Kaka Gi Sanobar Hussain Momand

Kaka Gi Sanobar Hussain Momand Poet

63rd Anniversary (03-01-2026)
04/01/2026

63rd Anniversary (03-01-2026)

03/01/2026

Today is the 63rd Anniversary of Kaka Ji Sanobar Hussain

03/01/2026

د برصغير د طبقاتي جدوجهد سپېڅلی کردار
کاکاجي صنوبر حسین مومند
لیک: پائند خان خروټی
د پښتونخوا وطن او برصغير پاک وهند په سیاسي تاریخ په زیاته د خپلواکۍ د بهیر د لومړني قطار په مشرانو کې یو سپېڅلی نوم او کردار د کاکاجي صنوبرحسین مومند ( 1963-1897) دی. که چېري هم د سرکاري او غیر سرکاري ابن الوقت او درباري اړېسیانو په خیرنو لاسو د رياستي تاریخ او تعلیمي نصاب څخه د کاکاجي صنوبر غوندې حقیقي ولسي قائدین نظرانداز کړل سوي دي خو بیا هم د کاکاجي صنوبر غوندې منورین شخصیات د ولس په ذهنونو او د خطې په تاریخ کي ژوندي او ګړندي دي.

په دغه کلي کي واکمن دي بې هنر خلګ
نور دې ولس ته صنوبر غوندې اتل لټوم

د کاکاجي صنوبر غټ عظمت دا دي چي نن هم د کاکاجي صنوبر باغ وبهار شخصیت د جدید نړی د محکومو قامونو او محروم طبقاتو دپاره د ستر لارښود مقام لری. د کاکاجي صنوبریت او حسنیت نن هم ډېر اړین بلګې د مشعل راه حیثیت لري. په اوسني معروضي حالات کي روان ظلم، استحصال او معاشي غلامي خاتمه کولو لپاره د کاکاجي سوچ و اپروچ په ذریعه ولسي پاڅون ممکن کیدلی شي.

که هر څو اغيار ناوړې په ما وکړي
ما جګ کړي دي د خلګو اوازونه

زه د کاکاجي صنوبرحسین مومند د خانداني پس منظر بیانولو پر ځای د ده د سیاسي مفکوره او نظریاتي مبارزه په تناظر کي یو څو اړینې خبرې ستاسو مخ ته راوړل غواړم، په دې هیله چي د اوسنی سیاسي کارکنانو د فکري رهنماي سبب وګرزي. لومړۍ خبره خو دا ده چي د وخت پوهان په دې ښه پوهيږي چي هر نسل به خپل انقلاب د خپل معروضي حالاتو مطابق راوړي او انقلابي نظریه دائمي سچائي په ځای د خپل خپل وخت د زمان په سچائي بنيادي یقین لري. نو د دغه وخت و زمان چي موږ او تاسي په کي ژوند کوو. د دې عهد سچائي د قومي او طبقاتي سوال تر مینځ مطابقت او وحدت پيدا کول دي. د برصغير د پاک وهند د ویش په مهال د طبقاتي جدوجهد څخه د بورژوا سیاسي مشرانو انکار دا نتیجه ده چي نن اویا کاله وروسته هم په هندوستان او پاکستان کي د محکومو قامونو او مظلوم طبقاتو مسائل ومشکلات نه دي حل سوي بلکې په مصائب و مشکلات کي بې تحاشه اضافه سوې ده.

د جنوبي ايشيا د خپلواکۍ د بهير ملي سالار په خېبر پښتونخوا کښي د جديد سياست, ادب او صحافت باني کاکاجي صنوبرحسين مومند (1897– 1963جنوري 3) سوچ واپروچ د هر ډول رجعت پرست او ماضي پرست قوتو مخالف وو. کاکاجي صنوبر او د هغه ملګرو انقلابي نظريه د فرسوده او بوسيده سټيټسکو سره په مسلسله ټکر کښي وو. او د جبر او استحصال څخه پاک انساني ټولني جوړښت يې په مسلح جدوجهد کښي ليدی. يوې خواته که په سرکاري او غير سرکاري کچه ځيني قوتونه صنوبريت په خاورو کښي پټول غواړي نو دا خبره دي په خلاصو غوږو واوري چي صنوبريت او حسينيت د فنا کېدو او ورکېدو نوم نه دي. قلندر مومند خپل احساس په داسي ډول څرګنده وي:

حال به اخر ماضي له لاسه ورکړي
او مستقبل به د کاکا پاتې شي

له دريا امو څخه نيولې بيا تر دريا اباسين پوري نن هم داسي ښاغلي ژوندي سري موجوده دي چي د کاکاجي او د هغه د ملګرو نظريه او مبارزه د ځان ميشن ګڼي. د دوی خدمات، کارنامې او اولسي پاڅون ته د قدر سلام وړاندي کوي. زه هم په دې مينه او يقين سره په دې کار خير کښي خپله برخه اچول غواړم چي راتلوونکی وخت به په لر او بر پښتونخوا وطن کښي د مترقي شازلميانو سي او هغه اهل علم و سياست چي د حق وصداقت په ځای په غوړ لستوڼي او په درباري ايوارډ پسي سرګردانه دي يا د زردار او زوردار په هره خبره په زور خپل غاښونه سپينوي، يا هغه درباريان چي د خپل بادار هره خبره له عظمت سره بيانوي يا هغه شاه پرستان چي د شاه هر ظلم او استحصال ته د خير دليل او جواز پيدا کوي, او اوږده اوږده القابات ورته جوړه وي, په علم اوسياست کښي دغسي برابرزيان وختي معتبري خو به پيدا کړي مګر مختورن تر دنيا تېر سي. کاکاجي صنوبرحسين مومند او د دوی نظرياتي ملګري، انقلابي شاعر فضل محمود مخفي، مفتي عبدالرحيم پوپلزی صاحبزاده محمد اسلم، محمد افضل بنګش، فارغ بخاري، شير علي باچا وغيره. خو په خپل ژوند کښي بادار او دربار دواړه کژلي او رټلي وو.
رښتيا خبره هم دا ده. چي خپلواکي پښتونخوا وطن ته چا په خيرات کښي نه ده ورکړې دا زموږ هغه سپين سپېڅلي خلګ وو چي زموږ د قام او وطن ننګ وناموس يې خوندي وساتۍ. دا د هغه ټولو معلوم او نامعلوم غازيان، شهيدانو د ويني او قربانۍ په برکت، موږ خپله خپلواکي ترلاسه کړله او برطانوي سامراج يې په تښتېدو مجبوره کړی. اوس که چيري لږ حساب کډ وډ شوی دي, پخوا خو به قامي خائنانو ته خلګو د نبي سلام هم نه وراچوی. سلام دي وي په هغو ټولو ملي او روحاني مشرانو باندي چا چي د ملي ناموس او ديني غيرت شمله جګه ساتلې وه او ساتلې ده.

اوس خبره دا ده چي کاکاجي خو د دې خطې د خپلواکۍ دپاره اتلس کاله پرله پسې د فرهنګي په خلاف مجادله و مبارزه وکړه. کاکاجي خو د پردي او زموږ په صفو کښي موجود د هغه اېجنټان در په ګوته کړو. کاکاجي خو د خپل ملګرو په مرسته تر پایتخت کابل او پېښور پښتو اکېډميانو مخ کښي '' اولسي ادبي جرګه ۱۹۴۹م'' کښي د يوې نرسرۍ بنياد کښېښود. کاکاجي خو د بالادست استحصالي طبقې څخه د خلاصون لپاره په ۱۹۲۶ م کښي په لومړني وار د ترقي پسند ګوند له پليټ فارم څخه شعوري او عملي هڅي پېل کړی. کاکاجي خو د اولسي پاڅون او د عوامي شعورواګاهي لپاره په صحافتي محاذ د سرفروش، سېلاب، شعله او ماهنامه اسلم وغيره اجرا وکړه په داسي وخت کښي چي په کوم وخت کښي اخبار ويل جرم وو. کاکاجي خو د زيردست طبقې د خپلواک ژوند او د غوره سباوون لپاره د غره په بوټو ګزاره وکړه.
اوس خبره دا ده چي خپل قام د کاکاجي لپاره څه وکړو؟؟ دا اوسني اهل قلم او سياست ولي کاکاجي صنوبر حسين مومند هېر کړی دی؟؟ څله 57 کاله وروسته هم د کاکاجي ديارلس کتابونه
۱.رباعيات عمر خيام منظوم ترجمه ،
۲. مقالات صنوبر،
۳. سوانح عمري حضرت ابو زرغفاري رح،
۴. حضرت عمر فاروق سوانح او کارنامې،
۵. سفر نامه ابن بطوطه
۶. د ګور غريبان،
۷. فتنه الکبری پښتو ترجمه،
۸. مضمون و انشائيه،
۹. پښتو صرف ونحو ،
۱۰. تاريخ اسلام،
۱۱. شاه ولي الله ديلوي کي عمرانيات ومعاشيات،
۱۲. پښتو ادبيات کي تاريخ،
۱۳. شعري مجموعه وغيره
سوانح عمري، شاغازي غازي امان الله خان، رهبرکبير استاد نورمحمد تره کی، دسهباش چندربوس ، بګت رام تلواړ, سټالن او جرمن ايډولف هټلر وغيره سره د خط او کتابت، مضمامين او مجلې وغيره ناچاپه پرتې دي.....؟ د کاکا صنوبر تنظيمي ربط وتعلق د تحريک استقلال، انډين نېشنل کانګريس "نو جوانان بهارت سبها"او په زياته د افغان ويښ ځلميانو سره ربط اوتعلق هم تحقيق طلبه مسله ده. څله لوی کندهار، لوی کابل ، کوټه ، پېښور پښتو اکېډمي، باچاخان مرکز او نوري علمي اوسياسي حلقې دغه تاريخي ناچاپ اثارو غړغښه په غاړه نه اخلي....؟
ايا په دې خو نه چي د سورګل په يادولو باندي د تورګل خاطر مانده کيږي...؟ که په دې چي د کاکاجي صنوبر خپل ذاتي اولاد نه درلودي....؟ يا په دې چي د کاکاجي صنوبر په کارنامو باندي درباري ايوارډ نه ورکول کيږي...؟ يا په دې چي کاکاجي په قبيله او فکر له غټانو او چاپلوسو خلګو څه جلا دي...؟ که په چا ښه لګېږي او که بده، موږ د خپل وس او توان مطابق په هر خلقي فورم باندي د کاکاجي صنوبر نظريه او مبارزه ضرور بيانوو. سلام وړاندي کوو مارکسي دانشور افضل بنګش ته چاچي د کاکا صنوبر پر نامه "هفت روزه ''صنوبر" را ايستلې وو.

د پښتونخوا وطن ټول صاحب راې او صاحب فکر ته ته يوه خبره ضرور کوم چي موږبه خپل غازيان او شهيدان نه هېروو. د خپل قامي اهل علم و سياست درانوي به کوو مګر په هغو کښي به فرق نه کوو. د زردار او زور دار په اشاره به د خپلي خوښي او ناخوښي فېصلې نه کوو. که ځيني ليکوالان په پټه او شکاره په دې حقله ګورېزي تېروي. دا به ضرور رسوا کيږي. موږ د دې خاوري خادمان يو، موږ د پښتونخوا وطن سربازان يو، موږ به

Strengthen the weak & weaken the strong

په خپل عمل ثابته وو. د کاکاجي افکار او خيالات به په نوې جذبه او نوی انداز مخ په وړاندي بيايو. چي د درست قام ارمان او مرام پوره سي. که چيري د استاد سورګل او صنوبر پر قدم، قدم کښېښودل سي نو يو ځل بيا به NAM پر فورم باندي به ضرور د يو سل شلو ملکو باچاهانو مخته پښتو ويل کيږي. يو ځل بيا په اقوام متحده کې یو سل درو نیوي) 193( د اسټيټس ممبرز مخته پښتو ويل کيږي او يو ځل بيا به د عبدالحد مومند صاحب په بڼ کښي له خلا څخه په پښتو کښي خبري کيږي. راځی چي پښتو او پښتانه سره نږدې کړو. چي د موسيقي په بڼ کښي
انقلابي ترانې ويونکي پښتانه بلبلان پيدا شي. #

پائندہ خان خروٹی
کریٹیکل گروپ ڈسکشن کوٹہ

Address

Khyber Pakhtunkhwa
Peshawar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kaka Gi Sanobar Hussain Momand posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category