Mashal Voice

Mashal Voice دلته، خبرونه، ساينس، ټيکنالوژي، ورزش، ويډيوګانې او د ژوند اړوند مطالب خپرېږي!
(3)

13/06/2026

د پاکـ.ـستان لومړي وزیر، شیبه وړاندې په یو پیغام کې وویل چې د ایـ.ـران او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه ښایي تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې وروستۍ شي او اسلام‌اباد تر هوکړې لاندې د دواړو لورو د برېښنايي لاسلیک د ثبتولو لپاره د چمتووالي په حال کې دی.

13/06/2026

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي چې له جوی شیر څخه تر آرتل پله پورې د ۸۶۰ متره اوږدوالي او ۴۵ متره سور لرونکي سړک د معیاري قیر کولو کار پیل شوی دی.

د مسوولینو په وینا، په دغې پروژه کې استنادي دېوالونه، کانالونه، د روښانتیا د څراغونو لګول او نورې اړینې اسانتیاوې هم شاملې دي.

توقع کېږي چې دا سړک به د روانې میاشتې تر پایه بشپړ او د ګټې اخیستونکو پر مخ پرانیستل شي. مسوولین زیاتوي چې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې ګڼې پراختیایي پروژې روانې دي چې هدف یې د ښاري زیربناوو ښه کول او د اوسېدونکو د تګ راتګ اسانول دي.

13/06/2026

د افغانستان او هندوستان ترمنځ د درېیو یو ورځنیو لوبو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغان پیليز توپ‌وهونکي، رحمن‌الله ګربز په ۴۸ بالونو ۱۰۰ منډې پوره کړې.

هغه ټولې، په ۵۱ توپونو ۱۰۲ منډې جوړې کړې او د لوبې په ۱۶م اور کې یې خپله وېکټ له لاسه ورکړه.

12/06/2026

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې بروکسل ته د افغان حکومت د پلاوي د غړو نوملړ یې ترلاسه کړی او د ویزې د ورکړې لپاره یې اړین امنیتي کتنې پیل کړې دي.

12/06/2026

د بلخ پوهنتون مسوولین وايي چې د دې پوهنتون د محصلینو د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، په دوو پړاوونو کې د سړکونو د قیر کولو کار پیل شوی دی.

دا پروژه د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پلي کېږي چې په بشپړېدو سره به یې د پوهنتون محصلینو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

12/06/2026

د کابل ښار د یوې مهمې جادې، د کمري سړک د لومړۍ برخې د کرښې اچولو چارې د ۱۲۵۵ مترو په اوږدوالي، په لوړ کیفیت او معیارونو سره بشپړې شوې.

د یادونې وړ ده چې د دې سړک دویمه برخه هم د ۱۳۳۱ مترو په اوږدوالي په لوړو معیارونو سره د جوړېدو په حال کې ده، چې په بشپړېدو سره به یې د کابل ښار اوسېدونکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

12/06/2026

د معلوماتو له مخې، مسافر اوس کولای شي د دې لارې د یوې خوا ټکټ چې وړاندې ۳۱۰ ډالره و، په ۲۹۰ امریکایي ډالرو وپیري.

12/06/2026

ویل کېږي چې د سپېس اېکس شرکت د سهمونو د ارزښت له پام وړ زیاتوالي وروسته، د هغه د ټولو شتمنیو کچه نږدې ۱.۱ ټریلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

دا سمه شتمني که په افغانیو بدله شي، نږدې ۷۷ ټریلیونه افغانۍ کېږي.

که دا پیسې د افغانستان د ۴۰ میلیونه نفوس په منځ کې ووېشل شي، هر کس ته به نږدې ۲۷ زره ډالره یا په حدودو کې ۲ میلیونه افغانۍ ورسېږي.

12/06/2026

د مزارشریف ښاروالي وایي چې په دې ښار کې د ښاري ښکلا او زرغونتیا په موخه، د کټارو د رنګولو او د ګلدانونو د رغولو چارې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي.

مسوولین وایي چې د دې پروژې د پلي کېدو چارې له فردوسي څلورلارې څخه تر برکت څلورلارې پورې په چټکۍ سره جریان لري.

10/06/2026

ایـ.ـران ووايي؛ عربانو په تېرو وختونو کې ایمان درلود، خو اوس ایمان له هغوی څخه کډه کړې او یوازې تېل لري.

Adresse

Marseille-1

Site Web

Notifications

Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque Mashal Voice publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.

Contacter L'entreprise

Envoyer un message à Mashal Voice:

Partager