Ahmed Zahir Stories

Ahmed Zahir Stories تاسي به دلته زموږ د وطن د پيښي خبرونه ، انځورونه ، ويډيو ګاني او تبصرې ليدلی سی. Ahmed Zahir زموږ رسمي پاڼه. زموږ د اړيکي شميره 03032494959

02/08/2026

د پښتنو وطن دی چې هره ورځ تري یواځي جنازې او جنازې وځي.
څه بدبخته قام یو😭

31/07/2026

که کوم ملګری د منشي توب په کار کي تجربه لري نو په ځنګله کي د النصيب کلاتھ هاوس والا يو منشي ته اړتيا ده. دوی د لوښو او غالۍ نوی دکان خلاصوي. هغه چا ته به ترجيح ورکول کيږي چې د دکان د پيج لپاره ويډيو ګاني هم جوړوی سي‌. واټس اپ شميره
03033080000

30/07/2026

د بلوچستان وزير داخله وايي ، په اګست مياشت کي يې په بلوچستان کي د انټرنټ د بنديدو پريکړه نه ده کړې خو خبري يې رواني دي. هغه وئيلي دا کار د خلکو د امنيت لپاره کوي.

29/07/2026

روح الله د کوټي د خروټ اباد اوسيدونکی په کهډکوچه کي لادرکه سوی دی ،
هغه د يو شخصي کمپنۍ لپاره موټر په مزدوري چلوی او مستونګ کي لادرکه سوی دی.
پلار او کورنۍ يې داسي وايي.
له هري خوا د بلا مخ و پښتانه ته دی😞

21/07/2026

زموږ چمن چې يو وخت د دې سيمي تر ټولو شتمن ښار ياديدی ، اوس مهال له ډيرو ستړو پړاوونو سره مخ دی.
ذمه واره يې يواځي پردي نه دي بلکي زموږ د وطن ځيني ډلي او هغه خلک چې د هيچا شک نه پر راځي په دې کار کي تر پردوو دوې لويښتي ور ها خوا تللي دي.

دا به پنځلس، شل کاله وروسته معلومه سي چې چا په دې کي مهم رول درلود ، خو که اوس خبره وکړې هيڅوک يې نه مني ، بلکي د هغه پر ځای درباندي رنګارنګ ټاپې لګوي ، خو هم دغه خبره به کلونه وروسته ښکاره سي چې چا يواځي د چمن له پښتنو سره نه بلکي د دې ټولي سيمي ټولنيز ژوند، اقتصاد او سوداګرۍ داسي تباه و برباد کړل.

20/07/2026

زما ښه یاد دي چې موږ به کمپيوټر زده کاوی نو پر يو ساده او عام پروګرام لکه پاور پواينټ او يا ټاپنګ به يې زموږ مياشتي مياشتي را ضايعه کړلې.
اخير خو خبره ګيمو ته ودريدل چې د کرکټ ګيم به مو کي کاوی😊

خو اوس وخت بدل دی ، ښوونکي هڅه کوي چې په لږ وخت کي زده کوونکو ته ډير هغه څه ور زده کړي چې د نني وخت د غوښتنو مطابق وي.
همداسي ښه او ايډوانس کورسونه په يونيورسل سکول کي عمران صاحب ورته وايي ، هغه خپله دا زده کړي د پنجاب له يوي پوهنتون څخه کړي او اوس دلته ځوانانو ته دغه ښوونه کوي.
تفصيل په دې ويډيو کي.
Mehboob Khan Achakzai

18/07/2026

په ۹ ورځو کي د ۹ کلونو سفر.
ما د زیارت د دهرنې یواځي درې ګټي بیان کړي دي که سم ورته زیر سو بیخي ډیري ګټي یې دي.

16/07/2026

داسي ښکاري لکه د کوټي د دهرنې د ګډونوالو او حکومت ترمينځ مذاکرات اخيري نتيجې ته رسيدلي. ځيني سرچينو ويلي ممکن حکومت په دهرنه کي اعلان وکړي چې د ګډونوالو غوښتني يې منلي.

Address

Chaman

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ahmed Zahir Stories posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share