مظلوم یار صبری

مظلوم یار صبری الله ج یو دی شریک نلري

دهېواد په ځانګړي ډول دخوست یوه لویه هستي الشيخ افضل حسیني حفظه اللّٰه
23/09/2025

دهېواد په ځانګړي ډول دخوست یوه لویه هستي الشيخ افضل حسیني حفظه اللّٰه

هندي رسنۍ وايي يو ۱۳ کلن افغان هلک د يکشنبې په ورځ (۲۱ سپټمبر) د الوتکې د ټايرونو پورتنۍ برخه کې پټ او له "کابل څخه هند ...
23/09/2025

هندي رسنۍ وايي يو ۱۳ کلن افغان هلک د يکشنبې په ورځ (۲۱ سپټمبر) د الوتکې د ټايرونو پورتنۍ برخه کې پټ او له "کابل څخه هند ته تللی" دی چې له پوښتنو او ګروېږنو وروسته بېرته په همدې ورځ افغانستان ته استول شوی دی.

د هندی رسنيو له مخې دغه ماشوم د کام اېر هوايي شرکت په څه کم دو ساعته الوتنه کې له کابل څخه د هند پلازمېنې ډيلې ته په نه منونکي ډول ژوندی رسېدلی و.

د هند د ډیلي په اندرا ګاندي هوايي ډګر کې د الوتکې له کېناستو وروسته عملې يو ماشوم ليدلی چې د الوتکې نژدې ګرځي او د هوايي ډګر امنيتي کسانو ته یې په دې اړه خبر ورکړ.

ویل کېږي د پوښتنو پر مهال څرګنده شوې چې دغه هلک د افغانستان د کندوز ولايت اوسېدونکی دی او له الوتنې يوه ورځ مخکې کابل ته راغلی و.

د نوي ډيلي د امنيتي چارواکو په وینا داسې ښکاري چې دغه هلک په پټه د کابل هوايي ډګر ته ننوتلی او بيا یې د الوتکې د ټايرونو بره ځان پټ کړی دی.
https://bbc.in/48w7Yux
د بشپړ مطلب لپاره پر لانديني لېنک کېکاږئ:

هندي رسنۍ وايي يو ۱۳ کلن افغان هلک د يکشنبې په ورځ (۲۱ سپټمبر) د الوتکې د ټايرونو پورتنۍ برخه کې پټ او له "کابل څخه هند ته تللی" دی. د هندی رسنيو له مخې دغه ماشوم د کام اېر...

21/09/2025

په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته یارانو لیوانی اتڼ اچولی ❣️

د خوست ولايت د غلام خان بندر لاره د بار وړونکو موټرو پرمخ بېرته پرانيستل شوه.خوست – باختر خبري آژانس۱۴۰۴ د وږي ۲۱ مه، جم...
13/09/2025

د خوست ولايت د غلام خان بندر لاره د بار وړونکو موټرو پرمخ بېرته پرانيستل شوه.
خوست – باختر خبري آژانس
۱۴۰۴ د وږي ۲۱ مه، جمعه

د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړی چې د دغه ولایت اړوند غلام خان بندر لاره چې د نږدې يوې نيمې مياشتې راهيسې د پاکستاني‌ لوري لخوا خوا تړل شوې وه، نن د بار وړونکو موټرو پرمخ بېرته پرانيستل شوه.

د یادې لارې له بندېدو سره د خوست او پکتيا ولایتونو سوداګر او عام ولس له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو، ځکه چې د خوراکي، ودانیزو توکو او د لومړنیو اړتیاوو بیې په ځینو سیمو کې لوړې شوې وې. د بار وړونکو موټرو او سوداګریزو کارګو درېدلو له امله ګڼو سوداګرو ته مالي زیانونه هم اوښتي وو.

سرچینې زیاتوي چې د لارې له بېرته پرانیستل کېدو سره به د سیمې سوداګریزې چارې عادي بڼه غوره کړي او د وارداتي توکو په بیو کې به ښکاره کموالی راشي. د خلکو په وینا، د دې بندر د بیا فعالېدو سره د ګڼ شمېر کسانو سوداګریز فعالیتونه او ورځني کاروبارونه بېرته د پخوا په څېر پیل شول.

د خوست ولایت مقام ټینګار کړی چې د ګاونډیو هېوادونو سره د سرحدي دروازو پرانیستي پاتې کېدل د دواړو خواوو په ګټه دي او د ولسونو تر منځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لامل ګرځي.
#خوست
#باختر
#غلام‌خان‌بندر
#لار

13/09/2025

‏د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چې افغانستان د امریکا د لوی ښار شيکاګو پهٔ پرتله خوندي او امن دی.

‏نن د افغانستان امنيت تر بل هر وخت پياوړی دی، پهٔ داسې حال کې چې د امريکا غوندې د لویو او قوي هیوادونو ښارونه لۀ تاوتريخوالي سره لاس او ګرېوان دي.

طلايي چانس او ځانګړی تخفيف !
06/09/2025

طلايي چانس او ځانګړی تخفيف !

ګران ماما زوی زینت اللّٰه ته په دوهم ظرفیت کې دخوست شيخ زاید پوهنتون دطب پوهنځی ته دبریالیتوب مبارکي وايو .دلانورو بریاو...
05/09/2025

ګران ماما زوی زینت اللّٰه ته په دوهم ظرفیت کې دخوست شيخ زاید پوهنتون دطب پوهنځی ته دبریالیتوب مبارکي وايو .
دلانورو بریاوو په هیله...

يو چا له دې عکس سره ليکلي و!د کلي او ښار ژوند بېخي توپير لري نن له پوهنتونه کور ته روان وم تر سينما پامير مخکې پل سره مې...
31/08/2025

يو چا له دې عکس سره ليکلي و!

د کلي او ښار ژوند
بېخي توپير لري نن له پوهنتونه کور ته روان وم تر سينما پامير مخکې پل سره مې يو سړي ته پام شو چې تابوت يې پر اوږه ايښی و د هغه پر مخ اوښکې بهېدلې خو شاوخوا خلک يوازې ورته کتل نه چا تسليت ورکړ نه چا غمرازي وکړه نه چا پوښتنه وکړه چې څوک دی څوک يې له لاسه ورکړی

د ښار ژوند دومره يخ او بې‌احساسه شوی چې انسانان يوازې د تېرېدو تماشه کوي خو کلی داسې نه دي هلته که يو څوک غمجن وي خلک ورته منډې وهي تسليت ورکوي مرسته کوي خواخوږي څرګندوي او له زړه نه د بل درد احساس کوي

په ښار کې ژوند مادي مصروف او يخ دی خو کلی لا هم د احساس مينې عاطفې او انسانيت تمثيل کوي ځينو شېبو کې له همداسې صحنو سره مخ کېږې چې زړه دې د کلي د
تودو خاطرونو سره غوټې کېږي.

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لپاره نوی آمر مولوي عمر عمري وټاکل شو.(شنبه د روان ۱۴۰۴  کال دسنبلې اوله نی...
23/08/2025

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لپاره نوی آمر مولوي عمر عمري وټاکل شو.

(شنبه د روان ۱۴۰۴ کال دسنبلې اوله نیټه )
د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لپاره نوی آمر مولوي عمر عمري د رسمي مراسمو په ترڅ کې معرفي شو. په یادو مراسمو کې د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي صابري او د کارکوونکو چارو رئیس حاجي معاذ، د آمریت کارکوونکي ، دانستیتونو ، لیسو آمرینو ، استادانو او محصلینو ګډون وو.

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت تالار کې نن د نوي آمر د معرفي کولو غونډه ترسره شوه. غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیتونو پیل شوه او وروسته ، مولوي صابري، د ولایت مقام د دفتر رئیس، په خپلو خبرو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ارزښت ته په اشارې وویل: “د ځوانانو عملي مهارتونه زموږ د اقتصاد د پیاوړتیا کيلي ده. هیله لرو چې نوی آمر به د شفافیت، نظم او د کار د کیفیت په لوړولو کې روښانه بدلون راولي.” هغه زیاته کړه چې ولایتي اداره به د اصلاحاتو، د روزنیزو ورکشاپونو د زیاتوالي او د بازار اړتیاوو سره سم د نویو څانګو پرانستلو کې د یاد آمریت ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه د ادارې په کادري پیاوړتیا او د کارکوونکو د خدمتونو په معیاري کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل: “د سیستماتیکو روزنو، د حاضرۍ او د ارزونې عادلانه مېکانېزم پلي کول زموږ لومړیتوبونه دي.
پخواني آمر ماسټر مولوي نجي اللّٰه احمد کړنې وستایل شوې دخوست ولایت داموزشې آمرینو لخوا دښو کړنو له امله معنوي ډالۍ ( مننليک ) او دپښتني دود له مخې دواړو آمرینو ته لونګۍ ور په سرشوې او له پخواني آمر يي مننه وکړه او نوي آمر سره يي دهر ډول همکارۍ ژمنه وکړه .

15/08/2025

دصبريو او يعقوبيو ولسوالۍ اړوند
دڅپري بدي بند ليسې د پنځه جريبه ځمکې څخه دچارديوالۍ کارونه ښه په اساسي ډول روان دي.
یاده پروژه چې یوولس متره مربع دیوال دی د (UN Hbaitab) مؤسسې په مالي لګښت جوړیږي.

Address

Khost
Khost
KHOST

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when مظلوم یار صبری posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Establishment

Send a message to مظلوم یار صبری:

Share

Category