Ahmadi Media

Ahmadi Media د شاعرانو سره خوندور بنډارونه له موږ سره کتلی شﺉ!

 ایا د شپې لخوا مو د پښې سوځیږی؟د پښو تلې او بدن مختلف ځایونه مو ګزګز کوي؟ایا سر ګنګسۍلرئ؟ په غوږونه کې د زُنګ زُنګ اواز...
26/06/2022


ایا د شپې لخوا مو د پښې سوځیږی؟
د پښو تلې او بدن مختلف ځایونه مو ګزګز کوي؟
ایا سر ګنګسۍلرئ؟
په غوږونه کې د زُنګ زُنګ اوازونه اورئ؟
په وینه کې د کولسټرول،ټرایګلیسراید‌‌‌ او د نورو شحمیاتو په غیر نورمال‌‌‌‌‌‌ډول لوړوالي ته د وینې د غوړ ناروغي ویل کیږي.
ددغې ناروغۍ مهمې نښې په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دي.
1-د بدن دروندوالی او تل د ستړیا احساس
2-په غوږونو کې د ګُزګُز اوازونه
3-د سر دائيمي ګنګسوالی
4-د شپې لخوا د پښو د تلو سوځیدل او په ټول وجود کې د ګرمۍ احساس
5-د زنګانه لاندې په نرمه غوښه کې د شدیدو دردونو احساس.
6-د خولې وچیدل او د خولې د مزې دایمې تریخوالی
7-د زړه د ضریانو اوریدل
8-ناروغ تل د خوب او دروندوالي احساس کوي
9-په ځینو ناروغانو کې د وینې فشار لوړیږي
10-د وزن ‌‌‌‌‌‌ډیروالی مګر پدې معنی نده چې د کم وزن لرونکی تر دې ناروغۍ معاف دي
11-د سترګو د شاخوا پړسوب

:
1-د وینې د کوچني رګونو بندیدل چې د زړه د حملاتو او د مغزي سکتویا فلج کیدو سببګرځي
2-د وینې د فشار لوړیدل چې دا هم په ماغزو،زړه،پښتورګو او د بدن په نورو حساسو سیمو کې د وینې د کوچنیو رګونو د چویدو سبب ګرځي.
3-د تریخې کاڼي جوړوي
4-د معدې د زخم سبب ګرځي
5-د حافظې د کمزورۍ سبب ګرځي
6-که د لوړ فشار له کبله د سترګو د کوچنیو رګونه وچوي نو د ړندیدو سبب ګرځي.
7-د لړمون یا ځیګر د غوړوالي او التهاب سبب ګرځي
8-د معدې د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي
9-په نارینه کېد پروسټاټ د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي.
10-په ښځمنو او نارینه کې د پانکراس د غدې د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي.

#تشخیص
په وینه کې د شحمیاتو کچې کتل یا lipid profile
#درملنه
‌‌‌‌‌‌1-‌‌‌‌‌‌ډیرې اوبه څښکل
2-د ایمو او ترشي بابو خوړل په هغه صورت کې چې د وینی فشار نورمال وي.
3-دوامداره ورزش یا فزیک فعالیت او د وزن کمول
4-د شحمیاتو یا غوړویو د متابولیزم مخنیونکي درمل باید تر هغې وخوړل شي ترڅو نوموړې غوړ تر نورمالې کچې راټیټ شي.

خپله زاړه ، ختمه او د کاره لويدلې بيټرۍ څنګه بيرته ژوندۍ کړو ؟صرف د هغو غريبو هيواد والو لپاره دا طريقه درسره شريکوم د چ...
24/06/2022

خپله زاړه ، ختمه او د کاره لويدلې بيټرۍ څنګه بيرته ژوندۍ کړو ؟
صرف د هغو غريبو هيواد والو لپاره دا طريقه درسره شريکوم د چا چې د کور يواځينۍ بيټرۍ خرابه شوی ، د بلې وس نلري او شپې تيارو ته تېروي .
هيله ده چې ليکنه ډېر په غور سره ولولئ !
#پاملرنه !
دا طريقه صرف په هغه بيټريو عملي کړئ کومې چې شارټ شوي ، بيخي ختمې شوي دي او هيڅ کار نکوي .
ددې خبرې هيڅ ضمانت نشته چې ددې طريقې په اجرا کولو سره به مو حتما بيټرۍ ژوندۍ کيږي خو ۹۰% چانس يې د ژوندۍ کېدو شته . دا مو بيا خپل بخت دی چې څومره کار درته کوي او څومره وخت درته وباسي .
#اول
لاسونو ته مو دستکشې يا پلاستيک واغوندئ او د خپلې زړې بيټرۍ تيزاب په يو پلاستيکي لوښي کې واچوئ او بيټرۍ مو په اوبو پاکه پريمنځئ .
سمه يې وشړکوئ تر څو تورې خټې تری پاکې وځي او پليټونه يې ښه سم صفا شي .
احتياط وکړئ چې تيزاب مو په سترګو ، لاسونو یا جامو ونه غورځيږي .
#دوهم
چې بيټرۍ ښه سمه پاکه شوه بيا يو بوتل کوکا کولا يا پيپسي راوخلئ او ټولو خانو کې يې په تقسيم سره واچوئ او ټول بوتل پری مصرف کړئ او دپاسه لږې مالګينې اوبه پرې واچوئ او د نيم ساعت لپاره يې همداسې پرېږدئ .
#دريم
که کوکا کولا نه وي پر ځای يې سوډا هم کارولې شئ .
سوډا بيا هرې خانې ته يوه يوه کاشوغه واچوئ او لږې لږې اوبه دپاسه پسې واچوئ .
#څلورم
نيم ساعت يا پاو کم ساعت وروسته مو بيټري راواخلئ او هر څه ترې توۍ کړئ او يو ځل بيا يې په پاکو اوبو پريمنځئ تر څو کوکا کولا يا سوډا او خيري وغیره ترې مکمل ختم شي .
#يادونه
د کوکا کولا يا سوډا اچولو اصلي هدف دادی چې پليټونه د دننه نه سم پاک کړي او ور پسې نښتي کاربن او خيري ښه سم پاسته کړي او را ويې باسي ، تر څو د سرپو نه جوړ پليټونه صفاشي د تيزابو سره تماس پيدا کړي او کار شروع کړي .
#پنځم
چې د بيټرۍ نه مو اوبه په مکمله توګه ختمې کړی بيا يې د کم تر کمه د شپږ ساعتونو لپاره لمر ته چپه کېږدئ ترڅو دننه نه بيټري ښه سمه وچه شي .
#شپږم
چی بيټرۍ کله سمه وچه شي نو بيا هغه تيزاب کوم چې مو په پلاستيکي لوښي کې ساتلي راواخلئ او ور وايې چوئ .
#اوم
فکر مو وي چې دا تيزاب بايد تيز تېزاب وي چې بايد په ګېچ ۱۳۰۰ يا يو څه ددې نه هم تېز وي ، خو بيټري لکه د نوی مه ډکوئ يو څه د خپلې اندازې نه کم تېزاب ور واچوئ .
فقط چی د پليټونو دپاسه لږ لږ تيزاب ودريږي بس دی .
پام مو وي چې کمزوري تېزاب کار نکوي ، ښه به دا وي چې د بازار نه ورته تېز تيزاب راوړئ .
#اتم
ددې هر څه کولو نه وروسته بيټرۍ مو ښه سمه چارج کړئ ان شاءالله بلکل لکه د نوي بيټرۍ به درته کار کوي .
#نهم
که ثواب ګټی له نورو مسلمانو سره یی هم شریک کړې.
#لسم
مونږ هر وخت د خیر او د تاسي د فایدی فوسټ کوو.
هراړخیز معلومات هم لایک کړه
#مننه

په 2013 م کال کي يو طوفان د امريکا په  #اوکلاهوما ښار کې راغلئ ،  دا ښځه په زير زمينې کي پټه شوه کله چي را پورته شوه  کو...
27/05/2022

په 2013 م کال کي يو طوفان د امريکا په #اوکلاهوما ښار کې راغلئ ، دا ښځه په زير زمينې کي پټه شوه کله چي را پورته شوه کور يي يي ورک و !

انډری سټانډر د سویلي افریقا یو پولیس و چې د غرمې د ډوډۍ په وقفه کې به یې بانکونه لوټ کول او بیرته به کار ته راغی لکه هیڅ...
10/05/2022

انډری سټانډر د سویلي افریقا یو پولیس و چې د غرمې د ډوډۍ په وقفه کې به یې بانکونه لوټ کول او بیرته به کار ته راغی لکه هیڅ شی چي نه وي کړي. هغه خپله د غلاوو د تفتیش افسر و. کله چې هغه ونیول شو، نږدې 30 بانکونه یې لوټ کړي وو.

په لاس ډوډۍ خوراک ښه دی که په کاشوغه؟موږ د خپل  پیغمبر ﷺ په سیرت کې لولو چې هغه مبارک به په خپل لاس ډو‌ډۍ خوړله. زه دلته...
04/05/2022

په لاس ډوډۍ خوراک ښه دی که په کاشوغه؟

موږ د خپل پیغمبر ﷺ په سیرت کې لولو چې هغه مبارک به په خپل لاس ډو‌ډۍ خوړله. زه دلته یوازې د ډاکټر صاحب خبره رانقلوم:
« سره له دې چې په کاشوغه باندې خوراک نن سبا یو منل شوی کار دی؛ خو د کاشوغې خوراک هېڅکله د لاس له خوراک سره نه دی برابر.په لاس باندې خوراک کول د کاشوغې په پرتله ډېرې فایدې لري.د ساري په توګه لومړی موږ کولای شو په لاس د خوړو د حرارت، یخوالي، سختوالي او نور خصوصیات ډېر ښه مالوم کړو، چې هغه ښايي موږ سره د هغو خوړو او یا نه خوړلو کې خورا ډېره مرسته وکړي.چې دغه کار بیا د کاشوغې په واسطه شونی نه دی.ښايي موږ ډېر گرم او یا هم یخ یا سخت خواړه خولې ته داخل کړو، چې بیا یې بېرته تویول هم ښه کار نه دی. همدارنګه د لاس په واسطه د خوړو را اخیستل، برابرول او خولې ته وړل، د ګوتو د عصبي رشتو د (Reflexes) له لارې د غذا د تماس له کبله زموږ په خوله، معده او بدن کې لازمي او ضروري افرازاتو د اطراح سبب کېږي، چې د غذا په نرمولو، هضمولو، جذب او اطراح کې مرسته کوي.نو کله چې موږ خواړه په ګوتو تیاروو زموږ خوله، مري او معده مخکې له مخکې نه د هغې خوړو د اخیستلو، قبلولو او هضمولو له پاره چمتو کېږي.او بناً خوراک ښه هضم او ګټور تمامېږي او کاشوغه کې بیا دا ګټې نه شته، او خواړه ۵۰ فیصده هضمېږي..»

کچیرته ستاسي سره نږدي اټومي چاودنه وشي، تاسو به پرته له درد څخه مړه شئ ځکه چې چاودنه به ستاسو دماغ د درد پیژندلو په پرتل...
30/04/2022

کچیرته ستاسي سره نږدي اټومي چاودنه وشي، تاسو به پرته له درد څخه مړه شئ
ځکه چې چاودنه به ستاسو دماغ د درد پیژندلو په پرتله ګړندي وژني.
مطلب مخکي لدي چی ستاسي دماغو ته پیغام ورسي تاسی به له منځه لاړ شي.

هغه توره افریقایي بګلا چې د ښکار لپاره له ځان څخه چتري جوړوي او ماهیانو ته دوکه ورکوي.دوکه ورکونکی او مکار الوتونکی دی، ...
29/04/2022

هغه توره افریقایي بګلا چې د ښکار لپاره له ځان څخه چتري جوړوي او ماهیانو ته دوکه ورکوي.
دوکه ورکونکی او مکار الوتونکی دی، چې په افریقا کې پیدا کېږي. ویل کېږي چې دغه الوتونکی دومره له چل ول څخه کار اخلي چې له خپلو وزرونو څخه چترۍ جوړوي او په دې ډول ماهیان غولوي او خوري یې.

دغه الوتونکی چې تور رنګ لري په همدې سبب ورته (بلیک ایګرټ) هم ویل کېږي او د ښکار کولو طریقه یې ډېره په زړه پورې ده. یعنې کله چې ښکار کوي نو په اوبو کې په داسې ډول سره درېږي چې پښې په اوبو کې وي او نور بدن یې له اوبو څخه بهر وي.

ایا تاسو خبر یاست؟  که تاسو کله هم په سمندر کې د مربع په څیر نمونې یا مربع څپې وګورئ، نو دا تاسي ته سپارښتنه کوي چې تاسو...
27/04/2022

ایا تاسو خبر یاست؟ که تاسو کله هم په سمندر کې د مربع په څیر نمونې یا مربع څپې وګورئ، نو دا تاسي ته سپارښتنه کوي چې تاسو باید سمدستي له اوبه څخه او وځي (پریږدئ)
ځکه چې دا خورا خطرناک دي

مينه که ليونتوب؟بلجيمۍ کريستينا ګيلبرت په يوه روغتون کي نرسه (ډاکټره) وه او مين يې د روغتون د مړو يخچال يا مرده خانه کې ...
26/04/2022

مينه که ليونتوب؟

بلجيمۍ کريستينا ګيلبرت په يوه روغتون کي نرسه (ډاکټره) وه او مين يې د روغتون د مړو يخچال يا مرده خانه کې دنده لرله.

نرسې به ددې لپاره چې خپل بايفرينډ يا معشوق سره ديدن وکړي خپل ناروغان به يې وژل او خپل معشوق ته به يې زنګ وهلو چې راسي او مړی د مړو خوني ته يوسي.
معلومات

د دجال په اړه لنډ معلومات  س. دجال چیرې ژوند کوي؟ج. په یوې جزیرې کې چه یوازې الله ته معلومه ده. س.تر خروج وروسته څومره و...
25/04/2022

د دجال په اړه لنډ معلومات

س. دجال چیرې ژوند کوي؟
ج. په یوې جزیرې کې چه یوازې الله ته معلومه ده.
س.تر خروج وروسته څومره ورځې ژوند کوي؟
ج.40ورځې.
س.دا ورځې څومره اوږدې دي؟
ج.اوله ورځ لکه کال دوهمه ورځ لکه میاشت دریمه ورځ لکه هفته نورې ورزې لکه عادي ورځې.
س.د دجال سره به څه شی وي؟
ج. د ده سره جنةاو دوزخ یا دوې ویالې دي چې یوې کې یخې اوبه دي او بله کی ایشیدونکې اوبه دي.
س.آیا حقیقي جنة او دوزخ ورسره دی.
ج.نه بلکه جنة یې دوزخ او دوزخ یې جنة دی.
س. په ځمکه کې یې سرعت څومره دی؟
ج. شدید سرعت لكه د باد سرعت نبي کریم(ص ) یې د سرعت په باره کې فرمایي: لکه باران پسې د شا له طرفه باد وي.
س.د دجال قدرت څه شی دی؟
ج. الله پاک عجیب قدرت ورکړی دی پر آسمان به امر وکړي چې باران نو باران به شي پر ځمکه به امر وکړي چې راشنه شه نو راشنه به شی پر ځمکه به امر وکړي چې خزانې راوباسه نو خزانې به راوباسي.
س. څو اشخاص مړه کوي؟
ج. یو شخص چې دا ځوان به په خلکو کې د الله په نزد تر ټولو ښه شهید وي.
س. د دجال څنگه شکل دی؟
ج. سترگه یې ړنده ده یامسح شوې ده یعنې یوازې په یوه سترگه کتل کوي او د سترگو په مینځ کې به یې کافر لیکل شوی وي.
س. د دجال وژونکی څوک دی؟
ج. دالله نبي عیسی ابن مریم علیه السلام.
س. آیا تر دجال بله غټه فتنه شته؟
ج.نه نبی کریم(ص) فرمایي: له آدم څخه تر قیامته تر دجال غټه فتنه نشته.
س.آیا په دجال پسې یوڅوک کیږي؟
ج. هو دآصفهان له یهودو څخه به 70000 اویا زره نفر به ور پسې وي او ښځې به اکثره ور پسې وي حتی یو سړی به کور ته راشي ښځې به وتړي چې د دجال سره ولاړې نه شئ او حتی یو سړی به دجال ته ورشي چې خلک ترې وویروي او پر خپل ځان یې باور وي چې محکم یعنې کلک مؤمن يم نو د دجال څخه یو څه واوري نو اسلام به پریږدی په دجال پسې به شي له دې وجهې نبي اکرم(ص)موږ ته امر کړی چې ورڅخه وتښتو.
س. څنگه د دجال څخه ځان ژغورلی شو؟
ج. دسورة کهف اول لس آیته په یاد کړئ او دجمعې په ورځ یې ولولئ او یاد جمعې په ورځ هر لمانځه کې چې یا الله موږ له تا څخه د دجال له فتنط څخه پناه غواړو دعا وکړئ.
اوخپل شناخته ور څخه وویروو او خبرې یې په باره کې وکړو او هغه احادیث چه د دجال په باره کې دی ورته ووایو.

شیر کړی

د نړۍ بد چانسه کس!!!والتر سامر فورد يو ايټالوي سرتيري و، نوموړی په لومړی نړيواله جګړه کې بريښنايي تندر وواهه نيم بدن يې ...
17/04/2022

د نړۍ بد چانسه کس!!!
والتر سامر فورد يو ايټالوي سرتيري و، نوموړی په لومړی نړيواله جګړه کې بريښنايي تندر وواهه نيم بدن يې فلج شو، له پوځ څخه ګوښه شو لاړ کاناډا ته، شپږ کاله وروسته د کاناډا هيواد ونکوور سيمه کې د يوې ونې لاندې ناست و چې بيا تندر وواهه دې سره يې چپ اړخ فلج شو.
فورد دوه کاله وروسته جوړ شو او ګرځيدل یې پيل کړ خو ۱۹۳۸ کې بيا تندر وواهه دې سره د فورد ټول وجود فلج شو، په بستر کې پروت و چې بلاخره دوه کاله وروسته مړشو.
خو کيسه خلاصه نه وه، له مړينې يې څلور کاله تير نه وو چې پر قبر تندر لويږي او قبر يې ويجاړوي.

08/04/2022

سلګۍ/ سوګلۍ/ اټکۍ:
سلګۍ ډيری خلګو ته پيدا کيږي او اکثره وخت يې علت معلوم نه وي خو په ځني خلګو کې يې لاندې حالتونه منځ ته را وړلای شي.
- روحي فشار
- خوراک څښاک
- قهر، غضب او يا بې حده ډيره خوشحالي

کورنۍ درملنه:
- د کاغذ کڅوړه خولې ته ونېسئ او په هغه کې تنفس و کړئ
- زنګنونه سينې ته را نېږدې کړئ او بدن د مخ طرف ته کوږ کړئ
- يخې اوبه غړپ کړئ
- يوه کاشغه بوره وخورئ
- تر غاښ لاندې لېمو و نېسئ او يا سرکه و څکئ
- خپله ساه د يو کم وخت لپاره و نېسئ

که سلګۍ له ۴۸ ساعته څخه زيات دوام وکړي کېدی شي د طبي حالتونو پواسطه منځ ته راغلې وي نو لدې امله کورته نېږدې له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

Address

Pol-e `Alam
1120

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ahmadi Media posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share