حیام HeYam

حیام HeYam حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ ۚ نِعْمَ الْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ النَّصِيرُ♥
(1)

که راغلې ټول خو به لوګۍ کړم له تا نـور د خیبر په سپیلنو څه وکړم...♡ حیام HeYam
29/05/2026

که راغلې ټول خو به لوګۍ کړم له تا
نـور د خیبر په سپیلنو څه وکړم...♡


حیام HeYam

نه راته خاندي نه خبرې کويزه د اشنا په تصویرو څه وکړم...♡ حیام HeYam
28/05/2026

نه راته خاندي نه خبرې کوي
زه د اشنا په تصویرو څه وکړم...♡


حیام HeYam

چا ویل چی درد انسان قوي کوي، درد انسان بې حسه کوي، روح یې ور وژني، ذوق یې ړندوي، زړه یې کلکوي، او انسان بوډا کوي.😌
17/05/2026

چا ویل چی درد انسان قوي کوي، درد انسان بې حسه کوي، روح یې ور وژني، ذوق یې ړندوي، زړه یې کلکوي، او انسان بوډا کوي.😌

د مرګ فرښته هیڅ کله د روح اخستلو پر وخت له چا څخه اجازه نه اخلي؛ پس فکر وکړئ! آیا دا لنډه دنیا، دا غیر اخلاقي فلمونه کتل...
12/05/2026

د مرګ فرښته هیڅ کله د روح اخستلو پر وخت له چا څخه اجازه نه اخلي؛ پس فکر وکړئ! آیا دا لنډه دنیا، دا غیر اخلاقي فلمونه کتل، سندرې اوریدل، له خلکو سره بې رحمانه سلوق کول، آیا دا لنډ ژوند په دومره څه ارزي؟

له خوبه څه ګیله چی نه راځيقصور خو د هغې ګناه دی چې خوب ته مې نه پریږدي🖤🥀
11/05/2026

له خوبه څه ګیله چی نه راځي
قصور خو د هغې ګناه دی چې خوب ته مې نه پریږدي🖤🥀

د سکون ځای دا دی چې زړه مې د ډیرې نیستۍ باوجود له ځان سره ساتلی، د چا په شتمنۍ پسې مې ندی بوولی.
11/05/2026

د سکون ځای دا دی چې زړه مې د ډیرې نیستۍ باوجود له ځان سره ساتلی، د چا په شتمنۍ پسې مې ندی بوولی.

په رژېدلو هیلو هیڅ نه وایي دا کتابونه نور څه نور څه وایي.اجمل ښکلى
11/05/2026

په رژېدلو هیلو هیڅ نه وایي
دا کتابونه نور څه نور څه وایي.

اجمل ښکلى

غوښتل مې خوا ته یې ورشم تر څو تشه مې ورته ډکه شي، خو چې ورغلم هېر یې وم.
11/05/2026

غوښتل مې خوا ته یې ورشم تر څو تشه مې ورته ډکه شي، خو چې ورغلم هېر یې وم.

بې رحمه جګړه:خلک کورونه جوړي،له کورونو کلي جوړیږي،کلي هم له ښارونو سره یو ځای،او په ګډه هیواد شي،نه پوهیږم،ولې،بې رحمه ج...
08/05/2026

بې رحمه جګړه:

خلک کورونه جوړي،
له کورونو کلي جوړیږي،
کلي هم له ښارونو سره یو ځای،
او په ګډه هیواد شي،
نه پوهیږم،
ولې،
بې رحمه جګړه،
خلک،
کورونه،
کلي،
ښارونه،
او هیواد ورانوي؟
لڪه چې نور د (خلڪو) زور د خدای زور ندی.❣🥀

خوب او ویښتیا:کله چې،لا ځوان وم او ځواني وه،د کور او نږدې ڪلي تر منځ،په یوه مازدیګرني تګ راتګ کې،یوه پیغله کوچۍ،لکه د حو...
07/05/2026

خوب او ویښتیا:

کله چې،
لا ځوان وم او ځواني وه،
د کور او نږدې ڪلي تر منځ،
په یوه مازدیګرني تګ راتګ کې،
یوه پیغله کوچۍ،
لکه د حورو سرداره،
لکه واوره سپینه،
لکه غسل خوږه،
لکه اوښکه رڼه،
لکه زړه مهربانه،
له ځوانۍ نه، لکه مستۍ نه،
رپېدله، ریږدېدله،
▪راغله،
راته ویې کتل،
سکوت یې مات کړ،
"دمینې اور مې سینه سوځوي"
کومه مینه؟
له چا سره مینه؟
کوم زړه؟
دا مهربانه،
دا دومره نازکه،
داسې ژر،
ولې څه وشول؟
بې له هیڅ جوابه یې منډه کړه،
ولاړه، ورکه شوه،
▪دغه شپه،
هو! په همدې شپه،
په خوب کې راغله،
د خپل ژوند کیسه یې راته وکړه،
او ما هم یوازې یو غزل ورته ووایه،
نور نو له همغو ڪلونو را پدې خوا،
د هغې زړه وړونکی آواز،
او روح بخښونکې ښکلا،
د خوب او ویښتیا تر منځ،
نیم ژوانده پرې ایښی یم.

Address

Kabul
KABUL

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when حیام HeYam posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Establishment

Send a message to حیام HeYam:

Share

Category