17/06/2026
د امریکا څارنوالانو د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۲۹ کلن افغان وګړي رحمانالله لکنوال لپاره به د اعدام سزا غوښتنه وکړي. نوموړی د واشنګټن په ښار کې د امریکا د ملي ګارد د یوه غړي په وژلو او د بل سرتېري په سخت ټپي کولو تورن دی.
لکنوال د سېشنبې په ورځ د واشنګټن فدرالي محکمې ته حاضر شو او له نویو تورونو سره مخ شو، چې د محکومیت په صورت کې یې د اعدام سزا ممکنه ده.
نوموړي پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي او په محکمه کې یې د بېګناهۍ ادعا کړې ده.
Kunduz Voice صدای کندز