06/07/2026
زلمي ادبي ټولنې لاچي اجلاس
ليک: نورالهدی مظهر
شمير: ۲۲
ورځ: جمعه
نيټه: ۳/۷/۲۰۲۶
ايجنډا
د پښتو د روماني غزل فني جاج او آزاده مشاعره
نن د زلمي ادبي ټولنې لاچي دوويشتمه مياشتنئ غونډه حيران عمره سروسز لاچي برانچ کښې ترسره شوه
ملګري د ډير داد قابل دي چې په دې ګرمي کښې ئې هم ښهٔ پهجوش سره ګډون وکړو او د پښتو ادب خذمت ئې د ژوند اولنې کار و زيار ګڼلې دے
وريځې راوله باران راوله
زلفو له څنډ ورکړه طوفان راوله
صاحب شاه صابر
نو خدائې پاک هم د دې اخلاص پوره پوره جزا راکړه ناڅاپي باران راغلې چې موسم ئې سازګار هم کړو او غزل ګويي ته ئې ايله طبعه را موزونه کړه۔
له رواياتو تر مخه د غونډې آغاز د تلاوتِ پاک نه وشو چې سعادت ئې حافظ فراز اظهار ته حاصل شو د صدارت فرائض پير رضي الله شاه طالب صيب ادا کړو۔
په وړاندې شوي ايجنډې باندې ملګرو شاعرانو د غزل په روماني جاج تبصرې وکړې ملګرو د خپل عصر سره سره د نولسمې صدي د شاعرانو بيتونه وړاندې کړو چې د هر يوه بيت ښهٔ تفصيلي جائزہ واخستې شوه۔
لکه د لاچي د شاعرانو سرخيل سعدالله خان حيراؔنؒ صيب فرمائي
غواړې چې په سرو شونډو له ما غزل د سرو شونډو
اوس به مانه ښهٔ اونکړي څوک ستائيل د سرو شونډو
د حيراؔن صيب دغې شعر په رومان کښې څومره شدت ده
بل ځي کښې حيراؔن صيب فرمائي
حيراؔن يم ښکلي رانه زړهٔ هم غواړي زهٔ هم غواړي
ګرانه به ماته د ضمیر د دغه سودا شي مينې
دې شعر کښې حيراؔن صيب څومره په ښکلې ډول د ضمیر سودا رد کړي ده
دغسې د نورو شاعرانو په غزلونو هم تبصرې وشوې چې ملګرو ترې ښهٔ خوند واخستو
دې محفل کښې يوه خوندوره مشاعره وشوه چې ملګرو شاعرانو پکښې خوندور کلامونه واورول او بلها داد ئې هم واخستو
آخر کښې صدرِ محفل پير رضي الله شاه طالب صيب خپله صدارتي خطبه وړاندې کړه او اختتامي دعا سره ملګرو په دې شعر د رخصتي اجازت واخستو
د محفل ملګري غواړي رخصتونه ميلمانهٔ دي
ساعت ګړي له روانيږي صورتونه ميلمانهٔ دي
سعدالله خان حيراؔنؒ
د ګډونوالو نومونه:
پير رضي الله شاه طالب
معظم حقيقت
نوميال جوهر
امان امين صياد
فراز اظهار
نورالهدی مظهر