MafToon Kada ,,مفتون کدا

MafToon Kada ,,مفتون کدا موږ هم عجیبه یو!
ژوندي یو،
خو د احساس هره ډیوه مو مړه ده.!

مفتون

بي وسيچې په دې ښار کښې د رڼا په لټونستړي ستومانه شو زرې زرې شود ترخو سترګو خوږــــد و پــــه ارمـــاند شوګيرې په تېغ قطر...
15/10/2025

بي وسي

چې په دې ښار کښې د رڼا په لټون
ستړي ستومانه شو زرې زرې شو

د ترخو سترګو خوږــــد و پــــه ارمـــان
د شوګيرې په تېغ قطرې قطرې شو

غزل«۱۷»بابا غزل ستر حمزه بابا رح انتخاب»فیضانحجره د زړونو بویه چې پراخه پښتانه کابیا ځای دې پکښې پسته د حالاتو مېلمانه ک...
14/10/2025

غزل«۱۷»
بابا غزل ستر حمزه بابا رح
انتخاب»فیضان

حجره د زړونو بویه چې پراخه پښتانه کا
بیا ځای دې پکښې پسته د حالاتو مېلمانه کا

حالات خو منګوټي دي په ارهټ د زمانه کښې
ډکېږي او تشېږي اوبه خور د ژوندانه کا

قربان دې همه لوړې وي د مینې لهٔ ژورو
سرکش لکه فلک هم هسې سر په زنګانه کا

اخر دا زما شپې به ګرېوان ګیري د اشنا شي
خندا به مې تر څو سحر په څېري ګرېوانه کا

تمکین د حوادثو د پېدا لکه ساحل کړه
موجونه د وختونو که تېری کا پروا نه کا

لاکېف د محبت ئې په ځوانۍ راغلی نه دی
طفلان وي په دې لار کښې چې فریاد لهٔ بېلتانه کا

ادم خو په صورت وي چې زامن دي د وختونو
انسان به هومره نه شي چې وختونه پېدا نه کا

اشنا زهٔ خو مېلمه ومه لهٔ شرمه به ما څه وې
اخر مسلماني ده ، دومره ست خو کوربانه کا

حمٓزه د ارمانونو د رمې چې غم ونهٔ کړی
حالات که شرمښان دي محبت به ئې شپانه کا

موږ هم عجیبه یو!  ژوندي یو،  خو د احساس هره ډیوه مو مړه ده.!
09/10/2025

موږ هم عجیبه یو!
ژوندي یو،
خو د احساس هره ډیوه مو مړه ده.!


09/10/2025

اې دتورو تیارو خانه
څه مانا ستا د رڼا ده؟
غني خان بابا # @.

ستا بیمار ستا په خبرو رغېدلو څه اسانه درملنه دې ونه کړه ته مې زړه یې، زه دې څه کېږم لالیه؟يوه خبره وه، تر ننه دې ونه کړه...
09/10/2025

ستا بیمار ستا په خبرو رغېدلو
څه اسانه درملنه دې ونه کړه

ته مې زړه یې، زه دې څه کېږم لالیه؟
يوه خبره وه، تر ننه دې ونه کړه

سپکو، سپکو ته درانه کتل صميمه!
ډېره لويه تېروتنه دې ونه کړه؟

زه چې چاته يمه ګران ماته معلوم دي په يارانو کښې ياران ماته معلوم دي د ګل بڼ وفاداران ماته معلوم دي د دې ښار څوکيداران ما...
09/10/2025

زه چې چاته يمه ګران ماته معلوم دي
په يارانو کښې ياران ماته معلوم دي

د ګل بڼ وفاداران ماته معلوم دي
د دې ښار څوکيداران ماته معلوم دي

دا چې ګرم مېدان اوويني نو تښتي
د دې کلي باتوران ماته معلوم دي

تاسو چپ شۍ د اظهار موقع به راشي
په لستوڼو کښې ماران ماته معلوم دي

د جنت کونجيانې چا چا ته پکار دي ؟
د جنت ټهېکداران ماته معلوم دي

د شپې ګوړې خرڅوي د ورځې مالګې
داسې ډېر دوکانداران ماته معلوم دي

چې په خلقو تشدد زغملے نه شي
د دې خاؤرې غداران ماته معلوم دي

دا چې وينې يې د برېتو نه راڅاڅي
د دې بعضو خو پلاران ماته معلوم دي

خپل موجب د شکرانې په نامه اخلي
بلا ډېر منجوران ماته معلوم دي

يو انار دے په هغه پسې اقباله !
په سلګونو بيماران ماته معلوم دي

دلته هر سړے رباب ټنګوي ناست دے
خو اقباله ! فنکاران ماته معلوم دي

شهيد اقبال مومند

تر څو بۀ دې اختيار وي دا ژؤره خاموشي؟پکار خو دومره نۀ وه پيښاؤره خاموشي!د سرا سر تاوان دی د پښتون وطن د پارهکۀ لره خاموش...
09/10/2025

تر څو بۀ دې اختيار وي دا ژؤره خاموشي؟
پکار خو دومره نۀ وه پيښاؤره خاموشي!

د سرا سر تاوان دی د پښتون وطن د پاره
کۀ لره خاموشي او کۀ بره خاموشي

يو څو سړي يې اوري خو سر خم لکه بتان دي
يو څو ځوانانو ماته کړه پۀ نره خاموشي

د ستا د هر يو کاڼي پۀ حساب ګوتې وهمه
تر ډيره ماته شوې ده خيبره خاموشي

وطنه د تير شوي وخت بخښنه راته وکه
زۀ بالکل ملامت يمه پۀ هره خاموشي

اياز‌ وزيره دومره خو دين کتاب کې نۀ وا!
دا څومره چې راغلې تر ممبره خاموشي؟

Ayaz Wazir

پريزاده خاموشئ مې هم نعرې کړېدا تسنيم په زړه کښې درد دې بې حسابه
04/10/2025

پريزاده خاموشئ مې هم نعرې کړې
دا تسنيم په زړه کښې درد دې بې حسابه

کله چې سهار څوک تا نه راويښويیا شپه څوک ستا په تمه نه وياو تا هر څه وکړل چې زړه دې غوښتلدې ته ازادي وايي، که یوازيتوب؟✍️...
04/10/2025

کله چې سهار څوک تا نه راويښوي
یا شپه څوک ستا په تمه نه وي
او تا هر څه وکړل چې زړه دې غوښتل
دې ته ازادي وايي، که یوازيتوب؟

✍️: ؛ رادوين سرود

د ژوند صحرا ته مې د مينې باډيوه راؤړېما د احساس د ګل په لپه کښې لمبه راؤړېزۀ د مئين زړۀ د رضا نه بغېر نۀ پايمهما کله کله...
03/10/2025

د ژوند صحرا ته مې د مينې باډيوه راؤړې
ما د احساس د ګل په لپه کښې لمبه راؤړې

زۀ د مئين زړۀ د رضا نه بغېر نۀ پايمه
ما کله کله د جانان کلي ته شپه راؤړې

زمونږه څۀ خو يا په سترګو کښې لمبې د خمار
يا په تنکي زخم کښې ستا د ياد شغله راؤړې

د لېونتوب د جنګ په زغره کښې مې نغښتے ايمان
د سحر لمونځ له مې د ځان سره نېزه راؤړې

زما نصيب زما د جنګ او جهاد دغه برخه
چې خپله تُوره مې په خپله وينه سره راؤړې

تۀ راته ووايه چې څۀ په کربلا کښې شوي
ما په ټکر او په بابړه تبصره راؤړې

زما د غرونو د ښايست له غمه هر سوداګر
د کرش مشين او فولادي سپينه اره راؤړې

بس داسې لږ د مينې رنګ ورکړه نو ډېره ښه ده
وخته! چې تا د نوي ژوند کومه نقشه راؤړې

بيا به په هر سړي په زور خپله خبره مني
زورؤر بيا د خپل غرض تُوره تېره راؤړې

د انتظار د هاړ تودو غرمو وهلے صابر
د خپل ارمان د ونې سېوري ته دمه راؤړې
صاحب شاه صابر
#صابر

Address

Peshawar
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when MafToon Kada ,,مفتون کدا posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category