05/08/2026
شګې او یادونه
مرم له تندې، مورې وکړه دعاګانې
خدایزده بچ شمه له دې خونړۍ دښتې
دلته بل زلمی هم غواړي بخششونه
پر وجود یې دي تغمې د مرګ د لښتې
مورې شګې مې په سترګو کې را لویږي
مورې! ستا د مخ تصویریې راته مات کړ
ته مې هرڅاڅکي د اوښکو کې ولاړه
د هیندارو دا بهیر یې راته مات کړ
هغه باد چې دې بیابان کې راالوتی
رانه وړي مې د خواږه بچي یادونه
مورې ستا دومره دعاوې راپسې وې
لکه څومره دي دې دښته کې ریګونه
مورې هرې خواته دښته ده او دښته
راالوتي پرې خوني خوني بادونه
په یوه څاڅکي اوبو پسې ړندېږم
را یادیږي ستا د نکل بیابانونه
ته مې نیمه شپه له خوبه ویښه نهکړې
پټ مې ومینځل په اوښکو ستا لاسونه
مورې زه ومه ډوډۍ پسې راوتی
را په مخه شول دا غرونه او ډاګونه
مورې یو زه نهیم نور هم راسره دي
څوک پلرونه، څوک کوژدن او څوک جره دي
څو یې مړه شول، څو یې اوس په زنکدن دي
د محشر ټکنده لمر ته ټول ایره دي
مورې تا به وېل قیامت کې لمر کوزیږي
دوه نیزې، او ورته ایشي به سرونه
نن په موږه شل نیزې راپرېوتلی
پر تبۍ زمکه پخیږي اندامونه
یو زلمی مې څنګ ته پروت دی ساه وتلی
پر ښایسته مخ یې باد شګې ورشیندلي
په روستۍ شېبه یې هم د چا نوم یاد کړ
بڼو سترګو یې د کور لارې ایستلي
مورې ورکه مزدوري ده له وطنه
څه ښایسته ښایسته مخونه یې کباب کړل
ستا واړه لمسي ته ما لیدلی خوب و
مرګی ورک شه! زما خوبونه یې خراب کړل
مورې ما وبښه! نور غږېدی نه شم
مورې ژبه مې تالو پورې نښتې
په بچي او په «هغې» باندې به پام کړې
نوره دمه مې له ټول وجوده وتې
مورې ډېره مې یادېږې خدای حاضر دی
چې دې یو ځل وای نیولی په خوا پورې
له دې دښتې د للو للو غږ اورم
ساه مې وځي... مورې، مورې، مورې، مورې
#عبدالغفارليوال