په مولا پسې خبرې

‎نور هېڅ نه خو زما د کاميابۍ نه سوزيدلو
‎چې پېشې شا يې وکړلې په ما پسې خبرې

‎يو ته مې د ژوندون د تېرولو ذريعه يې
‎نو ولې به کومه زه په تا پسې خبرې

‎ته نه وينې چې سر ورپسې نه وې او پروت وې
‎چې څوک کوې د دې ځای په بادشاه پسې خبرې

‎د عدم تشدد نه تشدد په لار روان شوم
‎چې اويې کړې زمونږه په بابا پسې خبرې

‎منمه چې شاعر خو د قام سترګې وې ارمانه
‎دوې کړې دې مدام په شعراء پسې خبرې

#شاعري #مينه #امن #پښتو #انسانیت #موسيقې

عزل‎‎چې خرابو سره لګ کېنم په غزاب شم‎ چې د سمو خوا له راشم سم خراب شم‎‎راسره د هر يو سوال جواب وې خدای کو‎خو يو ستا سوال...
05/03/2026

عزل

‎چې خرابو سره لګ کېنم په غزاب شم
‎ چې د سمو خوا له راشم سم خراب شم

‎راسره د هر يو سوال جواب وې خدای کو
‎خو يو ستا سوال ته ياره لاجواب شم

‎خوار قسمت مې د غريب دی دا منمه
‎خو چې مور راته دعا کړې سم نواب شم

‎تپوس کوومه ستا به څه ردعمل وې
‎وه مولا صاحبه که راتاو دې له مهراب شم

‎ما څه لامبو اېزده کړه تا د سېند غاړې له بوتلم
‎وس پرېده چې لاهو د محبت په درياب شم

‎سترګې توری، شونډې سرې که خوګه ياره
‎تور وربل به دې په مخ باندې تناب شم

‎چی مې رګ رګ کښې د مېنې، امن ساز وې
‎خدای دې وکړې چې زه دغه شان رباب شم

‎که يارې په شلتالو شوه خوګه ياره
‎بيا مشکله ده که زه پکښی کامياب شم

‎پوره فکر شېندل شوي یم ارمانه
‎که‌ راټول دې کړم‌ شايد چې يو کتاب شم

‎۵ مارچ ۲۰۲۶

#شاعري #پښتو #مينه #امن #انسانیت

عزل ‎‎ما له دا ستا په رنګي مينه محبت هم راځي ‎دوه مخې توب سره سره منافقت هم راځي ‎‎چي نن دي يو او صبا بل د  لاسه وي نيول...
25/02/2026

عزل

‎ما له دا ستا په رنګي مينه محبت هم راځي
‎دوه مخې توب سره سره منافقت هم راځي

‎چي نن دي يو او صبا بل د لاسه وي نيولي
‎خفه پري نشي ياره ستا دغه عادت هم راځي

‎دا لګ چي غلي يو د يار د وضاحت په تمه يی
‎ګني قسم په خدای چی ياره بغاوت هم راځي

‎ګرانه ټوپک مو کمزوري ده چي پښتو پري پالو
‎نور د شريفو د ټولګي يو شرافت هم راځي

‎ته راته اوايه چي ته پکښې حقدار د څه يي
‎مونږ له نفرت هم راځي مونږ له محبت هم راځي

‎دا چي مو سترګي سري نيولي د يار غم‌ دي ګني
‎مونږ له نخري څه چې لاليه نزاکت هم راځي

‎دا چا چي زړه راله مات کړی ورته اوايي لګ
‎چي دنيا ختمه شي نو بيا به آخرت هم راځي

‎د تلو په غګ يي جړه غوني شوم مسکي شوه وائي
‎"ارمانه" تاله جوړ جړا په شرارت هم راځي

24/02/2026

جلال الدین رومي وايي چې مازيګر د رازونو وخت دی… هغه شېبه چې لمر د افق په غېږ کې ورو ورو ورکېږي، خو حقيقت کې ورکېدل نه وي، بلکې ستنېدل وي. رومي وايي چې فنا کيدل وېره نه ده، بلکې دروازه ده. لکه څاڅکی چې له سمندر وېريږي، خو کله چې ورولوېږي، سمندر شي. دغه رنګ فنا کيدل ختميدل نه دې بلکې ابتدا ده.
‎ځکه خو مارټن هایډګر وايي: انسان «د مرګ پر لور موجود» دی؛ يعنې موږ هره ورځ د ختمېدو په لور روان يو. خو همدا پوهه زموږ ژوند ته طاقت ورکوي. که ختمېدل نه وی، نو د ژوند قدر به هم نه وی.
‎مازيګر د ورځې مرګ دی، خو دا مرګ خاموش، ښکلی او له رنګونو ډک وي. اسمان سور شي، لکه زړه چې د فراق په لمبو کې سوځي. دلته انسان سوچ کړي چې ژوند هم همداسې دی — هره لحظه لږ لږ ډوبېږي.

#مازيګر #پسرلی #غني #ټکر #موسيقې #شاعري

پسرلې، روژه او عزل ساز راله پېدا کړه يو اواز راله پېدا کړه ‎پښتون يمه خالقه يو انداز راله پېدا کړه ‎‎چې پستې حوصلې مې را...
22/02/2026

پسرلې، روژه او عزل

ساز راله پېدا کړه يو اواز راله پېدا کړه
‎پښتون يمه خالقه يو انداز راله پېدا کړه

‎چې پستې حوصلې مې راوچتې کړې په منډه
‎زه باز يم خو يو بل ملګری باز راله پېدا کړه

‎وس دلته کښې خبرې تش د جنګ دې پاتې شوې
‎د جنګ د ختمولو يو نفاذ راله پېدا کړه

‎هر فرد مې د وجود په ختمېدو باندې لګيا دی
‎يو خښکلې منصوبه خښکلی آغاذ راله پېدا کړه

‎ارمان! ومه چې تانه مې زړه صبر کړو په منډه
‎وس وګرځه يو ښکلی شان اعزاز راله پېدا کړه

#پسرلی #شاعرې #پښتو #مينه

21/02/2026

پښتو که دوزخي ده نو مولان يې څنګه وايې
پکار ده چې کافر ویل مسلمان يې څنګه وايې

پښتو نړيوالا ورځ يوشتمه فروري

#پښتوژبه #پښتو #پښتون #پښتونولې #کلتور

21/02/2026

مونږ خو خبرې هم اشارو کښې کوو
هغه پښتو، زه په اردو نه پوهېږم

ارمان..

20/02/2026

عزل

‎چي غم درته په سر کړي داسي خان منئ که نه؟
‎ملګرو راته اوايي خفګان منئ که نه؟

‎نن ټولو قام پرستو ته اعلان کوم په جار
‎آواز اوکړئ چي تاسو باچاخان منئ که نه؟

‎ده قام پـه وسائلو مو سودا کوي لګيا دي
‎راپاسئ راته اوايئ تاوان مني که نه؟

‎راجوړ ده مفاد جنګ دي پختانه پکښي قتليږي
‎دا جنګ ده پختنو په ګلستان منئ که نه؟

‎تپوس کوم که چرته پختنو کښې امن راغي
‎ده لر او بر ده نوم سره افغان منئ که نه؟

‎حجره ،جمات،رباب او جانان ټول چي ورسره وي
‎هاغلو پختنو داسي ځوانان منئ که نه؟

‎اسلام ده پختو نه دي خو پختو مو ده اسلام ده
‎ده هر پښتون په زړه کښې دا ايمان منئ که نه؟

‎غوښتنه کوم که چېرته ده غيرت په لاره لاړئي
‎په لاس کښې ده جابر سړي ګريوان منئ که نه؟

‎د هر ظلم خلاف د ازمري غوندي ولاړ دي
‎په لاس کښې هتکړئ مو د ارمان منئ که نه؟

‎۱۵ مئ ۲۰۲۵

#شاعری #پښتو #مينه #انسانیت #امن

د غني خان بابا په مزار ...خلق وايې راته شته ديزړه مې هم وايې چې يېخو جهان دې داسې ښکاري لکه بې مالکه کورستا د خپلې خلې د...
19/02/2026

د غني خان بابا په مزار ...

خلق وايې راته شته دي
زړه مې هم وايې چې يې
خو جهان دې داسې ښکاري
لکه بې مالکه کور
ستا د خپلې خلې دشمن له
خوشحالي مېنه آرام
ستا دښمن خان د خانانو
ستا اشنا زېر و زبر
چې په زړه کښې دې څوک ياد کړې
در په در خاورې په سر

#غني
#فلسفه
#تصوف
#شاعری
#مينه
#پښتو
#انسانیت

Address

Peshawar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khalid Arman posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category