Nida e Hafi نِداءِ حفیؔ

Nida e Hafi 	نِداءِ حفیؔ درد و غم ګيلے شكوے ئے چه يكجا كړے

مُرتّبه د حفیؔ دغه نِدا شوه

بسم الله الرحمن الرحيم.    كل نفس ذائقت الموت.     الهم اغفره ورحمه ولا تعذبه و تجاوز عنه سيئاته و جعل الجنة مثواه
01/12/2023

بسم الله الرحمن الرحيم.
كل نفس ذائقت الموت.
الهم اغفره ورحمه ولا تعذبه و تجاوز عنه سيئاته و جعل الجنة مثواه

26/11/2023

محترم جناب حمیداللہ حفیؔ صاحب بمورخہ ۲۰/۱۱/۲۰۲۳ دار فانی سے کوچ کر گۓ ھیں۔ آپ تمام دوستوں سے حفیؔ صاحب کے ایصال ثواب کے لۓ دعاؤں کی التماس ہے۔

01/08/2023

نِداءِ حفیؔ
(دويمه برخه) اباسين په وينو سُور دے
صفحه ۱۸۶

كله ئے مخ كله ئے څټ ښكلؤم
زۂ چه د يار د در چوكهټ ښكلؤم
مخ لاس ئے كړی د زمزم په اوبو
دغسے مخ لاس خو چټ پټ ښكلؤم

(٢٧ دسمبر ٢٠٠٥ء، منګل)

https://youtu.be/YCzlQZUMNbc

31/07/2023

نِداءِ حفیؔ
(دويمه برخه) اباسين په وينو سُور دے
صفحه ۱۰۶

وائی مينه نشته دے د زړونو تړون نشته دے
څوك وائی چه خاورو كښے دننه ژوندون نشته دے

ځه واعظه دا نصيحتونه نور جمات كښے كړه
مونږ سره خو بے له مينے بل څه مضمون نشته دے

مينه خو تړون د دوؤ پرهر پرهرو زړونو دے
دَم كوډے جادو نشته په دے كښے افسون نشته دے

ما نه خو ئے لار د كلی كور كوڅے غلطه كړه
شوخو شوخو سترګو كښے ئے وائی شوخون نشته دے

څو چه يو طالب د خپل مطلوب سره يو ځائے نۂ وی
تش ګرجه جمات او په مندر كښے سكون نشته دے

څومره چه علاج كؤم مرض د عشق زياتيږی نور
دا هغه مرض دے په علاج ئے كمون نشته دے

وائی ټول عالَم په پسرلی كښے ښكلے ښكلے وی
خدايه ښائست څه وی چه د يار مخ ګلګون نشته دے

خيال ته ئے چه نۂ رَسی لقب د ليونی وركړی
عقل كمے نشته خامی نشته جنون نشته دے

دنګه مقبره ورباندے مرګ نه روستو جوړه كړے
څوك چه دا اونۂ وائی حفیؔ خو مړستون نشته دے

(١٥ جنوری ١٩٧٥ء،بدهـ )

https://youtu.be/rhF23l4_NIA

30/07/2023

نِداءِ حفیؔ
(دويمه برخه) اباسين په وينو سُور دے
صفحه ۳۱۳

رنګ په رنګ راخيږی رنګ په رنګ درُومی
ژمی ماسپخين كښے نمر په څنګ درُومی

ځائے د خَطَرے دے ښكته اوګوره
نۂ ګورے چه سين هم دلته تنګ درُومی

تور او په سپين نۂ ده په خويونو ده
ښۂ خلق په هر ميدان كښے دنګ درُومی

تور دے د بوبری ګل خو وَږمے وَهی
څومره خوشبوئی د تور لونګ درُومی

مات لاسونه، ماتے پښے، سرونه مات
څوك هم چه په لُوری د ګړنګ درُومی

سترګے غړَوی ولے ليدے نۂ شی
سپينه ورځ كښے هر لُوری چه كونګ درُومی

مونږ ئے سره غرو كښے حصار كړی يُو
بره په هَوا را ته افرنګ درُومی

سر پروا دے نۂ كوی وردانګی دے
څوك چه كله چا سره په ننګ درُومی

دين، مذهب، د قوم او قبيلے په نوم
څوك چه هم راغلی دی په جنګ درُومی
هيله به ترے څه د كرامت كؤم
اوس چه دربارونو ته ملنګ درُومی

زنګ مے لګيدلے دے په زړۂ باندے
څه رنګه د زړۂ نه به دا زنګ درُومی

ماته شی د زړۂ شيشه چه كوم ځائے كښے
خامخا به هغه ځائے كښے ټنګ درُومی

چغے چه وَهل پكار وی چرته كښے
جرم دے حفیؔ سړے چه ګونګ درُومی

(٨ جنوری ٢٠١٣ء، منګل)

https://youtu.be/iDYAcw-ZucA

26/07/2023

نِداءِ حفیؔ
(دويمه برخه) اباسين په وينو سُور دے
صفحه ۲۳۴

تۂ مے وجود ئے تۂ مے ځان ئے سترګے مۂ پټَوه
تۂ مے عنوان د خپل داستان ئے سترګے مۂ پټوه
تۂ مسيحا ئے تۂ ځما ئے د دړدونو علاج
تۂ مے دارو تۂ مے درمان ئے سترګے مۂ پټوه
هيڅ شے هم نۂ وے د عدم نه دے وجود بياموندو
بيا په هغے لُوری روان ئے سترګے مۂ پټوه
بورا دے رَس څكی او بُلبل درته نغمے جوړَوی
يه ګله تۂ د چا جانان ئے سترګے مۂ پټوه
چرته ليوان تږی پړانګان او چرته وُږی زمری
سر چه په خوشے بيابان ئے سترګے مۂ پټوه
كله ګړنګ، كله ګرداب، كله ازغنه لار كښے
تۂ خو حيوان نۂ ئے انسان ئے سترګے مۂ پټوه
وَچه، لوَنده هَوا ئے درے واړه نيولی درته
ولے پوهيږے نۂ نادان ئے سترګے مۂ پټوه
سمه قيصه ده د فرعون او موسٰیؑ كلی نۂ شی
ولے په دے باب كے حيران ئے سترګے مۂ پټوه
خپله جونګړه مے چه سوَزی ستا محل څه كؤم
پوئے مے په سود هم په نقصان ئے سترګے مۂ پټوه
نۂ دے وَهی چغے حفیؔ ما ته ځنكدن په وخت
چه مے زينت د ګلستان ئے سترګے مۂ پټوه

(٢٠ اپريل ٢٠١٠ء، منګل)

https://youtu.be/x8Xre5wpXXs

18/07/2023

لويو پورے كړے كۂ وَړو اور پورے كړے دے
چا ځما په ځوانو اُميدو اور پورے كړے دے

هر څه ئے د ځانه سره يَوړلو غوړمبے وَهی
تيلو باندے څه كوے اوبو اور پورے كړے دے

بيا ګوره چورلك ته ئے چه غړومبی ته وراُورسی
اوس خو ئے لا تش په كنارو اور پورے كړے دے

وَده به اونۂ كړی تمام عمر به غلام ګرځی
چا چه د دانش په باغيچو اور پورے كړے دے

شمار را ته ګناه ښكاری حساب كتاب كښے پَړ يمه
ځكه مے زاهده په تسبو اور پورے كړے دے

ګوره زليخا ته عالَمونه ئے خبر كړلو
ما خو وے كۂ ښځے په سړو اور پورے كړے دے

څاه دے كۂ زندان دے كۂ مسند د اقتدار باندے
حُسن د يوسفؑ په ليونو اور پورے كړے دے

خپل جُرم هيڅ نۂ بُولی ځما قيصه بيا بيا كوی
داسے يو كردار مے په مازغو اور پورے كړے دے

يو خوا ته پښتو د اور قلعه كښے راحصاره ده
بلے خوا ته وائی پښتنو اور پورے كړے دے

اوس ئے حفیؔ تا ته چه د ژوند لاره نيولے ده
تا هم ورته وړاندے په كِشتو اور پورے كړے دے

نِداءِ حفیؔ
(دويمه برخه) اباسين په وينو سُور دے
صفحه ۲۸٢
(٢٩ جون ٢٠١١ء، بدهـ )

https://youtu.be/4TWQhx5KKog

15/07/2023

خپل كلے اُولس او خوشحالی به وی
غرونه او رَمے او خپل شپونكی به وی

خامخا بُلبل سندرے نۂ وائی
چرته علامے د پسرلی به وی

مۂ پټَوه سترګے، سترګے خلاصے كه
كومه ده چه تا وے آزادی به وی

خدائے به وی رسولؐ به وی قرآن به وی
خدائے پاك د قانون حكمرانی به وی

ډك به وی سينونه او سينونو كښے
موج به وی چـپے به وی مستی به وی

دا دی اوس په غشی د بانړو لګی
ما خو وے چه شونډے اننګی به وی

اوښكو پكښے لارے جوړے كړی دی
ستا نه كۂ پناه وی بدبختی به وی

ختم اعتماد چه شی پخپلو كښے
بله كومه غټه بربادی به وی

دے نه خو هم هغه غلامی ښه وه
ما خو وے ريښتيا مسلمانی به وی

ښۂ او بد ئے دواړه اور ته واچول
څوك خبر وو داسے ليونی به وی

نورو ته چه سَم حفیؔ ځان ګرَم ګنړی
ښكاری چه څه لويه مجبوری به وی

نِداءِ حفیؔ
(دويمه برخه) اباسين په وينو سُور دے
صفحه ۲۸۰
(٢١ جون ٢٠١١ء، منګل)

https://youtu.be/p89jTwOnNGw

09/07/2023

هر څه بے قابو شی خپل اَشنا چه كله اووينم
ختم شی دړدونه مسيحا چه كله اووينم

سوَزم اندرون كښے په ظاهره باندے اوخاندم
سَم روغ كردارونه زۂ په غلا چه كله اووينم

نِداءِ حفیؔ (اوله برخه) اَشنا ما هم درسره بوځه
صفحه ۱۷۴
https://youtu.be/AMXdq-d0HJk

08/07/2023

ملالے سترګے ستا چه له حيا راټوليدے
معصومے ارادے به مے بيا بيا راټوليدے

سپين مخ به دے جلوه اوكړه په شانے د سپوږمئ
خوَرے زُلفے دے كله چه په مَلا راټوليدے

څه پته درته شته كۂ نۂ په ما څه تيريدل
سرے شونډے دے چه كله له خندا راټوليدے

واضح به ښكاريدو ترے شب بيداره انتظار
بړستن كښے به چه تۂ سحر صبا راټوليدے

سلګئ به راوَتے له زړۂ د خوف او د رِجا
په غلا غلا مے چه لُوری ته په غلا راټوليدے

په څنګ به چه د دنګو ګُورو وُنو تيريدے
ورِيت پرِيت به شوم چه تۂ به له حيا راټوليدے

په وخت د جدايئ كښے به مے كړه چه الوداع
غمګينے نظارے به مے هر خوا راټوليدے

د عشق جذبه ئے هم كړله ورګډه په هُنر
تخليق ته مے چه خاورے له دُنيا راټوليدے

ړَنګ ړوچ شولو حفیؔ د مينے هغه ګلستان
بُلبلے به چه كوم ته په رضا راټوليدے

(١٦ مئی ٢٠٠٤ء، اتوار)

(اوله برخه) اَشنا ما هم درسره بوځه
صفحه ۱۷۳
https://youtu.be/PabCL0dEJnM

03/07/2023

Sa Num warkrama malgaro, insiram ka inhidam dy.....

څه نوم وركړمه ملګرو، اِنصرام كۂ انهدام دے
لنډ لغړ سره ولاړ يُو، دا ذلت دے كۂ انعام دے

چه اغيار ئے څنګه غواړی، مونږ ئے هغسے تفسير كړو
د قرآن منونكو وايئی، دغه كفر كۂ اسلام دے

د وَحدت، عدل آرزو مے، سمون نۂ خوری تړون نۂ خوری
هم قاضی، قاضی شُريح دے، هم فاسق فاجر امام دے

هلته غږ اوشی چه هله، دلته هغه دغه اوشی
څه بے كچه عقيدت دے، څه بے دريغه احترام دے

پيمانه د صبر ګوری، د غيرت امتحان اَخلی
يو محشر په مونږ تيريږی، كۂ سحر دے كۂ ماښام دے

دهشت ګرد د زمانے ئے، په نامه د امن راوَست
سرۂ صليب نه طمع مۂ كړئ، غرقوی مو انتقام دے

پرده دار ئے بے پردے كړۂ، آبرومندو آبرو لاړه
خپل ړاندۂ مے وَهی چغے، توهين نۂ دے دا اكرام دے

مهذب نۂ دی وحشی دی، ځنګلی درندګان دی
تش په نوم د انسانيت ئے، شروع كړے قتلِ عام دے

د حرم تقديس ماتيږی، كۂ دا حال دا مو احوال دے
سرشيندل غواړی يارانو، ښۂ د سوچ فكر مقام دے

خپله تُوره نے مړۂ كيږو، خپل قلم باندے پړۂ كيږو
داسےلاس ته مو ورغلے، د خپل ښۂ بد انتظام دے

رود د وينو به زياتيږی، غم د ځان مو كۂ اونۂ كړو
تالی څـټے قيادت خو، ټول غلام ابن غلام دے

خپل عمل د لارے مل دے، حفیؔ څه واضح متل دے
د ظالم پَټے شنډيږی، د وخت هم دغه پيغام دے

(٤ مئی ٢٠٠٤ء، منګل)
(اوله برخه) اَشنا ما هم درسره بوځه
صفحه ۱۷۱

https://youtu.be/OMLp8MwVE6A

Address

Mohallah Muzaffar Abad Danish Abad Adjacent To Madina Masjid Peshawar University
Peshawar
25120

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Nida e Hafi نِداءِ حفیؔ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Establishment

Send a message to Nida e Hafi نِداءِ حفیؔ:

Share

Category