Adab zawq ادب ذوق

Adab zawq ادب ذوق د پښتو د پرمختګ دپاره

پرهر

28/03/2026

د ټولو راغلو ښاغلو یو جهان مننه ، کور مو ودان

24/03/2026
24/03/2026

چې توره لړه ماښامي خوَره شي
زما په زړه یو ساډوبي خوَره شي

چې د خیالونو شور کښې ورک شم کله
په خوا او شا کښې خاموشي خوَره شي

پریګده چې نن بلې ته اوخاندمه
پریګده چې نن په زړه بیخي خوَره شي

مبارزه د امن نه کوومه
په مرګ زما بهٔ بې امني خوَره شي

انسانیت به ترې نه کډه اوکړي
که په دنیا مسلماني خوَره شي

مرغئ به راشي خپلو ځالو له بیا
د جنګ هوا چې بارودي خوَره شي

کله نا کله خیال کښې هم نه راځي
کله نا کله په زړګي خوَره شي

په رب قسم چې خور مخور شمه ځو
چرته چې مور په خپل مړ ځوي خوَره شي

د کور دنیا د یوې پیغلې خوارې
په سړي روغه په سړي خوَره شي

په دې وطن کښې د سُودخورو ولې
د محراب نښه په تندې خوَره شي

خاکسار منت ورته نور نهٔ کوومه
ښه ده چې دا د سوال یاري خوَره شي

سمیع خاکسار

Address

Manglawar Swat
Mingora
19120

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Adab zawq ادب ذوق posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category