11/03/2026
دا چا دا مستو مستو سترګو مې کده کړې يمه
سړی يه پرېږده ته نه ګوري نشه کې يمه
نن خو بيخي دا چا لیدو بې خوده کړې يمه
نن خو بيخي دا چا نباست په سجده کې يمه
ښکلی به خود يم چې تخلیق مې ښکلي ذات کړی دی
زه يې ستايلی په دېرشمه سپاره کې يمه
ته لکه څاڅکي څاڅکي نور را واوره دا سترګو
زه له لاس په نام ولاړ درته کعبه کې يمه
واغيظه نه کڼه عمران بې لاري شوی نه يم
لري به ښکارم خو الله سره واسطه کې يمه