د زړه خبرې ⁽ᴰᵃ ᶻᵃʳᵃ ᴷʰᵃᵇᵃʳⁱ⁾

د زړه خبرې ⁽ᴰᵃ ᶻᵃʳᵃ ᴷʰᵃᵇᵃʳⁱ⁾ Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from د زړه خبرې ⁽ᴰᵃ ᶻᵃʳᵃ ᴷʰᵃᵇᵃʳⁱ⁾, Poet, Mazar-e Sharif.

> د زړه خبرې ⁽ᴰᵃ ᶻᵃʳᵃ ᴷʰᵃᵇᵃʳⁱ⁾ —
دلته خبرې له زړه کېږي، نه له خولې.
د احساس، مینې او ژوند د دردونو غږ.
هره ورځ یو نوی احساس، یو نوی شعر، یو نوی درد.

د واټساپ کانال کی مو هم څارلی شې دغه یی لینګ 👇👇

https://whatsapp.com/channel/0029Vaie4mv60eBZaKID6P3t

 #بیتونهزه له اوله پوهېدم چې انتخاب دې بل ووغلی شه مه اچوه پړه په نصيبونو يارههغه چې تا دځان ګڼلو هغه چرته ده اوسڅنګه يي...
19/08/2026

#بیتونه

زه له اوله پوهېدم چې انتخاب دې بل وو
غلی شه مه اچوه پړه په نصيبونو ياره

هغه چې تا دځان ګڼلو هغه چرته ده اوس
څنګه يي پرېښودې په تشو ميدانونو ياره

خلکو ته مو لکه چې ارمان ورغیله پېک اکاونټو څخه مو څاري         ゚
18/08/2026

خلکو ته مو لکه چې ارمان ورغی
له پېک اکاونټو څخه مو څاري

نــظــمیو ماښام به می جسد پورت وي بی روحهپټی سترګی به می تورې حلقې واخلیلتې پتې به مې سپینې جامې سرې وی د خپل تن په وینو...
18/08/2026

نــظــم
یو ماښام به می جسد پورت وي بی روحه
پټی سترګی به می تورې حلقې واخلی
لتې پتې به مې سپینې جامې سرې وی
د خپل تن په وینو غوښو به لمدې وي

یو ماښام به مې تن وی کپړۍ به نه وي
او ویښته به می وي خښ په دیوالونو
څاڅکی، څاڅکي به مې ستا په تصویر اوښکې
او د درد، نشې او خوب ګولۍ پرتې وي

یو ماښام به مې مبایل نه پورته کیږی
یو ماښام به مې غمی د فیسبوک شین وي
مګر چاته به ځواب نه ترې رسیږی
د مهراب خسته صدا موزیک به فلې وي

یو ماښام به څو ساعته انتظار شی
خو زما د شپیلۍ غږ به پسې ورک وي
زخم، زخم به مې وینې وینې کلک وي
او دا زړه به مې له تورو وینو ډک وي

یو ماښام به دومره لرې له تا لاړ شم
چې راتګ به مې د تیر ساعت راتلل وي
سپین کفن به می د سپین جمال نقاب وی
بندې، بندې شمارې به مې عزاب وي
{{بـابــرزی اوڅــار}}
فالو له یاده مه باسئ خوږو
😍

 #غزل توره شپه او د اسمان غوندې خبرېراته وکړه د ایمان غوندې خبرېزړه مې بیا په سلو لارو باندې سر دیورپسې دي د توپان غوندې...
17/08/2026

#غزل

توره شپه او د اسمان غوندې خبرې
راته وکړه د ایمان غوندې خبرې

زړه مې بیا په سلو لارو باندې سر دی
ورپسې دي د توپان غوندې خبرې

د ښار شور مې غرنی فطرت خوړلی
رانه غواړي د باران غوندې خبرې

پاس په غره کې د شپېلۍ د نغمې شور دی
باده! راوړه د ارمان غوندې خبرې

د حالاتو تور لاسونه را اوږده دي
خو کوو به د افعان غوندې خبرې

مجبوریت او بې وسي مو تر منځ نشته
ضرورت دی د جانان غوندې خبرې

رحمانی

عطر مه لګوئدا چې د خيانت بوی درڅخه ځيهمدا کافي ده         ゚
17/08/2026

عطر مه لګوئ
دا چې د خيانت بوی درڅخه ځي
همدا کافي ده

17/08/2026

با Facebook for Creators – به‌تازگی به‌عنوان یکی از طرفداران برتر او شناخته شدم! 🎉

د ترنم لپاره غزلچې رااخیستی مې رباب دی، کلیوالهوضعیت بل رقم خراب دی، کلیوالهاوس په یو، دوه کې حیران یمه ورګورمدا لالی دی...
15/08/2026

د ترنم لپاره غزل

چې رااخیستی مې رباب دی، کلیواله
وضعیت بل رقم خراب دی، کلیواله

اوس په یو، دوه کې حیران یمه ورګورم
دا لالی دی که ګلاب دی، کلیواله؟

نن ډېر سخت راپه زړه شوی یو سړی دی،
نن څه بل رقم عذاب دی، کلیواله.

نه سلام کوي نه خاندي نه راګوري؛
څه نامرده انتخاب دی، کلیواله.

زړه مې ډک دی له یوې نړۍ غمونو،
ځان اخیستی اضطراب دی، کلیواله.

ملامت نه یی سالِکه چي زنګیږې،
حسن نه دی؟ خو شراب دی، کلیواله.
جعفر جان سالِک

 #غزلښه ده چې نشته د اشنا د مینې شور نشتهپرېږدۍ یادونو وس مې هغه د زړه زور نشتهد زړه په ور مې میلمنه ستا د غمونو راغللاو...
15/08/2026

#غزل

ښه ده چې نشته د اشنا د مینې شور نشته
پرېږدۍ یادونو وس مې هغه د زړه زور نشته

د زړه په ور مې میلمنه ستا د غمونو راغلل
اوښکو وروځۍ ورته اووایۍ چې کور نشته

ښه شوه د ژوند له ډک بهیره تش راپورې وتم
د زمانې د احسانونو سره پور نشته

د عشق صحرا ورکو ګردونو پسې لاس اووهه
دا څو بې سره لېواني دي پاتې نور نشته

دلته کښې دار هم چا ونه ګڼو ثبوت د وفا
مینې په کوم ډګر اعظم ته ستا پېغور نشته


اروښاد

🇦🇫 🥀

 #بیتونهرقيبان د ښکلو غېږو ته روان ديعجيبه ده جنتونو ته يهود ځيپه تندي دې د رقيب د ګوتو خاپ دیپه جنت کې د دوزخ شمال لګيږ...
15/08/2026

#بیتونه

رقيبان د ښکلو غېږو ته روان دي
عجيبه ده جنتونو ته يهود ځي

په تندي دې د رقيب د ګوتو خاپ دی
په جنت کې د دوزخ شمال لګيږي

خبره دنیت دهدچا تهجد نه قبليږي او د چا قظا قبول شي
15/08/2026

خبره دنیت ده
دچا تهجد نه قبليږي او د چا قظا قبول شي

Address

Mazar-e Sharif

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د زړه خبرې ⁽ᴰᵃ ᶻᵃʳᵃ ᴷʰᵃᵇᵃʳⁱ⁾ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category